څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار

 

 

د جلال الدين اکبر  او پښتنو اړيکې

          کله چې جلال الدين اکبر  قدرت ته ورسيد ، د هندوستان زياتره سيمې دپښتنو په لاس کې وې ،ځکه چې هغوى دشير شاه سوري په وخت کې په دغو سيمو باندې حاکميت تر لاسه کړى و ، او د جلال الدين اکبر  په وخت کې يې پر خپلو سيمو حاکميت درلود . مثلاً په خيتځ هند يعنې بنگال کې د کرلاڼي پــــــښـتنو پوره حاکميت و، د اټک اوپيښور په علاقو کې د خټکو پښتنو حاکميت و، په تيرا اونورو قبايلي سيمو کې روښانيان د بايزيد روښان تر مشرۍ لاندې په قوت کې وو او د گورگانيانو  پر ضد ولاړ وو . جلال الدين اکبر  پښتنو ته په کرکه او نفرت کتل او دده د پلار يعنې د همايون په وخت کې چې کومه دښمني ددوى او دپښتنو په مينځ کې موجوده وه ، دده په وخت کې لا روان وه . لنډه دا چې د جلال الدين اکبر  دواکمنۍ په دوره کې يو شمير پښتانه سرداران او اميران د گورگانيانو تابع شو او د گورگانيانو  دولت سره يې يو ځاى د نورو پښتنو په ضد  په فعاليتونو پيل وکړ ، اويو شمير نور پښتانه د مغولو پر ضد ودريدل او ډير کلونه ورسره و جنگيدل ،چې په پاى کې ددوى سيمې په زورسره د گورگانيانو  په واسطه ونيول شوې .

          د پښتنو په باره کې د جلال الدين اکبر  د سياست په برخه کې ظفر کاکا خيل ليکلي :

          دپښتنو په باب د اکبر پاليسي په نفرت مبني وه . د اکبر دا اراده وه ،چې پښتانه نه صرف د سياسى اقتدار نه محرومه کړي ،بلکه په اقتصادي لحاظ ئې دومره وغورزوي ،چې دوى د سر او چتولو قابل پاتې نشي . دغه وجه وه  چې که يو طرف ته به هغه دپښتنو پر خلاف پو ځي مهمات ليږل . نو په بل لور ئې د خپل حکومت په آغاز کې په خپل سلطنت کې د پښتنو جاگيرونه ضبط کړل . او خپل شيخ الاسلام شيخ عبدالنبى ته ئي دا هدايت وکړو ، چې د ټولو خانانو د مدد معاش ځمکې ضبط کړي . د پښتنو سره چې د اکبر کوم بغض او نفرت و، هغه د مغلو د مورخينو با الخصوص د ابوالفضل په ليکنو کې ډير څرگند دى . دا ظاهره ده چې الفاظ د مصنف د خيالاتو او جذباتو اظهار کوي او ابوالفضل ،چې دپښتنو په باب کې کوم خيالات ظاهر کړي دي ،هغه په حقيقت کې د اکبر خيالات دي . دې ليکوال چې چيرته د پښتنو ذکر کړى دى . نو دوى ئې د بدبخته ، خر دماغه ، بې مقره ، فساديانو اوبدمعاشانو په الفاظو ياد کړي دي . عام پښتانه خو څه چې چيرته د شير شاه ذکر راغلى دى ،نو هغه ئې هم د غاصب ،مکار او دو که باز په الفاظو ياد کړى دى . شير شاه يواځې دانه ،چې د پښتنو محبوب بادشاه وو، بلکه د ټولو با ضمير و مورخينو په نظر کې هغه د هندوستان يو داسې پادشاه وو، چې د هغه مثال هندوستاني تاريخ لانه دى پيش کړى . د شير شاه جرم محض دا وو، چې هغه د همايون نه د هندوستان هغه سلطنت بيا راستون کړى وو، چې د هغې اغازه هم پښتنو کړى وو ،او بابر هم دپښتنو نه اخستى وو .

