مـــــــــــــــــــــــرام

منل شوی لَخوا  دَ بنسټ پېنډې (کانګره) ۲۹ ، ۳۰ مارچ ۱۹۸۹ کوټه

او
ملي پېنډې (کانګره) ۲۹. ۳۰، ۳۱ جولايي ۲۰۰۲ کوټه

پښتونخوا ملي عوامي پارټي


 
مــــــــــرام  (منشور)

دَ انګرېزي ښکېلاک لویه موخه  دَ نیمې وچې(برصغیر) تر واک لاندي کول او دَ هغې دَ شتمنیو ولکه وه. دَ دغو ناوړه موخو لاس ته کولو لپاره یې له  زور او جنګ، دَ ««ځله بېل یې که نو یېل یې که»» له تګلارې، او بډو څخه کار واخیستلؤ. دَ نیمې وچې هیواد پالو اولسونه او ملتونو له انګرېزي ښکېلاک سره سخته ډغره وَ وهله، خو  دوی له یوه هسي دوښمن سره مخامخ ول چي دَ نوې درستې او پوځ څښتن ؤ او په مکارۍ او چالاکۍ کښې یې ساری نه لرلؤ.  ورو ورو انګرېز له ټول هندوستان څخه خپله مستعمره جوړه کړه او ورسره یې هره خوا دَ لوټ او تالان جوړ کؤ. دَ هیواد پلورو ټولیو او پوځ په مرسته یې خپل واک وَ ساتلؤ او بل پلو یې همدغه پوځ  له ملتونو څخه  دَ مرېیانو دَ جوړلو لپاره  وَ کارولؤ.

دَ انګرېزي ښکېلاک دویمه موخه دَ افغانستان ولکه وه. دَ دغې موخې لپاره یې درې ځله په افغانستان باندي  یرغل وَ کؤ، مګر زړَور افغان اولس  هر ځل له شرمه ډکه ماتې ورکړه او دَ خپل هیواد ازادي یې وَ ساتله، خو بیا هم پرنګي له بېلابېلو پلمو او بهانو کار واخیستلؤ او دَ پښتنو دَ هیواد ختیځه برخه یې ولکه کړه او هغه یې دَ انګرېز په کار او واک کښې ګډه کړه.

په ولکه شوې (مستعمره) پښتونخوا کښې یې دَ چارو په اډانه کښې پښتون ملت نور هم ځله وَ وېشلؤ. دَ ولکه پښتونخوا په شمالي برخې یې دَ شمال مغربي سرحدي صوبې (N.W.FP) ،او جنوبي برخې  یې دَ بریټیش بلوچستان ناسم او ناریښتیا نومونه کښېښودل.  پردغه سربېره یې په ازادو پښتني سیمو او ریاستونو په خپلواکۍ باندي یې  په پرله پسې توګه یرغل روان وَ ساتلؤ. په دغه ډول یې دَ ښکېلاک دَ غچ اخیستنې په زور  دَ پښتانه ملت دَ وَکر او پېژندګلوي دَ ورَکولو هڅې یې وَ کولې. پښتانه ملت په هر پړاو کښي ښکېلاک دوښمنه جنګ روان وَ ساتلؤ. مولوي عبد الرحیم پوپلزي، حاجي صاحب ترنګزي، باچاخان، کاکاصنوبر حسېن مومند، کاکاجي خوشال خان، خان عبدلصمد خان اڅکزي او نورو ډېرو بې شمېرو څرګند او ناڅرګندو ملګرو یې دَ پښتان ملت دَ یووالي او واک دَ بیا پر ځای کولو لپاره بې شمېره بلهارۍ (قربانۍ) ورکړې.  دَ پشتنو او دَ نیمې وچې دَ ملتونو او اولسونو دَ بلهاریو په پایله کښې دَ انګرېز پښې وَ ختلې او کډې کولو ته اړ شؤ. دَ تګ په مهال پرنګي هغه بڼه بېرته پرځای نۀ کړه څنګه چي دَ دۀ تر راتګ له مخه وه. بلکې دلته یې واک دَ ملت او ملت دَ ریښتونو استازو په ځای وَ هغو ته ورکؤ چي دَ دوی تالي څټي او دلالان ول، او دَ ښکېلاک دَ ګټو ساتندیان ول. نو ځکه نوې واکمنې ټولۍ  په بهرنۍ توګه له  ښکېلاک سره لا هم تړلې پاته شوې، او په دننه کښي دَ  ښکېلاک دَ لویو لویو جاګیردارانو، پانګه والو او پسپالَؤ ( ارتجاعي) ځواکونو ساتندوی جوړ شؤ. هغوی دَ زور زیاتي او برلاسۍ هغه دَ ښکېلاک تګلاره روانه وَ ساتله په پاکستان کښې دَ مېشتو ملتونو له برابر و حقونو څخه یې نټه (انکار) وَ کوله. او چا چي هم دَ دغه زور زیاتي په چپه (خلاف) او دَ زیار کش اولس دَ حق لپار اواز اوچت کؤ نو هغه یې دَ ځپلو موخه کؤ.

