ليکوال:  زبير افغان

رفع اليدين تحقيقي او څېړنيزه مقاله


په اسلام کي تر کليمې وروسته دويم مقام او مرتبه د لمانځه ده ، په قران کريم او نبوي احاديثو کي يې زيات فضائل راغلي او په ټينګو الفاظو يې د ادا کولو امر شوی دئ ، په قران کريم کي د لمانځه لپاره هر ځای د اقامې توری کارول شوی دئ چي د سمې او پر نبوي طريقه د برابرې اداينې معنی ترې اخيستله کېږي . له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي چي د مسلمان او کافر تر منځ په لمانځه توپير کېږي يعني کافر لمونځ نه کوي او مسلمان يې ادا کوي .
 نبوي وينا ده :
إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلاَةِ .
(مسلم کتاب الايمان ،باب بيان اطلاق اسم الکفر علی من ترک الصلاة  ، حدیث نمبر :۸۲)
ژباړه : بې شکه د يو مومن سړي او شرک و کفر تر منځ توپیر د لمانځه پرېښودل دي .
ګواکي لمونځ يو داسي عبادت دئ چي مسلمان ،کافر او مشرک سره بېلوي، لمونځ د اسلام ستن ده،په قيامت به يې په اړه لومړی پوښتنه کيږي ،که يې په عمل نامه کي صحيح نبوي لمونځ وي نو هغه انسان به بريالی شي او که نه وي نو بربادي يې تقدير دئ،لمونځ په اسلام کي ډېر اهميت لري، رسول الله پر منبر لمونځ کړی څو يې ټول خلک ترې زده کړي،رسول الله  او صحابه کرامو  لمونځ يوه مهمه فريضه ګڼله .عمر  چي به کله يوې سيمې ته مسؤل لېږی نوداوصيت به يې ورته وکړ :
إِنَّ أَهَمَّ أَمْرِكُمْ عِنْدِي الصَّلَاةُ فَمَنْ حَفِظَهَا وَحَافَظَ عَلَيْهَا حَفِظَ دِينَهُ وَمَنْ ضَيَّعَهَا فَهُوَ لِمَا سِوَاهَا أَضْيَعُ(الموطأ کتاب وقوت الصلاة باب وقوت الصلاة  ، اثر نمبر :۶)
ژباړه :زما په اند ستاسو مهم کار لمونځ دئ ،ځکه چاچي لمونځ وساتی او تل يې وکړ نو خپل دين يې وساتی او چاچي ضايع کړ نو نور کارونه تر دې هم ډېر ضايع کوي .
دا يوه داسي فريضه ده چي په ورځ کي پر نر او ښځې پنځه ځله فرض ده،نارينه ته په هيڅ حال ان دجګړې په ډګر کي هم نه بخښل کېږي، دا داسي فرېضه ده چي په وسېله يې له الله سره خبرې کېږي، خلکو ته نظم ،ضبط او د وخت قدر  ورښيي له پاکي سره يې عادت کوي او له ناوړه کارو يې را ګر زوي ،خو افسوس دادئ چي دا فريضه څومره اهميت لري مسلمانان هغومره ترې ليرې دي ،ډېری کسان بېخي لمونځ نه کوي،يايو او دوه کوي نور پرېږ دي او څوک چي يې کوي په هغو کي هم اکثريت داسي خلک دي چي د رسول الله  پر طريقه يې نه کوي چي لویه وجه يې فرقه پالنه  ده، دا خلک لمونځ د قران او حديثو پرځای له خپلو امامانو او بزرګانو زده کوي ، دهغوئ ور ښودل شوې طريقه د ځان لپاره وروستۍ فيصله بولي ، ددوئ په نزد تقلېد او ډلې ډل بازۍ اسلام دئ حال دا چي په شريعت کي داسي کارونه سخت ممنوع دي، اصل اسلام يوازي قران او صحيح نبوي احاديث دي او له فرقه پالنې د ځان خلاصونې يوازينۍ لار هم په قران کريم او صحيحو احاديثو عمل کول دي، له همدې امله نن غواړم يو داسي حقيقت درته روښانه کړم چي فرقه پالونکو له ډېره وخته پرده پرې اچولې وه او نه يې غوښتل چي نور مسلمانان له دې روښانه او ښکاره حقيقت څخه خبر شي . رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چي داسي لمونځ کوئ لکه تاسو چي ماوينئ او زه يې کوم ، حديث دئ :
صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي .
(بخاري کتاب الاذان باب الاذان للمسافرين اذا کانوا جماعة ، حديث نمبر :۶۳۱)
ژباړه :داسي لمونځ کوئ لکه ما چي وينئ لمونځ کوم .
