څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار:
د رامپور نوابان :
د نواب حافظ رحمت خان له شهادت نه وروسته د روهیلکهنډ پراخه او آباده سیمه په مختلفو نوابیو باندې ووېشل شو . دا وېش د انګریزانو او ګورګاني وزیر شجاع الدوله په پلان او پروګرام وشو. دوی په دې سیمه کې پښتانه مشران دې ته مجبور کړل چې له دوی سره تړونو نه لاسلیک کړي.
نواب فیض الله خان له ګورګاني وزیر شجاع الدوله سره د یو تړون له لاسلیک نه وروسته د رامپور سیمې د نواب په توګه وټاکل شو. په دې برخه کې میر غلام محمد غبار لیکي : « به این صورت روهیله خراب، وزیر افغانی حافظ رحمت خان کشته وفیض الله خان مجبور به امضای معاهده یی با شجاع الدوله شد، و خود به نوابی کوچک از آن ولایت (رامپور) قانع گردید»(1)
څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، چې فیض الله خان له انګریزانو او شجاع الدوله سره تړونونه لاسلیک کړل، په دې ځای کې لازم بولم چې ددغو تړونونو په اړه یو څه معلومات وړاندې کړم . له جګړې نه وروسته د ۱۷۴۴ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه د شرقي هند کمپنۍ د لوی درستیز په لارښوونه دګورګاني وزیر شجاع الدوله او نواب فیض الله خان ترمنځ یو تړون لاسلیک شو. ددې تړون له لاسلیک نه وروسته نواب فیض الله خان د رامپور سیمې د مشر په توګه وټاکل شو. ددې تړون د نورو جزئیاتو په اړه دچارلس هملتن په کتاب کې داسې یادونه شوې ده : « د هغې لوزنامې او تړون ترجمه، چې د وزیر مملکت، نواب شجاع الدوله او د ایسټ انډیا کمپنۍ دعسکرو د لوی دستیز کرنیل الیګزینډرچېمپین (colonel Alexander Champion) د مهر لاندې، د روهیلکهنډ پر ضد د عسکري اقداماتو پر وخت د ۱۱۸۸هجري قمري کال د رجب میاشتې په دولسمه نېټه، یعنې د ۱۷۴۴زکال د اکتوبر په اوومه نېټه له لول ډانګ سره نږدې په عسکري کېمپ کې لاسلیک شوې وه.
زمونږ او د نواب فیض الله خان بهادر ترمنځه سوله او روغه وشوه، زه ( نواب شجاع الدوله) په خبره رضا او موافق شوى یم، چې نواب فیض الله خان ته د رامپور مملکت او ددې ما تحتې سیمې ورکړم، چې د دغو سیمو او ځمکو مجموعي کلنى آمدن او حاصلات، څوارلس لکه او پنځه اویا زره روپۍ دي . سربېره پردې ما دا شرط هم منلی دی، چې نواب فیض الله خان د خپل خدمت لپاره پنځه رزه وسله وال عسکر ساتلى شي او له دې نه ورته د یو زیات سړي هم د خپلو وسله دارو عسکرو په حیث د ساتلو اجازه نشته. له دې امله زه دا لیکلى لوز، اقرار او ژبه کوم، چې زه به هر وخت او هر دول پېښو پر موقع د نواب فیض الله خان د شرف او شخصیت مرسته او ملاتړ کوم او د خپلې دندې، خپل توان او توفیق مطابق به د نوموړي د خیر ښېګڼې اومفادو لپاره کار کوم.
البته په دې ترڅ کې به په دې شرطونو عمل کول لازم وي :
فیض الله خان به له ما څخه پرته، له بل چا سره کومه رابطه او علاقه نه را پیدا کوي.
فیض الله خان باید، چې زما دوستان خپل دوستان او زما دښمنان خپل دښمنان وګڼي او له هر چا سره، چې زه په جنګ ونښلم، نو باید، چې فیض الله خان د خپل توان مطابق خپل دوه یا درې زره سړي راولېږي، چې زما له عسکرو سره ګډون وکړي او که زه په خپله جنګ میدان ته وروخوځم، نو باید چې فیض الله خان هم په خپله د خپلو عسکرو زما سره ملګرتیا او ملاتړ وکړي او که نواب فیض الله خان د خپلو خدمتي عسکرو د شمېر له کبله له ما سره د ملاتړ او ملګرتیا کولو قابل نه وي، نو بیا به زه درې یا څلور زره نورې عسکرې د نواب فیض الله خان په خدمت کې وټاکم، چې په دې ډول نوموړى له ما سره د یو لوى عسکر په ملاتړ کې ملګرتیا وکړي او د کومو ګډو عسکرو د خرڅ خوراک، چې به زه په خپله مسؤل یم.
