د انګريزانو ، مغلو، عربو او سکندر يوناني استعمار پر ضد د ا زادۍ لپاره د پښتنو سياسي جدو جهد او قربانو قصه ډيره اوږده  ده  د پيرنګى خلاف پښتنو ځوانانو، بډاګانو او ښځو جدو جهد د خان شهيد عبدالصمد خان اچکزى ، باچا خان، کاکاجى   صنوبر حسين مومند په قيادت کښې شروع کړى وو د هغې په پايله کښې پيړنګې خو لاړ خو هغه  ازادى زمونږ نصيب نه شوه او نه پخپله ګټه پوه شو نه زمونږ وسائل زمونږ په لاس راغلل او نه پښتو ژبه زمونږ سرکاري ژبه وګرځيده او نه زمونږ وطن ته د قام په مناسب نوم بلد شو بلکې د دې پر ضد د غلامې ځنځيرونه نور هم مضبوط شو  دا هغه وخت وو، چې پنجاب جاګيردار په پښتنو کښې د سامراج د ملاتړو مهاجر سرمايه دار، سوداګر اوګماشته تش په نوم ازاد ملک دوکانداران او څوکيدار او محافظ شول دا د عالمي سامراج د پښتنو سره دښمني وه نو حکمت عملي دا جوړه که چې پخپل حق کښې د دايمي دنيا ترقى پر لور روان ملکونه او په هغې کښې قومي سياسي تحريکونو روان جدو جهد سبوتاژ کړي او په دغه ملکونو کښې امريت نواز واکداران او څوکيداران وساتي. او بيا د هغوى د فارمولي او هدايت مطابق د پوځي او نيم پوځي واکمنو دا هنر دى چې د ملک اولس محکوم، بې تعليمه، بې روزګاوه، بې علاجه او پسمانده ساتلو سره خپلو کښې د جنګونو په لار روان کړي او د حقيقي مسلو او بنيادي انساني حقونو د عوام  توجه بل خوا وګرځوي دغه شان د دوى خلاف جدو جهد مبارزه دوى يکجهتى ته  نه پريږدي او هغه تقسيم در تقسيم کړي او په دغه چل دوى خپله غرضونه په اسانه سرته رسوي.

انګريزانو  چې کومې حکمت عملي زمونږ سره کوي چې زمونږ قومي سياسي تحريکونه ووهى دغه چل ول پاکستان کښې جاسوسي ادارو شروع کړې دى د دوى په لاس زمونږ وجود، ژبه، معشيت او سياست غلام  دى او زمونږ د محکومو قومونو سره او سپين لوټي او مزې پرى کوي اوس د پنجاب نه مونږ  ته برطانيه جوړه شوى ده نن کراچى کښې پښتانه د فنا او ويش سره مخامخ دې دغه شان ټول وطن کښې دا حال دى په شمالي او جنوبي پښتونخوا  او منځنى پښتونخوا کښې دهشت ګردي روانه ده هلته دوى تعليمى ادارى تباه کوي د تعليمي ادارو د تباه کولو مطلب دا دى چې پښتانه تعليم ته نه پريږدي چې پسمانده شي د قومونو سره سيال نه شي .

نن په کراچى  کښې دا حال دى چې  ٨٥ کښې بشرى زيدى يو غير پښتون ډرائيور د لاسه مړه شوه نو مهاجرو د پښتون سره جنګ جوړ کړو او د پښتنو ه خولو ګټلي محنت يې تالا ترغه کړو  او ډير پښتانه يې مړه کړه بيا دغه شان ١٢ مى کال ٢٠٠٧  يوه تاريخي سانحه ده چې هيڅ يو پښتون به دغه توره ورځ هيره نه کړي. د پښتنو طرف دا ګناه چې پښتون په وطن کښې انصاف د قانون برلاسي  غوښتل او مهاجر د دى پر ضد امرين غوښتل او د امريت  لپاره دوى به نفس نفيس په پښتنو ډزى وکړى چې پنځوس پښتانه پکې شهيدان شو او اوس مهاجر د طالبانائزيشن په نامه پښتانه وژنې دا يو عجيبه خبره ده چې مدرسې په کراچى کښې ډيرې دى د ام کيو ايم وزيران هغوى ته يعنې دغه مدرسو ته کمپيوټري، پيسى ، پلاټونه ورکوي  چې پر پاکستان کښې د طالبانو مالي مرسته د کراچى سرمايه داران کوي خو کله هم رياستي ادارو حکمران اتحادي پارټيانو خصوصا ام کيو ايم د دې خلاف هيڅ غږ ندى پورته کړې او  او نه يې د دى سرمايه دارو خلاف قدم اخستى دى، دلچسپه خبره  