واکمنو ټولیو دَ وفاقي یاویو (یونټونو) او دَ هغو دَ ځپلو لپاره او په هغو باندي دَ زور زیاتي دَ روان ساتلو لپاره بېلا بېل ګامونه پورته کړل؛ دَ بېلګې په توګه، دَ دستور جوړونکې اسمبلۍ ماتول، په چل ول باندي  دَ دویمې دستور جوړونکې اسمبلۍ رغول، دَ یوۀ  یاوي (ون یونټ) جوړول، دَ برابرۍ (پېرټي) دَ تش په نامۀ اصول په زور باندي تپنه، دَ ۱۹۵۶ دستور، دَ ۱۹۵۸ ایوبي مارشل لا، دَ ۱۹۶۲ ایوبي دستور، دَ ۱۹۶۹ یحیا خاني مارشل لا، دَ ۱۹۷۰ دَ چوڼ (انتخابات)  له پایلو څخه نټه او پر بنګال باندي پوځي یرغل، دَ ۱۹۷۳ دستور چي دَ لاسبرو ټولیو په ګټه ؤ، څخه سترګې پټول، دَ ۱۹۷۷ ضیايي مارشل لا او دَ ۱۹۸۱ پي سي او (P.C.O)، ۱۲ اګست ۱۹۸۳ مارشل لا او تش په نامۀ ریفرنډم، دَ مارچ ۱۹۸۵ ار سي او (R.C.O)دَ مارشلا دَ دستورسره سم دَ ضیايي دستوري فارمولې په کار اچول، دَ اکتوبر ۱۹۸۵ دَ دستوري ترمیم له لارې دَ ضیايي دستور دَ تش په نامه منل او نورو ګامونو څرګنده موخه یوازي او یوازي دَ واکمنې ټولۍ لاسبری دَ تل لپاره ساتل او دَ پاکستان دَ ځپل شوي اولس او پښتون، بلوچ ، سیندي او سرایکي ملتونو دَ همېشنۍ سیاسي او ټولنیزې غلامۍ پرته بل هیڅ نه وه. دَ زور دَ دغسي کارونو په پایله کښې دَ پښتونخوا خاوره  تر اوسه ټوټه ټوټه پرته ده. شمالي برخې ته یې دَ صوبه سرحد ناریښتونی نوم ورکؤ. بیا یې د جنوبي برخې تاریخي شتون بېخي ناشتون کؤ او دَ پښتونخوا او بلوچستان خاورې یې په غیرفطري توګه پله یوځای کړې او دَ بلوچستان غیرحقییقي نوم یې ورکؤ. او ختیځې برخې میاوالي عیساخېل او اټک یې په زور دَ پنجاب برخه ورګرځوله.  په دې توګه یې دَ پښتانه یووالی ټوټه ټوټه کؤ او سیاسي واک یې ور ورک کؤ. دَ پښتونخوا دَ قدرتي زېرمو لوټ او تالان روان دی. دغه خاوره یې په لوی لاس  وروسته پاته ساتلې ده او دَ پرمختګ ټولې لارې یې بندې کړې دي. دلته دَ اولس په خپلو زېرمو باندي هیڅ واک نشته، انجام یې دغه دی چي  دغه اولس په ډېره بېوزلۍ، نېستۍ، ناپوهۍ او همېشنۍ اوزګارتیا کښې ګوزاره کوي.

دَ ښکېلاک دَ دغه ناروا اډاڼې له هیسته کولو پرته نه یوازي دَ پښتنو بلکې دَ بلوچو، سرایکیانو او سیندیانو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کښې هم هیڅ ډول ښېګړه نۀ شي راتلای. واکمنانو دَ خپلو ګټو او دَ خپلو ښکېلاکګرو بادارانو دَ ګټو لپاره نه یوازي دَ پاکستان  مظلوم او محکوم اولس رالاندي کړی دی بلکې دَ هیواد خاوره دَ نړۍوالو ښکېلاکګرو او زبېښاکګر ځواکونو دَ لوټ او تالان ځاله هم جوړه کړې ده او بیا دَ سپېڅلو چیغو او بې انصافه جنګ په پرده کښې دَ افغانستان ازادي، ملي خپلواکي، ملي واک، هیوادساتنې او ملي یووالي او دَ افغانستان دَ هیواد او دولت دَ ملي ادارو دَ تباه کولو لپاره یې دغه خاوره دَ افغانستان دَ ملي اولسي انقلاب په چپه (ضد) دَ نړۍوالې ترهګرۍ په اډه واړوله. دغسي اکر (حالت) پښتانۀ دَ ژوند او مرګ په دولارې باندي وَ درول.  تاریخ دوی هغه ځای ته راورسول چي لا خو دي دوی پله یو شي او دغې کږې دي سمې کي او دَ خپل شتون  دَ ساتنې او یووالي لپاره  دي هلې ځلې وَ کوي ،او یا بیا دي  دَ تباهۍ هرکلي ته چمتو شي.