په دې شرطونو د عمل کولو پر بنسټ زه نواب فیض الله خان ته د نوموړي مملکت په وربښلو رضا او چمتو یم، د کوم مملکت د کلني آمدن او حاصلاتو ذکر، چې په دې تړون کې شوی دی، زه به د خپل توان او توفیق مطابق تر ممکنه حده د نواب فیض الله خان د مفادو او ښېګڼو د ودې لپاره کار کوم.
که فیض الله خان ددې لوزنامې او تړون د شرطونو په پوره کولو کې بریالی پاتې شو، نو زه به که خدای ته منظور وي په داسې هېڅ اقدام کې پاتې را نشم، چې د فیض الله خان خیر او فایده په کې وي، باید چې فیض الله خان پاتې روهیلیان د ګنګا سیند د دوهمې غاړې سیمو ته ولېږي.
زه د قرآن عظیم الشان، لوی خدای (ج) او د هغه خوږ رسول حضرت محمد (ص) په وړاندې قسم او سوګند کوم، چې ددې لوظنامې اوتړون په شرطونو به پوره پوره عمل کوم».(2)
ددې تړون له لاسلیک نه وروسته د روهیلکهنډ ښه او آباده سیمه ( رامپور) اود هغه شاوخوا سیمې عملاً د انګریزي اوګورګاني استعمار ترلاس لاندې شو. هغه پخوانى استقلال او آزادي چې د دوی په برخه له هغه نه خلاص شول . ددې سیمې کلنى عایدات څوارلس لکه او پنځه اویا زره روپۍ اټکل شوى و. ددې سیمې خلک مکلف شول چې دغه پېسې انګریزي واکدارانو ته ورکړي ددې پېسې په ورکولو کې په عامو خلکو باندې ډېر فشار راغی او ددوی په ټولنیز ژوند باندې یې ناوړه اغېزه وکړه.
د نواب فیض الله خان او د انګریزانو دلوی درستیز جنرال چېمپین ترمنځ یو بل تړون هم په همدې کال کې لاسلیک شو. په دې تړون کې نواب فیض الله خان له انګریزانو سره د خپلو تعهداتو د عملي کولو په اړه وعده ورکړه ددې تړون متن په لاندې ډول دى : « د هغې لوزنامې او تړون ژباړه، چې د نواب فیض الله خان بهادر او کرنیل الیګزیندر چمېمپین د مهر لاندې د لول ډانګ د عسکري کېمپ سره نژدې د ۱۱۸۸هـ ق کال د رجب د میاشتې په دولسمه نېټه یعنې د ۱۷۷۴زکال د اکتوبر په اوومه نېټه لاسلیک شوې وه:
زما او د وزیر مملکت ترمنځه سوله او روغه وشوه او نواب وزیر شجاع الدوله په ډېره لویه مهربانۍ اوخوشالۍ یو مملکت ماته رابښلی دی. زه په قرآن عظیم الشان قسم او سوګندخورم او لوی خدای(ج) او د هغه رسول حضرت محمد (ص) ګواه کوم، چې زه د هغو په وړاندې دا لوز او اقرار کوم، چې زه به همېش او تر څو چې ژوندى یم، دنواب وزیر شجاع الدوله تابعدار او فرمانبردار اوسم. زه به پنځه زره عسکري ځوانان په خپل خدمت کې ساتم، د کوم پیشنهاد او تجویز، چې نواب وزیر کړی دی او له دې نه یو سړی هم زیات په خپل خدمت کې نه ساتم. نواب وزیر، چې له هر چا سره په جنګ جګړه کې نښلې، زه به دغه جنګ جګړه کې د نواب شجاع الدوله سره ملاتړ او مرسته کوم اوکه نواب وزیر د خپل یو دښمن پر ضد خپلې عسکرې د جنګ میدان ته لېږي، نو زه به په شخصي ډول له خپلو عسکرو سره یو ځای له نواب وزیر سره په داسې حال کې ملګرتیا کوم. کله چې نوموړي په خپله هم د جنګ میدان ته درومي او که داسې نه وي، نو بیا باید، چې زه خپل دوه یا درې زره عسکرې زلمي د نواب وزیر له عسکرو سره د ملاتړ او ملګرتیا لپاره واستوم. زه به د نواب وزیر نه غیر، د بل کوم چا سره، کوم تعلق او رابطه نه ساتم او دغه رنګ به له انګریزي منصبدارانو نه غیر د بل کوم چا سره خط او کتابت هم نه کوم، ماته، چې نواب شجاع الدوله هر څه حکم او امر راکوي، پر هغې به عمل کوم او زه به په هر ځای او هر وخت کې شتمن او که نیستمن وم، خو له وزیر شجاع الدوله سره ملګري اوسم.