راشئ وګورو چي زموږ او ستاسو لمنځونه پر نبوي طريقه برابر دي ؟ خبره تر لمر هم روښانه ده چي نه ! هغسي نه دي لکه رسول الله چي کاوی . ايا تاسو په لمانځه کي رفع اليدن کوئ ؟ ايا پېژنئ يې ؟ په کومو ځايو کي کېږي ؟ ولي کېږي ؟ ايا رسول الله کړي دي ؟ که يې کړي دي نو څرنګه يې کړي او د لمانځه په کومه حصه کي يې کړي ؟
ددې ټولو پوښتنو د ځواب لپاره راځئ لانديني احاديث تر نظر تېر کړو ، غور پرې وکړو او له خپل ځان سره فيصله وکړو چي کوم لوری حق او کوم پر ناحقه دئ؟ :
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى التَّمِيمِىُّ وَسَعِيدُ بْنُ مَنْصُورٍ وَأَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ وَعَمْرٌو النَّاقِدُ وَزُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ وَابْنُ نُمَيْرٍ كُلُّهُمْ عَنْ سُفْيَانَ بْنِ عُيَيْنَةَ - وَاللَّفْظُ لِيَحْيَى قَالَ أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ - عَنِ الزُّهْرِىِّ عَنْ سَالِمٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا افْتَتَحَ الصَّلاَةَ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِىَ مَنْكِبَيْهِ وَقَبْلَ أَنْ يَرْكَعَ وَإِذَا رَفَعَ مِنَ الرُّكُوعِ وَلاَ يَرْفَعُهُمَا بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ.(مسلم ، کتاب الصلاة ، باب اسْتِحْبَابِ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنِ مَعَ تَكْبِيرَةِ الإِحْرَامِ وَالرُّكُوعِ وَفِى الرَّفْعِ مِنَ الرُّكُوعِ وَأَنَّهُ لاَ يَفْعَلُهُ إِذَا رَفَعَ مِنَ السُّجُودِ , حديث نمبر : ۸۸۷ ، ابوداؤد ، کتاب الصلاة ، باب رفع الیدین فی الصلاة ، حديث نمبر : ۷۲۱ )
 ژباړه : سالم په خپل پلار ابن عمر رضی الله عنه څخه روايت کوي هغه وايي چي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم وليد کله چي يې لمونځ شروع کاوی تر اوږو يې لاسونه پورته کړل او بيا يې تر رکوع مخکي همداسي وکړل او چي کله له رکوع را پورته شو او سجدو تر منځ يې لاسونه نه پورته کول .
په يو بل صحيح حديث کي دي :
حَدَّثَنِى مُحَمَّدُ بْنُ رَافِعٍ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ أَخْبَرَنَا ابْنُ جُرَيْجٍ حَدَّثَنِى ابْنُ شِهَابٍ عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ أَنَّ ابْنَ عُمَرَ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا قَامَ لِلصَّلاَةِ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى تَكُونَا حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ ثُمَّ كَبَّرَ فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ فَعَلَ مِثْلَ ذَلِكَ وَإِذَا رَفَعَ مِنَ الرُّكُوعِ فَعَلَ مِثْلَ ذَلِكَ وَلاَ يَفْعَلُهُ حِينَ يَرْفَعُ رَأْسَهُ مِنَ السُّجُودِ(مسلم ، کتاب الصلاة ، باب اسْتِحْبَابِ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنِ مَعَ تَكْبِيرَةِ الإِحْرَامِ وَالرُّكُوعِ وَفِى الرَّفْعِ مِنَ الرُّكُوعِ وَأَنَّهُ لاَ يَفْعَلُهُ إِذَا رَفَعَ مِنَ السُّجُودِ , حديث نمبر :۸۸۸ ، بخاری ، کتاب صفة الصلاة ، باب رفع اليدین فی التکبيرة ، حديث نمبر : ۷۰۲ ، موطأ مالک ، کتاب النداء للصلاة ، باب افتتاح الصلاة  ، حديث نمبر : ۲۴۵ )
 ژباړه : ابن عمر رضی الله عنه وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله لمانځه ته ولاړ شو لاسونه به يې تر اوږو پورته کړل بيا به يې تکبير ووايه او کله چي به يې د رکوع اراده وکړه همداسي يې کول او کله چي به له رکوع پورته شو همداسي فعل يې کاوی او له سجدې د پورته کېدو پر وخت يې داسي نه کول .
په مسلم ، بخاري او نورو کتابو کي له مالک بن حويرث څخه روايت دئ :
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى أَخْبَرَنَا خَالِدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ خَالِدٍ عَنْ أَبِى قِلاَبَةَ أَنَّهُ رَأَى مَالِكَ بْنَ الْحُوَيْرِثِ إِذَا صَلَّى كَبَّرَ ثُمَّ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ رَفَعَ يَدَيْهِ وَحَدَّثَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَفْعَلُ هَكَذَا(مسلم ، کتاب الصلاة ، باب اسْتِحْبَابِ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنِ مَعَ تَكْبِيرَةِ الإِحْرَامِ وَالرُّكُوعِ وَفِى الرَّفْعِ مِنَ الرُّكُوعِ وَأَنَّهُ لاَ يَفْعَلُهُ إِذَا رَفَعَ مِنَ السُّجُودِ , حديث نمبر :۸۹۰ ، بخاری ، کتاب صفة الصلاة ، باب رفع الیدین اذا کبر واذا رکع واذا رفع  ، حدیث نمبر : ۷۰۴ ، صحيح ابن خزيمه : ۵۸۵/۱ ، صحیح ابن حبان : ۱۸۷۰/۳ ، صحيح ابی عوانه ، دويم ټوک ، مخ : ۹۴)
 ژباړه : ابوقلابه وايي : ما مالک بن حويرث وليد چي کله به يې لمونځ کاوی تکبير يې وايه او لاسونه يې پورته کول او کله چي به يې رکوع کوله بيا يې لاسونه پورته کول او کله چي به يې له رکوع سر پورته کاوی لاسونه يې پورته کول او ويل يې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسي کول .
د ابوقلابه نوم عبد الله بن زید او ثقه راوي دئ ، همدارنګه له ده سره بل تابعي نصر بن عاصم هم له مالک بن حویرث څخه دا حديث روايت کړی دئ او له دې دوو تابعينو بيا زياتو علماؤ نقل کړی دئ .
