دحضرت محمدص دسيرت سلسله

اوولسمه برخه

دصفا پر غونډۍ

كله چي رسول اكرم ص له دېنه ډاډه شو چي نوربه ابو طالب

ددعوت په لاره كې له ده نه دفاع او ملاتړ كوي ٫ نو يوه ورځ دصفا غونډۍ ته وخوت او په لوړ آواز يې وفرمايل ٫

يا صباحاه ٫ اې سهاره٫دعربو دا عادت وو چي ددښمن دحملې نه دخبريدو او اعلان په وخت كې به په كوم اوچت ځاي دريدل او پدې الفاظو ٫ يا صباحاه سره به يې ناري وهلي ٫ ٫٫٫

ددې ږغ په اوريدو سره دقريشو خلګ راټَول شول او بيا رسول اكرم ص هغوي توحيد ٫ په رسالت او آخرت باندي ايمان ته راوبلل ٫ بخاري شريف ددې كيسي يوه برخه له ابن عباس رضي الله تعالي عنه څخه روايت كوي وايي ٫ لماتزلت ٫ وانذر عشيرتك الاقربين ٫ صعد النبي صلي الله عليه وسلم علي الصفا فجعل ينادي يابني فهر ٫ يانبي عدي ٫لبطون قريش ٫ حتي اجتمعو ٫ فجعل الرجل اذا لم يستطع ان يخرج ارسل ر سولا لينظر ماهو فجاء ابو لهب وقريش فقال٫ ارآيتكم لواخبرتكم ان خيلا بالوادي تريدان تغير عليكم اكنتم مصدقي ؟ قالو نعم٫ ماجرينا عليك الاصدقا ٫ قال ٫ فاني نذير لكم بين يدي عذاب شديد٫ فقال ابولهب تبالك سائر اليوم ٫ الهذا جمعتنا؟ فنزلت ٫ تبت يدا ابي لهب

وتب ٫ يعني كله چي د ٫ وانذز عشيرتك الاقربين ٫ آيت نازل شو ٫ رسول ص دصفا غونډۍ ته وخوت ٫ او دقريشو كورنيوته يې جدا جدا ږغ كاوه٫ اې بني فهر ٫ اې بني عدي٫ ترڅو تول راغونډشول ابو لهب هم راغلئ ٫ نو رسول ص وفرمايل٫ كه زه تاسو ته ووايم چي په دې دره يا خوړكې يوه ډله شهسواران دي غواړي حمله درباندي وكړي٫ نو آيا تاسو به زما دغه خبره ومنئ؟ دوي وويل ٫ هو موږ له تاڅخه هميشه رښتيا اوريدلي دي نو بيا يې ورته وفرمايل زه تاسي ته له يوه سخت عذاب نه مخكې خبر دركونكئ يم راغلئ يم پدې وخت كې ابو لهب وويل٫ ټوله ورځ هلاك اوسې ٫ آيا دهمدې دپاره دې راټول كړي وو؟

نو پدې پسې ٫ تبت يدا ابي لهب وتب ٫ سورت نازل شو ٫ چي ژباړه يې ده ٫٫ مات هلاك دي سي دواړه لاسونه دابي لهب او پخپله دې هم هلاك شي ٫ مسلم شريف ٫ له ابو هريرة رض څخه په يو روايت سره ددې كيسې بل اړخ رانقلوي وايي ٫ كله چي د وانذرعشيرتك الاقربين٫ آيت رانازل شو٫ رسول ص آواز وكړو دا آواز عام هم وو او خاص هم ويي فرمايل ٫ اې قريشو ځانونه له جهنم څخه وساتئ ٫اې بن كعب ځانونه له دوزخ نه وساتئ ٫ اې دمحمدص لورې فاطمې رض ځان له اوره وساته ځكه قسم په خداي چي زه دالله تعالي له مواخذي او ګرفت نه ستاسي دخلاصون په لاره كي هيڅ واك او اختيار نلرم ٫ خوداده چي له تاسو سره دنسب او قرابت اړيكي لرم ٫ او زه كوشش كوم ٫ چي هغه اړيكي ټينګي او برقراري وساتم ٫٫٫۳

