ګورګانیان او پښتانه

 

 كله چې زما د نامزدۍ د دورې پروژه ، د (( دبابر سره د پښـتنو اړيكې )) تر عنوان لاندې  پاى ته ورسيده . ددې يو كلن كار په ترڅ كې ما ته دا مفكوره پيدا شوه ،چې د مغولو په دوره كې د پښـتنو سياسي ، فرهنگي او اقتصادي و ضعه ترڅيړنې لاندې و نيسم ، نو په دې برخه كې مې د خپل مركزله مشر او ځينو نورو علمي غړو سره او همدارنگه په دې برخه كې مې د خپل لارښـود استاد سرمحقق نصرالله سوبمن او د ارواښاد اكاديمسن عبدالشكور رشاد سره  هم مشوره وكړه . د بشري علومو د برخې مرستيال او زما لارښود استاد راته وويل چې دغه موضوعات د پښتو څيړنو د نړيوال مركز په پروگرام او اهدافو كې هم شامل دي او په دې برخه كې تر اوسه پورې د يوې علمې پروژې او د كتاب په بڼه كومه څيړنه نه ده شوې او ددغسې پروژې څيړلو ته د افغانستان تحصيلي موسسات او فرهنگى مركزونه ډيره اړتيا لري . په دې ترتيب سره ما د خپل لارښود استاد مشوره ومنله او دغه كارته مې ملا وتړله  . په لومړي سر كې دا څيړنه ماته اسانه اولنډه معلوميده ، كله چې مې په كار پيل وكړ نو پوه شوم ،چې دا ډير لوى او اوږد كار دى . د خداى په فضل او توكل مې د لارښود استاد او نورو درنو استادانو تر نظر لاندې دغه پروژه  پاى ته ورسوله .

          دغه پروژه                      )ګورګانیان او پښتانه)   په شپږو فصلونو باندى ويشل شوې ده . په لومړى فصل كې د څيړنې پسمنظر او ددې پروژى منابعوته يوه كتنه شوې ده . بيا د هند د گورگاني دولت د تاسيس په اړه او همدارنگه د هغوى د ستونزو او جنگونو په اړه ،چه  گورگاني د دولت د تاسيس په وخت كې ورته پيښې شوي وو معلومات وړاندې شوي دي . په دى پروژه كې چې د كومو منابعو او ماءخذونو څخه استفاده شوې د هغو معرفي شوې ده .

          په دې پروژه كې نژدې د اوه پنځوس داخلي او خارجي معتبرو منابعو څخه گټه اخستل شوې ده .

          د پروژې دوهم فصل د جلال الدين اكبر واكمنۍ ته ځانگړي شوى دى . د جلال الدين واكمني د ١٥٦٥ م كال نه پپليږي او تر ١٦٠٥ كال پورې دوام كوي . د جلال الدين اكبر  په دې نهه څلويښت كلنه واكمنۍ كې داكبر په اداري سيستم ، په دې زمانه كې كرنيزې چارې ، په كرنيزو چاروكې د پښتنو ونډې ، په سوداگرۍ او ضعتي معاملاتو كې د پښتنو ونډې او د جلال الدين اكبر  سره د پښتنو اړيكو او نورو موضوعاتو په اړه څيړنه شوې ده . په دې دوره كې د گورگانيانو  پر ضد غور ځنگونه او مبازرې پيل شوي ، لكه د روښانيانو عرفاني نهضت ، د مجددالف ثاني مبارزه، د سكانو جگړى او ... ددغو غور ځنگونو او جگړو په اړه هم مفصل معلومات او نظريات وړاندې شوي دي . ددې فصل په پاى كې داكبر ددورې داقتصادي وضعې په اړه هم څيړنه شوې ده.

          د پروژى دريم فصل د نور الدين محمد جهانگير  د واكمنۍ دوره ده چې دغه دوره تر ژورې څيړنې لاندې نيول شوې ده . د جهانگير په دوره كې د پښتنو سياسي او عرفاني غور ځنگونه خپل اوج ته ورسيدل ، ددې په څنگ كې د مجددالف ثاني مبارزه هم روانه وه او د گورگاني  واكمنۍ سره د سكانو جگړې هم خپل اوج ته رسيدلى وې . په دي فصل كې ددغو پورتنيو موضوعاتو په اړه څيړنه شوې ده . همدارنگه په دې دوره كې د گورگاني  كورنۍ تر منځ اختلافات او جنگونه پيدا شول ، دا اختلافات د جهانگير او د هغه د زوى شاه جهان په مينځ كې پيدا شوې و ، ددغه اختلافاتو په اړه هم څيړنه او نظريات وړاندي شوي دي . ددغو ټولو غور ځنگونو او جنگونو په څنگ كې ، جهانگير د پښتنو دسياسي نهضتونو په مقابل كې پخلا كوونكې پاليسي هم غوره كړې وه ، په دې فصل كې ددغه پخلا كوونكو سياستونو او د هغه د نتايجو په اړه هم خبرې شوي دي .

          د پروژې څلورم فصل د شهاب الدين محمدشاه جهان واکمنۍ ته ځانگړی شوی، دهغه واکمنۍ د ۱۶۲۷م کال نه پیل کیږي او په ١٦٥٨ م كال كې پاى ته رسيږى . د شاه جهان په زمانه كې هم د گورگاني  واكمنۍ پر ضد جنگونه او جگړې جاري وى  په دې دوره كې مهم جنبشونه،چې د يادونې وړدي د خان جهان لودى بغاوت او د عبدالقادر په مشرۍ د روښاني نهضت دوام دى ، چې د دواړو په اړه ژوره څيړنه شوې او لازم نظريات وړاندې شوي دي . د گورگانيانو  په كورنۍ كې كورني اختلافات، چې د جهانگير په وخت كې پيل شوي و ، د شاه جهان په وخت كې خپل اوج ته ورسيدل او په نتيجه كې او رنگ زيب خپل پلار او وروڼه ووژل او  پاچا شو . ددغو اختلافاتو په اړه هم په زړه پورې علمي او څيړنيز معلومات وړاندې شوي دي .

