د منځنۍ ختيځ د هيوادونو تر منځ د گډبازار
د جوړيدو امکانات ---- څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د منځنۍ ختيځ د هيوادونو تر منځ د لرغونو زمانو نه را پدې خوا اقتصادي ، سياسي او فرهنگي اړيکې موجود دي . او دغه اړيکې تر اوسه پورې پخپل حال پاتي دي . د منځنۍ آسيا هيوادونه د دريو لويو وچو يعنى اروپايې آسيايې او افريقايې هيوادونو تر منځ د وصل د يو کړۍ په حيث خپل ارزښت له لاسه نه دى ورکړى .
په دې مقاله کې لومړى به د منځنۍ خيتځ د هيوادونو پر جغرافيايى موقعيت باندې لنډ معلومات وړاندې کړم ، وروسته بيا په نړۍ کې د گډو بازارونو په اړه ، او بيا د منځنۍ ختيځ په هيوادونو کې د يو گډ بازار د جوړيدو د امکاناتوپه اړه به څيړنه ، نظريې او وړانديزونه وړاندې کړم .
د منځنۍ ختيځ اصطلاح د نولمسې ميلادي پيړۍ د پيل نه رامنځته شو ، او ورو رو پرمختگ يې وکړ . په لومړى سر کې د ډيرو محدود سيمو لپاره دغه اصطلاح استعماليدل ، مگر اوس د منځنۍ ختيځ اصطلاح د ډيرو هيوادونو لپاره استعماليږى . د منځنۍ ختيځ د اصطلاح په اړه عربى ليکوال ابراهيم خليل ژوره څيړنه کړى ده ، او په دې اړه داسي ليکي : (( زياتره تاريخ پوهان په دې نظر دي چې د منځنۍ ختيځ ( The Middle East ) اصطلاح د لومړى ځل لپاره د امريکايې نظامي تاريخپوه الفرد ثاييت ماهيان په يوه ليکنه کې چې د ( National Review ) مجلې د ١٩٠٢ز کال
د سپتمبر په ګڼه کې خپره شوې وه ، همدغه اصطلاح هغه مهال د هند او عربي جزيرو تر منځ پرتې سيمې ته کاريدله . له ماهيان را وروسته په تهران کې د ټايمنر او نيزې خبريال په خپلو هغو ليکنو کې کاروله چې د ټايمز او نيزې به خپرولې .
د منځنۍ ختيځ له اصطلاح وړاندې د نږدې ختيځ اصطلاح ( The near East ) ډير کاريدله ، کله چې د منځنۍ ختيځ اصطلاح عامه شوه او د هر چا غوږوته ورسيده ، نږدې ختيځ چې موخه يې عثماني دولت او په آسيا کې ددوى ملکيتونه وو ، له منځه ولاړه ځکه چې لويديځوال پوه شول چې نږدې ختيځ لکه څرنگه چې ويل کيدل دومره نږدى نه و . . .
کله چې ( الفرد ماهيان ) دغه اصطلاح وکاروله موخه يې ورځينې د هند او عربى جزيرو تر منځ پرته سيمه وه او عربى خليج په ضمنى توگه پکې شامليده ، د نړيوالو چارو لپاره شاهى انستيتوت چې په ١٩١٩ز کال په برتانيه کې د تاريخپوه ( ارنولد توينيي ) تر مشرى لاندې جوړ شوى د همدې انستيتوت د وينا له مخې د منځنۍ ختيځ اصطلاح د مديترانې ختيځ ته کارول کيږى . په ځانگړې توگه د مصر ، ترکيه ، قبرس او ايران ته د دوهمې نړيوالې جگړې په پاى کې د منځنۍ ختيځ اصطلاح لا پسى پراخه شوه او د عربى نړۍ ټول ختيځ ، مصر ، سوډان ، ترکيه ، ايران او افغانستان پکې راتلل. له دوهمې نړيوالې جگړې را وروسته ، د منځنۍ ختيځ انستيتوت چې په ١٩٤٧ز کال په واشنگتن کې جوړ شوى د منځنۍ ختيځ اصطلاح کارول عام کړل او د پورته يادوشويو سيمو بر سيره يې هر يو پاکستان ، منځنۍ آسيا ، په شمالى افريقا کې عربي سيمې ددې اصطلاح يوه برخه وگرځيدې ، له همدغه تاريخ را وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا دغې سيمې ته د منځنۍ ختيځ اصطلاح کارول کيده )) (١)
د پورتنيو لنډو څيړنو څخه وروسته دې نتيجې ته رسيږو چې د منځنۍ ختيځ سيمه په ننۍ عصر کې يوه پراخه سيمه ده چې د مصر لبيا ، تونس ، الجزاير ، فلسطين ، اسرائيل ، لښان ، اردن ، سوريه ، ترکيه ، ايران ، آذربايجان ، افغانستان ، پاکستان ، عربستان ، متحده امارات او منځنۍ آسيا هيوادونه پکې شامل دي . که په واقعت سره وکتل شي ددغو ټولو هيوادونو وگړۍ د ډيرو پخوا زمانو نه تر اوسه پورې يو د بل سره ډير نژدې فرهنګي ، اقتصادي او سياسي اړيکې لرې . مګر د پخوا زمانو نه تر اوسه پورې د زبرځواکو هيوادونو لخوا ددوي تر منځ بيلتون او تاوتر پخوالى را منځته شوي دي ، چې د اقتصادي او فرهنګي پرمختگونو او ددوي تر منځ د نژديوالى څخه مخنيوى کړى دى .