دابلنه پوره او بشپړه اعلان وو ٫ رسول اكرم ص خپلو خپلوانوته دا وښودله ٫ چي نور داړيكو ټينګښت پدي رسالت باندي تر ايمان راوړلو پوري اړه لري ٫ او دالله تعالي له لوري ددې اعلان او انذار له نازيليدو وروسته دعربو باطل قوميت او قومي تعصب له مينځه تللي٫دغه تاريخي اواز چي امام الانبياء ص پر صفا غونډۍ وكړ ازانګې يې دمكې په شاو خوا كې داورېدو په حالت كې وې سي جبرئيل امين دالله تعالي له لوري يو بل فرمان راووړ ٫ هغه داسي وو چي ٫٫ فاصدع بما تؤمرواعرض عن المشركين ٫ژباړه ٫ نوښكاره اوپه جهر كړه اې محمده ص هغه چي ته مامويې پرې او مخ واړوه له مشركانو څخه او مكوه هيڅ التفات ددوي ويلو ته ٫ رسول ص هم پيل وكړ ٫ دشرك او خرافاتو له مخ نه يې پردي پورته او اوچتي كړي ٫ دشرك ضررونه يې په ګوته كړل دبتانو اصلي څهره يې خلګوته وروښودله ٫او دمثالونو په روڼا كي يې ددې باطلو معبودانو كمزوري او ناتواني يې په ګوته كړه ٫او دا اعلان يې وكړ٫

چي هر څوك دبتانو عبادت كوي او يابتان دځان او الله تعالي ترمينځ وسيله ګرزوي هغوي تول ګمرهان او بې لاري دي ٫

كله چي دمكې خلګو واورېدل چي رسول ص په بتانو پسي خبري كوي او په ډاكه سره وايي چي مشركان او دبتانو عبادت كونكي ټول ګمراهان او په باطله روان دي ٫ نو دا دحق اواز لكه تندر داسي ورباندې ولګېد ٫ اور ورباندې بل شو ٫ ويرې واخيستل چي هسي نه دا عظيم انقلاب دهغوي ټول عادات او عنعنات له خاورو سره خاوري كړي نو همدا وه چي ددې ستر او برحق انقلاب په وړاندي ودرېدل ٫ او ددښمنۍ لاره يې ورسره ونيوله مشركان ځكه ددې لوي بدلون او عظيم انقلاب په وړاندې ودريدل چي هغوي پوهېدل چي له يوه الله نه پرته له بل هرچانه دالوهيت نفي او په رسالت او آخرت باندې ايمان دا معني لري چي انسان بايد په كامله توګه مطيع او پر مانبر دار وي اودې رسالت ته داسي تسليم شي چي بيا دځان او مال سودا او خبره ورسره نه وي هر څه يې الله تعالي ته سپارلي وي ٫ څرګنده ده چي په دې صورت كښې خوبياد مشركينو هغه باطله مشري او واكداري له مينځه تلله او بيايې نه شواي كولاي خلګوته ددين په نامه بازي وركړي او داممكنه نه وه چي نوريې پر مظلومانو باندي خپلو ظلمونو ته ادامه وركړي وي هو٫ هغوي دايمان په رښتينې معني پوه وو ځكه يې زړه نه شواي ورته ښه كولاي هغوي ځكه ګمراهي او باطله مشري نه شواي پريښودي نو ځكه يې درسالت له قبول نه انكار كاوه الله تعالي فرمايي٫ بل يريدالانسان ليفجر امام ٫ هغوي پدي ټولو ښه پوه وو خو حيران وو چي دمحمدص په شان صداق امين ٫ كريم ٫ عزيز٫ او دداسي عظيم شخصيت درلودونكئ چي په اوچتو اخلاقو اوسپېڅلتيا كښې يې په ډېرو پېړيو كې مثال نه دئ ليدل شوئ په وړاندې څه وكړي؟ او كومه لاره ورته ونيسي ٫ له سلا او مشورو غور او فكر وروسته دې فيصلې ته ورسېدل چي درسول ص تره ابو طالب ته ورشي او سوال ورنه وكړي چي خپل وراره له دې كار نه واړوي مشريكينو زيار ايست چي خپله داغوښتنه جدي او كلكه وښيي ٫ نو دا خبره يې سره غوټه كړه چي ابو طالب ته به داسي وايي ٫ دبتانو دعبادت پرېښودلو ته بلنه ٫ او داخبره چي دا بتان باطل دي هيڅ وس او توان نلري داټول په حقيقت كې زموږ مشركانو او ددوي دپلرونو سپكاوئ دئ٫ او دا ددوي ددين توهين دئ ٫ چي دوي يې نه شي زغملاي٫ له همدې باطلو غوښتنو سره مشركين ابو طالب ته په جرګه راغلو٫

نوربيا....

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

د« هیله » ویبلاګ ته ښه راغلاست!!!

 

« ســرپـاڼـه »