دسرو مرچکو ګټي-طاهري

سره مرچکی چې په انګلیسی کې ورته ( Cayenne pepper)   وایې دځینوساینس پوهانو او ډاکټرانو په نظر ، دوینې فشار  کنترولوې.  بدن ته طبعي تودوخه ورکوي دمعدې دزخمونو په جوړولو کې برخه اخلي او ګټه رسوي . که چیرې د رګونوپه کوم ځای کې وینه غنډه شوی وي یعنې داچې خلطه شوی وي هغه صفا کوي اووینه برابرزړه ته تیریږي ، نبض کنترولوي.دغا ښونو ژوې ته که زخمې شوی وي ګټه رسوي، دځینو حساسیتونو یا  الرژي دپاره ډیر ښه دي دمفصلونو د درد دپاره ګټور دي ،دهضم په راوړلو کې مرسته کوي د فلو یا ذکام دپاره دغاښونو ددرد دپاره ګټورثابت شوېدي  دبدن دوزن دکمولودپاره ګټوردي روماتیزم دپاره ګټه رسوي دوینې دضایع کیدو مخه نیوی شي. دنړی په ګوډګوډ کې پدې ورځو کې سور مچکی دزړه دبیماریو سر درد اودغاړې دخوږیدو دپاره استعمالیږي  سور مرچکی ډیر ویټامینونه لري لکه ویټامین A ، C، B6 ، Cاوe سور مرچکی همدارنګه دپوتاشیم او مګنیزیم څخه ډک دي. داسې ویل کیږي چې سور مرچکی هغه بیمارانو دپاره چې دوینې فشاریې جګ وي ګټه رسوي همدارنګه دکپورو دکینسر دحجرو له مینځه وړولو کې ګټه رسولی شي دبد کلوسترول یا LDL   له مینځه وړلو کې مرسته کوي Dr  John  R  Christopher   وایې  په کوم ځاي کې چې ډاکټر نه وي  که چیرې یو قاچغه سورمرچکی  په یوه ګیلاس نیم ګرمه اوبه کې واچول شي اوهغه  بیمار ته ورکړل شي چې دزړه حمله  ورباندې راغلی وي په دیرش ثانیو کې زړه بیرته فعاله کیږي او حمله دفع کیږي  .
ګرانو لوستونکو لکه څنګه چې زه پخپله ډاکټر نه یم او دغه لیکنې تر کومه ځایه پورې واقیعت لري دنوروخلکو تحقیق او نظر دي ما صرف او صرف داد نورو عالما نو نظریې ګرانو هیوادولوته رسول خپله ایماني او وجدانې وظیفه وګنله او ستاسو په مخکې مې کیښودله ، ترڅو ګرانو لوستونکو دسور مرچکی دګټو څخه خبر شي اودهغه نورو دواګانو داستعمال څخه بچ شي چې ډیر نورعوارض ترې پیدا کیږي . په درناوې  .
     شکرالله طاهري