          د پانى پت د جنگ نه پس عموماً او د راج محل د جنگ نه پس خصوصاً ډير پښتان اميران د اکبر په ملازمت کې شامل شوي وو. په دې اميرانو کې د ځينو نومونه دادي : ملک مصطفى خان چې د باز بهادر ورور وو ، فتح خان مسند عالي چې د چنار قلعه ئې  بغير د جنگ نه اکبر ته سپارلې وه او د اکبر ملازمت ئې په ډير اخلاص اختيار کړى وو، او د اکبر دپاره ئې ډير مهمات سر کړي و . حسن خان بيټنى چې د سليمان کرلاڼي يو امير وو  . د بيټني د سقوط نه ئې اول د داود ملازمت پريښودلى او د اکبر په ملازمت کې شامل شوى وو،او د پټنى د قلا فتحه هم ددې حسن خان د تدبيرونو په نتيجه کې حاصله شوې وه  . حاجي خان د خوا ص خان ورور ، سيد خان کرلاڼى ، شهباز خان نيازى ، ابراهيم خان کاکړ ، ابراهيم خان ميانۀ ، محمد  خان نيازى ، حبيب الله او فتح خان سوري، دولت خان لودي (( دا د هغه دولت خان کړوسى دى چې بابر ته ئى په هند باندې دحملې دعوت ورکړى وو . دده نيکه د لاور خان د همايون يو جان نثار امير وواو د خان خانان خطاب ئى لرلو او د همايون په وخت کې د وزارت درجې ته رسيدلى وو ، عيسى خان مشواڼى ، متوخان لوها ڼى ، تاج خان لوهاڼى او داسى نور ډير . دې ټولو اميرانوپه ډير اخلاص د اکبر خدمت کولو او په مشکلو مهماتو کې يې کاميابي حاصله کړې وه ، ولې ددې مخلصانه خدماتو با وجود په دوى کې يوامير هم با وقاره حيثيت نه ووموندلى .

           دا حقيقت دى چې د اکبر د پښتنواميرانوپه وفا دارۍ اعتماد نه لرلو ، ددې نه څرگنددي چې د اکبر په  (( ٤١٢ )) پوځي منصب دارانو کې ايله نهه کسه منصب داران پښتانه وو اوپه دې نهو کسانو کې صرف  دوه کسه د دو هزاري منصب خاوندان وو ، څلور کسه د هزاري منصب او باقي درې کسانوپنځوسوو منصب هم لرلو ،

          دا خبره هم د فکر وړده ،چې اکبر به انتظامي عهدې خپلواميرانو ته په ډيرې فياضئ ورکولې ، ولې دا به ئې گورگانيانو  ، ترکو او ايرانيانو ته ورکولې او ان چې هندوانو ته به ئې هم . ولې د پښتنو په باب د هغه رو يه په تعصب مبني وه . د اکبر په وزيرانو او انتظامي افسرانوکې يو پښتون هم نه وو . دا حال يوازې په مرکزي حکومت کې نه وو ، بلکه په صوبو کې هم دا حال وو. باوجود ددې چې ډير پښتانه اميران د خپلو شاندارو خدماتو په وجه د بهتر ملوک مستحق وو ولې هغوى  به د خپل اصلي حق نه محرومه ساتلى شول .

          دا خود تصوير يواړخ وو ، اوس به د تصوير بل اړخ هم ولټوو ، د گورگانيانو  اوپښتنو ترمنځه داعتماد فضا پيدا کيدل گران وو . ددې دواړو قامونو په جذباتو ، خيالاتو ، ژوند، ژواک او نظام حيات کې بنيادي فرق وو . پښتانه څه خود خپل قبيلوي خصوصياتوپه بنا او څه پخپلو کې د خپل اقتدار عادي شوى وو. هغوى د گورگانيانو  ملازمت اود ملازمت په وجه د گورگانيانو  بالادستي رضا په قضا گڼله او د گورگانيانو  ملازمت ته اماده شوي وو نو ډير داسې هم وو، چې ددې ملازمت د پابنديو نه تنگ شوي او د فوځ نه تښتيدلي وو او د باهمي بې اعتمادۍ غټه وجه هم دغه وه ( 1 ) .