له دويم رکعت څخه تر ولاړېدو وروسته هم رفع اليدین ثابت دي او په نه کولو يې لمونځ نه صحيح کېږي . په حديث کي راځي :
حَدَّثَنَا عَيَّاشٌ قَالَ حَدَّثَنَا عَبْدُ الْأَعْلَى قَالَ حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ عَنْ نَافِعٍ أَنَّ ابْنَ عُمَرَ كَانَ إِذَا دَخَلَ فِي الصَّلَاةِ كَبَّرَ وَرَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا رَكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا قَالَ سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ رَفَعَ يَدَيْهِ وَإِذَا قَامَ مِنْ الرَّكْعَتَيْنِ رَفَعَ يَدَيْهِ وَرَفَعَ ذَلِكَ ابْنُ عُمَرَ إِلَى نَبِيِّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ(بخاری ، کتاب صفة الصلاة ، باب رفع الیدین اذا قام من الرکعتین ، حدیث نمبر : ۷۰۶ ، صحيح ابن حبان ، کتاب الصلاة ، باب صفة الصلاة ، حديث نمبر : ۱۸۷۷ ، ابوداؤد ، کتاب الصلاة ، باب افتتاح الصلاة ، حديث نمبر : ۷۴۳ )
ژباړه : نافع وايي : ابن عمر رضی الله عنهما چي به کله لمونځ کاوی تکبير يې وايه او لاسونه يې پورته کول او چي رکوع يې کوله لاسونه يې پورته کول او چي کله به يې سمع الله لمن حمده وويله لاسونه يې پورته کول او چي کله به له دويمه رکعت څخه ولاړ شو لاسونه يې پورته کول او ابن عمر خپل عمل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پورته کاوی.
له دې حديث څخه دا هم ثابته شوه چي له اولې ناستې چي کله درېيم رکعت ته لمونځ کونکی ولاړ شي نو به رفع اليدين کوي او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم فعل هم دئ .
د رفع اليدين حديث له ابن عمر څخه د ده زوی سالم او له سالم څخه شيخ الاسلام ، ستر محدث او د ټولو علماوو په نزد ثقه شخص امام زهري روايت کړی دئ ، دغه روايت ( تر رکوع وړاندي او وروسته رفع اليدين ) له امام زهري څخه په تواتر نقل شوی.
د رفع الیدین په اړه له لاندينيو صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه احاديث روايت شوي دي :
۱) عبد الله بن عمر رضی الله عنه   ( بخاری : ۷۳۸،۷۳۶،۷۳۵، مسلم : ۳۹۰)
۲) مالک بن حویرث رضی الله عنه ( بخاری : ۷۳۷، مسلم : ۳۹۱)
۳) وائل بن حجر رضی الله عنه        ( مسلم : ۴۰۱ ، صحیح ابن خزیمه : ۶۹۸)
۴) ابوحميد الساعدي رضی الله عنه ( صحیح ابن حبان ، الاحسان : ۱۸۶۷)
۵) ابوقتاده رضی الله عنه                     ( صحیح ابن حبان ، الاحسان : ۱۸۷۳ )
۶) سهل بن سعد الساعدی رضی الله عنه ( صحیح ابن حبان : ۱۸۶۸)
۷) ابو اسید الساعدی رضی الله عنه ( صحیح ابن حبان ۱۸۶۸)
۸) محمد بن مسلمه رضی الله عنه ( جزء رفع الیدین للبخاری : ۵ )
۹) علی بن ابی طالب رضی الله عنه ( صحیح ابن خزیمه : ۵۸۴)
۱۰) ابو موسی الاشعری رضی الله عنه ( سنن دار قطنی : ۲۹۲/۱، حدیث نمبر : ۱۱۱۱)
۱۱) عبد الله بن زبیر رضی الله عنه ( السنن الکبری للبیهقی : ۷۳/۲)
۱۲) ابو بکر الصدیق رضی الله عنه ( السنن الکبری للبیهقی : ۷۳/۲)
۱۳) جابر بن عبدالله الانصاری رضی الله عنه ( مسند السراج ، مخ : ۶۲، حدیث نمبر : ۹۲)
له دې اوږده بيان څخه جوته شوه چي د رفع الیدین احادیث متواتر دي او ددې خبرې څرګندونه لاندينيو ائمه وو هم کړې ده :
۱) الکتانی ( نظم المتناثر من الحدیث المتواتر ، مخ : ۹۷،۹۶، حدیث نمبر : ۶۷)
۲)ابن الجوزی (مخکي حواله )
۳) ابن حجر ( مخکي حواله او فتح الباری : ۲۰۳/۱)
۴) زکریا الانصاری ( مخکي حواله )
۵) محمد مرتضی الحسینی الزبیدی ( لقط اللآلی المتناثره فی احادیث المتواتره ، مخ : ۲۰۷ ، حدیث نمبر : ۶۲ )
۶) ابن حزم ( حاشیه لقط اللآلی المتناثره ، مخ : ۲۰۵ )
۷) السيوطی ( قطب الازهار المتناثره ، مخ : ۹۵ ، حدیث نمبر : ۳۳)
۸) العراقی ( التقیید والایضاح شرح مقدمه ابن الصلاح ، مخ : ۲۷۰)
۹) السخاوی ( فتح المغیث شرح الفیة الحدیث ، ۴۲/۳)
۱۰) موفق الدین ابن القدامه ( المغنی ، ۲۹۵/۱ ، مسئله : ۶۹۰)
۱۱) شمس الدین ابن القدامه ( الشرح الکبیر ، ۵۳۹،۵۳۸/۱)
۱۲) ابن تيميه ( القواعد النورانیه ، مخ : ۴۸)
۱۳) عبد العزیز الفرهاری ( کوثر النبی ، مخ : ۱۰ )

د نه رفع الیدینو د دلائلو تحقیقي او تنقيدي جاج :
۱ ) د جابر بن سمره رضی الله عنه حديث
ځيني خلک په لمانځه کي رفع الیدین نه کوي ، دوئ په لانديني او دې ته روته رواياتو استدلال کوي :
حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ وَأَبُو كُرَيْبٍ قَالاَ حَدَّثَنَا أَبُو مُعَاوِيَةَ عَنِ الأَعْمَشِ عَنِ الْمُسَيَّبِ بْنِ رَافِعٍ عَنْ تَمِيمِ بْنِ طَرَفَةَ عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ خَرَجَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ « مَا لِى أَرَاكُمْ رَافِعِى أَيْدِيكُمْ كَأَنَّهَا أَذْنَابُ خَيْلٍ شُمْسٍ اسْكُنُوا فِى الصَّلاَةِ ».( مسلم ، کتاب الصلاة ، باب الأَمْرِ بَالسُّكُونِ فِى الصَّلاَةِ وَالنَّهْىِ عَنِ الإِشَارَةِ بِالْيَدِ وَرَفْعِهَا عِنْدَ السَّلاَمِ وَإِتْمَامِ الصُّفُوفِ الأُوَلِ وَالتَّرَاصِّ فِيهَا وَالأَمْرِ بِالاِجْتِمَاعِ ، حدیث نمبر : ۹۹۶ )
ژباړه : جابر رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راغی وې ويل : زه ولي تاسو په داسي حال کي وينم چي د شريرو اسانو د لکيو په شان لاسونه پورته کوئ ؟ په لمانځه کي ارام اوسئ .
