تاسو به د ډېرو لوکسو او قېمتي هوټلو په اړه اورېدلي وي او یا به مو لیدلي وي؛ خو آیا پوهېږئ، چې په نړۍ کې داسې هوټل هم شته، چې هر کال له سره جوړېږي.

دغه هوټل د سويډن په جوکاسجاروي سیمه کې د ټورن سیند سره نږدې دی، چې د یخ هوټل (Icehotel) په نامه یادېږي او هر کال د نومبر په میاشت کې د یخ او واورې څخه جوړېږي او د اپرېل په میاشت کې بېرته بندېږي.

دغه هوټل د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې پرانستل شوی و، چې د یخ څخه جوړ شوی لومړنی هوټل دی.

د دغه هوټل څوکۍ، بسترې، ګلاسونه، دېوالونه، دروازې، فرش او ټول شیان د واورې او یخ له بلاکونو څخه جوړ شوي دي او همدارنګه یوه وړه کلیسا هم په کې له یخ نه جوړه شوې ده، چې د ودونو لپاره ډېره مشهوره ده.

د دغه هوټل د تودوخې درجه (-۵) سانتي ګرېډ یا ۲۳ فارنهایت درجې ده.