          په عمومي توگه د پښتنو اکثر قومونه او قبايل د تاريخ په اوږدو کې دپرديواوغير پښتني حکومتونو چې په دې سيمو کې جوړ شوي دي ،نه  منلې او هغوى ته يې د اطاعت سرنه دى ټيټ کړى . البته په خصوصي او انفرادي توگه يو شمير پښتانه او دپښتنو ځينې قبيلې د شخصې مفادو او اغراضو په خاطر د هغوى متابعت کړى دى او اکثريت پښتانه د ژوند تر آخره پورې د زور واکانو سره جنگيدلي دي ، چې ددې خبرې شاهد د روښانيانو د کورنۍ او د افريدو قبايلو دوامداره مبارزه ده ،چې وروسته ورباندې خبرې کيږي .

          د جلال الدين اکبر  په زمانه کې دپښتنو سره، چې کوم مهم جنگونه شوي دي، هغه د بنگال د کرلاڼي پښتني واکمنۍ سره دي ، چې ددې واقيعاتو تفصيل تر بل عنوان لاندې راځي . د جلال الدين اکبر   او د هغه نه وروسته زمانو کې چې گورگاني واکمنى ء کوم جنگونه او جگړى د روښانيانو پر ضد کړي دي ډير اوږد او مفصل تاريخ لري ، چې دغه جنگونه او مبارزې هم په لنډه توگه تر بل عنوان لاندې تشريح کيږي . د جلال الدين اکبر  سره د نورو پښتنو د اړيکو په باره کې که لږ تم شو . د اکبر سره دپښتنو اړيکې لوى او اوږد بحث دى ،خو دلته به ځينې مهمې پيښو ته اشاره وکړم . لومړى د اکبر سره د خټکو د قبيلې اړيکې دي چې د تاريخ په دې ،پړاو کې ددې پيښې يادونه دلته ډيره ضروري ښکاري .

          جلال الدين اکبر  د ډهلي او کـــــــابـــــــل د لارې د امــــنيت لپاره فکر وکړ او لازم يې وگڼل چې ددې لارې د امنيت په خاطر بايد له ممکنو لارو څخه کار واخلي نو د

 

جلال الدين  مشاورينو ورته وړانديز وکړ ،چې د اټک نه تر پيښور پورې د لارې د امنيت په باره کې د خټکو د قبيلې د مشر سره بايد خبرې وکړي ، ددې خبرې يادونه سرالف کارو په خپل کتاب  پښتانه (( پټانز )) کې داسې بيا نوي : کله چې اکبر اټک ته راورسيد . د پښتنو لـــــه ملکانو څخه يوتن چې (( اکوړه)) نوميده خپل ځان امپراتور ته معرفي کړ او مان سنگهـ د هغه تائيد وکړ ، نورو هم دمان سنگهـ ننگه وکړه . دى يې امپراتورته تکړه او د کار لايق سړى وروپيژانده امپراتور ته يې پيشنهادو کړ، چې که د لارې ساتنه له اټک څخه تر پيښور پورې ده ته و سپارل شي د يوسفزو په مقابل کې به اکوړه ، او دده خلک دا لاره وساتي او کارو انونه به ازادانه تيريږي راتيريږي . اکوړه را وغوښتل شو . دوى موافقې ته سره ورسيدل اوپه مقابل کې ده ته له اټک سيند څخه تر نو شهرې   ( نورښار )پورې جاگير ور کړل شو . همدارنگه ده دا حق هم تر لاسه کړ، چې حق العبور ټول کړي . اکوړه ډير ژر شهرت ته ورسيد  او د لنډي سيند پر غاړه يې د اکوړي کلى آباد کړ او دسر ميرا غره شمال تر نظر لاندې وچې د يوسفزو سيمه يې جنوب ته وه .