څرنګه چي قران د خپل ايت تشريح کوي دارنګه احاديث هم د نورو احاديثو توضيح کوي ، له همدې جابر بن سمره رضی الله عنه روايت دئ :
حَدَّثَنَا الْقَاسِمُ بْنُ زَكَرِيَّاءَ حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ مُوسَى عَنْ إِسْرَائِيلَ عَنْ فُرَاتٍ - يَعْنِى الْقَزَّازَ - عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ صَلَّيْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَكُنَّا إِذَا سَلَّمْنَا قُلْنَا بِأَيْدِينَا السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ فَنَظَرَ إِلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ « مَا شَأْنُكُمْ تُشِيرُونَ بِأَيْدِيكُمْ كَأَنَّهَا أَذْنَابُ خَيْلٍ شُمُسٍ إِذَا سَلَّمَ أَحَدُكُمْ فَلْيَلْتَفِتْ إِلَى صَاحِبِهِ وَلاَ يُومِئْ بِيَدِهِ ».(مخکينۍ حواله)
ژباړه : جابر وايي : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ کاوی ، نو کله چي به موږ سلام ګرزاوی په لاس مو اشاره ورسره کوله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږته وکتل نو يې وويل : تاسو ولي په لاسو اشارې کوئ ګواکي شرير اسونه لکۍ خوځوي ، کله چي تاسو يو سلام ګرزوئ نو مخ دي خپل ملګري ته وګرزوي او په لاس دي اشاره نه کوي .
له دې حديثه معلومه شوه چي رسول الله هغه رفع اليدین منعه کړي چي د سلام ګرزولو پر وخت به صحابه رضی الله عنهم پورته کول نو رسول الله ترې منعه کړل او د تحريمې ، رکوع ، له رکوع وروسته او دارنګه تر دويم رکعت وروسته رفع الیدین يې نه دي منعه کړي ، له همدې امله ویلای شو چي په دې حديث استدلال نه شي کېدای .
همداراز محدثينو پر  همدې حديث داسي بابونه ايښي :
علامه نووي :
باب الامر بالسکون فی الصلاة والنهی عن الاشارة بالید ورفعها عند السلام ( مسلم مع شرح النووي : ۱۵۲/۴)
ابوداؤد :
باب فی السلام ( سنن ابی داؤد ۹۹۹،۹۹۸)
امام شافعي :
باب السلام فی الصلاة ( کتاب الام : ۱۲۲/۱)
امام نسائی :
باب السلام بالایدی فی الصلاة وباب موضع الیدین عندالسلام ( المجتبی قبل : حديث نمبر : ۱۱۸۵ ، الکبری قبل ، حديث نمبر : ۱۱۰۷ ، باب السلام بالیدین المجتبی ، حدیث نمبر : ۱۳۲۷ ، والکبری قبل ، حدیث نمبر : ۱۲۴۹ )
امام بیهقي :
باب کراهة الايماء بالید عند التسليم من الصلاة (السنن الکبری : ۱۸۱/۲)
همدارنګه امام ابن الحجر رحمه الله وايي :
د جابر بن سمره په حديث داسي دليل نيول چي د رکوع پر وخت رفع اليدين نه شته صحيح نه دئ ، ځکه ددې منعې تشریح خپله حديث کړې ده او له دې منعې بېله ده .(التلخیص الحبیر : ۲۲۱/۱)
امام بخاری رحمه الله وايي :
دا خبره مشهوره ده او په کي څه اختلاف نه شته چي دا حديث له ناستې يا تشهدسره اړه لري .( التلخیص الحبیر : ۲۲۱/۱ ، جزء رفع الیدین : ۳۷)
نووي وايي :
له دې حديث څخه د رکوع او تر رکوع وروسته رفع اليدین پر منسوخيت چي څوک دليل نيسي هغه ستر جاهل دئ ، خبره داده چي د رکوع رفع الیدین ثابت دي او په هيڅ ډول نه شي رد ېدای ، البته دا منعه به پر خپل ځای حمل کېږي څو احادیث له یو بل سره موافق او اختلاف ختم شي . ( المجموع شرح المهذب : ۴۰۳/۳ ، حاشیة السندی علی النسائی ، مخ : ۱۷۶)
بله خبره دا  هم ده چي که رفع اليدين منعه وي نو رفع الیدين نه کونکي په دې لاندينيو ځایونو کي ولي رفع الیدین کوي ؟
۱) د تکبیر تحريمه پر وخت
۲) د وترو په دعاء قنوتو پر وخت
۳) په اخترونو کي
که دوئ له منعې دا ځايونه بېل ګڼي نو هغه نور ځايونه هم ترې بېل دي .
