http://larawbar.com/peace/732.htm
دااسمان مونه پرېږدي هیڅ پرکراره
دبخت ستوري دي رالوېږي له مداره
له سینومواسویلي دبېلتون وزي
فریادونه دفراق اورو،بې واره
جنازې دمېړنواخیستل کېږي
قافلې دي پاته کیږي بې سالاره
موږ" هاله دځان ماتم وکړپه وینو"
چي رابېل سووله خپل کوره له خپل ښاره
دغربت په دې تیاره ظلمتستان کي
مرګي بېل کړبل نیازمن زموږله کتاره
نن هغه مسافرکت دژوندجامې کړې
لیري لیري له هیواده له دیاره
تنورچې وو په خټه وراخښلی
تنفُرچې ووهمېش له استعماره
دملي وحدت شعارچې وِرد دخولې وو
ترقۍ دخپل اولس ته تمه داره
رابلل چې اولسونه غونډېدوته
ورښوول چې دنجات پتمنه لاره
چلاوه چې تېزقلم دمرګ تروخته
لڅاوه چې حقیقت پټ وآشکاره
پرهرځای چي به ووږغ دوطن پورته
ورځغستل چې بې اختیاره بې اختیاره
نې ستړیا احساسوله ،په لیکلو
نه یې باک ووپردالارله خنډوخاره
نن هغه زړګی خاموش سو،له خوځښته
نن هغه ککره سوله بې دستاره
دنیازمنوکوچ وبارته چي وګورم
زړه مي تورسي له خپل ژوندله خپل روزګاره
زه چي ګورم دې کاختۍ ته دسړیو
خدای خبرچي سي پیدابل نازورداره
چي مرګی دچاپه میاشت کي دروژې وي
جمعه یې دوفات ورځ وي رویداره
مغفرت به ګل په لاس ورته ولاړوي
دجنت سترګي څلورله انتظاره
په دې څواوښکویې حق نه اداکېږي
بویه داچي(زرملوال)یادسي بې شماره
دوطن میني ورکش کړخپلي غېږته
ویښ زلمی وو، سوبیده پرخپله خاوره
دیارلس سوه نه اتیایې دمرګ کال وو
په لمریزحساب سوه داسانده تیاره
اوکویل کاناډا
۱۴مه داګسټ ۲۰۱۰ع
محمدمعصوم هوتک
د خوا خوږي پیغام
په ډیره خواشینی سره می خبر تر لاسه کړ چی په هیواد مین نامتو لیکوال اوپیاوړی مبارز ارواښاد الحاج غلام الحی الدین زرملوال له دی فانی نړی نه سترگی پټی کړی اوپه ابدی خوب بیده سو. ارواښاد د وطن او خلکو یو صادق خدمتگار و چی خپل ټول عمر ئی د خلکو په خدمت کی تیر کړی و. په کلی ، ولسوالی ولایت او په ټول افغانستان کی په خلکو گران و او خلکو به ورته په درنه سترگه کتل د نوموړی حجره به تل په خلکو ډکه وه او خلک به ئی لیدو ته ورتلل هغه د ټولنی د هر قشر سره رابطه درلوده ځوانان او سپین گیری به ټول دده مجلس ته ورتلل او ټولو به دده دخبرو څخه خوند اخیست . ما هیڅکله د هغه تریو تندی نه وه لیدلی او ډیر ځله به ئی په خبرو کی ټوکی هم کولی. هغه سره له دی چی ټول ژوند ئی په کابل او خارج کی تیر کړی و خوکله به چی د کلیوالی خلکو سره کښیناست نو داسی خبری به ئی کولی چی گویا بیخی دکلی سړی ده.
د ارواښاد زرملوال سوانح په ویب پاڼو کی موجود دی نو زه نه غواړم هغه په تکرار ولیکم خو داویل غواړم چی هغه په رښتیا هم په وطن مین و او د وطن د ابادی او نیکمرغی سره ئی ډیره مینه لرله. هغه هیڅکله هم د مقام او چوکۍ په خاطر له چا سره معامله نه وه کړی او نه ئی کوله هغه به تل پاکی او دحقیقت نه ډکی سپینی خبری کولی او همدا سپینی خبری وی چه هغه د خلکو په زړونو کی ځای نیولای و د فیوډالانو ، ظالمانو، او وطن فروشانو سره سخت مخالف و او دپښتنو د ستر قام د روا حقونو غوښتونکی و.
