بلال په خپلوخبروکي په دي ډيرټينګارکاوه چي دسيمي نوم يي يادنه کړم غه دنجم الحهاد په فاميلوکي دنوي کورپه جوړلوبوخت واوخپله پلرنئ منيه يي دهعي سيمي ددي بد دودله امله پري ايښي وه چي بي کسه خلک پکي په انسانانونه وو شمار . دغه فاميلي دجلااباد ښارحنوب په په يوه پراخه دښته کي اباده شوي چي څه باندي شپږزروکورنيوپکي خپل سرونه په سيوري کړي .هلته چي بلال هم دخپل کور جوړلو چاري په ځير څارلي، جوړووشووکورونودانسانانودعادي ژوندپه څيرطبقاتي بڼه لرله .ځينوبي وسه خلکوپکي يواځي سرپه سيوري کړي واوځينونوروبيا په هغه خړه اوسپيره دښته کي داسي ماڼي وداني کړي وي چي په ليدويي دسړي رخه راتله دغلته په دي فاميليوکي داسلامي حزب ديوپخواني وفات شوي مشرمحمد يونس خالص کورهم ودان دي چي په څوجريبوکي ترينه دخټومنځکچي ديوالونه تاودي په کلي کي دننه دبليټسودنګي وني داګواهي ورکوي چي په دښته کي له نوروړومبي همداکلي ودان شوي خوددي کلي نه لږرالاندي دنوموړي مشرد يوعادي قومندان کوراوترڅنګ يي په څوجريبه ځمکه کي اباده شوي حجره دليدونکوسره نوري_ نوري انديښي راولاړوي . خبره دبلال په دي ټينګارڅرخيده حي دسيمي نوم به يي نه اخلمه هغه له ماسره په ډيرولږوشيبوکي بلد شو له خبرونه ديوي غرنئ سيمي اوسيدونکي بريښيده لوړه دنګه ونه يي لرله چي سپين رنګ اوطلايي ويښتانو يي ورسره غرورڅوبرابره کړي و. هغه لکه له يوپټ رازنه يي چي پرده پورته کوله دهري خبري سره به يي شاوخواسترګي اړولي اوبيا بيابه يي دسيمي دنوم په نه اخيستوکيسه په خوله کي ژوله خواخريي دخپلي سيمي ديوبي وسه پلارکيسه له هغه ځايه پيل کړه چي هغه به په يوه بيکاره کچره له غره نه ابادي ته لرګي راښکته کول ،دغه بدمرغه پلارجمدرنوميده اوډيري سختي يي دژوندپراغزنه لاره ليدلي وي يوه ورځ چي يي دماښام په خړه په لرګيوبارکچره تر وره راورسوله ،نوله پنځولورانونه يي دوه غوټکئ په منډومخي ته ورغلي اوخپل هغي يواځيني ورورزيري يي ورباندي وکړچي دهغه په نه شتون کي دي نړي ته راغلي و جمدرپه دروازوکي له کچري لرګي واړول اوله ډيري خوښي نه يي نه اوبه وغوښـتي اونه يي دچايوهغه تورچايبرته پام شوچي ده به پري نورکله دغره دسختولارو ستړيا لري کوله ,بس هغه ټوله ستړيا يي له بدنه د دي يوزيري په اوريدوسره لري شوه اوجمدر ايله دارام ساه واخيسته شپي ورځي يوه په پلي پسي اوښتي اودجمدرهيلي ورسره دخپل هغه يواځيني زوي پوري کلکيدي چي اوس يي ايله په قدم اخيستوپيل کړي و,هغه خپل زوي ته (غرنې)نوم غوره کړي واودي نوم ورته دغرونوهره دره لکه دزوي ګرانه کړي وه. غرنې دخپلوخورګانوپه پام لکه دغرنې ګل په څيرله يوي ورځي نه بلي ته