۲) د ابن مسعود حديث
حَدَّثَنَا عُثْمَانُ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ حَدَّثَنَا وَكِيعٌ عَنْ سُفْيَانَ عَنْ عَاصِمٍ - يَعْنِى ابْنَ كُلَيْبٍ - عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الأَسْوَدِ عَنْ عَلْقَمَةَ قَالَ قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْعُودٍ أَلاَ أُصَلِّى بِكُمْ صَلاَةَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ فَصَلَّى فَلَمْ يَرْفَعْ يَدَيْهِ إِلاَّ مَرَّةً(ابوداؤد ، کتاب الصلاة ، باب من لم یذکر الرفع عند الرکوع ، حدیث نمبر : ۷۴۸ )
ژباړه : ابن مسعود رضی الله عنه وويل : ايا زه تاسو ته د رسول الله لمونځ ونه کړم ؟ راوي وايي : لمونځ يې وکړ نو لاسونه يې يوځل پورته کړل .
ددې روايت په اړه بايد لانديني ټکي په پام کي ولرو :
۱) روايت ضعيف دئ .
۱) ابن المبارک رحمه الله وايي :
لم یثبت حديث ... ابن مسعود .
د ابن مسعود لورته منسوب دا روايت نه دئ ثابت .(ترمذی ، ۵۹/۱ ، حدیث نمبر : ۲۵۶)
۲) امام شافعي رحمه الله د نه رفع الیدین روايت رد کړی او وايي چي ثابت نه دئ . (کتاب الام : ۲۰۱/۷ ، باب رفع الیدین فی الصلاة  ، السنن الکبری للبیهقی : ۸۱/۲ ، فتح الباری : ۲۲۰/۲)
۳) امام احمد رحمه الله پر دې روايت جرح کړې ده .(جزء رفع الیدین : ۳۲ ، مسائل احمد رواية عبد الله بن احمد : ۲۴۰/۱ ، فقره : ۳۲۶ )
۴) امام ابو حاتم الرازی رحمه الله وايي :
هذا خطأ يقال : وهم ثوری فقد رواه جماعة عن عاصم وقالوا کلهم : ان النبی صلی الله علیه وسلم افتتح فرفع یدیه ثم رکع فطبق وجعلهما بین الرکبتین ولم یقل احد ما روی الثوری .
دې روايت کي تېروتنه شوې ، ويل کېږي ثوري ته ددې روايت په اختصار کي وهم شوی ، ځکه يوې پوره ډلې له عاصم بن کلیب څخه په دې الفاظو نقل کړی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم لمونځ شروع کړ لاس يې پورته کړل بيا يې رکوع وکړه او لاسونه يې د ګونډو ترمنځ کړل ، له ثوری پرته بل چا دې ته ورته بيان نه دی کړی . (علل الحدیث : ۹۶/۱ ، حدیث نمبر : ۲۵۸)
۵) امام دارقطنی رحمه الله وايي :
دا روايت محفوظ نه دئ . ( العلل لدارقطنی : ۱۷۳/۵ ، مسئله : ۸۰۴)
۶) امام ابن حبان په کتاب الصلاة کي وايي :
هو فی الحقيقة اضعف شئ یعول علیه لانّ له عللاً تبطله .(التلخیص الحبیر : ۲۲۲/۱ ، حدیث نمبر : ۳۲۸ ، البدر المنیر : ۴۹۴/۳ )
۷) امام ابوداؤد السجستاني رحمه الله وايي :
هذا حدیث مختصر من حدیث طویل ولیس هو بصحیح علی هذا اللفظ ( ابوداؤد ، حمصیه نسخه : ۴۷۸/۱ ، حدیث نمبر : ۷۴۸ )
دا روايت له بله اوږده روايت څخه را لنډ شوی دئ او په همدې الفاظو نه دئ صحيح .
۸) محمد بن وضاح  رحمه الله وايي :
د نه رفع الیدین ټول روايات ضعيف دي .
۹) امام نووي وايي :
اتفقوا علی تضعيفه .(خلاصة الاحکام :۳۵۴/۱)
ددې روايت پر تضعيف د محدثينو اتفاق دئ .
۱۰) عبد الحق الاشبيلي ويلي : لایصح ، روايت نه دئ صحيح او امام ابن الملقن همدا روايت ضعيف بللی دئ .(الاحکام الواسطی : ۳۶۸/۱ ، البدر المنیر : ۴۹۲/۳ )
۲) ددې روايت يو مشهور راوي سفيان ثوری مدلس دئ ، له ضعفاؤ څخه تدلیس کوي او معنعن روايت يې تر هغو نه منل کېږي څو يې د اورېدلو تصريح نه وي کړې ، ځکه نو دا روايت هيڅ اعتبار نه لري . په دې اړه د دې علماؤ ويناوې د غور وړي دي :
یحی بن معین ، یحی بن سعيد القطان ، امام بخاری ، ابو محمود المقدسی ، ابن الترکمانی حنفی ، ابن حجر العسقلانی او امام ذهبی وايي :
سفيان ثوری له ضعفاؤ تدلیس کوي ، له همدې امله يې روايت تر هغو نه منل کېږي څويې د سماع(اورېدلو) څرګندونه نه وي کړې .ذهبي يې په اړه کاږي : انه کان یدلس عن الضعفاء . ثوری له ضعيفو راويانو تدلیس کاوی . ددې علماؤ تفصيلي ويناوې په دې کتابونو کي کتلای شئ ( کتاب العلل ومعرفة الرجال لاحمد : ۲۰۷/۱ ، العلل الکبیر للترمذی : ۹۶۶/۲ ، الجرح والتعدیل : ۲۲۵/۴، قصیده فی المدلسین لشعرانی ، مخ : ۴۷ ، الجوهرالنقی : ۲۶۲/۸ ، تقریب التهذیب : ۲۴۴۵ ، میزان الاعتدال فی نقد الرجال : ۱۶۹/۲)
همداراز امام عینی الحنفی وايي :
وسفیان من المدلسین والمدلس لا یحتج بعنعنته الا ان یثبت سماعه من طریق آخر .