ما ددې لوزنامې په شرطونو د عمل کولو لپاره لوی خدای (ج) اود هغه رسول حضرت محمد (ص) ګواه کړى او د هغوی پر وړاندې مې په قرآن عظیم الشان سوګند او قسم خوړلی دی.
زما خدای او دهغه رسول دې ماله جزا راکړي، که چېرې ما له دې شرطونو مخالفت وکړ او یا په دې ټولو مې په عمل کولو سترګې پټې کړې.
څرنګه چې وړاندې وویل شول، دا لوزنامه او تړون د کرنیل چېمپین په موجودګۍ کې لاسلیک شو».(3)
انګریزانو په هغه وخت کې نه یوازې د روهیلکهنډ په سیمه کې دغه ډول مقررات اوحکومت غوښته بلکې په ټول هند او سیمه کې هغوى د مستقیم او یا غیر مستقیم کنټرول غوښتونکي وو. په دې وخت کې انګریزانو د پېسو، رتبو او مقامونو په ورکولو سره د پښتنو په منځ کې یو درز واچو . ځینې پښتانه د انګریزانو په خوا شول او ځینې بې طرفه شول او ځینې هم د انګریزانو په مخالفت کې ودریدل، چې دغه کار د پښتنو په ناکامۍ کې مهم رول ولوبوه .
که ټولو پښتنو په یو اتفاق سره یو دریځ غوره کړای وای نو انګریزانو هېڅکله په دوی باندې بری نه ترلاسه کولو او نه به د دوی ملک په مستعمره باندې بدلېدلو په دې اړه ظفر کاکا خېل په خپل کتاب « پښتانه د تاریخ په رڼا کې» داسې لیکي : « د هند مسلمانان نوابان دخپلو بې اتفاقیو له کبله د خپل حفاظت جوګه نه وو او دانګریزانو داستعماري پالیسۍ اژدها ورته وازه خوله نیولې وه او په قلاره قلاره یې دوی یو یو تېرول».(4)
انګریزانو نه یوازې د هند پښتنو ترمنځ د بې اتفاقې تخم کرلی و، بلکې دافغانستان او پښتونخواه د پښتنو ترمنځ يې هم په شدت سره بې اتفاقي او خپل منځني جنګونه جاري ساتل . « په افغانستان کې پښتانه مسلمانان په خپل منځ کې په خونړيو سازشونو او کورنيو جنګونو کې بوخت وو».(5)
انګریزانو په رامپور کې د خپل حاکمیت د ټنېګولو لپاره له دغو پورتنیو تړونونو نه پرته، ګورګاني وزیر شجاع الدوله هم یو فرمان صادر کړ. په دې فرمان کې د رامپور اود هغه د شاوخوا سیمو پښتنو نه په کلکه غوښتنه شوې وه، چې هغوى د نواب فیض الله خان ټول اوامر ومني او ټاکل شوې مالیه په خپل ټاکلي وخت دوی ته ورکړي . همدارنګه په فرمان کې د رامپور ټولو دولتي مامورینو ته خبر ورکړل شوى وو، چې د شوي تړونونو د عملي کولو په برخه کې په جدي توګه کار وکړي د نوموړي فرمان متن په لاندې ډول دی : « دهغه فرمان ژباړه، چې د وزیر مملکت بهادر نواب شجاع الدوله دمهر لاندې خپور شوی و :
وزیر مملکت شجاع الدوله بهادر د شاه آباد او رامپور سیمو دچودهریانو، کلکټرانو، قانون ګوانو ( قانون ګوهان یا قانون پوهان)، محصول راټولوونکو او زمیندارانو په نوم :
تاسو ټول باید، چې ددې خبرې نه خبر شي چې موږ دا لاندې ذکر شوې ضلعې دجاګیر په حیث نواب فیض الله خان بهادر ته وربښلې دي، له دې امله به عادي او ټاکلې مالیې په باقاعده ډول د نوموړي فیض الله خان له خوا ټاکل شوو صحیح منصبدارنو ته ورکولای شي په هره یوه مسئله او کار روزګار کې به تاسود فیض الله خان حکم او امر منۍ باید چې تاسو فیض الله خان ته په خپله وظيفه او فرض کې پاتې رانشئ بلکې په هر لحاظ د فیض الله خان دحکم او امر احترام او پرهغې عمل وکړي.
