څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگار
د خان عبدالصمد خان اڅکزى د ژوند، ادبي او سياسي خدمتونو کرونولوژى
١٩٠٧
- خان عبدالصمد خان اڅکزى په ١٩٠٧ز کال د جولاى پر اوومه نيټه د پښين د گلستان په بازار پورې مربوط په عنايت الله کاريز نوې کلي کې زېږيدلې دى . دى د نور محمد خان زوى د سلطان محمد خان لمسۍ د عنايت الله خان کړوسۍ د بوستان خان کوسۍ او په قبيلوي لحاظ اڅکزى، په اڅکزو کې گوچين زى په گوچين زوکې حميدزى په حميدزو کې جليزى او په جليزو کې برخورد ارخان له تاريخي کاله څخه دى .
١٩١٧
- په ١٩١٧ز کال کې د خان عبدالصمد خان پلار نور محمد خان په حق ورسيد . د خان بابا روزنه خپلې مور چې (دلبره) نوميده پر خپله غاړه واخيسته . خان عبدالصمد خان په کوچنيوالي او ځوانئ کې د خپل وخت متداول علوم ولوستل او د ښوونځي تحصيلات يې هم تر اتم ټولگي پورې رسولي وو.
١٩١٩
- د پلار مړينې نه وروسته يې ماما محمد على خان سرپرستې پيل کړه . د ديارلس کالوو، چې په ١٩١٩ز کال کې د گلستان په مډل سکول کې په دريم ټولگي کې داخل کړى شو، په قومي کار دغومره پوهيده چې د خوارو خلکو خدمت به يې کاوه .
- په ١٩١٩ز کال کې خان عبدالصمد خان درسونه ويل او ماشوم و. په همدې وخت د افغانستان خپلواکۍ ترلاسه شوه او عليحضرت غازى امان الله خان پاچا شو . خان عبدالصمد خان په ماشومتوب کې د افغانستان د خپلواکۍ هغه جگړې په خپلو سترگو ليدلي دى ، چې د دوى په سيمو کې روانې وې او دده په ذهن او ژوند يې اثر پاتي شوى دى .
- په ١٩١٩ز کال کې غازي امان الله خان د افغانستان د آزادۍ او استقلال اعلان وکړ، او د افغان او انگليس درېيمه جگړه پيل شوه . دې جگړې د خان شهيد پر ژوند ډير نقش پريښود.
١٩٢٠
- په ١٩٢٠ز کال خان عبدالصمد خان د ديارلسو کالو ماشوم و او د گلستان د ميانځى مډل سکول د دريم تولگي زده کوونکي و .
١٩٢١
خان عبدالصمد خان چې په څلورم ټولگې کې وو په ټول ولايت کې لومړى شو او د مياشتې د ولس کلدارې وظيفه يې وگټله ، نو هغه يې خپل لوى استاد ته ورکوله ، چې هغه پر ناچارو زده کوونکو لگوله .
١٩٢٤
- خان شهيد په ١٩٢٤ز کال کې چې اتم ټولگي ته ورسيد نو تعليم يې بس کړ ، که څه هم چې د کورنۍ غړيو او استادانو ډير وهڅاوه چې لوړې زده کړې وکړي ، ځکه دى خورا لايق زده کوونکى و، مگر ده ونه منله، لوړ تعليم د استعمار په انگريزۍ ژبه کې ورته د ښکيلاک په لمن کې پرېوتل ښکاره شول او ځان يې پر ځمکوالۍ او د ميوو په سوداگرۍ بوخت کړ .
١٩٢٥
- په دې کال کې خان عبدالصمد خان د تجارت لپاره سند او پنجاب ته ډير سفرونه کول، له همدې کبله انگريزې ژبه يې ښه زده کړه ، په دې مهال د وخت د پوهانو کتابونه ولوستل او وايي چې دلته ايله د لوستو او پوهنې په خوند پوه شوم .
١٩٢٧
- په ١٩٢٧ز کال کې خان شهيد د خپلو ملگرو، عبدالسلام خان ، محمد ايوب خان او محمد عيسى خان سره له کوټي څخه ډهلي ته ولاړل او هلته خان شهيد او ملگري يې په ډيره علاقمندي سياسي جريانات تعقيبول او د کانگرس په جلسو او ميټنگونو کې يې گډون کاوه . ده هلته د هندوستان سياست دقيقه مطالعه را پيل کړه . دا سفر د خان شهيد سياسي تفکر نويو افقونو ته رهنمايي کړ .
- خان عبدالصمد خان د ټولنې او کتاب د مطالعې ترڅنگ، د خپلې سياسي مبارزې تگلورى او تگلاره هغه وخت وټاکل ، کله چې ده هند ته په ١٩٢٧-١٩٣١ کلونو کې سفرونه وکړلو له لويو مبارزينو لکه گاندي ، جواهر لال نهرو او باچا خان سره يې ليده کاته وشول او د کانگرس په تودو غونډو کې يې گډون وکړ. خان شهيد په دغو سفرونو کې د مبارزې له ډېرو مهمو مسايلو سره آشنا شو او دوه مهمو ټکوته يې پام وشو ، لوړى دا چې انگريزان د پښتنو او بلوڅو له اختلاف څخه گټه اخلي. دويم د پښتنو د ځپلو او کمزوري کولو لپاره يې هغوى په څو برخو ويشلي دي . خان شهيد له دغو سفرونو وروسته خپله تگلاره وټاکله .
- خان عبدالصمد خان په ١٩٢٧ز کال کې د هندوستان پلازمينې ډهلې ته سفر وکړ او هلته يى له نږدې د انگريزانو دسيسې وليدې او د هندوستان د حالاتو ژوره مطالعه يې وکړ .
- د خان عبدالصمد خان سياسي ژوند د ١٩٢٧ز کال څخه پيل کيږي . په دې مهال په افغانستان کې داخلي اړدوړ جوړ شو ، عبدالصمد خان يو شمير رضا کاران راټول کړل او د امان الله خان سره خپل ملاتړ اعلان يې وکړ ، خو انگليسانو هغه بندې کړ .