          اکوړه د خوشحال خان غورنيکه و . کوم اسناد چې مونږ  ته لاس ته راغلي دي داسې ښيي چې دوى د کوهاټ له تېرۍ څخه دلته راغلي وو . ( اکوړه پخپله هلته ځمکه درلوده ) او داټک او نوښار تر منځ ځاى پر ځاى شوى و ( 2 ) .

          د جلال الدين اکبر  او اکوړ خان تر مينځ دغې موافقې او معاملې جلال الدين اکبر  ته ډير گټه ورسوله ځکه چې ديوې خوانه ورته د لارې امنيت تامين شو او په آزادانه توگه ددوى تجارتي اونظامي کاروانونو په دې لاره کې تگ را تگ کولو او د بلې خوا دپښتنو په مينځ کې لوى د رز واچول شو اوپه دې سيمه کې پښتانه په دوو گروپونو يعنې د گورگاني  دولت  پلويانو او د هغوى مخالفينو باندې وويشل شو او گورگاني دولت ته د پوځي عملياتو لاره برابر شوه او د هغو د مخالفينو ځايونه ورته په گوته شو . بل لوري ته اکوړخان او د هغه خلکو ته دا گټه ورسيد له ،چې هغوى ته ددې پراخې سيمې جاگير ورکړ شو او بل دوى ته په دې لويه لاره کې د تجارتي کاروانونو دحق العبور حق هم ورکړى شو، چې په دې وسيله دوى نسبت پخوا ته ډير غښتلي او شتمن شو . نورو پښتنو قومونواو قبايلو ته ددې معاملې په وجه ډير تاوان ورسيد، ځکه چې ددوى دښمن يعنې گورگاني  حکومت هم له سياسي پلوه او هم له نظامي پلوه ډير  غښتلى شواو داسې زمينه ورته برابره شوه ،چې دپښتنو په قبايلي سيمو کې خپلو فوځي عملياتو ته شدت ورکړي اودپښتنوپه مينځ کې بې اتفاقى ء ته نوره لمن ووهي .

         لکه چې مخکې وويل شود گورگانيانو  او خټکو تر  مينځ ددې معاملې په نتيجه کې گورگانيانو  ته ډيره گټه ورسيدله او دوى ته دا فرصت برابر شو، چې دپښتنو په نورو سيمو لکه دافريدواو مومندوپه سيمو پوځي عمليات تر سره کړي . ظفر کاکا خيل د جلال الدين اکبر  سره د اکوړه خان د موافقې او دهغې نه وروسته د جلال الدين اکبر  د فوځي عملياتو په برخه کې چې د افريدو په سيموکې ترسره شوي داسي معلومات وړاندې کوي :

          د شاهي سړک د حفاظت په غرض اکبر د خپلو  مقامي افسرانو او دخوا و شا علاقى د زميندارانو سره جرگه وکړه ، او ددوى په صلاح او سفارش دا ذمه وارى (( ملک اکوړى )) ته ور په غاړه شوه، چې د خټکو د قبيلې ديوې څانگې ملک و . او دا اوله موقع ده، چې دپښتنوپه تاريخ کې د خټکو قبيله په دې خپل نوم ذکر شوې ده . ملک اکوړي د خټکوپه  قبيله کې د بټي خيلو د څانگې ملک و ، د پلار نامه يې درويش محمد وه . چې په چنجو هم مشهور و . د ملک اکوړي نوره قبيله په کربوغه ( کوهاټ ) کې ميشته وه . ولې ملک اکوړي په څه خبره د خپلوعزيزانو نه مرور شوى و او د خوړې علاقې ته راغلى وو . په دې ورځو کې د خوړې په علاقه کې ماندوري او ډنگرزي اورسيدل . ملک اکوړي په گواز دره ميشته اختيار کړې وه ، اود خپل  ځان سره يې يو ټولى جمع کړى و ، او د خوا و شا په علاقو به ئې تاختونه کول . په دې ډول يې نوم او شهرت حاصل کړى و ، دغه وجه وه ،چې کوم وخت شاهي سړک د حفاظت سوال پيښ شو نودعلاقې زميندارانو د ملک اکوي نوم پيش کړ و. 

