اخلاص

لیکوال : شهیدحافظ عبدالمنان واصل

رحمان باباوايي :

څه عجب بلندمقام دی د اخلاص  = چي جهان واړه غلام دی داخلاص

 

نه پوهیږم چي زموږ دژوندانه هرڅه ولي دومره بی خونده شول چي ژبه مي نه پرې لندیږي،له ژبې مي خونداوځواک تللی دی ، شات په خوله راته دزول خوندراکوي،له سترګونه مودلیدوځواک تللی دی ، ورځې ته شپه وایواوشپې ته ورځ ،  له غوږونوداوریدوځواک تللی دی نوځکه مو دسروزپه اوریدوغوږونه نه ستړي کېږی اودقرآن کريم اورېدل موغوږنه قبلوي که یې قبول هم کړي هغه هم دومره بې اغیزي وي چي یووېښته مو دوجودنه پرې سیخېږي داځکه چي زموږټولنه بی روحه اوبې اخلاصه شوې ده .

رښتیاهم هرشی روح لري دلمانځه روح حضور ،خشوع اوخضوع ده لکه عبدالرحمان بابا چي وایي :  

  چي دزړه حضوریې نه وي په لمانځه کي

په کارنه دی مقتدي وي که څــــه امـــــــام

 

ریشتیاهم بې روحه شی مړاوبې ارزښته وي دبېلګي په ډول که يوڅوک لمونځ کوي خشوع اوخضوع پکي نه وي دځينوله خواهيڅ لمونځ نه بلل کېږي . له همدې وجې الله جل جلاله په وار وار دخشوع اوعاجزۍ امرکوي ، له تکبره دډډې وايي ، که بيايوڅوک داسي وکړي جزاورته ټاکل شوې .

که په دې اړه قرآن اوحديث وپلټل شي نوتاسوبه ووينئ چي هرځای پرعاجزۍ امرشوی دی اوداهم څرګنده ده چي عاجزي له اخلاص پرته نه راځي په چاکي چي داخلاص ماده وجودولري هغه تل عاجزوي ، له هرډول تکبراوبې ځايه کړنولرې اوسي . په دې حديث کي همدې اخلاص ته اشاره شوې ده :

((وعَنْ أمير المؤمنين أبي حفص عمر بن الخطاب بن نفيل بن عبد العزى بن رياح بن عبداللَّه بن قرط بن رزاح بن عدي بن كعب بن لؤي بن غالب القرشي العدوي رَضيَ اللَّه عَنْهُقَالَ سمعت رسول اللَّه صلى اللَّه عليه وسلم يقول: <إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى. فمَنْ كانت هجرته إِلَى اللَّه ورسوله فهجرته إِلَى اللَّه ورسوله، ومن كانت هجرته لدنيا يصيبها أو امرأة ينكحها فهجرته إِلَى ما هاجر إليه> متفق عَلَى صحته. رواه إماما المحدثين: أبو عبد اللَّه محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة بن بردزبه الجعفي البخاري، وأبو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري رَضيَ اللَّه عَنْهما في كتابيهما اللذين هما أصح الكتب المصنفة.))

ژباړه : له  اميرالمؤمنين ابی حفص عمربن خطاب رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول  الله صلی الله عليه وسلم وويل : ټول اعمال په نيت پوري تړلي دي اوهرسړی دخپل کردارپه سبب دخپل نېت په اندازه ثواب ترلاسه کوي که دچاهجرت دالله جل جلاله اورسول لپاره وي نوهجرت يې دالله اورسول لپاره دی،که دچاهجرت ددنيالپاره وي ياديوې ښځې دنکاح په خاطروي نودده دهجرت اهميت دده له قصداوارادې سره برابردی .

دې حديث دې  ته اشاره وکړه چي هرعمل په نېت پوري تړلی دی که يوڅوک يوکارکوي  اواخلاص پکښي وي نومعلومه خبره ده چي الله جل جلاله پرې اجرورکوي اوکه يې په نېت کي له الهي مينې اومحبت پرته نورڅه پراته وي نوداعمل يې دمنلووړنه دی . لکه په دې حديث کي چي دبېلګي په توګه هجرت راوړل شوی اودې ته اشاره شوې چي  که يوڅوک دښځې لپاره هجرت کوي ، که يې ددنيالپاره کوي اوکه يې دالله اودرسول لپاره کوي هجرت يې دهمدغوشيانولپاره دی .

