هو! دلته نن مینه نشته مینه نشته
دلته دهغو په شان ښه شانته غلمینه نشته
دلته په زړونو کی تعصب دی دلته مینه نشته
دلته په سترګو صرف لیدل او په زړه کی نورڅه
هلته په زړه کی دی هم مینه او په سترګو کی د مینی اوښکی
د هری پیفلی هر یو ځوان مخ نورانی ښکاریږی
د پښتنی پیغلی په مخ کی وینه څه ښکاریږی
دلته دمینی آواز جګ نه کړی دخولي نه ګوره
دلته دوی لارې پلټی چی دوه مین آزار کړی
هغه دمینی لیونی خوږ اوخوږمنآازار کړی
پام کوه!
دلته مینه ونه کړی چی پړ به دی کړی
ددغه پاته رواجونو په سر پړ بدی کړی
دلته وژل دی بل څه ندی صرف وژل او وژل
دلته دمینی څلور ټکی نن په بل شی بدل
هو!
هغه په شخړو بدل شوی او بدلیږی هنوز
دلته می هرعاشق لیدلی دی په چغو سر دی
دوی د وطن نه هم شړلی بیام په چغو سر دی
ځکه د مینی سترګی یو یو کورکی شی راپیدا
هغه هم وژاړی په چغو چغو شی وارخطا
دلته خو مینه شته خو زړونه ورته جوړ کله دی
خاونده ته یی ورته جوړ کړی دوی ټکور کله دی
دلته دمینی نه لار ورکه ده ژړا ژاړ کړی
په توروسترګو باندی ژاړی او فیدا فیدا کړی
په وچوشنډو باندی وایی او ستنه شی اخیر
چه هو!
دلته نن مینه نشته ،مینه نشته ، مینه نشته
وسلام صفی الله سمون نرمیوال
۱۳۸۶/۰۹/۰۷