دسپوږمۍ په اړه معلومات په پښتو ادب كې

    راټولونكى عبدالحكيم حقبين هلمند لښكرګاه

سپوږمۍ په پښتو ادب كې ځانګړى ځاى لري په ټولو لرغونو او معاصرو شعارونو كې په تيره بيا په داسي ادبياتوكې لكه  غزل  څخه نيولي بيا تر لنډيو پوري .

 

سپوږمۍ ديوې سمبوليكي په توګه خپل خاص ځاى او مقام ستاتلى دى شاعر له سپوږمى سره خپل غم شريك كړيدى زړه خوالي يې ورسره كړي دي له خپل يوازي والي يې ورته ګيلي اوشكايتونه كړي دي خپل زړه  يې ورته تش كړى او هغه يې دزړه ملګري ګڼلي ده.

  يو شمير شاعرانو سپوږمى له خپل ياراو معشوقي سره دديدن او حال شريكولو وسيله ګرځيدلي ده په بل ځاى كي سپوږمى دهجران او بيلتون دشپو ورځو يار اوملګري شوى او دشاعر له هغې سره بانډاركړى دى.

 په يو شمير شعرونوكې شپوږمى دتاريخ زړه خطاب  ورته شوى دى شاعر وايې چې تاده  دور او زمان هر څه په خپلو سترګو ليدلي دي او هرڅه ستا په لمن كي پراته دي نو له همدي امله غواړي ناسته ولاړه ورسره وكړي تر څو ديار احوال تري واخلي 

په دي اړه  ګل پاچا الفت څه ښه ويلي دي

ارمانونه افسوسونه  حسرتونه   دمينو دغمجو دخورانو

غفلتونه ،لغزشونه ،مكيزونه   دمشرانو مستانو دخوبانو

چپاونه ،يرغلونه ،شورشونه   دا جنګيږي دسكندر دپرنګيانو

دي هيواد كې تا ليدلى دغه واړه  ته دهرچاه په سر باندي ولاړه

سپوږمى دپښتو په ولسي ادبياتوكې ډير پراخ ځاى لري ،يو شميرلنډى موجودى دي چې دسپوږمى نوم پكي

راغلى دى مينانو او عاشوقانودخپلو زړو راز ورته ويلي دي  او له هغي سره يې خبري كړي دي لاندي څو لنډى دبيلګې په توګه ويل شوي دي دسپوږمۍ په اړه .

سپوږمى په مادي څه احسان  دى

زما اشنا دديواله سيوري ته ځينا.

 

سپيني سپوږمى حال راته وايه

زما اشنا مجلس له چاسره كوينه

 

كه دي زما ديدن ياديږي

سپوږمى ته ګوره زه په بام ولاړه يمه

 

سپوږمۍ منځ داسمان راغله

بي ياره خوب نشته كه ماته نه  راځينه

شاعر په خيال كې له  سپوږمۍ سره دزړه خواله كوي دسپوږمۍ يوازيتوب له خپل ځان سره پرتله كوي بلنه وركوي چې راځه كيښنو اوزړونه يوبل ته تش كړو اوبيا دسپوږمى هغه ځانګړني څرګندوي  چې ګواكي تاډير ليدلي او دهر چاه له رازونو خبره يې په  بل ځاى كي شاعر سپوږمى ته وايې چې ستا زړه له دينا څخه تنګ شو ځكه    اسمان ته لاړي په دنيا كي دي مينه  او لفت نه ليده ،په انسانانو كي دي اخلاص درك نه كړځكه نو له هر څه څخه خپه  شوي او اسمان ته لاړي  دسپوږمى په اړه  په سلګونو بيتونو او لنډيو كې يادونه شوي ده خوما يوازي څو كرښي دنموني په توګه راټول كړي دي

مننه