ژوند

زمونږ ژوند د واورې پلورونکي حکایت ته ورته ده چې :

د اوړي په تودو غرمو کې به ناست و او د خپلو مشتریانو لارې يې څارلې. یوه ورځ تر نورو ډېره توده وه.

څو ساعته تېر شو. یو لاروی له لیارې تېرېده. ويې لېده چې د واورې پلورونکي ټولې واورې ختمې شوې دي. له واورې پلورونکي نه يې پوښتنه وکړه:

وايې خیستې؟ ختمې شوې؟

واورې پلورونکی سوړ اوسیلی وکړ او ويې ویل: ختمې شوې، ایلې شوې، مګر چا وانه خیستې.

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۰۷-۰۷-۲۰۱۱