ډېره به لرې نه وي چي ووایم چي دهرشي روح اخلاص دی ځکه داوګړي دټولنې له دې نه شي وتلای یابه ښوونکی وي یابه زده کونکی ، ښوونکی  باید اخلاص ولري اوزده کونکی هم ، په دی معنابایدداښودل عندالله وی که دغه نېت پکښي وی نووخت به هم ضائع نه شي  اوښودل هم بایدموږ په اخلاص وپیژنواواخلاص په عبادت کی ترک ریاته ویل کیږی .

مخلص هغه چاته ویل کیږی چي لوئی څښتن یوګڼی خالص دی نه بل څوک ، دهمدې اخلاص یادونه په قرآن عظیم شان کی هم شویده لکه څښتن تعالی ﷻ چي وائی ( الالِلِه اِلدین الخالص )  ژباړه . خبرداروسی خالص الله لره دین دی .

خالص تفسیریعنی حسب المعمول دالله تعالی تل داسی بندګی کوئی چي دشرک  اوریااوله نوروشائبواوخړپړی نه پاکه اوسپیڅلی وی اودیوه خدائی ﷻ په طرف قولاً فعلاً ماناپه وینه اوکړنه خلګوته دعوت اوبلنه ورکوی اوداسی خبرتیاوي کاندي چي څښتن تعالی همغه بندګی قبوله فرمائی چي خالص دهغه دپاره وی (تفسیر کابلی ) اوهم دخدائی ګران پیغمبرحضرت محمدمصتفی صلی الله علیه وسلم هم ویلی دی چي هغه عمل چي خالص دپاک رب جل جلاله دپاره هغه دعمل کونکی سره خیانت نه کوی

امااخلاص دصوفیانواوعارفانوله نظره امام ابو القاسم عبدالکریم بن هوزان وائی چي زماداستادپه ان داسی دی واحوکڼل سبحانه په عبادت اوپه طاعت کی په دی ماناسره چي دغه عابداراده لری دنزدیکت ودستردرشل ته دحق سبحانه نه دبل شی مانا دئی اراده نه په دغه تاعت سره ستاینه دخلګویامحبت ددوئی دده سره بی له نیژدیکته څخه ،یااخلاص تصفیته دعمل ده دملاحظی څخه دوګوړواوداخلاص دامام ذوالنون (رح) په انددی ویل کیږی چي ستاینه اوغندنه دعامووګوړوپرمخلص اغیزه نه کوی اوبل پریښودل داعمال په اعمال کی اوبل هیرول دغوښتنی دثواب په اخیرت کی سړئی کولائی شی چي ددغه  نښولامله مخلص وپیږنی اوامام ابوبکرالدقاق ویلی دی چي اخلاص دخواصودادی چي دمخلص زیان اونیمګړتیادده په اخلاص کی نغښتی ده هغه داده چي دئی خپل وینی مګرچي کله پاک رب جل جلاله دده اخلاص اخلاص کړی نوبیادئی هغه اخلاص نه وینی اونه په پوهیژی اوبیادئی مخلص شی اومخلص نه ورته ویل کیږی اودحذیفة المرعشی په اند برابری ده دی دبنده دچاروپه ښکاره اوپه پټه کی اوداباسلیمان (رح) په اندکله چي سړی مخلص سی دهغه نه اندیشنی لری شی ریشتیاهم که په ځیروکتل شی اخلاص یوپه زړه پوری اوارزش ناکه څیزدی کله چي په ټولنه کی اوپه وګړوکی اخلاص راشی بیابه خوددقیصراودکسرای فتح کیږی بیابه خوددشپیته وګړي پرشپیتوزوروباندي برئی مومی بیابه خودتوري شپي په سهارونوبدلیږي بیابه خودجګړي اوخرخشي په امن اوپه صوبات بدلیږي دایوداسی اغیزناکه عنصره ده نفاق اوکرکی ته هیولادمیني اومحبت ورآغندي مهاجراوانصاروته دیوتن اووجودبڼه ورشی ئی دایوداسی لارښوده سړئی دی ته هڅوی چي ترخپلوشخصی ګټوتیرشی اوخپل شخصیت اوهویت دحق اوحقیقت دپاره زاراوقربان کړی اخلاص کولائی شی چي ټولنی ته پرمختګ ورکړی اوخپل منځنی اختلافات له منځه یوسی اودوګړوپه مینځ کی مینه اوورورولی تشکیل کړی نوپاک رب جل جلاله دی زموږزړه زموږروح زموږوطن زموږټولنه اووګړي په هم دی اخلاص مشرفه کړی اوخدای پاک دی دټولومسلمانانوپه هرکارکی اخلاص دتل دپاره راولي

آمین وسلام