د ۱۹۸۵ زېږدیز کال د مارچ ۱۵ مه هغه نېټه ده، چې په انټرنېټ کې لومړی ډاټ کام ډومین راجستر شوی و. د ۲۰۱۵ ز کال د مارچ په ۱۵ مه نېټه د سمبولکس ډاټ کام (symbolics.com) دېرش کاله پوره شول. دا په انټرنېټ کې تر ټولو لومړی ډاټ کام ډومین دی، چې اوس هم فعال دی.
سمبولکس د کمپیوټر جوړولو یوه کمپنۍ وه. دغې کمپنۍ د کمپیوټري ژبې ماشینونه او پروګرامونه هم جوړول، چې د لېسپ (Lisp) په نامه یادېږي.
په ۱۹۹۳ ز کال کې دغه کمپنۍ دېوالي شوې هم وه، چې وروسته بیا دغه کمپنۍ شخصي شوه.
په ۲۰۰۹ کال کې دغې کمپنۍ خپل ډومین په یوې بلې کمپنۍ خرڅ کړ، چې XF.com Investment نومېدله. دغې کمپنۍ د سمبولکس د وېبپاڼې ادرس symbolic-dks.com ته بدل کړ؛ خو وروسته یې بېرته خپل پخواني ادرس ته بدل کړ.
د سمبولکس کمپنۍ بنسټګر ریچارډ ګرین بلټ نومېږي، چې د متحده ایالاتو اوسېدونکی دی او د ۱۹۴۴ ز کال په ډسمبر میاشت کې زېږېدلی دی.
د سمبولکس کمپنۍ مرکزي دفتر د امریکا د متحده ایالتونو د تکزاس ایالت په دلاس ښار کې دی.
د یادونې ده، چې د انټرنېټ په نړۍ کې دا مهال په اټکلي ډول 275,000,000 ډومین نومونه شتون لري، چې نږدې ۱۲۰ مېلیونه یې د ډاټ کام اکسټنشن لرونکي دي.
15.03.2015
- زاهدالله (ځلاند) شينواری
که تاسو په سفر روان یئ او یا مو برېښنا نه وي او ستاسو په موبایل، لپټاپ او یا هم کمره کې چارج نه وي؛ نو تاسو به څه کوئ؟ کېدای شي، چې ستاسو ځواب صبر او انتظار وي؛ خو که د تاسو سره لږې اوبه او اور موجود وي؛ نو خپل موبایل مو چارج کولای شئ.
په تېرو نږدې ورځو کې بازار ته داسې یو چارجر وړاندې شوی دی، چې په اوبو او اور کار کوي او ستاسو موبایل چارج کولای شي.
د دغې آلې نوم فلېم سټوور/Flamestower دی.
دغه آله د ۲-۵ واټه پورې د برېښنا ظرفیت لري، چې پواسطه یې تاسو په څو دقیقو کې خپل...
18.03.2015
- زاهدالله (ځلاند) شينواری
په ۲۰۱۶ زېږیز کال کې به د موبایلونو د سېمکارتونو د شتون ۲۵ کاله پوره شي. د سېمکارت سلور جوبلي (Silver Jubilee) یا ۲۵ مه کلیزه به ونمانځل شي؛ خـو د (Golden Jobilee) یا ۵۰ مې کلیزې د نمانځنې کوم څرک به یې ونه لیدل شي.
د ګرځنده ټلیفونونو کاروونکي به کولای شي، چې د پاسورډ په مرسته په هر موبایل کې خپل نمبر وکاروي.
د انګلستان د کېمبرج پوهنتون د کمپیوټر ټکنالوژۍ ماهرینو ویلي دي، چې نور د موبایلونو د سېمکارتونو وخت تېر شوی دی او د دغو سمکارتونو ځای به سافټ وییر ونیسي....