- په همدغه کال په بلوچستان کوټه کې د عبدالصمد خان او محمد ايوب خان له خوا د انجمن وطن د گوند پيلامه کښيښودل شوه او بيا د دغه گوند رابطه ديوې خوا په هند کې له کانگرس سره د بلې خوا په پښتونخوا کې د خدايې خدمتگارانو سره وتړل شوه . د دغه انجمن غړو ډير زيار ويوست چې په افغانستان کې د امان الله خان ملاتړ وکړي، خو د دغه ملاتړ ټينگ مخنيوي وشو . په دغه مخنيوى کې د کويټى د سې اى ډى د دفتر معاون عين الدين خان پوپلزي چې د امان الله خان په ماتيدلو کې ده ته د خان بهادر لقب ورکول شوى و ، لويه برخه درلوده .
١٩٢٨
- په ١٩٢٨ز کال کې ، په هغه مهال چې د افغانستان د ترقي غوښتونکي باچا قدرت د استعمار د پټو دسيسو او ښکاره لاسوهنو تر خطر لاندې راغى، ځوان عبدالصمد خان د سياسي مبارزې ډگر ته راووت . په دې توگه دده سياسي عملي ژوند له هغه وخت نه پيل شو، چې په افغانستان کې د کورنۍ اغتشاش اوربل شوى وو ، ځکه نو خان عبدالصمد خان وغوښتل چې له ډيرو رضا کارانو سره د افغانستان په نجات کې عملاً برخه واخلي . کله چې انگريزان پرې خبر شول ، خان يې له ملگرو سره بندى کړ . بيا انگريزانو وغوښتل چې خان په ضمانت خوشي کړي ، خو ده له ضمانت ورکولو څخه سخت انکار وکړ او نه مياشتي يې له مشقت سره بند تير کړ .
- غازى امان الله خان په ١٩٢٨ز کال کې د چمن او کوټې پرلار هند او اروپا په دوره ولاړ . خان شهيد او په زرگونه پښتانه چمن ته د هغه هر کلي ته ورغلي و ، نور پر قلعه عبدالله خان، گلستان بوستان او کوډې پښتانه ورته ولاړ و . ددې ورځې او په دې ورځ له پښتنو سره د غازي امان الله خان ښې وضعې ډير زيات نقش جوړ کړ ، په دې اړه خان شهيد وايي : ((د غازي امان الله خان مينې او سړيتوب پر پښتنو ډير بريد کړى و ، په مياشتو خو به دغه خبرې کيدى تردې چې لاتر اوسه خلک ددغې ورځې خبرې ډېرې په خوند او مينه کوى)) . خو په دې ورځ يوه دوه پيښو پر خان شهيد داسې نقش جوړ کړو، چې دده د ژوند دلارې په ټاکلو اورغولو کې يې ډير لاس دى .
١٩٢٩
- په ١٩٢٩ز کال کې خان عبدالصمد خان خپل سياسي ملگري د بلوچستان د وطن گوند د ډلې مشر خان محمد ايوب خان د خپلو څو تنو ملگرو سره سياسي مهاجرينو په حيث د مبارزې د دوام په هڅه لومړى د توبى مرکز ته راغلل ، د مرکزي تشکيل د مهاجرينو د کمپونو د جوړولو او سختو جنگونو وروسته افغانستان ته راغلل او په بلوچستان کې د وطن گوند د ډلې په ځاى د ورور پښتون ډله جوړه شوه .
- په ١٩٢٩ز کال کې د غازى امان الله خان حکومت سقوط وکړ او امان الله خان کابل پريښودلو او قندهار ته ولاړ په دې حالاتو کې محکوم افغان د غازى امان الله خان پر لور و ، او دده په لښکر کې گډون په حق کې و . پيرانو ، ملايانو ددې مخنيوى کاوه ، ماړه خلک له انگريزانو سره تړل شوى و . په دې اړه خان شهيد وايي ((د خلکو په زياته د پوهو ځوانانو زړه د غازي امان الله خان سره و)) .
- په ١٩٢٩ز کال چې خدايې خدمتگارانو او د هند ملى کانگرس گوند د انگريزانو سره د عدم تعاون اعلان وکړ، خان عبدالصمد خان هم له خپلو ملگرو سره په هغه کې برخه واخستله . د انگريزانو استعماري حکومت هم ، لکه څنگه چې د خدايي خدمتگارانو او کانگرس مشران د هغه اعلان په اثر ونيول ، عبدالصمد خان او دده ملگري هم بنديان کړل . خان عبدلصمد خان او خان عبدالغفار خان تر دريو دريو کلونو وروسته له دې قيد څخه آزاد شول .
- په ١٩٢٩ز کال کې د کانگرس کلنۍ ناسته لاهور کې وشوه، خان عبدالصمد خان په دې غونډه کې برخه واخستل او ځينو کسانو لکه صنوبر حسين کاکاجي او ډاکتر سيف الدين کچلو سره ليدنه کتنه وشوه . ددې نه علاوه (((نو جوان بهارت سبها)) او ((کرتي کسان تحريک)) ځينې کسان يې هم وليدل .
١٩٣٠
- خان عبدالصمد خان او د هغه ملگرو په ١٩٣٠ز کال کې انگريزانو د وطن د آزادۍ په الزام کې زندان ته وغورځولو .
- په ١٩٣٠ز کال په پسرلي کې د خان عبدالصمد خان زوى پيدا شو ، په دې ماشوم سيف الدين نوم کيښود .
- خان عبدالصمد خان په ١٩٣٠ز کال کې د وسلو استعمال بند کړ او د (عدم تشدد)) سياست په عملي ډول پيل کړ، په دې اړه دى ليکي : (( په زرگونو کارتوس او گولۍ مې وچلولې د ټوپک ويشتل چې په پښتنو کې تل د وياړ کار بلل شوى دى ، ښه مې زده کړ . دا د خوند او گټي ساتيرى نژدې لس کاله پس په کال ١٩٣٠ کې هغه وخت را څخه پاتې شو چې ما کامې کار پيل کړ هغه هم د زغم او ټينگار (عدم تشدد) په وسله او خپلې ټولې وسلې مې لرې کړې .