سفیان مدلس دئ او د مدلس عنعنه تر هغو مقبوله نه ده څو يې د اورېدنې تصريح نه وي شوې .(عمدة القاری : ۱۱۲/۳)
۳) اثبات پر نفې مخکي وي .
په اصول الحدیث کي دا قاعده ده چي کله د مثبت او منفی رواياتو تر منځ ټکر راشي نو مثبت پرې مخکي او مقدم بلل کېږي . په دې روايت کي د رفع الیدین نفی شوې او په نورو صحيحو احاديثو کي يې اثبات راغلی لهذا مثبت پر منفی مخکي دئ او پر همغه عمل کول لازمي دي .
۳ ) د براء بن عازب حدیث
عَنْ يَزِيدَ بْنِ أَبِي زِيَادٍ عَن عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي لَيْلَى عَن الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ قَالَ كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا كَبَّرَ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى نَرَى إِبْهَامَيْهِ قَرِيبًا مِنْ أُذُنَيْهِ ثُمَّ لاَ یَعُوْدُ(معانی الآثار للطحاوی : ۲۲۴/۱ ، ابوداؤد : ۷۵۲،۷۴۹)
ژباړه : براء بن عازب رضی الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله لمونځ شروع کاوی تکبیر يې وايه بيا يې بټې ګوتې د غوږو تر نرميو پورته کولې بيا يې دويم ځل داسي نه کول .
دا روایت هم د حدیث پوهنې د اصولو له مخې سخت کمزوری او ضعیف دئ ،ځکه ګڼ داسي علتونه او نیمګړتیاوې پکي دي چي روایت د استناد له درجې باسي لاندي به یې ځیني نیمګړتیاوې په ګوته کړو :
۱) د روايت يو راوي یزيد بن ابی زياد ضعيف دئ ، په دې اړه د څو سترو محدثينو نظرونه ستاسو په وړاندي ږدو څو حقيقيت پر ټولو واضح شي او حق ته غاړه کښېږدي :
امام شعبه رحمه الله يې په الجرح والتعدیل کي داسي توصیفوي :
کان یزید بن ابی زیاد رفاعاً . يعني یزيد غیر مرفوع حدیثونه مرفوع کول . په يو بل ځای کي يې په اړه داهم ويلي چي یزيد يزيد فی الرقم ، مطلب دا چي دروغ يې ويل .( الجرح والتعدیل : ۲۶۵/۹)
امام یحی بن معین رحمه الله داسي وايي :
لا یحتج بحدیثه ، ضعیف الحدیث ، لیس بالقوی .
روایت يې د دلیل وړ نه دئ ، روايت يې ضعیف دي او په حدیثو کي پياوړی هم نه دئ .
(الکامل لابن عدی : ۲۷۲۹/۷)
امام ابو زرعه وايي :
کوفی لین ، یکتب حدیثه ولا یحتج به .(الجرح والتعدیل )
یزید کوفي ضعيف دئ ، روايت يې ليکل کېدای شي خو دليل پرې نه شي نيول کېدای .
امام ابن حزم په خپل کتاب (المحلی : ۴۸۴/۷) کي وايي :
ضعيف دئ .
امام دارقطني وايي :
لا یخرج فی الصحیح ، ضعیف یخطئ کثیرا ویلقن اذا القن .(تهذیب التهذیب : ۲۸۸/۱۱)
يعني د حدیثو په صحيحو کتابو کي ترې روايات نه دي نقل شوي ، ضعيف دئ زياتي تېروتنې يې کولې او چي کله به هر چا يو څه ورته وويل هغه يې منل .
ددې ټولو علماؤ له ويناؤ معلومه شوه چي روايت ضعيف او د دلیل وړ نه دئ .
۲) دا روايت یزید بن ابی زیاد تر اختلاط (د حافظې تر ګډوډۍ) وروسته بيان کړی دئ ، د امام سفیان بن عیینه رحمه الله په وينا چي موږ ته يې په مکه کي داسي نقل کاوی :
عن عبدالرحمن بن ابی لیلی عن البراء بن عازب قال : رَأَیتُ النَّبِی علیه الصلاة والسلام اِذَا اِفتَتَحَ لِلصَّلاَةِ رَفَعَ یَدَیهِ (کتاب المجروحین لابن حبان : ۱۰۰/۳ ، مسند حمیدی : ۷۲۴ ، دويمه نسخه : ۷۴۱ )
په دې روايت کي د ثم لم یعد هيڅ يادونه نه ده شوې . امام سفيان بن عیینه رحمه الله وړاندي وايي :
ثم قدمت الکوفة فلقیت یزید بها فسمعته یحدث بهذا وزاد فیه ثم لم یعد اذا هم لقنوه .
