آيا غواړئ چي د فیسبوک د لټون څخه پټ پاته سئ.
تېمورشاه يوسفزی
د فیسبوک د نوم ليکني او غړيتوب وروسته ، هر څوک کولای سي هغه ولټوي او ترې د ملګريتوب غوښتنه يا هم ورته پيغام ولېږي.
که تاسو غواړئ ونه لټول سئ، کولای سئ له دې مطلب څخه ګټه پورته کړئ.
د لاندنيو دوو طريقو څخه خلک کولای سي چي تاسو ولټوي.
۱) ستاسو د نوم په ذريعه.
د نوم په ذريعه کېدای سي خلک ستاسو و پروفایل ته ځان ورسوي او درڅخه د ملګريتوب غوښتنه او يا هم پیغام در واستوي.
۲) ستاسو د برېښنالیک په ذريعه.
دا طريقه نظر و لومړنۍ طريقې ته خورا دقيقه ده، ځکه په فیسبوک کي دوه نومونه نسي کولای چي د يوه برېښنالیک (ادرس) په ذريعه نومليکنه وکړي؛ کله چي یو شخص ستاسود برېښناليک پته په لټونځی کي لټوي، يوازي به ستاسو نوم راوړي؛ خو په لومړنۍ طريقه کي کله چي ستاسو نوم ورکړل کېږي، کېدای سي په سلهاوو نومونه چي ستاسود نوم سره ورته وي ، راوړي.
د لټون څخه د پټېدو لپاره لاندي کارونه ترسره کړئ.
لومړی : د فیسبوک په لوړنۍ برخه کي د Account مېنو څخه پر Privacy Settings کليک وکړئ.
دوهم: د راڅرګندي سوي کړکۍ په منځنۍ برخه کي د (How to connect ) ټاکني څنګ ته د Edit Settings پر لينک کلیک وکړئ ترڅو نوې کړکۍ درته پرانيستل سي.
درېيم : د نوي پرانيستل سوي کړکۍ څخه د Who can look up your profile by name or contact info ټاکنه چي همهغه د پټېدو ټاکنه ده ؛ خلاصېدونکې مېنو يې پرانيزئ او ترې د Friends ټاکنه کلیک کړئ.
اوس به يوازي ستاسو ملګري وکولای سي تاسو ولټوي او بل څوک به ستاسو په موندلو ستړی او وخت به یې ضایع سي .
که غواړئ چي ستاسو د ملګري ملګري تاسو ولټولی سي، کولا ی سئ چي د Friends of Friends ټاکنه انتخاب کړئ.