- د خان عبدالصمد خان په سياسي ملگرو کې دينى عالمان هم شامل وو، په دې اړه هغه داسي ليکي: ((په کال ١٩٣٠ کې چې مونږ قومي کار پيل کاوه، ملا ايوب شاه په گلستان کې ملا وو، او د شاوخوا ټولو کلو په ملايانو کې يوازې او تنها مولا وو ، چې زمونږ ملگري شو .
- په ١٩٣٠ز کال کې د هند کانگرس گوند د انگريزانو په وړاندې د عدم تعاون مبارزه اعلان کړه، په دې لړ کې خان عبدالصمد خان هم د خپلو گوندي ملگرو سره دغه شعار تاييد کړ .
١٩٣١
- په ١٩٣١ز کال خان عبدالصمد خان د يو هياءت په مشرتابه کې د هندي آزادي غوښتونکو په گردي ميز کانفرانس کې د گډون لپاره بمبۍ ته لاړ، نو برتانوى مقاماتو دغه تصديق وکړو چې دغه پښتون مشر د راتلونکي لپاره ډيرې لوى نقشي په ذهن کې لري، نو د هغه د بيرته راستنيدو په وخت کې يې هغه ونيو او زندان ته يې وغورځول .
- د ١٩٣٠ او ١٩٣١ کلونه په شمالي پښتونخوا او جنوبې پښتونخوا کې د انگريزانو د فشار ډير سخت کلونه وو، په ١٩٣٠ز کال کې د قصه ځواني فاجعه منځ ته راغله چې ډير پښتانه پکې شهيدان شول . په ١٩٣١ د پښتنو او بلوڅو سياسي مبارزانو اورو شنفکرانو د کوټي په هاى سکول کې په گډه يوه غونډه جوړه کړه او د ملکي انجمن په نامه يې تشکيل منځ ته راوړ، چې وروسته د انجمن وطن گوند هم په همدغه بنياد منځ ته راغي ، د دغه وخت پښتنو او روشنفکرانو څخه خان عبدالصمد خان او د بلوڅو له روشنفکرانو څخه مير يوسف على مگسى مصلحتاً دې فيصلي ته ورسيدل چې سياسي گوندونه او د سياسي اخبارونو له لارې د انگريزانو پر ضد سياسي مبارزه پيل کړي ، چې پر همدغه اساس وروسته خان شهيد استقلال اخبار او انجمن وطن گوند تاسيس کړ، او مير يوسف على مگسى البلوچ اخبار او اتحاد بلوچان گوند تاسيس کړ، خو په دغو دواړو تبليغاتي او گوندي فعاليتونو کې پښتانه او بلوڅ يو ډول فعال وه .
- خان عبدالصمد خان د ١٩٣١ز کال نه وروسته ډيلي ته څو سفرونه وکړل او د منظمې سياسي مبارزې لپاره يې ځان چمتو کړ .
١٩٣٢
- د ١٩٣٢ز کال په دسمبر کې د يعقوب آباد په ښار کې د بلوچستان د مختلفو سيمو د استازو لويه جرگه جوړه شوه . جرگې په اتفاق سره د بلوچستان د پښتنو مشر خان عبدالصمد خان اڅکزى د رئيس په توگه وټاکه . . . د جرگې تعليمي او تنويري هدفونو د خان عبدالصمد خان شخصى نظريات هم منعکس کړل ، دده يوه نظريه دا وه چې د بلوچستان د پښتنو د وروسته والى او بيرته پاتې والى او بد وضعيت اساسي علت دا دى چې دلته په بلوچستان کې په ښوونځيو کې تدريس په مورنۍ ژبه نه دى. بلکې استعمار خپله ژبه په کار اچولي دى . خان عبدالصمد خان ددې کلک طرفدار و چې په ښوونځيو کې دى تعليم په مورنۍ ژبه وى .
١٩٣٣
- د ١٩٣٣ز کال په دسمبر کې شهزاده احمديار خان د قلات خان شو، څرنگه چې د هغه سره د بلوڅو د سياسي مبارزانو ملگري موجوده وه ، نو په همدغه سياست د آل انډيا بلوچ کنفرانس په جاکوب آباد کې جوړ شو چې فيلصو يې انگريزانو په تشويش کې واچاوه او کوښښ وکړ چې په دغه وخت کې د بلوڅو او پښتنو ترمنځ اختلافات راولى ، خو د خان عبدالصمد خان په تدبير نه يوازې پښتنو د بلوڅو سره زړه بداوي ونه کړه ، بلکې د دغه کنفرانس د پريکړو ملاتړ يې اعلان کړ .
- خان عبدالصمد خان د بلوچستان د پښتنو په باره کې د ((پښتونستان او بلوچستان)) تر سرليک لاندې داسې ليکې : ((زه د بلوچستان په پښتنو کې پيدا شوى او لوى شوي يم او دا قدرتي خبره ده چې زما په سياسي ژوند او مقاصدو کې د دوى ضروريات او مسايل پېښ دي . ما په سر کې دا محسوسه کړه ، چې د هغوي د عقب مانده گى او زمونږ د بې بسۍ تر ټولو لويه وجه د زده کړې ناقصه طريقه ده ، په دې چې دا د دوى په مورنۍ ژبه کې نه ورکول کيږي . ددې په نظر کې نيولو سره په ١٩٣٣ز کال کې په جيکب آباد کې د بلوچستان کانفرانس پر موقع چې ددې سيمې په تاريخ کې لومړۍ ملى غونډه ده دا قرار داد منظور کړى شو چې ابتدايي زده کړې د زده کوونکو په مورنۍ ژبې ورکول کيږي)) .
- په همدې کال کې د استقلال اخبار د لومړى ځل لپاره د عزيز پريس په نوم مطبعه کې چاپ شو. د اخبار مديريت د کراچي د يو شخصي کالج استاد قدوس نعمانى ته وسپارل شوه . په اخبار کې په اردو او پښتو مقالې خپريدي او خان عبدالصمد خان پخپله په پښتو دغه اخبار ته مقالې ليکلي .
١٩٣٤
- په ١٩٣٤ز کال کې خان شهيد د بلوڅانو په طرفداري خپل آواز اوچت کړ او انگريزانو ده ته ډيرې ستونزې پيدا کړې او تر ١٩٣٦ز کاله پورې په زندان کې وساتل شو .
