د هندي رسنیو د ریپوټونو  له مخې، د بالیووډ دوو مشهورو فلمي ستورو کترینه کیف او رنبیر کپور له یو بل ه د تېرې ډسمبر میاشتې په ۳۰ kaifمه نېټه په لندن کې کوژده کړې ده.


د کوژدې د مراسمو لپاره چې د کترینه کیف د مور او پلار له لوري په لندن کې جوړ شوي وو، د رنبیر کپور مور او پلار نیتو سېنګ او رېشي کپور هم وربلل شوي وو.


د کترینه کیف او رنبیر کپور تر منځ د مینېخبرونه له ډېرې مودې راهيسې اورېدل کېدل؛ خو اوس دا خبر هم خپور شوی، چې دهندي سېنېما یا بالیووډ دغو دواړو ستورو کوژده کړې ده.


کترینه کیف د خپلې کورنۍ سره د کرېسمېس د نمانځلو لپاره په لندن کې وه او رنبیر کپور د کوژدې مراسمو ته وروسته ورغلی دی.


په دغه پروګرام کې د دوی یو څو ملګري وو او ډېر خلک نه وو وربلل شوي.

داسې ریپوټونه هم ورکړل شوي دي، چې کېدای شي، د دوی دواړو واده د روان ۲۰۱۵ زېږدیز کال په مۍ میاشت کې ترسره شي.


د بالیووډ دغو دواړو ستورو په خپل منځ کې په مینه اعتراف نه دی کړی او نه یې هم تر اوسه د کوژدې تصدیق کړی دی.

 

زاهدالله ځلاند