لور

یاد ته يې راغی چې هر ځل به يې همدا هیله وه چې که خدای ورته زوی ورکړي. هر کله چې به ورکره لور وشوه، اور به پرې بل و. له ډېره غمه به کورته رانتلو.

د عملیات د خونې ور خلاص شو. ډاکتر راننوت.

هغه حېران حېران دروازې ته وکاته او بېرته په سوچو نو کې ډوب شو.

بیا دروازه خلاصه شوه. هغه بیا دروزاې ته په ډېرې عجلې وکاته. له خپلې لور نه يې پوښتنه وکړه:

ورور دې راغی؟

لور يې مسکې شوه. د خپل پلار لاس يې په لاس کې ونیوه او ويې ویل:

نه پلار جانه! ډاکتر دی.

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

-۶-۶-۲۰۱۱

۱۶ جوزا ۱۳۹۰

صفا راډیو