په دغسي اکر کښې دَ ټولو هیوادپالو، ملت پالو، پرمختیا پلَؤ او انقلابي ځواکونو لومړنۍ دنده وه چي پَله یو شي او دَ تباهۍ له دغه جبه زار څخه دَ پښتنو دَ را ایستلو لپاره دي هغوی هم منظم او پله یو کي، او په دغه لاره کښې دي دَ هغوی لارښوونه وَ کوي.  نو ځکه پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند (پارټي)  او پښتونخوا مزدور کسان ګوند (پارټي) دَ دغې تاریخي شېبې په لوړوالي او اړتیا پوهۀ  ول او پرېکړه یې وکوله چي په لومړي پړاو کښې یوه پراخه ټلواله جوړه کي.  دَ ۲۶ اکتوبر ، ۱۹۸۶، دَ پېښور دَ اعلامیې له لارې یې  دَ دواړو ګوندونو ګډ جوړښت، پښتونخوا ملي عوامي اتحاد، او دَ هغه موخې او تګلارې ډاګیزه کړې.  پښتونخوا ملي عوامي اتحاد په دغه ګردۀ وخت کښې په ټول پاکستان کښې په ځانګړې توګه په پښتونخوا هیواد کښې په اولس او سیاسي کارکونکو کښې سیاسي پوهه او بیداري پیدا کړه او په دوی کښې یې دَ یووالي او باور جوش نور هم زیات کؤ.  هغه بنسټونه یې نور هم پاخه کړل چي په دغو سختو شېبو کښې دَ یوۀ غښتلي، ټینګ او دَ اولس په مټ ولاړ سیاسي ګوند دَ رغولو لپاره غوره او اړین بلل کیږي. نو ځکه په ۲۹ او ۳۰ مارچ ۱۹۸۹ په کوټه کښې بنسټیزې پینډې (کانګرس) پښتونخوا ملي عوامي اتحاد په یوه ګوند واړولؤ او دَ پښتونخوا ملي عوامي ګوند دَ رغولؤ تاریخي اعلان یې وَ کؤ.

 له مارچ ۱۹۸۹ څخه بیا تر جولايي ۲۰۰۲ پوري چي په پاکستان، افغانستان، سیمه او نړۍ کښې کوم سیاسي اکر ؤ، ګوند په پاکستان کښې دَ مېشتو ملتونو دَ برابرۍ او اولسي واکمنۍ په بنسټ دَ وفاقي اولسواکۀ دستوري اډاڼې دَ رغونې، دَ ملتونو او اولس دَ سیاسي، اقتصادي او ژوند ژواک حقونو او واکونو دَ ګټولو، دَ افغانستان دَ ملي خپلواکۍ او ملي یووالي ساتندویه لویې جرګې دَ ملي سرکار جوړولو له لارې دَ امن راوستل، دَ سیمې او نړۍ دَ ملتونو او اولسونو دَ ملي خپلواکۍ، اولسواکۍ، ټولنیز انصاف، سولې او پرمختیا لپاره چي ګوند کوم له ویاړونو ډکه تګلاره او سریښتې خپلې کړې او دَ ښکېلاک دَ برلاسۍ، زور او زبېښاک، زورواکۍ ، فرقه ګرۍ او ترهګرۍ له ربړۀ ډک اکر څخه دَ خپل اولس دَ ژغورنې لپاره کوم ګامونه اوچت کړي دي هغه دَ ۲۹، ۳۰، ۳۱ جولايي ۲۰۰۲ په کوټه کښې دَ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دَ تاریخي پینډې په سیاسي او ګوندي رپوټ کښې بیان شوي دي.

که څه هم لاسبري واکمنان او دَ هغو زورواکې نوکرواکۍ (بیوروکرېسي)  دَ اکتوبر ۱۹۸۵ دَ ضیايي مارشل لايي دستور په مټ  دَ وفاقي پارلیمان او صوبايي اسمبلیو دَ واک په ولجه کولو او بیا وَ نیشنل سیکوریټي کونسل (په بنسټیزه توګه پوځي کونسل) ته دَ ورکولو موخې ته وَ نۀ رسېدل، خو بیا هم دوی دَ اتم ترمیم او  58 (2) (B) مادې په مټ دَ پارلیمان او صوبايي اسمبلیو او دَ هغو دَ ټاکل شوي لومړي وزیر (چیف ایګزیکټیو) او لوی وزیر (صوبای چیف ایګزیکټیو) او دَ هغوی دَ کابینې دَ لري کولو واک وَ یوۀ کس (اولسمشر یا والي) ته په ورکولو کښې بریالي شول. 

