د Welcome Screen پر مخ د انځور راوستل

 

آيا د وینډوز د راپورته کېدو پر وخت انځور راوستلی سئ؟

 

د وینډوز په پخوانيو نسخو کي ( ۹۸ وینډوز) کار کوونکو کولای سوای چي د logo.sys په نوم فایل کي د لږ تغيراتو په راوستلو انځور راولي، خو د ايکس پي وينډوز (XP Windows) جوړښت په دې مورِد کي  ډېر تغير کړی دئ.

 

کوم انځور چي د وينډوز د را پورته کېدو پر وخت راځي، هغه د ntoskrnl.exe په نوم فایل کي قرار لري چي  تغير پکي راوستل د وينډوز د پروګرامونو له وسه پورته کار دئ،  ( البته داسي پروګرامونه سته چي نوموړی فایل کي تغيرات راوستلی سئ، چي بايد له انټرنیټ څخه کښته کړئ).

 

خو د پورتني کار لپاره يوه بله لاره هم سته، چي لاندي درته ښودل سوې .

 

 د رجيستري پروګرام ولاندي کمانډ ته ولاړسئ. ( د رجيستري پروګرام د خلاصولو لپاره يوازي په Run کي د regedit.exe) کمانډ ټايپ او انټر ووهئ.

à HKEY_USERS

à.DEFAULT

à Control Panel

à Deskto 

لکه څنګه چي په پورتني انځور کي وينئ، د Wallpaper  په نوم آيکن  راخلاص کړئ او د خپل خوښي وړ انځور پوره ادرس ورکړئ.   ( که ستاسو انځور په C ډرایو کي د afghan.bmp په نوم وي، نو بشپړ ادرس به يې C:\afghan.bmp وي).

له دې وروسته کله  چي وینډوز چالانه کړئ ، د Welcome Screen ( د ښه راغلاست صفحه) پر ځای به  ستاسو ورکړل سوی انځور راځي.

 

اړينه يادونه :

کوم انځور چي تاسو يې د ادرس په ځای کي ورکوئ، بايد د .bmp فورمټ ولري.

 

 

 

په درنښت