http://larawbar.com/peace/?p=2009

بســـــــــــــــــــــمل

نغاره چیان خووايي حامدکرزی دسوداګریزو معاملواو نورو ښو مناسباتو دتامین په منظورمسکو ته تللی دی .
خو زه فکر نه کوم چې کرزي به زموږ له ملي ګټو څخه ددفاع استعداد ولري اویا د روسانو د ناروا غوښتنو په وړاندې درښتیني اتل شهیدسردار محمد داود خان په ډول دکریملین مېز ورته وډبوي .
تاسو یې ښه وینئ چې دحامد کرزي په نږدې لس کلنه دوره کې کوم ظلم او جفا وه چې د افغان ولس او ګران افغانستان په حق کې ونه شول؟
کومه بې عزتي او بې ننګي نه وه چې زموږ بېګناه ولس ته ونه رسول شوه؟
حامد کرزي دخپلو ټولو نړیوالو متحدینو په مالي توان د افغان وګړو د بوختیا لپاره کومې اغېزمنې تولیدي او علمي موسسې ودانې کړې چې اوس به یې په روسانو راشل کړي؟
حامدکرزي دبن دتحمیلي،ګوډاومات کنفرانس له مهموپرېکړو لکه دمحاجرینوځای په ځای کېدل، د عدالت تامینول او نورو څخه کومې پرېکړې عملي کړې ؟
دکرزي په دوره کې په ملیاردوملیاردو ډالر په کوموموسیسوولګېدل چې سبازموږ راروان نسل پرې وویاړي ؟
لس کاله کیږي چې دکرزي غونډې دجرمني په کېږدۍ کې ترسره کیږي دا دومره پیسې په کومـه ولاړې چې د لویو غونډو، مهمو جرګو او نړیوالو سیمنارونو لپاره یو لوی دولتي تالار کرزی صاحب پرې ودان نه کړ؟
همدا اوس مې یوه دردوونکې کیسه رایاده شوه:
تېر کال یوې غونډې ته بلل شوی وم په برېښنا ګاډي (رېل) کې مې تر څنګ یوزوړالمانی ناست و وروسته له څوشېبو چا ورته تیلیفون وکړ دخبرو په جریان کې یې څو ځلې هغه ته ووېل چې له ځان سره پام کوه له ځان سره پام کوه .
له تیلیفون څخه وزګار شو ما ته یې مخ راواړاو وېل وبښه ته دکوم هېواد یې ما ورته ووېل چې دافغانستان یم وېل ډېر ښه ډېر ښه زما زوی په کندز کې سرتېری دی همدا اوس یې تیلیفوني خبرې راسره وکړې .
دسړي خبرې اوږدې شوې دلارې په نیمايي کې راته وايي چې:
کاشکې دا ځل دالمپیا نړیوالې لوبې په کابل کې تر سره شي چې زه هم ورشم اوله خپل زوی سره یو ځای دکابل
لیدو ترڅنګ دنړیوالو سیالیو ننداره هم وکړم .
عـــــــــزیــــــــــــزانـــــــــــو!
نه پوهېږم تاسو ته څه ولیکم خوڅوشېبې مې په داسترګوسترګوکې ورته وکتل هغه هم حیران حیران راته کتل
وېل ولې نه غږېږې ؟
ما وېل دزوی دسر دعاوې دې کوه تر څو په کوم بل ملک کې دالمپیا نړیوالې لوبې ورسره وګورې .
وېل ته فکر کوې چې دا ۴۴ هېوادونه به پدې ونه توانیږي چې افغانستان جوړ کړي ؟
ما وېل له جوړېدو څخه یې ورتېر کاشکې چې زموږ هېواد نور پسې وران نه کړي .
وېل ته دومره بدبین یې؟
ما دځواب وېیلو په ځای له واره بکس ته لاس کړ اودهردم شهید کندهار دهغو جګړیزو عملیاتو تصویرونه مې ور وښودل چې حامد کرزي وېل ((دکندهار عملیات به تصفیوي وي نه جګړیز))
کله چې دې سړي په تصویرونوکې ښایسته انار دماتوشوو ونو په خاښونو کې غرغره ولیدل او بیا یې دانګورو تاکونه لت پت ، کورونه نړېدلي او دمظلومو کندهاریانو له اوښکو ډکې سترګې ولیدې نو پخپله یې هم سترګې را ډکې شوې وېل زما زوی به هم په دا ډول عملیاتو کې برخه اخلي ؟
ما وېل ستاسو زوی مجبور دی چې په دې تپل شوې پردۍ جګړه کې برخه واخلي.
وېل دا جګړه به څومره دوام وکړي ؟
ماوېل څومره چې بهرنیان وغواړي .
دا له درده ډکه کیسه نوره نه اوږدوم زما هدف دځینو بهرنیانو ساده ګي او دحامد کرزي مداري ګیري ده .
اوس راځم دکرزي سفر ته :
۱ ــ کرزی به په کرملین کې دا خوا اخوا سترګه ورپوي ، درباني په ډول به دجګړې له غراماتو څخه ورتېرشي .
۲ ــ نوې ولسي جرګې ته به دتهران او مسکو اجنټان ټول ورسره ومني .
۳ ــ دافغانستان دسیاسي نظام دلا تضعیف او خپلې چوکۍ ددوام لپاره به چلونه ورڅخه زده کړي .
۴ــ زموږ دولس دغولولولپاره به یو شمېرداسې بې فایدې تړونونه لاسلیک کړي چې هیڅ خیر به ترې ونه وینئ .
۵ ــ د شمال ملېشو دتجهیز لپاره به دملي اردوپه نوم دوسلواوڅرخکوتړونونه هم لاسلیک کړي .
۶ ــ له مسکو او تهران څخه به ځان یو ځل بیا ډاډه او د نورو کڅوړو غم به هم وخوري .
۷ ــ کابل ته چې راوګرزي بیابه دده پټاکې وګورئ چې څه وايي لنډه داچې پخپله ټوله مداري ګري سره به دا ځل بیاد مصلحت اوملي وفاق په پلمه زموږ په ولس جنګي جنایتکاران اونوی ایرانی او روسی پارلمان وتپي .
خالق تعالی دې موږ ژر ترې خلاص کړي


امین یا ربالعلمین