خبـــــــــــــــرې دې سندرې دي جـــــانـــــــــــــانــــــــه      ( نامعلوم)

                          تورې سترګې دې ګـــورګـــور ې دې جـانــــانـــه

 

ستا د سـولې پلــــــوۍ ستـــــرګې اوس نـــــشــــــتـــــــــه             (نذیر)

جنګ، جګړه ده مـــــــــرورې دي جـــــــــــــانـــــــــــــانـــــــه

 

ستاد مینې د ارزښت رنـــــــــګ په کې ښــــــکـــــــــارې          (جلال) 

ستا دا اوښکې ملغــــلـــــرې دي جــــــــانــــــــــانــــــــــــــــه

 

ستا ښایست ته په دوه لاســـــــــه ســـلامـــي یـــــــــــــــــم            (شفق)

درته پاتي مې لښـــکـــــــــــــــــــرې  دي جــــانــــــــــانـــــــه

 

لـه بـــڼــــودې خـــــمــــاري بــــیــتـــونه څــــــــــــــاڅـــــــــــي           (رستم)

غبرګې ستــــــــــــرګې دې شـــــــاعـــــرې دي جانــــــانـــــه

 

ستا منګولې چې له غـــــــــم یی جیــــګـــــــــــــولـــــــم               (نذیر)              

اوس زمـــــــــــا له لاسو لرې دي جانــــــــــانــــــــــــــــــه

 

د پرهر د پېـــغـــلو ستـرګې اوس شکـــــیـــــــدلــــــــي                 (جلال)

اوس نــــو ډېــــــــــــرې ژبــــــــورې دي جـــــــانــــــانــــــــه

 

په یوه نــظـــر مې ســـــم د ځـــــــان په ویــــــر کـــــــــړي                 (شفق)

ښـــــکــلاګــانــې زوروې دي جـــــــــانـــــــــانــــــــــــــه

 

لږ ایسار شه ، دومره ژر خــو رانــــه مــــــه ځـــــــــــــه                ( رستم)

تـــــــــا ســـــره مــــې څو خبـــرې دي جـــــانـــانـــــــــــــــه

 

اداګانـې دې مــــــا کــــفـــــر ته وبــــــــاســـــــــــــــــــــي                 (نذیر)

د شیطان په کور کې ستـــــرې دی جـــــــــــانــــانــــــه

 

بدرګــــــــه یـی پـــــه امین لـکـــــه اوبــــــــه کـــــــــــړه                (جلال)

دعــــــــاګـــانـــې مســــافــــرې دي جانـــانــــــــــــــــــــه

 

د وصــــــال اوبــــه په لــــپـــــــــه کې تــــــــــه ورکــړه                 ( شفق)

د مــــــــــــــودو تــــــږي تنــــــزرې دي جـــــــانـــانـــــــه

 

ځه چې دواړه سترګې پټې کړو،توکــــــــل کــــړو                  (رستم)

شونــــــــــــــډې سمې برابرې دي جانـــــــــــــــانــــــــه

 

په کابل کې لوپـــــــټــــــــه په ستـــرګــــو نیــــــســه                  (جلال)

هلته بندې تورې او زغـــــــــــرې دي جانـــــــانــــــه

 

ښه په زغرده به درځـــــــــــــــــم ستاســـو ترکلـــــــي                   (شفق)

که هرڅو کندې کپـــــرې دي جــــانــــــــــــانــــــــــــــــه

 

ستا وږمې سړی یو بل جهـــــــــان تــــــــــه بوځــــــي                   (رستم)

له ګــلــونو نـــه بهتــــــــــرې دي جـــــــــــــانــــــانــــــــــه

 

ته د شاتو ملکه یی ، دوی مـــــــــــــــې رټـــــــــــــــــي                     (جلال)

سهیلیانې دې ډمبرې دي جـــــــــانـــانــــــــــــــــــــــــه

 

ملا دخـــدای په هـــــیـــــله وتــــــــړه زړګـــــــیــــــــه                     (جلال)

د ژوندون لوړې ژورې دي جانــــــــــــــــانــــــــــــــه

 

د ژوندون سپرلی تیریږې غــــــــــــــاړه راکــــــــــه                       (جلال)

د مرګې ورېځې رابرې دي جــــــــــــانـــــانـــــــــــــــــه

 

 

   نذیراحمدنذیر او فضل الربي رستم  ( هالند)

          یاسین شفق ( سعودي عربستان)

         جلال احمد امرخېل   ( بلجیم)