تورخالۍ
دوهمه برخه
په دې برخه کې د تورخالۍ د تور خال راز څرګندیږي
ښه قدرمنو لوستونکو راځو د تورخالۍ دوهمې برخې ته دا برخه یې دومره خوندوره نه ده خو تاسو فکر مه کوئ راتلونکي برخه یې خوندوره ده ،په دې برخه کې ما د تورخالۍ په اړه مطلب دتورخالۍ د کیسې په اړه لږ دروغ ورګډ کړې ، ولې چې دا کیسه دومره خوندوره شي لکه د ماښام په چای سره ګوړه او یا بوره ،دادې په خاطر چې کیسه رانه بلې خواته ونه تښتي.
راځم تورخالۍ ته،ښه خبره د باغ وه هلته سپین ګل تورخالۍ ولیده هغه بیچاره څه خبر و چې دا تور خال د هغې په مخ د څه شي دی ؟
،دا تور خال د سال دانې ( کال دانه) تورخال و،زړه یې خفه شو خو بیا یې له ځان سره
وویل ځه چې هر څه دي د نشت نه خو ښه ده.
خبره داسې وه چې تورخالۍ د کابل په چټل ښار کې لویه وه نو هلته تر مچ یا منګس ترې چک پورته کړی و دا دې په خاطر چې تورخالې ډېره ښایسته وه نو د مچ خو هم له خاورو نه دې جوړ زړه لري او هغه هم یو انسان دی.
نو کله چې د سال دانې مچ هغې ته په مخ ټک ورکړی و نو په مخ یې د سال دانې تور داغ پاتې و نو ځکه ورته خلکو او خپلوانو تورخالۍ ویله.،
خو خیر هغه چې دا سې سپينه ښکاریده لکه ګوړه نو ټول برکت د ښار د پوډر و کله چې سپن ګل یو ځل بیا سترګې په مینه ور واړ والې نو یې دا شعر یا دا سندره ورته ښاپیرۍ له کوه قف څخه سپیشل راوړه
ستا په اننګو کې دا دچا دخولګۍ خال دی
زما دپاکې مینې شورو کړی یې جنجال دی
دغه خبره یې هغې ته ډاریک وویله او بیا یې نور بیتونه له خولې داسې نشر کړل
ته څومره ښایسته یې
د سرو ګلو غونچه یې
ښایست دې په دنېا نه شته قسم په زلجلال دی
وه ستا په اننګو کې
هغه بیچاره له صیفت پرته ځه ویلی شول همدا صیفت و لکه د ناکام مین په څیر یې د هغې په تعریف په زړه کې د ناوې په شان ګوړې ماتولې ،دا وخت لږ په سوچ کې و خو ښاپیرۍ پرې نه ښود او دا بیتونه یې بیا ورته له کوه قف تاوده را ورسول لکه په ژمي کې د اودس له پاره تودې اوبه او په خوله یې داسې ګویان شول
ـــــ
لاس د مینې راکه
ختم مې سودا که
و جانان سر مې دروند له دیوال دی
وه ستا په اننګو کې
دا خبره چې کله جینۍ واوریده نو ځمکه او اسمان تر ې هیر شول او د سپن ګل شاعرۍ ته کوته په سر حیرانه ودریده او ځان سره یې وویل دا خو د هېواد معاصر شاعر دی
او بې له سوچ څخه یې دا بیتونه ورکتار کړل،یوه یادونه کوم هغه دا چې دا لاندې چې اوس کوم بیتونه راځي دا دتورخالۍ دي نو زه یې دلته ځکه یادونه کوم چې بیا درته غل ښکاره نه شم ،ښه پرېږده یې نو تورخالې پرې داسې خوله راواړوله
مینه رسوايي ده
د زړونو جاواري ده
سترګې دې راپورته کړه دستا مینې اوبال دی
وه ستا په اننګو کې
کله چې سپین ګل ورور دا تورخالې شاعري ولیده نو زر یې نور بیتونه پیل کړل دادې په خاطر نه چې ځواب ور کړي دادې په خاطر چې دا شعر زما په نوم پای ته ورسېږي هسې نه چې بیا مو په منځ کې جنجال راشي چې دا شعر زما دی یا دهغې دی ،خو خیر دا شعر ترې سپین ګل وچ په میدان وګټه او یو ځل بیا تود الهام له کوه قف څخه ښاپیرۍ سپین ګل ته راوړ
خوله یې لکه ګوړه
غوږ ونیسه و مړه
دا دطوفاني شاعر کمال دی
وه ستا په اننګو کې
دا وه د تورخالۍ او سپین خالۍ انځوریزه کیسه چې ما درته د شعر په ژبه وړاندې کړه،ما د کیسه د فلم جوړونکو ته هم ورکړي چې دسریال یا د فلم په شکل یې تاسو ته وړاندې کړي او زما کوشش به دا وي چې دا کیسه د هند تکړه ایکټر شاروخ خان ته ورکړم او دهندوان هم د افغانستان له دردناکو کیسو هم خبر شي او دا پورته سندره به هم ډېر زر طاهر شباب ته ور کړم چې ډېر زر
به د هیوادولو په خوله د ملي سرود په ډول پاتې شي :
جمالدین طوفاني