بيا زه کوفې ته راغلم هلته مي یزيد وليد چي همدا روايت يې نقل کاوی او دا جمله يې هم په کي اضافه کوله چي ثم لم یعد ، زما په اند کوفيانو ددې تقلين ورکړی وو .(کتاب الام للشافعی : ۱۰۴/۱ )
دارقطني وايي : يزيد په اخیر وخت کي د نورو تلقين مانی او همدا الفاظ يې زيات کړي دي .(سنن الدارقطنی : ۲۹۴/۱ ، حدیث نمبر : ۱۱۱۸)
امام ابن حبان وايي : هذا خبر عول علیه اهل العراق فی نفی رفع الیدین فی الصلاة عند الرکوع وعند رفع الراس منه ولیس فی الخبر (ثم لم یعد) وهذا الزیادة لقنها اهل الکوفة یزید بن ابی زیاد فی اخره عمره فتلقن کما قال سفیان بن عیینه انه سمعه قدیما بمکة یحدث بهذا الحدیث باسقاط هذا اللفظة ومن لم یکن العلم صناعته لا یذکر له الاحتجاج بما یشبه هذا من الاخبار الواهیة .(المجرحین : ۱۰۰/۳)
ژباړه : ددې روايت له امله عراقيان تر رکوع مخکي او وروسته رفع الیدین نفې کوي او په دې روايت کي د ثم لم یعد(بيا يې نه کول )اضافه نه وه عراقيانو یزید ته په اخیر عمر کي چي حافظه يې خرابه شوې وه ددې زيادت تلقين ورکړ نو یزيد يې خبره ومنله لکه چي ابن عیینه وايي : یزید دا روايت په مکه يې له دې الفاظو پرته بياناوی او څوک چي په احاديثو کي پوهه ولري هغه په دې کمزرو او ضعيفو رواياتو استدلال هيڅ وخت نه کوي .
۳) یزید بن ابی زیاد مدلس دئ . دا خبره په دې کتابونو کي شوې ده :
(جامع التحصیل فی احکام المراسیل للحافظ العلائی ، مخ : ۱۱۲ ، نمبر : ۶۲ ، علوم الحدیث للحاکم ، مخ : ۱۰۵ ، قصیده فی المدلسین لابی محمود المقدسی ، شعر نمبر : ۶ ، رساله السیوطی فی المدلسین : ۶۷ ، طبقات المدلسین لابن حجر : المرتبة الثالثة ۱۱۲/۳)
د احادیثو په هیڅ کتاب کي هم دا روایت له عن پرته نه دئ نقل شوی البته شعبه له عن پرته نقل کړی دئ خو هلته د نه رفع الیدین هيڅ يادونه هم نه شته . نو دده د عنعنې له امله روايت د منلو وړ نه دئ .
ددې روايت يو شاهد يا متابع بل روايت هم شته چي محمد بن ابی لیلی له عیسی هغه یې له الحکم او هغه يې له عبدالرحمن بن ابی لیلی څخه نقل کوي .
په دې کي هم ضعيف راوي محمد بن ابی لیلی شته او روايت د شاهد په توګه هم نه شي منل کېدای او بل په همدې روايت کي پټ علت(علت قادحه) شته چي روايت د صحت له درجې غورزوي . هغه علت دادی چي محمد بن ابی لیلی هم دا روايت له یزید بن ابی زیاد څخه نقل کړی دئ ، امام احمد بن محمد بن حنبل رحمه الله له محمد بن عبدالله بن نمیر څخه نقل کوي چي ما د محمد بن ابی لیلی په کتاب کي وليدل چي همدا روايت يې له یزید څخه نقل کړی وو .(کتاب العلل لاحمد بن حنبل : ۱۴۳/۱ ، نمبر : ۶۹۳ ، معرفة السنن ولاثار للبیهقی : ۲۱۹/۱ ، قلمی )
محمد بن ابی لیلی امام طحاوی الحنفی هم ضیعف بللی :
مضطرب الحفظ جدا (مشکل الاثار : ۲۲۶/۳ )
حافظه يې ډېره خرابه او کمزورې وه .
امام زيلعي وايي :
زيات کمزوری او ضعيف دئ (نصب الرایه : ۳۱۸/۱)
انورشاه کشمیری وايي :
فهو ضعیف عندی کما ذهب الیه الجمهور(فیض الباری : ۱۶۸/۳)
محمد بن ابی لیلی زما په اند ضعيف دئ لکه چي جمهورو علماؤ همدا ويلي .
۴) د محمد بن جابر السحيمي حدیث
حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ أَبِي إِسْرَائِيلَ ، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَابِرٍ ، عَنْ حَمَّادٍ ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ ، عَنْ عَلْقَمَةَ ، عَنْ عَبْدِ الله ، قَالَ : صَلَّيْتُ مَعَ رَسُولِ الله صَلَّى الله عَلَيه وسَلَّم ، وَأَبِي بَكْرٍ ، وَعُمَرَ فَلَمْ يَرْفَعُوا أَيْدِيَهُمْ إِلاَّ عِنْدَ افْتِتَاحِ الصَّلاَةِ(مسند ابی یعلی ، مسند عبدالله بن مسعود : ۴۵۳/۸ ، حدیث نمبر : ۵۳۹)
ژباړه : له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دئ چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم ، ابوبکر او عمر رضی الله عنهما سره لمونځ کړی هغوئ له تکبیر افتتاح پرته بل ځای لاسونه نه پورته کول .
