د ژوند د ملګري ټاکنه

په ټولنه کي ژوند قربانۍ او ګذشت ته اړتیا لري،په ټولنیز ژوند کي ځان غوښتنه او ځان پالنه ځای نه لري،هغه کسان چي ګذشت لري اړ دي چي له ټولني ووزي او په یوه ګوښه کي یوازيتوب غوره کړي،که یې په یوازیتوب ژوند نه سو کولای نو بیا دغه کسان اړ دي چي اروايي نا ارامیو او عصبي ستونزو ته ځانونه چمتو کړي ځکه په ټولنیز ژوند کي ماتي او ناکامۍ راتلونکي دي . د خاوند او مېرمني ژوند د ټولنیز ژوند یوه وړه بېلګه ده لکه څنګه چي وویل سو په دې وړه ټولنه کي باید د ځان تېرېدني او قربانۍ حس وجود ولري چي د واده نتیجه هم ډېره ښه وخېژي . ګني ژوند به بیا ډېر ستونزمن او تریخ سي ځکه واده یوازي جسمي پيوند او یووالی نه دی بلکه واده اروایي یووالی او توافق هم دی .

هغه کسان چي غواړي د یوازیتوب د ژوند څخه ځان خلاص کړي نو د ټولنیز ژوند لپاره ځان ته یو ملګری ټاکي،میندي،پلرونه او پوهان چي دوی ته لومړی ځل لارښوونه کوي باید ویې پوهوي چي زلمي او نجوني باید د قربانۍ او ګذشت په پانګي سره ‌ډګر ته راوړاندي سي، د دوو کسانو تر منځ اروایي تناسب او توافق د ښې ملګرتیا او دوستۍ له آمله ګرځي، خو د دوو کسانو تر منځ توافق که ناشونی نه وي ستونزمن دی . لکه څنګه چي د دوو کسانو تر منځ موافقت او مطابقت توپیر لري همدغسي په باطني قوارو کي هم د خلکو یووالی او توافق توپیر لري . هغه نجلۍ او زلمي چي غواړي نوی ژوند پیل کړي له پیله باید په دې حقیقت پوه سي چي د ژوند د داسي ملګري پیداکول ورته ستونزمن دي چي په ټولو اخلاقي برخو کي دي ورسره مطابقت ولري.

((مننه))

حضرت شاه افغان نوی سرانان