دهلمندادبي بهيرداونيزي غوانډي راپور
دراپورليكونكى سردارمحمد(صديقي)
دتيري جمعې په ورځ دهلمندادبي بهيرپه تالاركي دليكوالانواوشاعرانواوفرهنګيانوترمنځ دماپښين پردرې بجې يوه په زړه پوري غونډه ترسره سوه دغونډي دكوربه توب چاري دښاغلي زمري بستي په غاړه وې محترم شريعت يارصاحب غونډه دقران عظيم الشان په مباركواياتونوپيل كړه ورپسې ښاغلي عمري صاحب دراتلونكي اونۍ دغونډي كوربه راپورتاژليكونكى وټاكل چي كوربه شاولي زيارمل اوراپورليكونكي ځلاندكاكړاودهغه ترڅنګ دغونډي دارزيابۍ اودمشاعرې دغوره شعردمعلومولولپاره ښاغلى محمدلايق سرفرازصاحب وټاكل سوورپسې محترم ادم صفت الله صاحب دتيري اونۍ راپوراودبهيرتشكيلاتي جوړښت ګډونوالوته واوراوه له دې وروسته دغونډي ور دويناودبرخي پرانستل سودويناپه برخه كي لومړى ښاغلي حيرت صاحب دغونډي دنظم اودسپلين اوهمدارنګه دبهير دادري تشكيل په اړه څوخبري وكړې ورپسې شريعت يارصاحب شاعرانوته دشعراوشاعرۍ په هكله معلومات وركړل ورپسې غونډي دمشاعرې بڼه خپله كړه مشاعره دياسين الله حيران په توشيح شعرسره پيل سوه ورپسې محمدلايق سرفرازصاحب ته بلنه وركړل سوه نوموړي دمشاعرې په برخه كي خپله وينا ،دوې خاطرې اودشهيدترعنوان لاندي شعرولوست ترنوموړي وروسته ځلاندكاكړدريځ ته راورسيداوپه زړه پوري غزل يې ولوستل ورپسې استادشامحمودحسرت صاحب دريځ ته راغى اولومړى يې داخلاقوپه اړه معلومات وركړل وروسته يې دخوشحال خان خټك داخلاقوپه اړه بيتونه ولوستل ورپسې خليل خوشحال ددوڅلوريځوپه ويلودريځ خوشي كړ ترنوموړي وروسته اظهارخان دترنم نړۍ ته بوتلوترنوموړي وروسته احمدقيس هاشمي په زړه پوري غزل واورول په كي يې ځان نيم دهلمندنيم دلغمان بللى ؤ ورپسې صلاح الدين مخلص دريځ ته راوبلل سو مخلص صاحب په خپل شعركي له دښمنه سرټكاوه ترنوموړي وروسته ښاغلى عطامحمدسېلاب دريځ ته راغى ترر ارسېدولووړاندي يې دځان تعريف شروع كړ(زه پښتون يم قدرتي مي سترګي سرې دي )اوورسته سې يوه په زړه پوري غزل ولوستل ترنوموړي وروسته ښاغلى عبدالباري مليارصاحب دريځ ته راوبلل سوچي لومړى يې خپلي عينكي له جيبه راويستلې اوورسته يې په زړه پوري غزل ولوستل مليارصاحب تردريځ پرېښودلوسره سم مشاعرې دخندابڼه خپله كړه چي درواني خندپرمهال معلم يوسفزى دريځ خپل كړيوسفزي صاحب ديتيمانوترعنوان لاندي شعرواوراوه ورپسې شاولي زيارمل ،محمدزي سجاد،احمدولي نعيمي،عصمت الله همدردپه مسلسل ډول په زړه پوري غزلي واورولې دروانوغزلوامېل دمحترم عبدالحكيم مستري په ترنم وشلېدى ترمستري وروسته جانان جهانمل ښكلي غزل واورول ترنومړي وروسته محمدزخمي په ترنم ونازولوواوترنوموړي وروسته محترم حيرت صاحب دريځ ته راغى ادغوښتل سووپېژندليكونوپه اړه يې ګډونوالوته يادونه وكړه ورپسې عصمت الله سمسورخپل يوزوړشعرواوراوه ترنوموړي وروسته نجيب الله ذاكر اوسيداغامتقي ښكلى نعتيه كلام زمزمه كړ چي دګډونوالوله خوايې زياته ستاينه وسوه ورپسې ښاغلي داستان رفا اومظهري يوپه بل پسي ښكلي غزلي واورولې ورپسې عصمت الله افغان دبيباني صاحب طنزيه بيتونه وړاندي كړل ترنوموړي وروسته خداي رحم صحرايي هم څوطنزيه بيتونه وړاندي كړل ورپسې سيدګل صديقي هم غزل واورول نوموړى دمشاعرې اخيرنى شاعرؤترمشاعرې وروسته غونډه دمحمدلايق سرفرازلخوا ارزيابۍ سوه اوداونۍ غوره شعردعبدالباري مليارصاحب شرونومول سو غونډه دعبدالهادي عمري په دعايه ويناپاى ته ورسېدل