دا فرمان د ۱۱۸۸هـ ق کال د شعبان میاشتې په اوومه نېټه ولیکل شو».(6)
ددغه تړون او پورتني فرمان له اعلان نه وروسته د روهیلکهنډ په ډېره مهمه سیمه (رامپور) کې د نواب فیض الله خان او د هغه د ملګرو په واسطه دانګریزانو حاکمیت ټېنګ شو. سره له دې چې دا سیمه د انګریزانو په مستعمره بدله شوه، مګر دنواب فیض الله خان په کوښښونو اوابتکاراتو سره په دې سیمه کې یو لړ پرمختګونه رامنځته شول اود خلکو ژوند ښه او آرام شو.
چارلس هملتن په رامپور کې د پرمختګونو اود خلکو د آرام ژوند دعواملو په اړه په خپل کتاب کې مفصل بحث کړی دی په دې برخه کې ددغو پرمختګونو د عواملو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي : « په دې ترڅ کې که چیرې مونږ د رامپور په مملکت کې د کر کروندې اوخلکو په خوشاله حالت سترګې پټې کړو، نو دا به د رامپور د بادار یعنې فیض الله خان سره یوه ډېره لویه بې انصافې وي، البته له دې سره جوخت مونږ ته دا حقیقت هم یاد ساتل پکار دي، چې د رامپور د سیمې خوشالي هم هغومره د سازګارو حالاتو پیدا وار هم ده، څومره چې دا ددې سیمې، د نواب فیض الله خان د شخصي کوښښونو او پاملرنې پر بنسټ د خوشاله ژوند خاونده وه. دا ځکه چې که حالات اوماحول سازګار اوګټور نه وي، نو د فیض الله خان شخصي منډوترړو بیاپه خپل مملکت کې، په هېڅ ډول خوشالي راوستلای نشوه.
په دې کې شک نشته، چې د رامپور سیمې خوشحالي اوآسوده حالي د فیض الله خان دقابلیت اوکوښښ برکت و. خو ددې خوشحالۍ لوی علت او بنسټ یقیناً، چې یوازې د فیض الله خان زحمتونه ګالل او زیارونه ایستل نه و، بلکې ډېرو سودمندو حالاتو اوواقعاتو هم ددې خوشحالۍ اونېکمرغۍ لپاره ډېر کار کړی و. په دې کې لومړۍ وجه او علت خو د رامپور سیمې، محل وقوع او هغه ماحول و په کوم کې، چې دا پرته وه. مثلاً د فیض الله خان د سیمې د حفاظت اودفاع لپاره، ددې نه یو خواته د ګنګا سیند بهېده او بیا د رامپور اوګنګاه سیند په منځ کې د روهیلکهنډ سیمه پرته وه. ځکه چې د ګنګا سیند د فیض الله خان د مملکت له لویدیزې پولې څخه قریباً پنځه دیرش میله ور ایسته پروت و او د ګنګا سیند بلې غاړې ته، د فیض الله خان پراته ګاونډیان کمزوري او بې همته خلک وو دغه رنګ د فیض الله خان دمملکت رامپور نورو غاړو اود هغه نه تر شا ځنګلې او لوړغرونه ولاړ وو. د رامپور جنوب غاړې ته انګریزان دېره وو، چا چې په عملي ډول فیض الله خان له هغې یقیني تباهۍ او بربادۍ څخه په امان ساتلى و، چې دده لپاره په داسې حال کې بالکل یوه یقیني خبره وه.