په دغه ډول دوی دَ ټاکل شوي پارلیمان او لومړي وزیر  له خپلو لویو واکونو او دندو څخه بې برخې کولو کښې  او دَ ټولو کورنیو او بهرنیو تګلارو جوړولو دَ واک په ولجه کولو کښې بریالي شول. په دې توګه زوارواکې نوکرواکۍ دَ هیواد دَ ریښتونو واکمنانو، په کروړونو اولس او ترواک لاندي ملتونو دَ ګټې او خوښۍ خو پرېږده ، ان دَ ۱۹۸۵  ضیايي دستور دَ مادو (Provisions) په چپه (خلاف) ، په  ۱۹۸۸ سربېره، دَ ۱۹۹۰، ۱۹۹۳ او ۱۹۹۶ وفاقي پارلیمان، صوبايي اسمبلۍ وفاقي لومړی وزیر او صوبايي لوی وزیران  دَ لاسبرو واکمنانو په ګټه دَ تګلارې جوړولو او بیا ترې کار اخیستلو لپاره يو په بل پسې هیسته کړل.

دَ زورواکې  نوکرواکۍ دغو کارونو او تګلارو دَ هیواد سیاست، اقتصاد، ټولنه، ژواک ، ګوا دَ ژوند هره برخه له ناورین سره مخامخ کړه.

مګر په پای کښې په ۳/۴ اپرېل ۱۹۹۷ دَ هیواد ۱۴ کروړه اولس او دَ هغوی (۶) کروړۀ رایې ورکونکو دَ چوڼ  شوي پارلیمان ټولو ګوندونو په یوه خوله دَ ۱۹۸۵ ضیايي دستور، او دَ هغه اتم ترمیم او 58 (2) (B) او نورې مادې هیسته کړې ، او دَ هیواد وَ پارلیمان، صوبايي اسمبلیو، لومړي وزیر (وفاقي چیف ایګزیکټیو) او لویو وزیرانو (صوبايي چیف ایګزیکټیو) ته دَ ۱۹۷۳ دَ ولجه شویو واکونو په بېرته ورکولو کښې په مټکي (بمشکل) بریالي شول.

مګر زورواکې نوکرواکۍ بیا پلمه جوړه کړه او وارله واره یې په ۱۲ اکتوبر ۱۹۹۹ دَ ۶ کروړو رایې ورکونکو ټاکل شوی پارلیمان وَ ځپلؤ، څلورمه مارشل لا یې وَ لګوله ، ټاکل شوي لومړي وزیر ته یې ړومبی ځولنې ورواچولې او بندي کؤ او بیا یې دَ هغه له نېکه بخته دَ زېندۍ یا ګولۍ په ځای له هیواده وَ ایستلؤ. دَ ۱۲ اکتوبر ۱۹۹۹ مارشل لايي واکمني دَ نوي سیاسي جوړښت دَ تګلارې له یوې بشپړې تابیا سره سم دَ اولسواکه پارلیماني وفاقي دولت دَ واک  ولجه کولو او بیا دَ همېشنۍ مارشل لا زوراکې  ادارې، نیشنل سیکیورټي کونسل، (چي یو پوځي کونسل دی) ته دَ  ورکولو په لوري روان دي.  هغوی په لومړي پړاوکښې دَ ضیاالحق په پله روان دی او نیشنل سیکیورټی کونسل یې جوړ کړی دی.

بل پلو په ۱۹۹۲ کښې دَ افغانستان دَ قانوني سرکار له ړنګېدلو سره په هیواد کښې پردۍ لاسوهنې، سختې کورنۍ جګړې، دَ فرقه ګرۍ عربو او نورو ځواکونو له یوې تابیا سره سم دَ افغانستان ازادي، خپلواکي، یووالی، سوله او  دولتي ادارې  له ناورین سره مخامخ کړې.

په دغسي اکر کښې پښتونخوا مېپ دَ افغانستان دَ ټولو ستونزو یوازینی او اغېزناک هواری په تاریخ کښې ازمېیل شوې اداره (لویه جرګه) وَ بلله. او بیا دَ افغانستان کورني او بهرني اکرونه او عوامل منطقي انجام ته وَ رسېدل او دَ افغان ازادۍ پلؤ، هیواد پالؤ او او اولسواکو ځواکونو او ملګروملتونو یووالی یې وَ پینځولؤ، هغه چي دَ امنیت جرګې دَ ۱۴ نومبر ۲۰۰۱ دَ پرېکړه لیک لاندي یې دَ ملګرو ملتونو په مرسته دَ ۵ دسمبر ۲۰۰۱ افغان بون جرګه لنډمهاله سرکار جوړ کؤاو هغه ته یې دَ افغان بون جرګې (کانفرنس) دَ پینځو ټکیو تابیا: دَ بېړنۍ لویې جرګې ټاکنه او رابلنه، دَ هغې په مټ د منځمهالي سرکار  او دَ دستوري کمیشن  رغونه، دَ دستور (اساسي قانون) سریښته او سپړنه، دَ دستور دَ پخلي  لپاره دَ لویې جرګې ټاکنه او رابلنه، دَ دستور منل او دَ همدغه دستور په بنسټ دَ دولت ایګزیکټیو، قانون جوړونکو او نورو ادارو ټاکنې او جوړښت په مټ دَ ازاد، خپلواک، یوموټي، سوله ایز او اولسواکه افغانستان دَ جوړولو دنده ور وَ سپارل شوه.