          د پروژې  پنځم فصل د او رنگ زيب واكمني ده ، چې د ١٦٥٩ م كال نه پېلېږي او په ١٧٠٧ م كال كې پاى ته رسيږي . ددي فصل مهم بحثونه په گورگاني  كورنۍ كې داخلي اختلافات دي ، همدارنگه په دې دوره كې د خوشحال خان خټك د كورنۍ سره د گورگانيانو  اختلافات پيل كيږي ، ددوى دوستي او ښې اړيكې د جلال الدين اكبر  په زمانه كې پيل شوې وي  او د خټكو كورنۍ تر دې وخته پورې د گورگانيانو  سره مرستندويه وه . همدارنگه په دې فصل كې د پښتنو د خپل منځي اختلافاتو او د هغو د نتايجو په برخه كې هم څيړنه شوې ده . په دې فصل كې د همدغو پورتنيو موضوعاتو په اړه په زړه پورې او علمي څيړنه او بحثونه شوي دي . داو رنگ زيب دواكمنۍ په دوره كې د پښتنو شاعرانو او ليكوالو د آثارو او ژوند په اړه هم مفصل معلومات وړاندې شوي دي. ددې فصل په پاى كې ددې دوری داقتصادي وضعې په اړه هم څيړنه شوې ده .

          د پروژې شپږم فصل داو رنگ زيب له مرگ  وروسته دهندگورگاني امپراتورۍ دحالاتو بيان دى . دا دوره د ١٧٠٧ م كال نه پيل كيږي او د پاني پت تر جگړې پورې دوام كوي . په دى دوره كې ډير گورگاني  پاچاهانو لنډ مهاله حكومتونه كړي دي ، چې د هر يو په اړه څيړنه شوې ده. په دې دوره كې دوه مهم واقعات شوي دي ،چې  یو يې په هند باندى د نادر شاه افشار يرغل اوبل د همدې يرغل  وروسته په هند باندې داحمد شاه بابا يرغل دى . د پاني پت د جگړې په نتجه كې گورگاني حكومت احمد شاه بابا ته تابع او تسلميږي او په همدې سره دغه پروژه پاى ته رسيږى . په وروستۍ برخه كې د پروژې نتجه او څو ضروري پيشنهادونه هم وړاندې شوي دي ، او بيا د هغه دو پنځوسو منابعو او ماخذونوفهرست  وړاندې شوى ، چې په دې پروژه كې ورڅخه كار اخستل شوى دى .

          په پاى كې زه ددې پروژى د ليكلو او څيړنو په اړه خپل اصلي اهداف په لاندې څوټكو كې څرگندوم :

          ١ _ په دغه دوه سوه كلنه تاريخي دوره كې ددې دورې د سياسي ، اقتصاد او فرهنگي واقعاتو روښانه كول .

          ٢ _ په دې دوره كې د گورگانيانو  پر ضد د پښتنو د مبارزو او د هغوی د سياسي او اقتصادي فعاليتونو څرگندول .

          ٣ _ د هند د گورگاني  واكمنانو سره د پښتنو د منفي او مثبتو اړيكو څيړل.

          ٤ _ د گورگاني  كورنۍ د خپل مينځي اختلافاتو بيا نول .

          ٥ _ د گورگاني  واكمنانو په واسطه د پښتنو تر منځ داختلافاتو پيدا كول.

           ۶- ددې پروژې د پاى ته رسيدو په نتيجه كې پورتني اهداف تر يوې اندازې پورې تعقيب شوي دي . د تاريخ د څانگې محققين ، مدرسين او نور د تاريخ مينه وال كولى شي ،چې ددې پروژې له محتوياتو نه گټه واخلي او په راتلونكي كې دوى كولى شي چې په دى برخو كې نورې څيړنې هم وكړي .

          زه د الله پاك ( ج ) څخه ډير شكر گذاريم چې ددې پروژې د ليكلو او بشپړولو په كار كې يې بريالى كړم او د خداى ( ج ) له در بار څخه غواړم چې نور هم راته توفيق راكړى تر څو خپلو هيواد والوته په دى لار كې خدمت وكړم .

          زه دا خبره په ځان لازمه گنم چې د خپل لارښود استادسر محقق نصر الله سوبمن څخه د زړه له كومې مننه وكړم ، چې د پروژى د كار له پيل څخه تر پايه پورې يې لازمى لارښوونى راته كړي  . ارواښاد اكاډيمسن عبدالشكور رشاد او زما مهربان پلار سر محقق عبدالله بختاني خدمتگار ددې پروژې د فهرست په جوړولو او همدارنگه د منابعو په ښودلو كې را سره ممكنې مرستې كړي دي ،چې زه ددوى په خدمت كې په ډيرادب د خپلې مننى مراتب وړاندى كوم .

          همدرانگه د سرمحقق مرستيال نصر الله زرمتي ، دسر محقق مرستيار سيد محى الدين هاشمي، محقق عبدالظاهر شکیب  او د پښتو څيړنو نړيوال مركز له ټولو درنو استادانو څخه ډيره مننه كوم او كور و دانى ورته وايم چې ددى پروژى د ماء خذونو په برابرولو او نورو برخو كې له ما سره ډيره مرسته كړې ده .

                                                                           په درنښت

څېړندوى عبدالرحيم بختانى خدمتگار

                                                          د پښتو څيړنو دنړيوال مركز

                                                                        علمي غړى