درې سوه جدیدي فقهي مسئلې
مسئله نمبر(1)
مفتي محمدعثمان ارکاني
ژباړن : محمدشفیق رحماني
دمسلمان معنی
پوښتنه : مسلمان چاته ویل کیږي؟
ځواب : درسول صلی الله علیه وسلم راوړی دین بې له څه بدلون قبلولو ته ایمان کیږي د دې په مقابل کي
د رسول صلی الله علیه وسلم ددین یوقطعي اویقیني امراوخبري نه منلوته کفرویل کیږي په دې سره
دمسلمان اوکافرپېژندنه ښکاره کیږي یعني کوم سړی چي دنبي علیه السلام راړي دین ټوله قطعي
اویقیني خبري ټکي په ټکي مني هغه مسلمان دی اوکوم سړی چي ددین په قطعي شیانوکي دیوه څخه
منکره وي یادهغه معنااړوي هغه مسلمان نه دی بلکه کافردی