دَ پښتونخوا ملي اولسي  ګوند موخې
ګوند دَ لاندینیو موخو ګټل خپله بنسټیزه دنده ګڼي:
1. په ملک پاکستان او پښتونخوا کښې دَ پرتې زورواکې  ښکېلاکګرې او زبېښاکګرې ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې ورَکاوی او په ځای یې په انساني او اسلامي سټو ولاړې دَ ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې روغونه، دَ نیواکګرو او ښکېلاکګرو هیوادونو دَ سیاسي، اقتصادي او ژواکیزې  لاسبرۍ دَ ورَکاوي لپاره دَ ملتونو دَ خپلنیامت حق (حق خودارادیت) منل او په هیواد کښې دَ قومیتونو په بنسټ دَ وفاقي یاویو (صوبايي یونټونوجوړښت) او دَ دغو یویو تر منځ دَ برابرۍ په بنسټ دَ وفاقي پارلیماني اډاڼې رغونه، دَ جاګیردارۍ، سردارۍ، سرمایه دارۍ او نوکرواکۍ د سیاسي واک ورَکول او په ځای یې دَ رنګ، توکم، دین، ژبې او جنس له توپیره پرته دَ زیارکش، اولسواکي پلوه، هیوادپاله، پرمختیا پلوه او نیواک دوښمنه اولس واکمني، مانا دَ اولسواکۍ  رغونه، او له مخې یې دَ زورګیره  ښکېلاکګره، زبېښاکګره ټولنیزې او اقتصادي  اډاڼې لرې کول او پر ځای یې دَ هیواد ازادي، دَ وفاقي یاویو تر منځ برابري، باور، اولسواکي، پرمختیا، سوله او دَ  ټولنیز انصاف  دَ انساني او اسلامي سټو په مټ ولاړې ټولنې رغونه، له قران او سنت سره په ټکر کښې  په  ټولو قوانینو باندي بندیز او ورکول.

2.   (I)   دَ ژبې، ژواک (پرهنګ) او تاریخ په بنسټ دَ وفاقي یاویو (صوبو) رغونه، په دغه لړ  کښې شمالي پښتونخوا ( شمال مغربي سرحدي صوبه)، جنوبي پښتونخوا (په  بلوچستان   کشې پښتني سیمه) او ختیځې پښتونخوا (میاوالي، اټک او نورې سیمې) په ګډون دَ  پښتنو له نامۀ سره سم پښتونخوا، پښتونستان، یا افغانیه، دَ یوۀ خپلواکه، یوموټي  پښتون وفاقي یوي (صوبې) رغونه

(II)  دَ ازادو پښتني ایجنسیو (منځنۍ پښتونخوا) دَ اوسني خپلواکه اکر ساتنه، او بیا یې اولس  ته دَ بالغې رایې ورکونې په بنسټ دَ جوړو شویو خپلواکو سیاسي ادارو دَ واک په مټ ټولنیزه  بدلون او پرمختیا
(III)  په بلوچستان کښې دَ منځني مهال لپاره دَ ژوند په هره برخه کښې دَ پښتانه او بلوچ تر منځ دَ  برابرۍ په بنسټ دَ دستوري او تړونیزې اډاڼې رغونه، (Constitutional and conventional  arrangements)
(IV) په ټول هیواد او په ځانګړې توګه په کراچۍ کښې دَ پښتنو دَ سیاسي، اقتصادي او پرهنګي  حقوقو او سر اومال ساتنه
(V) دَ خپلې خوښې او دَ برابرۍ په وفاق کښې دننه دَ دفاع، بهرنیو چارو، مواصلات او کرنسۍ  باندي دَ دفاق او نورو ټولو محکمو او چارو باندي دَ صوبو واک
(VI)  دَ هیواد په بهرنۍ تګلاره او بهرني تجارتي تګلاره کښې دننه وفاقي یاویو (صوبو) ته دَ  بهرنۍ سوداګرۍ واک او انتظام
(VII) په وفاقي محکمو کښې چي کومې ادارې تګلاره جوړوي او بیا پرې کارکوي، په هغو کښې  دَ برابرۍ په بنسټ دَ صوبو استازیتوب، په دننه کښې دَ امن وامان او قانوچلولو لپاره صوبو  ته بشپړه واک او بیا دَ هغه لپاره دَ تومني (Civil) وسله وال ځواک رغونه او بشپړه واک
(VIII) ژبه
 پښتو، بلوچي، سندهي، سرایکي او پنجابي دي ملي ژبې وَ منلې شي، په خپلو خپلو وفاقي  یاویو (صوبو) کښې دي سرکاري، پوهنیزې او ښوونیزې ژبې شي. په بلوچستان کښې پښتو  او بلوچي سرکاري او ښوونیزې ژبې کول، په ټول پښتونخوا هیواد کښې دَ مېشتوژبنیو ډلو  دَ ژبې او ژواک ساتنه