د خلکو د اقتصادي اړتيا و ودلرې کولو لپاره په سيمه او نړۍ کې د هيوادونو تر منځ يو شمير گډ بازارونه منځته راغلي دي . چې دا د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې مؤثر گام دى. گډ بازارونه اوږد تاريخ لرى چې يو شمير اروپايي ، آسيايي او امريکايي هيوادونو کې ښې نتيجې ورکړي دي . (( د مثال په دول د اروپا يې ټولنې جوړښت په پيل کې د شپږو اروپايي هيوادونو ( فرانسې ، المان ، ايتاليا ، بلزيک ، هالينډ او لوگزامبوړرگ ) تر منځ يو ګډ بازار وو. ددې گډ بازار تړون په ١٩٥٧ز کال په روم کې لاسليک شوى وو )) (٢)
د زمانې په تيريدو سره د اجتماعي ، اقتصادي او سياسي پرمختگونو په نتيجه کې د نوموړۍ گډ بازار هيوادونه ورځ په ورځ زيات او اوس مهال په نړۍ کې د اروپايي ټولنې په نوم د اروپا ټول هيوادونه سره يو ځاى شوي دي او د خپل سياسي ، فرهنگي او اقتصادي ستونزو د ليرى کولو لپاره يو ځاى کار کوى .
(( د فارس د خليج د هيوادونو د همکارى شورا يو سيمه ييز سازمان دى ، چې د شپږو عربي هيوادونو څخه ، چې د نفتو توليدونکي دي تشکيل شوى دى . دغه هيوادونه د کويټ ، عمان ، قطر ، د عربى متحده امارات ، بحرين او سعودى عربستان څخه عبارت دى )) (٣)
گډ بازارونه نه يوازې په آسيايې او اروپايې هيوادونو کې رواج لرى ، بلکې دا ډول بازارونه د سويلې امريکا د هيوادونو تر منځ هم را منځته شوى او د نوموړى سيمې خلکو ته ډير گټور تمام شوى دى . (( د سويلې امريکې د دولسو هيوادونو مشران ( آرژانتاين ، بوليوى ، برازيل ، چيلې ، کولمبيا، اکوادور ، کيوبا ، پيرو ، پاراگواى ، سورينام ، آوروگواى او ونزيويلا ) د ٢٠٠٨ ز کال د مې د مياشتې په ٢٣ مه نيټه د جنوبى امريکا د هيوادونو تر منځ د يو گډ بازار د جوړيدو تړون لاسليک کړل . ددې بازار د جوړيدو طرح د برازيل لخوا وړاندې شوي وو )) (٣)
د نړۍ په مختلفو سيمو کې نور کوچنۍ او غټ گډ بازارونه موجود دي ، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د لرى کولو لپاره را منځته شوي دي . دلته د څو ګډو بازارونو يو څو بيلگې وړاندې شوې .
په اوس مهال د منځنۍ ختيځ په پراخه سيمه کې د گډو بازارونو د جوړيدو اړتيا ليدل کيږي . په دې پراخه سيمه کې لومړى بايد د دوو يا دريو هيوادونو په پولو کې د ضر ورى شيانو د راکړې ورکړې لپاره بايد گډ بازارونه جوړ شي . چې يوه بيلگه يې د افغانستان او ايران تر منځ د نيمروز په ولايت کې
د يو کوچنۍ گډ بازار جوړيدل دى ، چې د ډېرې مودې نه لا تر اوسه پورې ددې ګډ بازار له لارې د سيمې د خلکو اقتصادي ستونزى تر يوې اندازې پورې لرى کيږي .
د منځنۍ ختيځ په پراخه سيمه کې يو يا څو هيوادونو کې د لويو گډو بازارونو د جوړيد لپاره شرايط برابر شي ، چې ددى بازارونو په جوړيدو سره د سيمې سوداګران او نورخلک کولي شي چې خپلې اقتصادي ستونزى حل کړى .
په سيمينارونو او کنفرانسونو کې د گډون کوونکو لخوا د لويو کارونو په اړه طرحې او وړانديزونه وړاندې کيږى . ددې طرحې او وړانديزونو د عملې کولو لپاره لازم دى ، چې د چارواکو لخوا عملې لارې چارې ولټول شي . ددې کارونو د عملي کولو لپاره زما وړانديزونه په لاندې ډول دي :
افغانستان او ايران ٩٣٦ کيلو متره گډه پوله لرى . ددې سرحد په اوږدو کې د دواړو خوا خلکو د اقتصادي ستونزو د لرى کولو لپاره بايد په دريو ځايونو کې د ګډو بازارونو د جوړولو لپاره د دواړو هيوادونو د چارواکو لخوا هلې ځلې پيل شي .
په سيمه کې د لويو ګډو بازارونو د جوړيدو لپاره په لومړى گام بايد د سيمې د هيوادونو د فنې او مسلکې کسانو لخوا ساحوى ريسرچ وشي او د امتحانې د ورې لپاره په ځينو مناسبو سيمو او هيوادونو کې ګډ بازارونه جوړ شي او دغو بازارونو ته لوايح او مقررات جوړ شي . کله چې ددغو گډو بازارونو څخه کوم مثبت نتايج را منځته شول بيا کيدى شې د منځنۍ ختيځ په هيوادونو کې د يو لوى گډ بازار او يا اقتصادي بازار د جوړيدو لپاره پروگرامونه جوړ شي .
منابع او ماخذونه
(١) ابراهيم خليل ، منځنۍ ختيځ . . . سياسى ، تاريخي کتنه ، ژباړه : حميد الله حمد شاه ، سيمه ييز مطالعات ، دوهمه گڼه ، ١٣٨٥هـ ل ، ( ٨٩ مخ ) .
(٢) www.ettelaat.net
(٤) www.fa.tpo.ir