- د اتحاد بلوچان د گوند سکرتر جنرال عبدالعزيز کرد، چې د لاهور په اخبارونو کې يې د بلوچستان د بد حالت په باب خپرونې کولې د ١٩٣٤ز کال په جنوري کې د قلات د پوليټيکل ايجنسټ لخوا دعوه پرې دايره شوه . دغه ملي شخصيت يې په درې کاله با مشقته قيد محکوم کړ . د دغه عمل پر ضد په همدغه کال خان عبدالصمد خان په کراچۍ کې غونډې او مټينگونه جوړ کړل او دا عمل يې په شدت وغندې اوله دې سره خان عبدالصمد خان هم بندي شو .
١٩٣٥
- د ١٩٣٥ز کال د مى پر ٣١مه نيټه د کوټې تاريخي زلزله وشوه ، په زرگونه خلک مړه شول د مالونو تاوانونه خلکو ته ورسيدل او په دې کې د خان شهيد ملگرى او دوست د بلوڅ ملي تحريک مشر مير يوسف علي خان هم مړ شو ، چې پښتون او بلوڅ ملي تحريکونو ته ډير تاوان ورسيده .
- په ١٩٣٥ز کال کې د خان عبدالصمد خان په بلنه خان عبدالغفار خان بلوچستان ته سفر وکړ. پاچا خان ددې سفر په اړه داسي ليکي : ((د ډيرې مودې زمونږ د بلوچستان د روڼو دا خواهش و ، چې زه دې بلوچستان ته لاړ شم ، ما ډير ځله کوشش وکړو خو حکومت نه پريښودم په دغه ورځو کې عبدالصمد خان آڅکزى چې د بلوچستان د پښتنو رښتينى خدمتگار او رهنما دى په ما زور ولگوو چې زه بلوچستان ته ولاړ شم . کله چې بلوچستان ته ورسېدو، عبدالصمد خان اڅکزى سټيشن ته راغلى و، سټېشن ته نور ډير هندوان او مسلمانان راغلي وو. ما يو څو ورځې کوټه کې تېرې کړې او بيا د کوټې نه فورټ سنډمي، قلعه عبدالله، گلستان، چمن، لور الايې او د بلوچستان د نورو ځايونو دوره مې وکړه .
١٩٣٦
- خان عبدالصمد خان کله چې په ١٩٣٦ز کال کې د دريو کالو نه وروسته د قيدنه آزاد شو د خپل گوند انجمن وطن د بنسټ د قوى ساتلو په منظور د آل انډيا کانگرس سره ابتدايى روابط قايم کړل . او د فعاليت د پراختيا له پاره يې يوه مطبعه تاسيس کړه چې عزيز پريس يې نوم کښيښود، او دا نوم يې هم د بلوڅانو د نهضت د يوه رهبر عبدالعزيز کرد سره وتړل او هم يې د استقلال په نامه يو اخبار راويوست .
- د ١٩٣٦ز کال د مارچ په ٢٥ مه کله چې خان شهيد يوې محکمې ته وړاندې شو ، ده د خپل بيان په ترڅ کې وويل چې زما د ژوند څلور موخې دي : ١- د اسلامي تعليم خپرونه . ٢- د معاصرو پوهنو دو دول ، ٣- د صداقت اظهار ، ٤- د خپل ملک لپاره بهترين حکومت .
- په ١٩٣٦ز کال کې کله چې خان شهيد له زندان څخه راووت، نو په عملي توگه د انجمن وطن گوند فعال کيدو ته اقدام وکړ. ده خپل ملگري راټول کړل او د انجمن وطن په نامه يې سياسي گوند تاسيس کړ او د استقلال اخبار يي هم د هغه نشراتي اورگان وټاکل . د انجمن وطن د گوند د موسسينو په لومړى غونډه کې خان شهيد خان عبدالصمد خان د گوند په رهبرۍ وټاکل شو .
- په ١٩٣٦ز کال کې په جنوبي پښتونخوا ((برتش بلوچستان)) کې د اخبارونو او مطبوعاتو قانون د خان عبدالصمد خان او د هغه د ملگرو د هلو ځلو په نتيجه کې جوړ شو .
- په ١٩٣٦ز کال کې د انگريزانو په غوښتنه په چمن کې د افغانستان او انگريزي بلوچستان گډه جرگه جوړه شوه . خان شهيد د دواړو خواوو د جرگو په پرتله کې کيسه کوى، چې يوه ورځ به جرگه د افغانستان په خيمو کې او يوه ورځ به د انگريزانو تر واک لاندې بلوچستان کې کيده . په يوه پيښه کې د بلوچستان لوري يو کس د کړيو او زولنو سره جرگې ته راووست، افغاني لوري وويل دى هم زمونږ پښتون دى او مونږ د پښتنو بې عزتي نه شو زغملاى نو بايد کړۍ او زولنى تري لري شي ، که هر څومره د بلوچستان لوري ټينگار وکړ چې دا سړى خطرناک دى وبه تښتي خو افغاني لوري ونه منله او له جرگې څخه د وتو گواښ وکړ او بالاخره انگريزان مجبور شول له هغه څخه کړۍ او زولنې لرې کړې.
- د ١٩٣٦ز کال په مى کې د قلات د تعليمي سکرتر مير محمد فاضل په مشرۍ د انجمن اسلاميه قلات ټولنه رامنځته شوه . د دغه جمعيت صدر د بلوڅو ملى شاعر مير گل خان نصير وټاکل شو او د ملک عبدالرحيم خواجه قتيل فعاليت هم ورسره ملگرى شو . د مسلم ليگ په لارښونه دغه جمعيت ډيرو خطرناکو لارو ته ور برابر شو . څو پښتانه او بلوڅ روشنفکران چې يو د بل په ژبه پوه وه ډير ژر سره په مصلحت کې شوه او خان عبدالصمد خان ، ميرگل خان نصير بلوڅ چې د انجمن سره يو وخت فعال ملگرى وو ، دې ته متوجه کړل شو چې د دغه خطرناکې لارې څخه ځاى راپيل کړي .
