د امریکا دفاع وزیردې له افغانانو څخه بښنه وغواړي

http://larawbar.com/peace/555.htmAugust 1, 2010 – 12:47 am

د ویکي لیکس ویبپاڼې مشر د امریکا له دفاع وزیره وغوښتل چې له افغانانو بښنه وغواړي
Saturday, 07.31.2010, 05:31pm (GMT)

تاند – د ویکي لیکس ویبپاڼې بنسټ ایښودونکي د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې رد کړې. د دې ویب پاڼې موسس د افغانستان د جګړې په اړه له خپرو کړیو اسنادو په داسې حال کې دفاع کوي چې نه تایید شوې رپوټونه څرګندوي چې د امریکا د پوځ دننه هم یو شمیر کسان اوس نیول شوې دي.
د ویکي لیکس موسس جولیان اسانګ چې خپله استرالیایی دی، د شنبې ( جولای ۳۱) په ورځ یې یو بیان خپور کړ او د رابرټ ګیټس دا خبره یې رد کړه چې د سندونو خپریدل د افغانستان پر جګړې ناوړه اغیز کوي په تیره بیا پر بهرنیو او افغان ځواکونو، ځکه چې ډیر پټ اجراءات شوې دي او شته.
اسانګ د ګیټس د خبرو په اړه وویل، د امریکا دفاع وزیر او نوره حکومتي اداره باید د دې پر ځای چې د استخباراتو غم کوي راوړاندې دې شي او د هغو کارونه تحقیقات دې وکړي چې په افغانستان کې څه شوې دي.
اسانګ زیاته کړه چې د امریکا دفاع وزیر د دې پر ځای چې د خپرو شویو سندونو په خپریدو خپګان کوي ورته پکار دي چې د افغانستان له ولسه بښنه وغواړي. د ویکي لیکس موسس زیاته کړه چې د بشري حقونو په برخه کې به د دوې ویب پانه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
له تاند څخه په مننه