http://larawbar.com/peace/?p=1597


لوى څارنوال : د کانديدانو د برياليتوب پريکړې په دوبۍ او شهزاده سراى کې شوې دي


TUESDAY, 23 NOVEMBER 2010 15:21 ADMINISTRATOR

لوى څارنوال په ډاګه کړه ، چې داسې موثق اسناد شته ، چې د ولسي جرګې د کانديدانو د برياليتوب په اړه تصميم د کابل په شهزاده سراى او دوبۍ کې نيول کيږي.
لوى څارنوال محمد اسحاق الکو، چې د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون رييس سيد مراد شريفي هم ورسره و ، د مشرانو جرګې د شکاياتو د اورېدو په کمېسيون کې وويل چې د ټاکنو په اړه څارنوالۍ ته رسېدلي شکايتونه د ټولټاکنو کمېسيون ته استول شوي، خو هغوى يې په اړه هيڅ ځواب نه دى ورکړى.
د لوى څارنوال په وينا، سره له دې ، چې کمېسيون دوى ته په ټاکنو کې د شويو درغليو د څېړنۍ اجازه نه ورکوي ، خو په خپل سر د ولسي جرګې د کانديدانوپه اړه پرېکړه په شهزاده سراى او دوبۍ کې کوي.
څارنوال زياته کړه ، چې د ټاکنو د دواړه کمېسيونونو د دوو تنو دندې يې تعليق اعلان کړي دي ، خو هغه ددغو کسانو نومونه وا نه خيستل.
لوى څارنوال داهم وويل چې د ټولټاکنو کمېسيون د مشر فضل احمد معنوي د دفتر رييس د څارنوالې د تحقيق له وېرې بل هېواد ته تښتېدلى دى.
نوموړي د دواړو کمېسيونو په وياندانو نور محمد نور او ضيا رفعت هم نيوکه وکړه ، چې بى مسووليته څرګندونې کوي.
الکو زياتوي: ((که تر څېړنو وړاندې نهايي نتايج اعلان شي ، يوه لويه ستونزه به هېواد کې پيدا شي.))
لوى څارنوال دا هم وويل ، چې د ټاکنو کمېسيون د ولسي جرګې د غړيو په ټاکنه کې ژبنى ، سمتي او مذهبي ملاحظات په پام کې نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون خبر ورکړ، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې به سبا سهار اعلان شي
.

د انتخاباتو د کميسيونونو د وياندانو دندې وځنډول شوې
Tuesday, 11.23.2010, 03:56pm (GMT)

تاند کابل د نومبر ٢٣ : د افغانستان لويې څارنوالۍ ويلي دي چې د انتخاباتو د کميسيون وياند نور محمد نور او د انتخاباتو د شکايتونو د کميسيون وياند ضيا رفعت  خپلې دندې نه شي پر مخ بېولى .

د دوى دواړو دندې ځنډول شوي او لويې څارنوالۍ ته د سپيناوي لپاره ورغوښتل شوي دي .

ويل شوي دي چې دوى دواړو داسې څرگندونې کړي دي چې گواکې د ملي گټو خلاف وې .

خو دا نه دي ويل شوي چې څه يې ويلي او کوم اړخ يې د ملي گټو خلاف بلل شوي دي .

د دغو وياندانو د دندو ځنډول يوه ورځ تر هغه وړاندې شوى چې بايد د پارلماني ټاکنو نتايج اعلان شي .

د سه شنبه په ورځ د انتخاباتو کميسيون ويلي و چې د ټاکنو پايلې به د چارشنبه په ورځ خپروي .

ښاغلي رفعت چې د شکايتونو د کميسيون وياندي کوله يوازې په دري ژبه غږيده ، په پښتو او انگريزي ژبو نه پوهيد .

ښاغلى نور بيا په درو سرو ژبو پوهيدۀ .

د افغانستان د پارلماني ټاکنو پايلې د ډيرو لپاره د لانجې وړ وې .

څو وخته مخته تاند وېبپاڼې په ډاگه کړه چې ناتو پر دغو ټاکنو خوشاله نه ده .

د ناټو په وينا په ټاکنو کې درغليو د پښتنو ، ازبکو ، ترکمنو او بلوڅو د استازو شميرې کمه کړې ده .

د بلوڅو يو استازى هم بريالى نه دى بلل شوى او په ډيرو پښتني سيمو کې هم د پښتنو استازي نشته

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand1&article=23113

له تاند او لوی افغانستان څخه په مننه