١٩٣٧
- خان عبدالصمد خان په ١٩٣٧ز کال کې له بلوخ مشرانو سره خپل ملگرتوب لاپياوړى کړ .
- انجمن وطن گوند چې د ١٩٣٦ز کال په پاى کې نيم بنده فعاليت پيل کړى و ، په ١٩٣٧ز کال کې هم لاپوره فعاله نه وه . خو په ١٩٣٨ز کال کې د هندوستان سياسي ټولنې په دې قانع کړي، چې دا واقعاً يو فعال سياسي گوند دى .
١٩٣٨
- په ١٩٣٨ز کال د خان عبدالصمد خان په بلنه خان عبدالغفار خان بلوچستان ته راغى او هغه د خان شهيد سره يو ځاى په جنوبي پښتونخوا او بلوچستان کې د خلکو او سياسي رهبرانو سره ليدني کتني وکړلې او د باچا خان دغه سفر د راتلونکي لپاره ډيرې لويې نتيجې درلودې .
- ((استقلال)) د هغه اونيزې نوم دى چې په سويلې پښتونخوا کې د انجمن وطن ارگان و . دا اونيزه د خان عبدالصمد خان لخوا په ١٩٣٨ز کال کې په پښتو او اردو ژبو له چاپه ووت. د استقلال اونيزه له ١٩٣٨ ز کال څخه بيا تر ١٩٤٧ز کاله پورې خپرونې کړي دي .
- خان عبدالصمد خان د ١٩٣٨ز کال د جنورۍ په مياشت کې د باچا خان په بلنه د شمالي پښتونخوا دوره وکړه او ښه په تفصيل سره يې دلته سياسي حالات وکتل ، ورپسى بل کال ١٩٣٩کې عبدالصمد خان باچا خان ته د جنوبي پښتونخوا د دورې بلنه ورکړه او ښه په تفصيل سره يې دلته سياسي حالات وکتل .
١٩٣٩
- د ١٩٣٩ز کال د جون د مياشتي په ١٦ او ١٧ مه کې د انجمن وطن د گوند لومړى کالنې غونډه وشوه . په دې غونډه کې خان عبدالصمد خان وينا وکړه او د گوند د هدفونو، سياست او تنظيم پر ډيرو اړخونو رڼا واچوله .
- په ١٩٣٩ز کال کې نړيواله جگړه پيل شوه . انجمن وطن پر خپل بنياد د انگريزانو سره د عدم تعاون پاليسي جوړه کړه .
- په ١٩٣٩ز کال کې چې مهاتما گاندي شمالي پښتونخوا ته مسافرت وکړ، او باچا خان او ډاکتر خان صاحب يې ميلمه پالان وو، نو خان شهيد هم اراده وکړه چې هلته ور شي ، ده ته د باچا خان ليک هم رسيدلي و، خو د انگريزانو په اداره کې د دغې سفر له پاره تحمل نه و، ځکه په بيلوبيلو پلمو يې خان شهيد تر هغه وخت وځنډاوه چې مهاتما گاندي له صوبې څخه ولاړ .
- په ١٩٣٩ز کال په جولاى کې د انجمن اسلاميه قلات فعاليتونه په قلات کې ممنوع شو. د انجمن فعالينو ملک عبدالرحيم خواجه خيل، مير غوث بزنجو، عبدالکريم شورش او ميرگل خان نصير د گوند د فعاليت مرکز له قلات څخه کوټي ته رانقل کړ او په کوټه کې په مستقيمه توگه د خان عبدالصمد خان او د انجمن وطن حمايت ورسره ملگري شو .
١٩٤١
- په ١٩٤١ز کال د بلوچستان انگريز ايجنټ مټکاپ د خان عبدالصمد خان ورځپاڼه (استقلال) بند کړ په دې اړه خان عبدالصمد خان دهند د اخبارو جرگى ((آل انډيا نيوز پېپرس ايډيټرس کانفرس)) ته خپل شکايت وړاندې کړل .
١٩٤٢
- په ١٩٤٢ز کال کې د هند ملى کانگرس د انگريزانو د ويستلو لپاره له هندوستانه چغې پورته کړې ، نو انجمن وطن بيا پر خپل بنياد په دې تحريک کې ډيرې هلې ځلې وکړې ، نو انگريزانو خان شهيد او ملگري بنديان کړل .
١٩٤٥
- په ١٩٤٥ز کال کې خان عبدالصمد خان په شاهي باغ کې په آل پوليټيکل پارټيز کانفرس (د سياسي گوندونو عمومى کنفرانس) کې گډون وکړ .
- په ١٩٤٥ز کال کې خان عبدالصمد خان اڅکزى او نور سياسي بنديان خوشي کړل شو ، مگر په همدغه کال بيا د پښتونستان د آزادۍ د مطالبي په اثر ونيول شو، د څو مياشتو بند څخه وروسته خوشي او پخپل کورکې د بنديزونو لاندې نظر بند وساتل شو .
١٩٤٦
- په ١٩٤٦ز کال کې خان عبدالصمد خان کانگرس ته نږدې شو، ځکه چې په کانگرس کې د کراچۍ په څانگه کې دا پريکړه وشوه ، چې دوى به هڅه کوي چې د صوبو خود مختاري به د ژبو په بنياد وي .
١٩٤٧
- په ١٩٤٧ز کال کې د هند دويش مسله منځته راغله ، پدې وخت کې خان شهيد ډهلى ته ولاړ او هلته تر لږ ځنډنه وروسته کراچى ته راغى او دلته د باچاخان ، سندي رهبرانو جي ايم، سيد او عبدالمجيد سندهي سره وکتل او د منشي احمد الدين سره يي د يوې نوي گوند د جوړيدو په اړه مشورې وکړې ، په پاى کې د دوى لخوا د پيپلز اورگانيزيشن په نامه يو سازمان منظور شو . خو کله چې خان شهيد کوټي ته ورسيد نو د پاکستان د نوي تشکيل شوي دولت لخوا د تحفظ عامه د قانون تر حکم لاندې ونيول شو او زندان ته واچول شو او د استقلال اخبار چې په نيم ژوندي توگه کله کله خپريدل په دايمى توگه بنديز ورباندې ولگيد .
