د څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگارد کتاب (بابر او پښتانه )په اړه نظر
د ١٣٨١ هـ ل په اوايلو کې تر پورته عنوان لاندې علمي پروژې کار ، چې د محترم ورور عبدالرحيم بختاني له خوا د محقق علمي رتبې د نامزدۍ دورې د رفع کولو په منظور وړاندې شوى و، زما تر لارښوونې لاندې پيل شو . ددې څېړنې په سر کې مې گران څېړونکي ته هغه آري منابع وښودل ، چې د هغو په لوستلو سره ده کولى شول په اسانۍ سره پلان شوى څېړنيز فعاليت منسجم کړي . د نامزدۍ يوه کلنه امتحاني دوره د يوه مبتدي څېړونکي لپاره د اهميت وړ مقطع ده ، چې له هغې څخه په بريالۍ توگه تېرېدل د هغه د راتلونکي موفقيت پيلامه گڼل کېږي . په دې بنا محترم څېړونکى ددې لږ وخت په محدود چوکاټ کې شپه ورځ په ځان يو کړه او هغه عمده ماخذ يې په کره توگه ولوستل ، چې ورته د مخه په نښه شوي وو .
د څېړنيز مقايسوي او تحليلي علمي ميتود پر بنا دغه څېړونکي د ارزښت وړ تاريخي مواد راټول او په ښه اسلوب يې د ياد شوي ميتود پر بنا له مخې سره واوډل او د منطقې استنتاج په ترڅ کې يې ځينې اهمو مسالو ته د ځواب ويلو لار پرانېستله .
له کومو منابعو څخه چې ده استفاده کړې ، هغه يې په لومړي فصل کې په داسې توگه معرفي کړي دي ، چې د علومو اکاډمۍ د علمي ترفيعاتو د لايحې سره پوره سمون کوي ، يا نې دا چې د اصلي منبع د استفادې ځاى يې ښودلى او د صحت او ثقم په اړه يې خپله نظريه ورکړې ده .
د بابر او پښتنو اړيکې د تاريخ څېړونکيو لپاره په زړه پورې برېښي ، ځکه بابر لومړنى کس دى، چې د يوناني مورخينو هيرو دوت او آريائيان وروسته يې هغه خلا ډکه کړه ، چې د پښتنو د تاريخي ذک په اړوند د زرگونو کلو راهيسې پاتې شوې وه . که څه هم د لوى کنشکا له خوا د سويلي هندوکش په فتوحاتو کې له غزني سره د پوټن د قوم يادونه شوې ، خو هغه ښه وضاحت نه لري ، نو له دې کبله بابر پېنځه سوه کاله وړاندې غلجي ، سواتي ، يوسفزي ، اپريدي ، بنگښ او داسې نور پښتانه مفصل بيان کړي او په دې باب تزک ښه منبع ده ، چې څېړونکي ترې پوره گټه اخلي .
ددې رسالې د ښکلي ترتيب په برخه کې مې هم محترم عبدالرحيم بختاني ته لارښوونه وکړه ، چې هغه په پوره دقت د کتاب په ترتيب کې له هغې څخه استفاده کړې او ماخذ او لمنليکونه يې په سمه توگه کښلي دي .
د رسالې لا سکښنه مې د پيل څخه تر پايه پورې په غور وکتله او د ژبې ، انشاء او ليکدود له مخې مې هم دده د ليکنې جاج واخيست . په دې برخه کې دى موفق برېښي او ټول هغه ياداښتونه يې په پام کې ونيول ، چې ورته ويل شوي وو .
د دغو نکاتو په پاک کې نيولو سره زما نظر دا دى ، چې محترم عبدالرحيم بختانى د څېړنې او تحقيق ښه وس لري او کېداى شي په راتلونکي کې خپل تحقيق کارونه په بري ترسره کړي .
ده په دغه وړه رساله کې له (٢٥) بېلابېلو ماخذونو څخه گټه اخيستې او دا جوتوي ، چې دى کولى شي د يوه کامياب محقق په توگه د علومو اکاډمۍ په چوکاټ کې ښه علمي پرمختگ وکړي .
زه په داسې حال کې چې دده ليکنه د نامزدۍ دورې لپاره کافي او بشپړه گڼم ، وړانديز کوم چې ددې رسالې په کښلو کې د محقق رتبې ته لوړ شي .
په درنا,ى
سرمحقق نصرالله سوبمن
د افغانستان د علومو اکاډمۍ
د بشري علومو د برخې مرستيال