غوړيد، خوجمدردغرونوسختومزلونونورپه ملالکه دنښتررامات کړي و، مګردي يادچي يوه ورځ به دغرنې سيوري ته کيني ، دهغه په غوړيدوراوړي وې، هغه شيبې راورسيدې چي جمدريې کلونه کلونه انتظارکړې و، غرنې رالوي شواوتل به يي هڅه کوله چي دپلارله اوږوبارواخلي خودپلاريې پري داوبودراخيستوخبره هم نه لوريده دغه وخت دغرنې هغه دواړه خورګانې واده شوې وي چي د ده دپيداکيدوزيري يي په خپل پلارکړې و دغرني هم اوس شونډه توره شوي وه خو په وطن داسي سپيري وچکالي ګوتي ښخي کړي وي چي خلک يي ټول دسبا بيګا حيران کړي وو،وچکالي څوکاله دوام وکړ،دغه وخت هغه نظام هم تازه په بله اوښتي و چي وچکالي ورسره سم په خلکو راج چلاوه اوپرځاي يي هغوخلکودچاروواګي ترلاسه کړي وو،کوموچي دزاړه نظام په اوښتوکي لاس لاره . غرنې ته چي کله جمدردخپل ورورلورپه نامه کړه،نوبياورته په کلي کي خوشي ګرځيدواووړو وړو کارونوخوند نه ورکاوه،ددي ترڅنګ به هره ورځ دغرني همځولي ډلې _ ډلې ملي اردو په ليکو کي له دي امله ننواته چي په سيمه کي دبل کارروزګاردرک نه لګيده ،يوه ورځ يي يو همځولي چي کلي ته په رخصتي راغلي و، له غرنې سره مخ شو ،غرنې يي له ځانه سره تلوته وهڅاوه اوورځ، دوه وروسته غرنې هم خپلي جامي په دي نيت غوټه کړي چي پلارسره به دولوردرانه بار ته اوږه ورکړي خودغرنې له کوره واته داسي و لکه دهغه جنازه چي له کوره وځي دخورګانواومورچغويي ټول کلي له ملا اذانه وړاندي له خوبه ويښ کړ،جمدرخونور وس په ځان کي نه ليده اوسپين دسمال يي له سترګونه راروانواوښکوته داسي کلک نيولي ،لکه دغرني پسي رواني اوښکي يي چي پرځمکه نه لوريدي. غرنې لاړاوپه کور يي داسي خاموشي خوره کړه لکه په هغه چي رښتيا دتوروخاوروغرونه اوښتي وي ،هغه دنوکري په ټوله دوره کي ايله يوځل کورته راغي ،خوهغه ځل يي هم دکوردغړودټينګارله لاسه دري ورځي رخصتي په شپږوورځوبدله شوه اوغرنې همدي ويري چي بيا به يي موروپلارنوکرئ ته پري نږدي له کلي منعه کړ، شپږمياشتي دهغه له تلووروسته تيري شوي مګرغرنې به هريوهمځولي دراتلو پروخت همدايوه خبره کوله چي پلارته يي ووايي چي غرنې به دوه مياشتي وروسته ډکه لپه کورته درستنيږي غرنې يادي کړي دوه مياشتي لکه دباديوه په بلي پسي لنډيدي،جمدردواده اړونده سامانونوپه اخيستولاس پوري کوي و اودخپل ورور سره يي دغرنې دواده خبره هم تريوه ځايه سپينه کړي وه ،دغرنې خورګانو دسيميزوسندروپه بدرګه دهغه دواده نکريزي ټکولي اوتر ټولوکشري شوخي خور،خويي لاله وړاندي سپين لاسونه دغرني دواده په نکريزوسره کړي و….. بلال سر په زنګنونودننه کړ،ډيره شيبه همداسي ورک و، خوچي سريي له زنګنونوراپورته کړ،نوپه تورواوږدوسترګوکي يي