- په ١٩٤٧ز کال کې د هند نيمه وچه وويشل شو او د هند او پاکستان حکومتونه جوړ شول . د پښتنو او بلوڅو پر حق باندې سترگې پټى شوې . د پښتونخوا په صوبه کې يو مصنوعى ريفرندم وشو. خدايي خدمتگارانو او زياترو پښتنو پکې برخه وانه خستله . نو د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان او په زرگونو خدايي خدمتگاران بنديان شول . خان عبدالصمد خان هم چې د پښتنو د مستقل سرنوشت غږ پورته کړى و ، جيل ته واچول شو .
دري مياشتي وروسته پاکستانې واکدارانو ته نور تحمل پاتي نشو او خان شهيد يي د مچ مرکزى زندان ته واستاوه، چې بيا نو تر ١٩٥٤ز کاله پورې هلته بندې و، دى د مچ په زندان کې و، چې د بلوڅو د نورو سياسي رهبرانو په جمله کې شهزاده عبدالکريم او نور هم ونيول شول .
- د ١٩٤٧ز کال د جون په مياشت کې په بنو کې يوه قامى لويه جرگه جوړه شوه ، په دې جرگه کې قاضي عطاء الله خان پيشنهاد وړاندې کړ چې د پښتنو دپاره يو آزاد حکومت جوړ شي ، چې دغه ملت په خپل ثقافتي بنياد ولاړ وى . دا پيشنهاد د رايو په اتفاق تصويب شو . نوموړى پيشنهاد د خان شهيد او د هغه د ملگرو لخوا هم تائيد شو .
١٩٥٤
- خان عبدالصمد خان اڅکزى په ١٩٥٤ز کال کې د کوټي په مياشتنۍ مجله (پښتو) کې د (پښتو يا پښتونولۍ) تر سرليک لاندې يو ليک چاپ ته سپارلي . دا ليک په خورا عالمانه توگه د پښتو يا پښتونولۍ په باره کې له ځينو قشري او تش احساساتي ليکنو سره توپير لري او له دې څخه ښکاري چې خان شهيد کوښښ کاوه چې قومې مسايل د علمي اصولو او موازينو پر بنسټ تحليل شي او تش د راجز خوانئ په قلمرو کې پاتې شي .
- خان عبدالصمد خان د مياشتنۍ ((پښتو)) او اووه ورځنې ((پيغام جديد)) په باره کې وايي: ((په جولاى ١٩٥٤ کې زه په کور کې نظر بند کړى شوم ، نو پر ما د تحرير او تقرير او له کلي د باندې خلکو سره ليدلو باندې بنديز ولگيده او له دې سره د ((ورور پښتون)) دوې رسالې (مياشتنۍ پښتو)) او ((اووه ورځنۍ پيغام جديد)) باندې د يو کال لپاره بنديز ولگيده)) .
- په ١٩٥٤ز کال خان عبدالصمد خان او نور سياسي رهبران د زندان څخه راووتل. په دې وخت کې خان عبدالصمد خان د ((ورور پښتون)) په نوم نوي سياسي سازمان د يوه گوند په شکل کې تشکيل او د پښتو په نامه يې يوه مجله خپره کړه .
- د خان عبدالصمد خان اڅکزى د کيمياى سعادت پښتو ژباړې هغه برخه چې د ځان پيژندنې تر سرليک لاندې ده ، د کوټى د مياشتنۍ مجلې د ١٩٥٤ز کال په ٧-٨ گڼه کې د فارسي متن سره يو ځاى چاپ شوى ده . د دغه ژباړې يوه ځانگړنه داده چې د ژباړونکي لهجوي خصوصيات پرې لاري دى.
١٩٥٥
- د ١٩٥٥ز د ستمبر په ١٦ مه نيټه خان عبدالغفار خان په پيښور کې اعلان وکړو، چې هغه به په بلوچستان کې د يوه يو نټ د منځ له راوستلو پر ضد د اجتماع لپاره يوه مبارزه شروع کيدونکى دى. هغه ته د ورور پښتون د باني خان عبدالصمد خان له خوا بلوچستان ته د راتگ بلنه ورکړى شوې ده.
١٩٥٦
- په ١٩٥٦ز کال کې چې پخوانۍ گورنر جنرال سکندر ميرزا د پاکستان د جمهور رئيس په توگه منځ ته راغى او د سهر وردى تر صدارت لاندې د يو يو نټ فعاليت پيل شو نو په سياسي صحنه کې نوي عکس العملونه را اوچت شول . د خان شهيد او د پاکستان د چپو رهبرانو ترمنځ يو کنونشن منځ ته راغى ، چې په لومړى سر کې د شپږو گوندونو کنونشن منځ ته راغى چې په موسسه کانگره کې يې د ورور پښتون په مشرۍ خان شهيد ، د خدايي خدمتگارانو په مشرۍ باچا خان ، د ستمان گل په مشرى شهزاده عبدالکريم بلوڅ، د سندهارى کميټي په مشرۍ حيدر بخش جتويى ، د سند عوامې محاذ په مشرۍ جى ايم ، سيد او شيخ عبدالمجيد سندې ، د آزاد پاکستان د گوند په نمايندگۍ ميا افتخار الدين برخه اخيستى وه ، دوى په گډه دنشنل پارټى په نامه يو تشکيل منځ ته راوړ او فيصله يې وکړه ، چې د يو يونټ د تحريک پر ضد به فعاليت کوي . هغه مهال چې په دغه کنونشن کې د بنگال څخه مولانا بها شانى ملگرى شو نو د دغه سازمان نوم پر نشنل عوامې پارټي واوښت .
- په ١٩٥٦ز کال کې کله چې پاکستان په دوو شرقي او غربي يونټونو وويشل شو ، د هغه هيواد سياسي ، ملى گوندونو او شخصيتونو ورسره مخالفت کاوه . ددې کار لپاره ملي محاذ جوړ شو . د محاذ د نهضت په سر کې خان عبدالصمد خان واقع و . په دې لړ کې د شپږو گوندونو په کنونشن کې خان عبدالغفار خان ، خان عبدالصمد خان ، شهزاده عبدالکريم، حيدر بخش جتويى، او جى – ايم سيد او شيخ عبدالمجيد په ترتيب سره د خدايي خدمتگار ، ورور پښتون ، د بلوڅو د استان گل ، د سندهارى کميټى او د سند د عوامى محاذ د استازو په توگه شامل وو . ددې کنو نشن په تجويز د پاکستان نيشنل پارټى جوړه شوه .
