ګرانه پښتو
دا ځوان دجرمنی هیواد تابیعه او اصلی نوم یی سبسنتان هاین دی نوموړی په څلورویشت ۲۴ کلنی کی کولای شی چی په څلویښتو ۴۰ ژبو خبری وکړی او پدی ټولو باندی پوره تسلط د لیک او لوست هم لری چی ددی څلویښتو ژبو په ومنځ کی زمونږ ملی او ډیره درنه ژبه پښتو هم شامله دی دنوموړی ځوان پښتو نوم زمری خان دی . دزمری خان په وینا ده چی پدی ټولو څلویښتو ژبوکی یی پښتوژبه ډیره خوښیږی او ډیره ورباندی ګرانه هم دی او زمری خان وایی چی په ما پښتو دومره ګرانه دی چی زه د خدای ج نه غواړم چی يوه ورځ زوی ولرم او هغه ماته پلارجان ووایی او زمری خان اوس په ژبپوهنه کی په خپله دوکتوره باندی کار کوی او نوموړی غواړی چی خپله دوکتوره هم په پښتو ژبه کی واخلی نو دا خپله د زمونږ د ګرانی ژبی خوږوالی او دردنوالی څرکندوی نوموړی په هغه مشاعره کی چی دجرمنی هیواد دکولن په ښارکی جوړه شوی وه ګډون کړی وو او زلمی خان په خپلوخیرو کی وویل چی پښتانه باید پوهی ، علم ته مخه کړی ځکه چی پښتانه خپله وایی چی پوهه رڼاده.او زلمی خان هم دادرک کړی دی چی زمونږ اکثره افغانان چی بهرملکونو ته ولاړشی نو بیاخپل کلتور رواج هیر کړی او نور نور کارونه کوی چی داواقع هم د هغو افغانانو لپاره دشرم خبره دی چی دوی په خپل کلتور رواج شرمیږی او هغه هیروی په داسی حال کی چی یو بهرنی مونږ بیا ورته متوجه کوی . زلمی خان وایی چی زه اوس د پښتو ودی،کلتوراو کلچر ته وګورم ماته ژړا راځی نوموړی وایی چی زما یادیږی چی شپون صیب په خپله یوه وینا کی ویلی وو چی دا څرنګه کیدای شی پښتانه په افغانستان کی اکثریت دی ولی دوی بیاهم د اقلیت د تاثیر لاندی راغلی دی ولی دا څرنګه لیونتوب دی چی یو وګړی د خپلی ژبی د ویلو حق نه لری اویا هم شرمیږی چی خپله ژبه وایی په داسی حال کی چی ژبه د یووګړی حق دی او ژبه دی چی د یو وګړی هویت بل چاته ورپیژنی نوموړی وایی چی پښتو دانه مانا چی صرف پښتو ویل بلکی پښتو کول چی اوس زیات شمیر پښتانه شته چی خپله ژبه یی له لاسه کړی دی او دا ډیره ډیره د افسوس خبره دی . جالبه دادی چی دنوموړی دری ژبه هم زده ده او زلمی خان یوه ډیره ښه خبره کړی دی چی دا واقیعت هم لری هغه دادی چی زلمی خان وایی چی زه ډیر اوزبکان تاجکان پیژنم اوهغوی همیش راته دپښتنو په باره کی تعصب او بد نیتی ښکاره کوی او دپښتنو په باره کی ماته ډیری بدی خبری کړی دی ولی ما تراوسه یو پښتون هم ندی لیدلی چی ماته یی دنورو قومونو په باره کی بدی خبری اویاهم تعصب ښودلی وی او دی وایی چی پښتانه په دنیا کی تعصب ګر بلل کیږی ولی دنیا پدی نه پوهیږی چی ځوک دتعصب لری او پدی خبره مونږ ټول پوهیږو .زلمی خان وایی چی پښتانه باید نور راپورته شی کار وکړی پرمختګ وکړی نوموړی وایی چی پښتانه په خپله ځمکه کی د لسګونو تلویزونونو دجملی څخه صرف یو تلویزون(شمشاد) لری چی په پښتو ژبه خپرونی کوی چی داهم د زغملو وړ دی او بلاخیره نوموړی وایی چی زه ځوان یم او زما خدمت پښتو ته دادی چی پښتو دنیا ته وروپیژنم چی دنیا پوهه شی چی د پښتانو رول اهمیت په تاربخ کی څه دی . په رښتبا هم ډیره د افسوس خبره دی نور راڅی ګرانو وروڼو چی خپل وطن خاوری او دغی خپلی ژبی ته د کار وکړو نور لدی غفلته راووځو او دا شپه نوره ورځ کړو او لاس په کار شوو نو الله ج دی مونږ ته توفیق راکړی چی خپلی ژبی وطن خاوری ته کار وکړو او یوځل بیا د علم او پوهی دلاری دا ثابته کړو چی مونږ دهشتګر نه بلکی مونږ هغه قوم یو چی دا دیرش کاله د پردو دلاسه زوریدلی کړیدلی او دبل چالخوا دانوم په مونږ تپول شوی دی مونږ هغه قوم یو چی سوله سوکالی علم عزت پرمختګ اتفاق وروګلوی غواړو دیوی داسی ورځی په امید چی مونږ بیا یوموټی اویولاس او یوځل بیا راباندی د تاریخ کرښی لکه دستر امپراطوراحمدشاه بابا په وخت کی رنګیدلی او روشانه وی .
او که غواړی چی د زمری خان وینا واوری اود نوموړی د چهری سره اشناشی نو پدی لاندی لینک کلیک وکړی
http://www.youtube.com/watch?v=LQweui40dVE&NR=1
صفی الله سمون نرمیول اندړ