3 اولسواکي، ازادي او حقوق
(I) له هر ډول زورواکۍ او ټولنیزې زورګیرۍ او زبېښاک، فرقه ګرۍ څخه پاکه، یوه اولسواکه او په ټولنیزې برابرۍ ولاړې ټولنې لپاره دَ یوې اولسواکې او سیاسي اډاڼې رغونه ، او په ښاري ازادۍ او بنسټیزو حقونو دَ بندیزونو ورَکول.
(II) دَ ښځو په چپه (خلاف) دَ ټولو توپیري قوانینو ورَکول
(III) دَ چاپ (پریس)  په ازادۍ باندي دَ بندیز لګونکو دَ ټولو قوانینو ورَکول، دَ ورځپاڼې او رسالې په ډیکلیریشن باندي دَ بندیز ورَکول، دَ چاپ دَ ازادۍ په لاره کښې  دَ اشتهاراتو او کاغز دَ کوټې په خنډ بندیز
(IV) له ډویژن څخه بیا دَ ضلعې تر کچې پوري دَ ټولو انتظامي یاویو (یونټونو) ټاکل شوي پنچایت، جرګې، او انتظامیې او عدلیې رغونه او خپلواکي
(V) عدلیه له انتظامیې څخه بېلول  او خپلواکې کول
(VI) سول سروس او نور ټول ماهرین به دَ ټاکل شویو ادارو تر لارښوونې او واک لاندي  دَ اولس په چوپړ کي وي
(VII) دَ لېویز دَ اډاڼې ساتنه او په نویو اولسواکو بنسټونو باندي یې رغونه او دَ اړوندۀ ټاکل شوې انتظامیې تر واک  لاندي چوپړ
(VIII) دَ ژوند په هره برخه کښې دَ ټګۍ برګۍ، درغلۍ، سپارښت، خپلوان پالنې او هر ډول بډو په بشپړه توګه ورَکول

4 بهرنۍ تګلاره
(I) ریښتونې، ازاده ، مثبته او بېپرې  بهرنۍ تګلاره
(II) له ګاونډیو هیوادونو، اسلامي هیوادونو، دَ درېیمې نړۍ هیوادونو، او دَ ګردې نړۍ له اولسواکه، پرمختیاپلوه، انقلابي او سوله پالو هیوادونو سره دَ ملګرتیا اړېکي جوړول
(III) دَ توکمپالنې، فرقه ګرۍ، ښکېلاکي او نوي ښکېلاکي اډاڼې او سیهونیت غندنه او دَ ملي ازادۍ، اولسواکۍ، ټولنیز انصاف، سولې او پرمختیا دَ  غورځنګونو ملاتړ.
(IV) دَ هیواد دَ ګټو په تاوان دَ ټولو تړونونو ماتول، او دَ نړۍ په ملتونو باندي دَ نړۍوالو مالي ادارو او ګڼ ملته کارپورېشنو دَ اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ې بَرم او برلاسۍ لرې کول او په سیمه کښې دَ دغسي ادارو دَ چوکیدارۍ دَ چاور  ورَکول.
(V) په نړۍواله او سیمه ایزه کچه دَ ایټمي درستې (وسلې) بشپړه ورَکول او دَ نړۍوالې سولې لپاره دَ هلو ځلو ملاتړ
4 اقتصاد (چؤچ)
(I) دَ جاګیردارۍ ورَکول، کرنیزه پرمختیا او دَ بزګرانو دَ ښېګړې لپاره دَ لویو لویو جاګیرداریو ورَکول، اغېزناکې کرنیزې سمونې او دَ مځکې منصفانه وېش چي بې مځکې اودَ  لږ مځکې بزګرانو ته دَ مځکو ورکول او دَ بزګرانو دَ  ښېګړو ساتنه هم پکښې ده.
(II) دَ شاملاتو ساتنه، او که چېري وېش وي نو هغه دي منصفانه وي
(III) په ناروا ولکې بندیز، کوچنیو څښتنانو (مالکانو) ته دَ مالیې، ابیانې، دَ سرکار او بنک دَ پورونو بخښه، دَ هیواد او نړۍ په منډیو کښې کرنیزو اجناسو ته دَ ښو نرخونه، په اسانه توګه کیمیاوي سره، توخمونه، خسمان وژونکي درمل او دَ کرنې لپاره بې ټیکسه ماشینونه
(IV) دَ هر چا لپاره له ټولنیز مرېیتوب څخه ازادي، او دَ کمکیانو په مزدورۍ بندیز
(V) کشیانو ته روزګار برابرول، دَ مزد زیاتول، دَ کار اکر ښه کول او دَ استوګنې لپاره مځکه  ورکول
(VI) په ټول هیواد او پښتونخوا کښې دَ خړوب، اوبه خور، کب نیونې، ځنګلونو، ورشوګانو، بودَګانو، ګرځندوی، کرنې او اړوند صنعت او سوداګرۍ د هراړخیزې پرمختیا لپاره په هیواد کښې دَ اوبو له اري (اصلي) سرچینې، دَ پښتونخوا پراخ ابي وسایل، څخه دَ کار اخیستلو لپاره دَ پونګې (ذخیره) جوړولو، وړو برېښناکوټونو او بندونو تابیا او کار اخیستنه.
(VII) دَ نوموړې تابیا دَ یوې برخې په توګه په لنډمهاله توګه دَ پښتونخوا هر کلي، بانډې او کاله ته دَ څیښلو اوبه، ګیس او ټیلیفون ورکول
(VIII) دَ برېښنا، ګیس، ټیلیفون او نورو اولسي  اسانتیاؤ دَ ناروا نرخونو ورَکول او پر ځای یې دَ اولس دَ ښېګړې لپاره دَ سمو نرخونو فارموله
(IX) دَ ټول هیواد او پښتونخوا دَ زمرودو، الماسو، غميانو او نورو ګرانو کاڼؤ، مرمرو، سکرو، کروم او نورو کاني وسایلو او قدرتي ګیس او تېلو دَ زېرمو لټون، صنعت او سوداګرۍ لپاره یوه ځانګړې، هراړخیزه او پرله پوري تابیا او په هغې باندي کار کول
(X) دَ کالاباغ بند دَ تابیا دَ همېشه لپاره  ورَکاوی
(XI) دَ ټول هیواد او پښتونخوا هر کلی او بانډه له سیمه ایزو منډیو سره ، او بیا نومَوړې منډۍ له ښارونو او له  بهرنیو هیوادونو سره دَ نښلولو لپاره دَ نویو سړکونو، رېل، ټیلیفون او ټیلیګراف یوه هراړخیزه او پرله پوري تابیا او په هغې باندي کار کول، او دَ یوې برخې په توګه له سیوۍ څخه دَ هرنايي، شاهرګ، بوستان – کوټۀ، بوستان -  ژوب، ټانک  بیا تر پېښوره پوري  دَ رېل لیکې ژر تر ژره رغونه.