اوښکوډنډونه جوړکړي و اوداوښکوهرڅاڅکي يي له ليمونه دراآوښتوهڅه کوله ،مګرهغه څڅيدوته نه پريښودي ، هغه ويل يوه ورځ په کلي کي اوازه خوره شوه چي چرته په لري ناامنه سيمه کي دملي اردوپه سرتيروبريد شوي اوپه وژل شووسرتيروکي غرنې هم دي چي اوس يي جسدترهوايي ډګره راوړل شوي،مونږهڅه کوله چي څوک رانه خبرنه شي اويوځل څوځوانان ځانونه ترهوايي ډګره ورسوو،ګوندي که خداي دااوزه دروغ کړي،خوچي روان شودغرنې جنازه يي مخي ته راوړه،دهغه دجنازي له موټره وړاندي يودولتي موټرروان و اوورپسي دغرنې جنازه په بل موټرکي باروه اوپرتابوت يي دافغانستان جنډه غوړيدلي وه،چي پسي څونورموټرهم ځنګيدلي روان وو، دغرنې جنازي سره راغلي موټردکلي په لاندي اړخ کي ودريده ،دغرنې تابوت موله موټره ښکته کړاوپه کټ کي مودهغه کورپه لورروان کړچي لاپکي دغرني دواده،نکريزي له ټکيدونه وي خلاصي ،دغرنې پلارپه کورکي نه و،دکټ په ننوتوسره دغرني موراوخوګاني لکه دبي روحوديوالونوپه څيروﻻړي پاتي شوي ،خوتابوت دتختي په لري کيدوداسي په کټ راولويدي ،چي تابه ويل دغرنې دناوي له مخه پلوپورته کوي…. ماذيکرشو،لادغرنې جنازه دجمدرراتلوته دانګړپه منځ کي ايښي وه چي يوماشوم په منډه په وره راننوت اوپه بنده_ بنده سايي کړه چي هلته وړاندي جمدرمامادخپلي کچري پسي په توندوقدمونودکورخواته رارواندي،خوداواري دغرني خورګانودپلارپسي دروازوته منډه وانه خيسته اودهغه دراننوتوسره يوځل بيادغرني په سيوري _ سيوري بدن وروغوړيدي جمدرچي لاله وړاندي دغرونوکنډوکپرولاروپرملامات کړي وپه وره راننوت اوچي په خپل کورکي يي دخلکوګڼه ګوڼه وليده اوبيايي سترګي دانګړپه منځ کي په اوښتي کټ وليګدي نوبي واره چغويي دولاړوټولوخلکوله سترګواوښکي رواني کړي. ماذيګرتيرواولمرخپلي وروستئ وړانګي داسي په منډه له دنګوغرونواړولي چي تابه ويل په غرنې ګل دخاوروداوښتوشيبي يي پرهغه نه لوريږي ،دکلي خلکودغرنې لپاره نوي کورتيارکړي واوغوښته يي چي دماښام له تيارووړاندي له خاوروراټوکيدلي ګل بيرته خاوروغيږته وسپاري. دکلي ځينوخلکودغرنې پلارله مټه ونيواويوشميرنورودغرنې جنازه اوږوته پورته کړه چي تردروازوپوري يي خويندي کټ پښوپوري نښتي وي ،دغرنې کټ يي دخپل نوي کورترڅنګ کيښوداوخلکوهغودوه پيرانوپسي سترګي ګرځولي چي دواړه ورونه وو اويوڅه موده وړاندي دګوانتاموله زندانه راخوشي شوي وو،خويوهم دچاترسترګونه شو،دماښام توروتياروشيبه پرشيبه خپلي وزري غوړولي اوغرني جنازه لادملا لپاره دهغه نوي کوترڅنګ ايښي وه چي څوکسانودکلي يوبل ملاته دجنازي لمانځه لپاره مخکي کيدووويل،خوهغه ترور_ تروريوي اوبلي خواته وکاته اونوردخلکوله منځه ورک شو….!!؟ حيات ګهيځ