دځلاراډيواومطبوعاتي مرکز

داراډيواومطبوعاتي مرکزدکونړولايت سرحدي پولي ته څيرمه دناړي ولسوالۍمربوطه سيمه بريکوټ د١٣٨٦ ه لمريزکال دجدي دمياشتي په ٦ نيټه د پنجشنبي ورځ چي د٢٠٠٨ زيږديزکال دجنوريۍ دمياشتي له دريمي نيټي سره سمون خوري رسمآافتتاح شوه ياد شوي مطبوعاتي مرکزاوراډيودعبيدالله قانع  چي پخپله ديادشوي ولايت اودماڼوڼګي  ولسوالي اوسيدونکي پخپل شخصي لګښت اوهلو ځلودخپل هيواد ټولني اوسيمي ته دخدمت کولو په موخه پرانستل شو . دافتتاح په ورځ دکونړولايت اوولسواليو څخه دولتي چارواکو ،مخورو،عالمانو،سپين ږيرواومشرانو ګډون کړي و. دا چي ديادشوي مرکزله خواورته دغونډي پروګرام جوړشوي و. دولتي چارواکو اوهمدارنګه عالمانواومشرانو په خپل واردغه اقدام وستايه اوترڅنګ يي په ارزښت اوږدي خبري وشوي چي تر غرمي يي دوام وکړ اوبيا دراغلو ميلمنو اومشرانو په لاس دپرانستي پټيۍغوڅه شوه اوپه رسمي ډول دغه مرکزخپل فعاليتوله پيل کړل

_١ دفعاليتونوڅخه يي لکه څنګه چي په سرکي دراډيو يادونه شوي وه دځلا راډيوچي دنوموړي مرکزيوه څانګه ده هم په همدي ورځ خپلي رسمي خپروني پيل کړي چي نشرات يي په پوره مانا ټول اړخونه په خپل لمن کي رانغاړي دسهر د ٧ بجوڅخه يي خپروني پيل کيږي اودشپي 10  لسو بجو پورې دوام کوي چي هره ورځ يي دخپرونو ځانګړي مهالويش لري .

نوموړي راډيو دکونړولايت په پوره توګه ترپوښښ لاندي نيسي اوترڅنګ يي دنورستان ولايت دکامديش اوبرګي مټال ولسواليو مربوط سيمي رانغښتي دي .او دا چي دسرحد يادونه شوي وه .دګاونډي هيواد پاکستان ځيني سيمي لکه دير،چترال اوداسي نوري ترخپل پوښښ لاندي نيسي چي په دغوټولو سيموکي ډيري وګړي اوريدونکي لري .

_٢ په سيمه کي خلکو لپاره دانټرنيټ داستعمال زمينه برابرول :

داچي زمونږهيواد ډيروروسته پاتي دي اوديادشو ي سيسټم سره تراوسه زمونږښاراوښارته څيرمه سيمي نه دي برخمني اوزيات خلک ورسره اوس اشنايي پيداکوي  خونوموړي مطبوعاتي مرکزدخپلو هلو ځلو په زيار دومره ليري پرتي سيمي خلکو ته دغه زمينه برابره کړيده اوډيري خلک يي د استعمال څخه برخمن دي خپلي ستونزي ورسره په اساني حل کوي .

_٣ دانټرنيټ زذه کړه :

لکه څنګه چي مخکي يادونه وشوه زمونږهيوادوال دنوموړي وسيلي سره اوس اشناکيږي

هغه هم ښارونوته څيرمه پرتوسيمو کي اودا خو هم هرچاته جوته معلومه ده چي ديوه هيواد يا يوه ملک اوټولني په پرمختګ کي نوموړي وسيله څومره رول لري دځلا راډيو اومطبوعاتي مرکزديادشوي سيمي دمکتبونواستاذانو شاګردانو اوهمدارنګه دسيمي وګړوته دزده کړي وړياکورسونه جوړکړي چي تر اوسه يي دري دوري فارغان ورکړي اونور شاګردان په زده کړه بوخت دي .

_٤ ځوانانو لپاره دسپورتي لوبو جوړول :

په پيل کي دځوانانو لپاره دنوي کال په مناسبت دکونړولايت په سطحه دمنډي يا ځغاستي يوپروګرام جوړکړي ؤ چي ١٠٠ سل تنو منډه وهونکوپه کي ګډون کړي ؤ . دګډون کونکولپاره دسپورتي تجهيزاتوترڅنګ دمطبوغاتي مرکزپه انګړکي يوه شانداره غونډه جوړه کړي وه . په دغه غونډه کي دولتي چارواکو،عالمانو اومشرانوګډون درلود منډي وهلوته لس کيلومتره لاره په نظرکي نيول شوي وه چي منډي وهونکوپه پاؤکم يوساغت کي ووهله اوبيا وروسته په خپل وارسره عالمانو اومشرانو خبري وکړي پروګرام يي وستايه اوځوانان يي خپلو مسؤليتونو ته ځيرکړل چي په اخرکي دلومړي دوهم او دريم مقام ګټونکوته دسپين ږيرو په لاس جوړشوي انعامات يويو بايسکل ورکړل شو .

داوتردي دمه دځلاراډيو اومطبوغاتي مرکزترسره شوي فعاليتونه چي اوس يي هم مسؤلين ددارنګه پروګرامونوپه جوړولوبوخت دي .  


منيب الله فضلي   ځلاراډيواومطبوعاتي مرکز بريکوټ