صنعت
(XII) دَ دلالې پانګوالۍ مخنیوی او دَ ګڼ ملتۀ  شرکتونو دَ اجاره دارۍ ورَکول
(XIII) دَ هیواد او پښتونخوا دَ صنعت ملاتړ او ساتنه
(XIV) دَ واړۀ صنعت او وړې سوداګرۍ ساتنه
(XV) دَ پبلک سیکټر تر لارښؤونې لاندي دَ پبلک سیکټر او پرایوېټ سیکټر تر منځ توله
(XVI) دَ نړۍوالو مالي ادارو او ګڼ ملته شرکتونو دَ هغو ګرو (شرایط) ورَکول چي د هیواد دَ صنعت، کرنې او سوداګرۍ په لاره کښې خنډ ګرځي
(XVII) تر یو لک پوري په ګټې باندي مالیه (انکم ټیکس) نه اخیستل، دَ وړو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره ټاکلې مالیه، دَ تیرڼۍ (کسټم ډیوټي) دَ پېچلې اډاڼې په ځای ساده، له پیداواري توان سره سمه ایکسایز ډیوټي
(XVIII) دَ سود بېخي ورَکول
(XIX) دَ ګردو مزدور دوښمنه قوانینو ورَکول، دَ مزدورانو دَ حقوقو، ښېګړو او کارګري سازمانو جوړولو دَ حق ساتنه، دَ ای ایل او (I.L.O)  له  تړون سره سم دَ مزدوانو دَ حقوقو ساتنه، دَ مزدورانو تنخا لږ تر لږه دَ یوې تولې سروزرو برابرول

6 کار، پوهنه، روغتیا، استوګنه
(I) کار، روغتیا، پوهنه  او استوګنه بنسټیز حق بلل او بیا یې قانوني ساتنه کول
(II) په ماده (۵) کښې دَ نوموړې تابیا شوې اقتصادي پرمختیا پر بنسټ  ژر تر ژره دَ همېشه لپاره  دَ اوزګارتیا ورَکول. تر هغه وخته پوري هر بالغ اوزګار کس ته دَ اوزګارتیا الاونس.
(III) دَ ښؤونکو، ډاکټرانو، اینجینرانو او دَ ټولو کم تنخا سرکاري او ناسرکاري کارکونکو دَ روا غوښتنو منل.