ددې روايت په اړوند هم لانديني ټکي په پام کي نيسو :
۱) روايت د ابن جابر له امله ضعيف دئ
امام دارقطني وايی :
مجمدبن جابر همدا روايت نقل کړی او هغه ضعيف وو .(سنن الدارقطنی : ۲۹۵/۱)
امام احمد بن حنبل وايي :
دا روايت منکر دئ او په ټینګو الفاظو يې ترې انکار کړی .(کتاب العلل : ۱۴۴/۱ ، نمبر : ۷۰۱)
امام حاکم وايي :
اسناد ضعيف يعني سند يې ضعيف دئ .(معرفة السنن والاثار للبیهقی : ۲۲۰/۱)
امام ابن الجوزی په موضوعاتو کي راوړی .(الموضوعات : ۹۶/۲)
ابن القیسراني هم په موضوعاتو کي شمار کړی .(تذکرة الموضوعات : ۷۸)
امام شوکاني هم د موضوعاتو په کتار کي درولی .(الفوائدالمجموعة فی الاحاديث الموضوعة : ۲۹)
۲) د حماد حافظه هم په اخیر وخت کي ګډوډه شوې ده
ابن سعد وايي :
اختلط فی آخرامره .(تهذیب التهذیب : ۱۵/۳)
يعني په اخر وخت کي يې حافظه خرابه شوې وه .
حافظ نورالدین الهیثمي وايي :
د حمار روايت نه منل کېږي البته که سترو محدثينو لکه شعبة ، سفيان ، دستوائی او ... ترې ورايت کړی وو نو منل کېږي ځکه دوئ تر اختلاط وړاندي روايات ترې کړي او نورو په اخیر وخت کي ترې روايات کړي ځکه يې روايت نه منل کېږي .(مجمع الزوائد : ۱۲۰،۱۱۹/۱ )
له دې څخه معلومه شوه چي محمد بن جابر تر اختلاط وروسته روايت ترې کوي او په دې وخت کي يې روايت د منلو وړ نه دئ .
۵) ځيني موضوعي روايات
ځينو دروغجنو د نه رفع الیدين په اړه موضوع روايات له ځانه جوړ کړي او بيا يې د دروغو په سند صحابه رضی الله عنهم ته رسوي ، له همدې څخه دلیل نيسي او په لمانځه کي رفع الیدین نه کوي . يو هم ترې هغه روايت دئ چي ابن عمر ته منسوب شوی دئ .
۱) ابن عمر رفع الیدین نه کول او همدا يې نبوي عمل بالی .
روايت موضوعي دئ ، امام حاکم او ابن حجر هم په دې اند دي .(الدرايه : ۱۵۲/۱)
حافظ ابن قيم وايي :
چاچي له ليرې د حديثو بوی احساس کړی وي هغه هم په الله قسم کوي چي دا روايت موضوعي دئ .(المنار المنیف ، مخ : ۱۳۸ ، نمبر : ۳۱۴ )
۲) بل روايت انس ته منسوب شوی دئ
دا روايت هم موضوعي دئ او محمد بن عکاشه له ځانه جوړ کړی دئ او دا ستر کذاب وو .(اللالی المصنوعة فی الاحادیث الموضوعة : ۱۹/۲ ، لسان المیزان : ۳۲۴/۵)
۳) بل روايت د عباد بن الزبیر په نوم کس ته منسوب دئ
په دې روايت کي انقطاع ده .
عباد بن الزبیر مجهول دئ .
ځيني نورو راويان يې هم کمزوري دي .
د حفص بن غیاث په نوم راوي مدلس دئ او په روايت په عن سره کوي .
ابن قيم همدا روايت موضوع بللی دئ (المنار المنيف فی الصحیح والضعيف ، مخ : ۱۳۹ ، نمبر : ۳۱۵ )
دلته بايد دا واضحه کړم چي څوک رفع الیدین منسوخ بولي د هغوئ دعوه باطله او له حقيقت سره هيڅ اړخ نه لګوي . ځکه چي نه يې ناسخ شته او نه په دې تصريح شوې ده ، همدارنګه نه رفع الیدین ثابت نه دي نو د رفع الیدین د منسوخيت دعوه څه ګټه لري ؟ همداراز په صحیحو احادیثو ثابته ده چي په(  ۹ هـ او ۱۰ هـ)  کي رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه کي درې ځایه رفع الیدین کول ، اوس دي هغه څوک چي رفع الیدین نه کوي په صحيح حديث ثابته کړي چي رفع الیدین په کومه هجري کي منسوخ شوي دي ؟ او په کوم حديث يا روايت ؟ که فرضا منسوخ هم وي نو د لومړي تکبیر ، قنوتو او اخترونو رفع الیدین ولي منسوخ نه دي او په کوم روايت هغه ترې استثنا دي؟
ځيني خلک په دې اړوند د ځينو صحابه رضی الله عنهم آثار وړاندي کوي او خپل عمل پرې ثابتوي ، لکن له رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته د هيچا عمل ، کړنه او وينا په دين کي دليل نه شي کېدای ، که له رسول الله پرته عوام خلک يا علماء داسي عمل کوي چي رسول الله نه وي کړی نو ايا موږ ته دا جواز ثابتوي چي موږ هم هغه عمل شروع کړو ؟ ايا له الله به په دې عذر ځانونه خلاص کړو چي زموږ مخکينيو اسلافو دارنګه اعمال کول نو ځکه موږ دا پيل کړل؟ هيڅکله نه ! لهذا هر مسلمان دي غور و فکر  وکړي ، دا دلائل دي سره پرتله او مقايسه کړي ، ودې جاجوي چي کوم صحيح او کوم سقيم دي ؟ تر دې ټولو وروسته دي بيا پرېکړه وکړي چي کوم عمل سم دئ او کوم ناسم ؟ نبوي طريقه کومه او غیرنبوي کومه ده ؟
په اخیر کي له مسلمانانو هيله کوم چي په دې صحيح حدیث عمل وکړي ، د رسول الله پر طريقه منګولې ښخې کړي او ډلو ډلبازيو ځان وساتي . اوس به وګورو چي څوک دې غوښتنې ته لبیک وايي ؟
وما علينا الاالبلاغ !

له سمون ویب پاڼي څخه په مننه نور دلته ولولی