خو دا ده چې د جهاني دباو په نتيجه کښې کوم مذهبي او جهادي تنظيمونه د پاکستان حکومت کالعدم کړى دى هغوى ته په کراچى کښې د هر قسم سرګرمو مکمل ازادى حاصله ده او په ځيني ځايونو کښې د جهاد په نامه معصوم خلک  دهوکه کړل شي او د جاسوسي ادارو په نګرانې کښې تربيتى مراکزو ته په رڼا ورځ ليږلى کيږي. او  هم  دا شان کراچى کښې دې دهشت ګرد تنظيمو ته د چندى په نامه د تبليغي مهماتو ازادى حاصله ده د دوى اخبارات، رسائل او اډيو وډيو کسټس عام په سرکونو خرڅيږي، طالبانو او د طالبانائزيشن په نامه د رياستي ادارو تخليق شوي ايم  کيو ايم د پښتنو پر ضد ډئر تبليغات او بيانانت  هر چاته لکه د لمر ښکاري د طالبانائزيشن په اړ کښې ايم کيو ايم ډير کوشش  وکړو چې کراچې کښې د پښتنو او د مهاجرو ترمنځ لساني جګړې جوړ کړي د دې لپاره تير کال د اردو ويونکو اکثريتي ابادو کښې پښتانه د کاروبار او خوارى مزدورى نه منع کړى شو او ځاى پر ځاى د پښتنو سرونو ته يې هم لاس واچو او تقريبا ٥٠ نه زيات پښتانه د ايم کيو ايم دهشتګردو د لاسه شهيدان شو او په ٢٩ او ٣٠ نومبر او اول دسمبر په اورلګى ټاون راجه تنوير کالونى او قصبه کالونې سائټ ټاون کښې د پښتنو په ابادى ناڅاپه حملى وکړي بيا هم پښتنو ډير په همت او جرات او پښتني غيرت داسې غاښ ماتونکى ګزارونه ورکړ، چې الطاف حسين د لندن څخه د پښتنو په ښپو پريوتولو لپاره د تيارى اظهار وکړو په دى لړ کښې د پښتنو د سياسي کمپاين وجه هم دا وه چې عام اردو ويونکې د دوى سره  د پښتنو خلاف ونه دريدل او حکومت سند فورى طور حکمران اتحادي پارټو  يوه مشترکه غونډه راوبلله چې پکې د پښتونخوا ميپ صوبايى صدر حاجى حکيم خان مندوخيل هم ګډون وکړو، په دې موقع حاجى حکيم خان مندوخيل ډير ښکاره وويل که ايم کيو ايم له اى ان پي نه ګيله  شکوه لري هغه دې خپلې انتقامي  سرګرمى اى ان پي پورې محدودى وساتي مګر دلته ايم کيو ايم سرګرمى او دهشتګردى دا ثابته وى چې ايم کيو ايم د ټولو پښتنو پر ضد خپل کارکنان تيار کړى او په دې غونډۀ کښې امن کميټي جوړى شوى او دى کميټى ټولو مشرانو به د اتحادي پارټو صوبائى  دفاترو مشترکه دوره کوله او هلته به يې مشترکه ويناګانى کولى کله چې دا وفد د سياسي پارټو دفاترو ته روان شو نو د پښتونخوا صوبائى صدر حکيم خان او صوبائى ډپټي سيکرټري سکندرخان  زيرو نائن   ته لا نه ړل او دا موقف يې اختيار کړو چې ايم کيو ايم د ١٢ مى د جرم اعتراف کړى  نه وى او په دغه عمل يې معافى غوښتى نه وى نو پښتونخوا ميپ د ايم کيو ايم مرکز ته   هيڅ کله تلو ته تياره نده په هر حال يو عارضى عمل هغه کراچى  کښې جوړ شو چې ايم کيو ايم   غير متوقع تاوان ته مخامخ   شو دويم دا چې کراچى کښې پښتون ايکشن کميټى ٢٩  مارچ ٢٠٠٩ د ١٢ مى د شهيدانو دويمه کليزه د لمانځلو لپاره په نشتر پارک کښې جلسه عام اعلان کړه خو ايم کيو ايم دا محسوسه کړه ، چې پښتانه پر کراچى کښې د خپل برپور قوت اظهار کوي او د ايم کيو ايم په کراچى کښې قايم دهشت او دباو ماتيدو خطره محسوسه کړه او غير اعلانيه د پښتنو په سرو مال يې حملى شروع کړى او درى زره هوټل مالکان دوکانداران د خپلو اکثريتى ابادو نه په ويستلو مجبور کړو او د دهشتګردى په دې عمل کښې ٦٠ پښتانه شهيدان او يو نيم سل پښتانه ژوبل  کړي شول.