پوهنه
(I) دَ پوهنې دَپوړيزې (طبقاطي) اډاڼې بشپړه ورَکاوی، دَ پوهنې په ټولو ادارو کښې یو ډول ښؤونه
(II) تر لسمه پوري زورَکي (جبري) او بې پیسو زدکړې، او لوړې زدکړې مفتې، له لاندي څخه تر لوړو زدکړو پوري دَ بېتوپیره ښؤونیزو اړتیاؤ، خوړؤ، کاليو، استوګنې او لېږد رالېږد برابرول دَ سرکار په غاړه دي. .
(III) ساینس او تیخنیک پوهنې ته ځانګړې پاملرنه، تر لسمه پوري دَ بنسټیزې تیخنیکپوهنې زورَکي کول. دَ مالوماتي تیخنیکپوهنې په نصاب کښې اچول.
(IV) دَ هر ډول پوهنې او هونر دَ زده کولو په لاره کښې دَ ټولنیزو او اقصادي خنډونو او دَ ادارو دَ کمي خنډونو لرې کولو لپاره دَ لوړو زدکړو نورې ادارې جوړول چي اوسنۍ او ګانده اړتیاوې هم پوره کي
(V) پوهنې ته ځانګړې شوې پیسې زیاتول او دَ درغلۍ او زیان مخنیوی، په ښؤونځایونو کښې دَ ناسوبو (غیرحاضر)  ښؤونکومخنیوی او دَ کاغزي ښؤونځو ورَکول او دَ پوهنې په ادارؤ کښې دَ لوړ معیار راوستل.
(VI) په ازموینه کښې دَ ناروا څیزونو په کارولو بندیز او دَ هغو دَ بنسټیزو لاملونو ورَکول
(VII) دَ ښؤونکو او نورو کارکونکو په تنخا، استوګنې او نورو اسانتیاؤ کښې زیاتووالی.

8 روغتیا او درملنه
(I) د روغتیايي ادارو، روغتونو او روغتیاځایونو تر یوې اډاڼې لاندي، په هر تحصیل، سب تحصیل او ښارونو کښې دَ یوۀ څرګند مرکز په اوېجه کښې دَ وګړو دَ شمېر له اړتیاؤ سره سم، په هر ډول سامان، درملؤ، پوهو ډاکټرانو او نورو ماهرینو، بسترو او موټرونو پوره دَ یوۀ ټاکلي معیار دَ روغتون رغونه، او همدارنګه په کلیو او بانډو کښې، او یا په یوۀ ځای په څو کلیو او بانډو کښې دَ وګړو د شمېر او اړتیاو سره سم دَ یوۀ روغتیاځای رغونه.
(II) دَ بودَګانو دَ درملنې لپاره د روغتیايي ادارو تر همدغسي یوې اډاڼې لاندي، په هر تحصیل، سب تحصیل او ښارونو کښې دَ یوۀ څرګند مرکز په اوېجه کښې دَ وګړو دَ شمېر له اړتیاؤ سره سم، په هر ډول سامان، درملؤ، پوهو ډاکټرانو او نورو ماهرینو، بسترو او موټرونو پوره دَ یوۀ ټاکلي معیار دَ روغتون رغونه، او همدارنګه په کلیو او بانډو کښې، او یا په یوۀ ځای په څو کلیو او بانډو کښې دَ وګړو د شمېر او اړتیاو سره سم دَ یوۀ روغتیاځای رغونه.
(III) په نوموړو سرکاري روغتونو او ادارو کښې بې پیسو درملنه او درمل
(IV) دَ روغتیا او درملنې لپاره په اوسنیو ځانګړې شویو پیسو او وسایلو کښې زیاتوالی او په هغو کښې دَ درغلۍ او زیان ورَکول، او دَ روغتیا په ادارو کښې دَ لوړ معیار راوستل
(V) ګوزڼ (پولیو) او دَ کمکیانو نورې ناروغۍ، او دَ زېړو تبو (ملیریا) او دغه ډول دَ نورو ناروغیو دَ بشپړه  ورکاوي لپاره دَ اوسنیو هلوځلو نور اغېزناکولو لپاره دَ هغو نور پراخول او منظمول، دَ نري رنځ، ژړي او وبايي رنځونو دَ مخنیوي لپاره اغېزناک ترین ګامونه اخیستل او په هر روغتون کښې دَ نري رنځ او ژړي رنځورانو ته بې پیسو لارښؤونه او دَ نوي ترینو درملو بې پیسو ورکړه
(VI) په سرکاري روغتونو کښې دَ کارکونکو ډاکټرانو په ځاني کار (پرایوېټ پریکټس) باندي بندیز
(VII) دَ نشو (املونو) بشپړه ورکاوی
(VIII) هر کالۀ ته دَ څښلو دَ پاکو اوبو دَ رسولو لومړیتوب
(IX) دَ هر ډول ملاوټ ورکاوی
(X) دَ شَمروالو (ګټَورو)  ښځینه  ژویو (حیواناتو) په حلالو بندیز
(XI) دَ  ځنګلي ژویو او مرغانوپه ساتلواو ښکار باندي اغېزناکه بندیز

9 استوګنه او سر پنا
دَ استوګنې دَ کورونو دَ کمي دَ پوره کولو لپاره به یوه  تابیا وَ شي چي اوسنۍ او ګاندۀ اړتیاوې  دواړه پوره کي. دَ هغو کورنیو لپاره چي له سرپنا بې برخې دي دَ لومړیتوب  په بنسټ دَ کور رغونې لپاره دَ  بې پیسو او وړیا مځکې ورکړه دَ سرکار په غاړه ده. خامې استوګنې (کچه ابادۍ) به په خپل ځای پرېښودل شي. دَ کوررغونې لپاره به  په اسانو کشتونو باندي بې سوده پور ورکړ شي.