- د خان عبدالصمد خان يوه رساله د ((پښتو ژبه او ليک دود)) ترسرليک لاندې لومړى ځل د ١٩٥٦ز کال په جون کې چاپ شوه . خان بابا په دې رساله کې د پښتو لپاره د خپل ځانگړي ليک دود په باره کې خپل ځانگړي نظريات په مدلل ډول وړاندې کړي دى . خان بابا ډير آثار لرى چې څه يې چاپ شوي دي او څه يې ناچاپ دي .
- د خان عبدالصمد خان يو اثر چې ((پښتو ژبه او ليکدود)) نوميږى په ١٩٥٦ز کال کې چاپ او خپره شوې ده . د خان عبدالصمد خان نور تاليفات پښتو ډکشنرى ده ، په دغه قاموس کې خان شهيد د محمد گل خان مومندله ((سيند)) څخه هم استفاده کړى ده . بل کتاب يې ((زما ژوند)) نوميږى چې دده د خپل ژوند پيښي بيانوى . ((زما ژوند ته يوه کتنه)) يې د خپل ژوند په باب بل اثر دى . د خان عبداالصمد خان له دغو آثارو څخه معلوميږي چې هغه په ترجمه، ژبنې مسايلو او هم تخليق ډوله ليکنو کې د پوره صلاحيت خاوند و .
- د ١٩٥٦ز د جون په ١٦ مه نيټه خان عبدالغفار خان ونيول شو، په همدې نيټه په بلوچستان خان عبدالصمد خان هم ونيول شو .
- خان شهيد چې په ١٩٥٦ز کال کې له بند نه خوشې شو نو يو خوا يې د يو يونت او استبدادي استعماري حکومت په خلاف سياسي کار روان کړ او بل خوا يې د پښتون ، بلوچ، سندهي او بنگالي قومونو د خپلواکئ ولسي تحريکونو او د پنجاب د ولس واکي تحريک اتحاد هلې ځلې پيل کړې . د ١٩٥٦ز په پاکى د خان شهيد او نورو گوندونو د مشرانو په هلو ځلو دا گوندونه سره گډ او مدغم کړل شول او د نيشنل گوند يو ملي گوند جوړ کړى شو .
- کله چې په ١٩٥٦ز کال کې نيشنل عوامې پارټۍ تاسيس شو ، په دې گوند کې د خان عبدالصمد خان فعاليتونه دومره جدى و ، چې دوه کاله وروسته په ١٩٥٨ز کال کې کله چې مارشال ايوب خان په کودتا قدرت ترلاسه کړ نو په لومړى سر کې يې خان شهيد په کوټه کې گرفتار کړ او نور نو پوره لس کاله خان شهيد د ملتان ، سکر ، مچ ، هزاره ، هرى پور او لاهور په زندانونو کې تير کړل او دغه شاقه زندان يې روغتيا ته هم سخته صدمه ورسوله .
١٩٥٨
- د ١٩٥٨ز کال د اکتوبر په ٧ مه نيټه د پاکستان قواوې چې پخوا لا بلوچستان ته ليږل شوې وې پرقلات يې ډيره لويه حمله وکړه . د قلات د ښار ډيره برخه د توپونو په ډزو ورانه شوه او د خان قلات د اوسيدو ځاى د ميرى کلا ډيرې برخې ورانې او وسوځيدلي، د خان کلات ميرمن او کورنۍ زخميان شول او خان قلات احمديار خان نظامي قواوو بندي کويټي ته راووست .
په همدې ورځ خان عبدالصمد خان اڅکزى په کويټه کې ونيول شو او جيل ته وليږلي شو او د پښتنو او بلوڅو ډير سياسي کار کوونکي جيلونو ولاړل .
- د ١٩٥٨ ز کال د اکتوبر په ١١مه نيټه خان عبدالغفار خان او د ختيځ پاکستان ٨ نامتو ليډران گرفتار کړى شول . پاچا خان د چارسدى د تحصيل په يوه کلي کې د غني په هستوگنځي کې ونيول شو . په همدى نيټه خان عبدالصمد خان هم گرفتار شو او ورته د ١٤ کالو د سخت قيد جزا ورکړى شو .
١٩٦٩
- خان عبدالصمد خان اڅکزى له فارسي ، او انگريزي ژبو څخه ترجمې کړي دي . د فارسي ژبې څخه د گلستان ترجمې، له اردو څخه د مولانا عبدالکلام آزاد ترجمان القران چې په ١٩٦٩ز کال يې د مچ په زندان کې کړى ده .
- په ١٩٦٩ز کال خان عبدالصمد خان خپلو ځينو ملگرو او د کورنۍ غړو سره کابل ته راغى ، چې د پښتنو او بلوڅو د ملي ورځې په مراسمو کې برخه واخلې ، خان محمد ايوب خان اڅکزى، محمد عثمان کاسى ، عبدالصادق ، هاشم غلزى ، محمد على کاکړ او نور ملگرى له خان عبدالصمد خان سره راغلي وو . خان عبدالغفار خان هم په کابل کې و ، او له پيښور نه خان عبدالولى خان ، اجمل خټک ، مير مهدى شاه مهدى ، قلندر مومند او نور سياسي شخصيتونه راغلي وو .
١٩٧٠
- د ١٩٧٠ز کال په اگست کې د جنوبې پښتونخوا ځوانانو په کوټه کې د پښتونخوا نيشنل عوامې پارټۍ په مشرتابه د ((پښتون ستوډنس ارگنايزيشن)) په نوم يو سازمان جوړ کړ او فعاليت يې پيل کړ . دغه سازمان د خان عبدالصمد خان د دريځ ملاتړ وکړ .