د رامپور د خوشحاله او آسوده ژوند دوهم علت داو، چې یوه وړوکې او را غونډه سیمه همېش د یوې وسیع او پراخه سیمې په نسبت ښه په آسانه سمبالېدای او انتظام یې په غوره طریقه ډېره آسانه وي. مثلاً فیض الله خان د رامپور د لومړي حکمران په حیث ددې سیمې انتظام په داسې حال کې په خپل لاس کې واخیست، چې د پاسه پرې د حکومت له خوا کوم دوهم حاکم مقرر نه و او نه دی د کوم بل چا د امر تابع و. چنانچه د خپل مملکت ټول انتظامي کاروبار او بشپړ کنټرول دده په خپل لاس او اختیار کې و، په کوم کې چې دحکومت د آمدن ( حاصلاتو) او اخراجاتو ( مصرف) دواړه اختیار هم دده په لاس کې و.
درېیمه لویه وجه د رامپور د سوکالۍ اونیکمرغۍ داوه چې له رامپور څخه د چاپېره پرتو غرونو څخه د رامپور خاورې ته کومې ګڼې ګوڼې، ولې او رودونه، را بهېدل ، چې بره دغرونو له پاسه د پرتو واورو د ویلې کېدو له کبله د اوبو نه ډکې ویالې روانې وې. دې سره جوخت، چې د رامپور په مملکت کې د اوبو جمع کولو اوذخیره کولو لپاره کوم بندونه جوړ کړای شوي وو، دهغو له کبله به په ګاونډ کې پرتې ځمکې په یو مخ او مسلسل ډول د وچکالۍ او قحط په موسمونو کې هم نمناکې او لمدې وې.
د رامپور سیمې د آبادۍ اونیکمرغۍ څلورمه او اخري لویه وجه داوه، چې د قحط او وچکالۍ په دریو پرله پسې لومړيو کلونو کې د شاوخوا ګاونډى سیمو خلک د رامپور خاورې ته راوتښتېدل، ځکه چې انسان دخپل طبیعت اوفطرت مطابق له قحط ځپلو ځایونو نه تښتې او کومې سیمې، چې د رامپور د مملکت په شان د اوبو د ولو اوبندونو له نعمت څخه بې برخې وې. مطلب دا چې د رامپور په سیمو کې د محنتي اوخواریکښو خلکو د محنت او مشقت د باقاعده کروندې په برکت د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر ښه و او د ډاډګیرنې وړ و او دغه رنګ د وچکالۍ په دریو پرله پسې کلونو کې رامپور د خپلې زراعتي آبادۍ او زیاتو راغونډو شویو خواریکښو خلکو د مشقت او محنت پر اساس د مال دولت، اقتصادي خوشحالۍ اونیکمرغۍ خاوند شو».(7)
د رامپور په سیمه کې نه یوازې د وچکالۍ په کلونو کې دخلکو ژوند ښه او آرام وو، بلکې له دغو کلونو نه وروسته هم دوی په امن او آرامۍ سره ژوند کولو په دې سیمه کې نه یوازې په اقتصادي او اجتماعي برخه کې پرمختګونه ترسره شوي دي، بلکې په علمي او فرهنګي برخه کې هم ډېر پرمختګونه شوي دي په دې سیمه کې د علمي او فرهنګي فعالیتونو په اړه د کتاب په بله برخه کې به معلومات وړاندې شي.
(1) میرغلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، کابل، ۱۳۸۴هـ ش، ( ص ۴۱۹).
(2) چارلس هملتن، په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوال تاریخي داستان، ( ۲۴۳ـ ۲۴۴مخونه).
(3) پورتنی اثر، ( ۳۴۵ـ ۳۴۶مخونه).
(4) سید بهادر شاه ظفر کاکا خېل، پښتانه د تاریخ په رڼا کې، ۱۹۹۹ز، ( ۸۹۹مخ).
(5) پورتنۍ اثر، ( ۸۹۹مخ).
(6) چارلس هملتن، په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوال تاریخي داستان، ( ۳۴۷مخ).