http://larawbar.com/peace/?p=1488

 دډېورنډ دکرغېړنې کرښې په اړوندامیر عبدالرحمان خان هیڅ کوم سند نه دی لاسلیک کړی 

دډېورنډ جرګې په ملاتړ دبایرن مېشتو افغانانو اعلامیه

 

درنو هېوادوالو!
نن په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې غړو دبایرن آیالت Landsberg لاندزبېرګ ښارګوټي ته څېرمه غونډه وکړه که زموږ دنننۍ غونډې ټول جریان تاسوته ولیکونوګړۍ ګړۍ وخت به مو پرې ولږیږي ښه به وي چې په لنډ ډول سره تاسو ته دومره عرض کړو چې زموږ په هېواد بده ورځ راغلې ده شېبې خورا حساسې او تاریخي دي نو ځکه مونن وروسته له اوږدو اوګرمو بحثونو څخه په لاندې ډول یوه اعلامیه صادره کړه :
   ۱ ــ کوم خوځښت چې د ډیورنډ د جرګې په نوم پیل شوی موږ یې هر کلی کوو خدای (ج) دې بریالی کړی د دې خوځښت لمړنۍ غونډه به چې ممکین افغان مخورکسان لکه ډاکتر صاحب رستار تره کی اوګڼ شمېر نور پکې ګډون وکړي دنومبر په ۱۴ مه نېټه په لندن کې تر سره شي موږ دنوموړې غونډې له ګډونوالو څخه هیله کوو چې په لندن کې دانګرېزانودبهرنیو چارو وزارت مخ ته لاریون وکړي او ورسره جوخت نوموړي وزارت ته د ډېورنډ د ناولې کرښې په اړوندخپل احتجاج لیک وسپاري .
۲ــ موږ له افغان ولس سره دحامدکرزي جفا او دوکه بازي په خپل ټول زور او افغانیت سره محکوموواو ژر تر ژره له غلیم هېواد ایران سره دسفارتي اړیکو شلول غواړو.

    

۳ــ له پښتنووزیرانواوتش په نامه لوړ پوړودولتي پښتون چارواکوڅخه په کلکه غوښتنه کووچې دافغان ولس د غمېزې دلنډون او خپل حیثیت دبیا ترلاسه کولو په خاطر د کرزي له ناولې او شرمېدلې ادارې څخه را ووزي او که نه سبا ورځ به دسپیناوي حق ونه لري .
۴ــ موږ دکندهار عملیات په کلکه غندو او قربانیانو ته یې درسېدلي مادي اوبشري زیان پوره جبران غواړو .
۵ــ موږ دسپینې ماڼۍ له واکمنانو څخه غوښتنه کوو چې دنړیوالوقوانینو رعایت وکړي، نور دې دانګرېزانو په لمسون دالقاعده په پلمه لر اوبر پښتانه نه ځپي که امریکایان دبري تمه لري نوهغه خاښ دې نه غوڅوي په کوم چې ناست دي مانادافغانستان ډېره کی توکم دې له نظره نه غورځوي که نه هر څه به یې په سیندلاهو شي .
۶ ــ موږ له وسلوال مقاومت څخه هیله کووچې خپلې لیکې له غلیم څخه پاکې اود ګران هېواددخلاصون لپاره
سیاسي مبارزې ته مټې را ونغاړي په دې اړونددافغانستان دژغورنې جرګې له هغې اعلامې څخه ملاتړ کووپه کومه کې یې چې اسلامي حزب او طالبان سیاسي مبارزې ته هڅولي دي .
درۍ اړینې یـــادونې :
ــ موږبایرن مېشتو افغانانو د ډېورنډ کرغېړنه کرښه تل محکومه کړې او د دې ناولې کرښې په سر مو د جنرال مشرف داغزن سیم وړاندیز لا هغه وخت غندلی و کله چې جنرال مشرف دامنیت نړیوال کنفرانس لپاره مونشن ښار ته له دې کرغېړن وړاندیز سره راغلی و هغه داوړاندیز دکنفرانس ګډونوالو او په ځانګړي ډول د جرمني صدراعظمې اغلې مېرکل ته وړاندې کړموږ هم خپل غبرګون وښود دکنفرانس مخې ته مولاریون وکړ او د دې تر څنګ مواغلې مېرکل ته د کنفرانس په جریان کې یو رسمي احتجاج لیک هم ورولېږه چې اوس یې هم یوه کاپي په لاس لرو هلته مو لیکلي وچې موږ دډېورنډ جعلي کرښه نه منو موږ هم دلویدیځ او ختیځ المان په ډول خپل یوالی غواړو.
ــ دکندهار دعملیاتو په اړوند موږ لا پنځنیمې میاشتې دمخه خپله اعلامیه صادره کړې وه .

http://talafghan.com/messegesandreports/byrenafghculassoc16052010=mabismel.html

ــ پرون زموږ د ملګرو په استازیتوب د آزادي په رادیوکې محمدامین بسمل دکرزي دکڅوړو په اړوندغبرګون وښود تاسو کولای شئ په سلګۍ، تل افغان اوځینونوروافغان وېبپاڼواویا یې د آزادي رادیو په ارشیف د آزادي څپوپروګرام په دوهمه برخه کې واورئ .

http://www.salgay.com/Elan/Germany%20Bayran%20AFghan%20Community%200007.html

http://talafghan.com/messegesandreports/daduranddajargemlatar=elamia.html

په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنه

زموږ دملاتړ لپاره  له  راغلو پیغامونو څخه یو په زړه پورې پیغام 

په جرمني کې د بایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنې درنو او د افغاني ویاړه ډکو وروڼو تاسو چې کوم نېک قدم پورته کړی دی دا د ستاینې وړ دی او دتاسې سره په دې نېک حرکت کې لر او بر خواره واره افغانان درسره دی له  تاسې سره په دې کاروان کې د خان عبدالصمد خان شهید د جرګې ټول غړي موافق دي او تاسو ته د هر ډول همکاري ژمنه درکوو پاتې د نه وي چې موږ په لر او بر کې غونډې کوو او خپل نظریات دلوی افغانستان وېبپاڼې دلارې خپروو.

په هېوادنۍ مینه ډاکټر ویاړ

قدرمن ډاکتر صاحب ویاړ!

سلامونه او نېکې پیرزوینې مې ومنئ هیله ده چې له ټولو ملګرو سره به خوښ او سلامت اوسئ موږ ویاړو چې ستاسو په شان ویاړلي افغانان لرو خدای مو هسک او لا ویاړلي لره .

عزتمن ویاړ صاحب !

تل به دا کړاونه نه وي  الله پاک خورا لوی ذات دی  له همدې لوی ذات څخه  موږ مرسته  او له ټولو هېوادپالو افغانانو څخه مینه  او یووالی غواړو  تر څو خپلو سپېڅلو ارمانونو ته ورسېږو.

د خان عبدالصمد خان شهید د جرګې ټولو ګلو وروڼو او خویندو ته زموږ پردېس سلامونه ورسوئ .

ومن الله توفیق

محمدامین بسمل