- د پاکستان په سياسي صحنه کې نويو تبديليو او د پاکستان څخه د بنگال د جلاکيدو او د بنگله ديش په نامه د نوي دولت منځ ته راتلل او د ايوب خان له منځ تلل او د جنرال يحيى خان بر سر اقتدار کيدل او بيا دده او ذوالفقار على بوټو ترمنځ د اختلافاتو ، بحرانونو د نويو سياسي فعاليتونو له پاره لاره خلاصه کړه . خان شهيد چې د سياست په نبض پوره بلد و ، نو د خپلو سياسي ملگرو په مصلحت او همکاري يې په ١٩٧٠ز کال کې د پښتونخوا عوامې تحريک گوند تشکيل کړ . د همدغه کال په دسمبر کې د صوبايي اسمبلې انتخابات وشول ، خان عبدالصمد خان د نماينده په توگه وټاکل شو . خان شهيد چې د پاکستان د سياسي گوندونو د کار کوونکو سره په تماس کې وه ، زيات کوښښ يې وکړ چې دولت د ديموکراسى تطبيق ته راوبولى ، خو ستونزې ورځ تر بلې زياتيدې .
- خان عبدالصمد خان د علمي او ادبي کارونو سره هم مينه درلود، ځينې ادبي مضامين کابل ته د چاپ لپاره ليږل . د خان شهيد يو ليک د زيري جريدې د ١٩٧١ز کال – ١٣٥٠ هـ ل کال په ٢٧ گنه کې نشر شوى دى .
- په بلوچستان کې د پښتو اکاډمۍ په افتتاح کې خان عبدالصمد خان اڅکزى گډون کړى و، د بلوچستان پښتو اکاډمۍ په ١٩٧١ز کال د اکتوبر پر نولسمه نيټه د پښتون کشمنر ښاغلى نصرمن الله په لاس پرانستل شوه .
١٩٧٣
- د ١٩٧٣ز کال د دسمبر د دوهمې ورځې سهار وختى د خان شهيد کورته بمان ورگوزار شول او دغه په قهرمانيو سرلوړي او د پښتنو په غم غمجن رهبر په ډيره بى دردۍ په شهادت ورسيدې . دده جنازه په گلستان کې په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه او فاتحه يې په جنوبې پښتونخوا ، شمالي پښتونخوا، بلوچستان ، افغانستان ، پاکستان ، هندوستان او بنگله ديش کې په درناويو واخيستله شوه .
منابع او ماخذونه
١- عطايي ، کانديد اکاديميسن محمد ابراهيم ، د خان عبدالصمد خان لنډ ژوند ليک، د خان شهيد ياد ، د خان عبدالصمد خان د سيمينار د مقالو مجموعه ، د سرحدونو چارو وزارت ، ١٣٧٠ هـ ل ، (٢٢ مخ) .
٢- بترا ، منوهر سنگهـ ، خان عبدالصمد خان اڅکزى، د خان شهيد ياد ، (٤١ مخ) .
٣- عطايي ، کانديد اکاديميسن محمد ابراهيم ، انجمن وطن د خان شهيد لومړى گوند، د خان شهيد ياد ، (٧٨ مخ) .
٤- زيار ، پوهاند دوکتور مجاور احمد ، خان عبدالصمد خان اڅکزى او افغانستان ، د خان شهيد ياد ، (٨٤ مخ) .
٥- بختانى خدمتگار ، سرمحقق عبدالله ، خدايي خدمتگاران او خان عبدالصمد خان ، د خان شهيد ياد ، (٩١ مخ) .
٦- عطايي، کانديد اکاديميسن محمد ابراهيم ، د بلوڅو په سياسي جنبشونو کې د خان شهيد عبدالصمد خان همکاري ، د خان شهيد ياد ، (١٠٨ مخ) .
٧- هيواد مل ، څېړنپوه زلمى ، له ادبياتو سره د خان شهيد مينه او دده ادبي کارونه ، د خان شهيد ياد ، (١١٦ مخ) .
٨- کرگر، محمد اکبر، امام غزالى او د خان عبدالصمد خان اڅکزى د کيمياى سعادت پښتو ژباړه، د خان شهيد ياد ، (١٣٨ مخ) .
٩- جنتى شينوارى ، سرمحقق معتمد، پښتو ته د خان عبدالصمد خان خدمت ، د خان شهيد ياد، (١٥٦ مخ) .
١٠- باجوړى ، پوهنمل بريالى، د خان شهيد فرهنگي کارونه ، د خان شهيد ياد ، (١٧٠ مخ) .
١١- خيبري ، غوث ، د خان شهيد ژوند او مبارزه ، د خان شهيد ياد ، (١٨٠ مخ) .
١٢- ليوال ، څېړندوي عبدالغفور ، د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي ژوند ليک ، د ننگ او فرهنگ اتل ، د خان شهيد د سيمينار د مقالو مجموعه ، د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز ، ١٣٨٧ هـ ل ، (٨ مخ) .
١٣- عبدالرحيم خان ، د خان شهيد د ژوند فرهنگي او سياسي اړخونه، د ننگ او فرهنگ اتل، (٢٢ مخ) .
١٤- مروت ، ډاکټر فضل الرحيم، خان عبدالصمد خان شهيد د پښتنو د ملي شناخت په تلاش کې ، د ننگ او فرهنگ اتل ، (١٣٨ مخ) .
١٥- روهي ، خوشال، د خان شهيد سياسي تگلاره او ملى افکار ، د ننگ او فرهنگ ملى اتل ، (١٤٨ مخ) .
١٦- بترا ، منوهر سنگهـ ، خان عبدالصمد خان اڅکزى، د ننگ او فرهنگ اتل، (١٧٠ مخ) .
١٧- اڅکزى، خان شهيد او دل سمد خان، زما ژوند او ژوندون ، (لومړى ټوک) ، (٢٠٠٤ز کال).
١٨- خان عبدالغفار خان ، زما ژوند او جدو جهد، د افغانستان کلتورې ودې ټولنه ، جرمني ، ١٣٨٧ هـ ل کال .
١٩- عطايي ، کانديد اکاديميسن محمد ابراهيم ، د پښتنو او بلوڅو سياسي کرونولوژي، د سرحدونو چارو وزارت ، ١٣٦٨ هـ ل کال .