ارواښاد زرملوال د دموکراسی په لسیزه کی دوه که دری ځله د زرمت له ولسوالی څخه ولسی جرگی ته کاندید شو خو هر ځل د وخت حاکمانو او ارتجاعی کړیو د هغه د بریالیتوب مخه ونیوله او پری ئی نشود چه هغه ولسی جرگی ته لاره پیدا کړی .
ارواښاد زرملوال لکه چی ما مخکی وویل یو داسی پیاوړی سیاسی شخصیت و چی نه تنها په داخل د هیواد کی بلکی د هیواد نه بهر په پښتنی قبایلی سیمو کی ئی هم ډیر دوستان او مینان درلودل هغه د پښتنو او بلوڅو د روا حقونو څخه په کلکه دفاع کوله.
دا چی اوس نو زرملوال صاحب د موږ نه جدا سوی او دا وران ویجاړ افغانستان ئی موږ ته پرې ایشی دی ترڅو د هغه پالنه او ساتنه و کړو نو دلته زه لومړی د کائیناتو د لوی څښتن څخه زرملوال صاحب ته بښنه غواړم خدای پاک د جنت الفردوس نصیب کړی او کورنی ته ئی دجمیل صبر غوښتنه کوم او دا ورته وایم چی زرملوال صاحب یوازی ستاسو د کورنی غړی نه و بلکه هغه د ټول افغانستان د لوې کورنۍ غړی و. موږ ټول د هغه په غم کی ځانونه ستاسو سره شریک بولو او دافغانستان په لر او بر کی ډېری کورنی د هغه ویر او ماتم گالي .
یو ځل بیا ارواښاد الحاج زرملوال صاحب ته د لوی خدای له در بار نه جنتونه غواړم د هغه کورنی، دوستانو او مینه والو ته د صبر غو ښتنه کوم.
په درنښت
غلام محمد زرمتی د کابل ښار
د نوميالي لیکوال او وطندوست سیاستوال الحاج غلامحی الدین زرملوال پر مړينه دزرمت ادبي بهیر د خواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د افغانستان نوميالی ليکوال او وطندوست سیاستوال الحاج غلامحی الدین زرملوال له نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
الحاج غلامحی الدین زرملوال دافغانستان تکړه لیکوال ، پیاوړی ،سیاسي، ټولنیز او يو نه هېرېدونکی علمي فرهنګي شخصیت و ، خدای بښلي الحاج زرملوال دخپل ژوند یوه برخه دحق ویلو په لاره کې دغیر دموکراتیکو رژیمونوپه زمانه کې ډېرې سختۍ ګاللې،خو هیڅ وخت یې د واقعیتونو له وېیلو څخه وېره ونه کړه.
دزرملې ادبي بهیر د الحاج غلامحی الدین زرملوال مړينه د پښتو ادب لويې کورنۍ او ټول افغان ولس ته يوه ستره ضايعه ګڼي .
موږ ارواښاد الحاج غلامحی الدین زرملوال ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوو او له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره په دې غم کې ځانونه شريک بولو.
په درناوي
دپکتیا ولایت د زرمت ادبي بهیر
د غزني ادبي بهير لخوا د خواخوږۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې د پښتو ژبې وتلى ليکوال او تکړه سياستوال الحاج غلام محى الدين زرملوال د خپلې ور پېښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټي کړي دي .
اناالله و انااليه راجعون
د غزني ادبي بهير ګډونوال او په غزني کې مېشت فرهنګيان د اروښاد استاد الحاج غلام محى الدين زرملوال مړينه د پښتنو په سياسي او ادبي ګلبڼ کې يوه لويه ضايعه بولي او د اروښاد پر مړينه د خواشيني څرګندولو تر څنګ اروښاد ته د سپېڅلي څښتن په دربار کې د مغفرت او بخښنې دعاګانې کوي او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي .
روح دې يې ښاد وي
د غزني ادبي بهير بنسټ ايښودونکى
حبيب الله بختيال
http://larawbar.com/details.php?id=20617&date=2010-08-13&author=ډاکټرhttp://talafghan.com/messegesandreports/gh_mu_zarmal_dakhwashinaepaeghamoona=talafghan.html