http://www.tolafghan.com/posts/20076
http://larawbar.com/peace/1388.htm
کريسچين :کرزي د سولې شورا کې جنګ سالاران او جنايت کاران را ټول کړي
http://larawbar.com/peace/1302.htm
وروسته له هغه ، چې د سولې عالي شورا غړو برهان الدين رباني ددې شورا د مشر په توګه وټاکه ، کرسچین ساینس مانیتور ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې په دې اړه ليکلي دي ، چې د سولې د عالي شورا ترکیب ته په پام سره ډیر خلک له دې شورا زیاته تمه نه لري ځکه دا شورا له یوشمېر پخوانيو جګړه مارانو، جنایت کارانو او فریب کارانو څخه جوړه شوې ده.
د ورځپاڼې په باور په دې شورا کې داسې کسان غړیتوب لري، چې د ۱۹۹۲او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ په جګړو کې یوله بله سره ښکیل وو، چې په نتیجه کې یې کابل ښار په کنډواله بدل شو او د اتیا زرو په شاوخوا کې کسان ووژل شول.
د ورځپاڼې په باور بله ستونزه دا ده، چې د سولې د عالي شورا صلاحیتونه نه دي څرګند او هغه شرایط چې دواړه لوري یې د سولې خبرو ته وړاندې کوي، سولې ته د رسیدو چاره له مشکل سره مخامخوي او که دواړه خواوې خپل دریځ بدل نه کړی، دغه ستونزه به کلونه دوام وکړي.
لویدیځ شناندي وايي د پخلاینې لپاره شرایط نه دي برابر شوي
Thursday, 10.14.2010, 11:45am (GMT)
تاند(پنجشنبه/اکتوبر۱۴) د فرانس پریس خبري اژانس د یوه تحلیلي راپور له مخې شناندې وايي ،د ولسمشربارک اوباما اداره به ممکن په عام محضر کې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د هلوځلو ملاتړ کوي خو دوی په دې کې شک لري چې په لنډ وخت کې دې د افغانستان د نهه کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره کوم جوړجاړی وشي.
دوی وايي د اوباما حکومت دا منلې چې په افغانستان کې د پوځي حل لارې پرځای باید بالاخره سیاسي حل لاره ولټول شي، خو په دې باور لري چې لا هم د سوله ییزې معاملې لپاره شرایط نه دي برابر شوي.
د فرانس پریس د راپور له مخې سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ په ښکاره له طالبانو سره د پخلاینې د خبرو لپاره د افغانستان د نظر ملاتړ تر دې لږ مخکې وکړچې افغان ولسمشرحامد کرزي وویل حکومت یې له یوې مودې راهیسي له طالبانو سره تماسونه ټینګ کړي دي.
کرزي سي این این تلویزیون ته دا هم وویل چې هیله لري دا غیررسمي خبرې به په رسمي او لا جدي خبرو بدلې شي.خو سره له دې چې د خبرو تفصیل او جزییات چا ته څرګند نه شول طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې د کرزي ادعا رد کړه او ویې ویل دوی به تر هغو له امریکایانو او د کرزي له حکومت سره خبرې ونه کړي چې بهرني ځواکونه د افغانستان له خاورې وتلي نه وي.
د نړیوالې سولې لپاره د کارنګي انډومینټ انستیتیوت تحلیلګراشلي ټیلیس وویل:د اوباما اداره یوازې په اصولو کې د خبرو ملاتړ کوي.په ښکاره د پخلاینې مخالفت نه شي کولی ځکه چې دوی مني چې په پای کې به لانجه د خبرو له لارې اوارېږي.
ټیلس وايي سره له دې چې اوباما خپل هغه هدف نه دی پوره کړی چې د تېر کال په پای کې یې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر ایستلو مخکې ټاکلی وو خو له دې سره سره هغه د طالبانو زیاتې غوښتنې هم نه شي منلی.
اوباما د تېر کال په دسمبر کې افغانستان ته د دېرش زره نورو عسکرو د لېږلو د پرېکړې د اعلانولو په وخت ویلي وو چې د ۲۰۱۱ کال په جولای کې به له افغانستانه د خپلو عسکرو ایستل پیل کړي.
تیلیس وايي د طالبانو غوښتنې دا دي چې درست نړیوال ځواکونه دې له افغانستانه ووځي،د افغانستان یوشمېر ولایتونه دې طالبانو ته وسپارل شي او شرعي حدود دې د افغانستان په اساسي قانون کې ومنل شي.
دی همداراز وايي چې سیاسي روغه جوړه هغه وخت ممکنه ده چې د جګړې یوه خوا ماته وکړي او عیني واقعیتونه یې خبرو ته مجبوره کړي.
تیلیس وايي که د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو عملیات نتیجه ورکړي او د طالبانو په وړاندې لاسبري شي بیا کېدای شي د افغانستان د حکومت د سولې د عالي شورا هلوځلو ته هیله وشي.
د بهرنیواړیکو د شورا مشر لیسلي ګیلب وايي ، هغه وخت لا نه دی راغلی چې امریکا یې د معاملې لپاره مناسب وبولي.
دی وايي چې د امریکا لپاره وخت لا د خبرو پرضد دی.
ګلیب په یوه مقاله کې ،چې د اکتوبر په اوومه خپره شوه ، لیکلي:د امریکا دفاع وزیر رابرت ګيټس ، د باندنیوچارو وزیره هیلري کلنټن او نور چارواکي استدلال کوي ، مخکې تر دې چې له طالبانو سره جدي خبرې پیل شي باید د افغانستان د حکومت او امریکا دریځ پوره غښتلی شوی وي.
ګلیب همداراز کښلي:دوی په دې باور هم دي چې د شرایطو د بدلولو لپاره وخت ته اړتیا ده، یعني له اتلسو تر څلورویشت میاشتو وخت ته.
د امریکا د بروکینګز انستیتیوت شناندی مایکل او هنلون وايي :«ما دلته(امریکا) له هیچا نه دي اورېدلي چې د روغې اټکل وکړي.دا خبره چې وايي د پخلاینې ملاتړ کوو، یوه بې ضرره هوايي خبره ده .»
له لوی افغانستان او تاند څخه په مننه