روژه

د روژې مبارکه میاشت چې ځني ورته د رحمتونو، معفرتونو او برکتونو میاشت هم وايي، په رښتیا چې همدومره بختوره، مبارکه او معززه میاشت ده. د الله په دولسو میاشتو کې د رمضان میاشت هغه مبارکه میاشت ده چې الله په کې د بشریت لپاره خپل ستر قانون او لارښود کتاب قرانکریم نازل کړه. الله فرمايي: شهر الرمضان الذي انزل فیه القرآن : ژباړه: دا هغه میاشت ده چې قرانکریم په کې نازل شوی دی.

ددې میاشتې بل ښېګڼه اوغوره والی په دې کې دې چې په دې میاشت کې د قدر شپه راځي او دا هغه شپه ده چې عبادت په کې د زرو میاشتو برابره ده. الله فرمايي: لیلة القدر خېر من الف شهر: ژباړه: د قدر د شپې ( عبادات) د زرو میاشتو د عبادت نه غوره ده.

تر یوولسو میاشتو وروسته په انسان هر کال داسې یوه میاشت راځي چې دی په کې د خپل خاوند امتحان ته ودریږي او د خپل نفس، ګېډې او شهوت سره مبارزه کوي. نه خوراک کوي، نه څکاک کوي، نه بدې خبرې کوي، نه غېبت کوي، نه زنا کوي، نه بل داسې کار کوي چې الله له هغې نه منع کړی وي. د خدای مخلصه بنده ګان په دې میاشت کې په ځان لوږه او تنده تېروي اوپه نتیجه کې ځان له هغو کړو ګناهونو خلاصوي چې په ټول کال کې يې کړی وي.

رسول الله فرمايي چې د روژه دار د خولې بوي د الله په نزد د مشک او عنبر له بوي نه غوره دی. او بل ځای فرمايي چې : چاچي د روژي په مياشت یی روژه ونيوله په کامله توګه او دثواب په نيت ، و به بخښل شي دده ټول مخكني ګناهونه

  

با لاخره دادی روژه، دا د امتحانانو میاشت راورسېده. هغه میاشت راورسېده چې انسان په کې خپل خدای ته خپله ازموینه ورکوي. هر څوک چې په دې ازموینه کې بریالي شول، هغوي بریالي دي او هرڅوک چې به دې ازموینه کې پاتې راغلل، په حقیقت کې يې زیان کړی دی.

روژه یواځې له خوړلو او څکلو پرهېز نه  دی، بلکه د روژي رښتینی حقیقت دادی چې انسان دې له هر فسق او فجور څخه ځان وساتي.

ځني خلک د کفارو په شمول دا ګمان کوي چې روژه به يې صحت ته صدمه ورسوي او کېدای شي چې د انسان صحت د روژې له امله زیانمن شي، مګر حقیقت داسې نه ده، ننی ساینس هم داخبره کوي چې نه یواځې داچې روژه صحت ته ضرر نه رسوي، په زرګونه ګټې هم د انسان صحت ته رسوي.

روژه نه یواځې معنوي، بلکه جسمي او روحي ګټې هم لري. ساینس داخبره ثابته کړېده چې په دې میاشت کې ډېری داسې ناروغۍ د روژې په سبب له منځه ځي او یا کنترولیږي، له دې جملې کېدای شي چې د وینې د کلسترول کنترول، لوړ فشار او ځني نورې ناروغۍ یادولی شو.

هر مسلمان باید تر خپلې وسې پورې کوښښ وکړي چې په دې میاشت کې په پوره معنی روژه ونیسي او د روژې ټول مناسک پر ځای کړي. په دې میاشت کې قران تفسیر، دیني بحثونه او مجلسونه او عبادات زیاته ګټه لري او انسان د زړه په مینه ورته غوږ ږدي او سرته يې رسوي.

په دې هېله چې ددغې میاشتې روژه په سمه توګه ونیسو او تر خپله وسه پورې له هغو خلکو سره مرسته وکړو چې بې وسه وي.

 

شیرین اغا جهانګیر

۹ اسد ۱۳۹۰

جلالکوټ