          دشاهي سړک د حفاظت په بدل کې د اکبر له خوا د خير آباد نه تر نو ښاره پورې علاقه اود ځلوزو او سپين خاک کلي ملک اکوړي ته په جاگير کې ورکړل شو .او ددې جاگير نه علاوه په شاهي سړک کې د محصول اخستلو حق هم وکړل شو او دغه شان په اول وار د خټکود خانۍ بنياد کيښودلى شو . ملک اکوړي يو هوښياراو مدبر سړى و . هغه په دې لويه ذمه وارۍ کې د خپلې قبيلې خلق د ځان سره ملگري کړل ،او د خپلو فرايضود سرانجام  کولو په غرض د لنډي سيند په سويلي غاړه مصري بانډې ته مخامخ يې يو کلى هم آباد کړ و ، چې د هغه زمانې نه تر اوسه پورى په (( سراى اکوړي )) مشهور دى . اوپه هغه زمانه کې ورله (( ملک پور))هم ويلى شول . د يوسف زو او خټکو تر منځه د مخالفت آغاز هم ددغه وخت نه وشو 3) (

.

          کله چې ملک اکوړي په دغه سيمه کې قوت پيدا کړ ، مشهور او شتمن شو . په دې موده کې مغولو هم خپل فوځي تاسيسات په دې سيمه کې جوړ کړل اود راتلونکو فوځي عملياتولپاره يې ځان برابر  کړ . په دې وخت کې ددوى په مخ کې لوى رقيب د يوسفزو قبايل وو ، نو مغلو د يوسف زو او نورو پښتنو قبايلو د ټکولو لپاره لوى ترتيبات ونيول او خپل مشهور جنرالان لکه زين خان،راجا بيربل او حکيم ابوالفتح يې دې ته موظف کړل.سره له دې ،چې په دې

جگړو کې مغولو ډير زبردست تيارى نيولى و ، مگر داسې سخته ماته يې وخوړله ،چې اکبر او نور مغول واکمنان ورته حيران شو . ظفر کاکا خيل ليکي : اکبر دشاهي سړک د حفاظت تابيا وکړه ، نو د يوسف زو د تسخير اغاز ئې وکړو . په دې مهم هغه خپل يو مشهور جرنيل زين خان وليږلو . زين خان خو په کاميابۍ سره تر باجوړه ورسيد . ولې بيا چې سوات ته ننوت ، نو مشکلات ورته پيښ شول ، او د اکبر نه ئې فوځي  امداد وغوښت . د زين خان د امداد دپاره دوه فوځونه د دوو جرنيلانو (( بيربل )) او (( حکيم ابوالفتح )) په مشرۍ وليږلى شول . دا دواړه داسې جرنيلان وو، چې د جنگ ميدان ئې چيرته نه ووليدلى . او دا په دې خبره دلالت کوي ،چې اکبر دپښتنو فوځي طاقت ته ډير کم اهميت ورکړى و ، د بيربل فوځ خو هډو د يوسف زو په غرونو کې د تير يدو جوگه ثابت نه شو . نو د اکبر په حکم دواړه فوځونه يو ځاى شول . ددې مشتر ک فوځ په کوشش زين خان ته دا موقع حاصله شوه، چې هغه په چکدره کې خپل کيمپ قايم کړ او د ملاکنډ دره ئې قابو کړه . او د بيربل او ابوالفتح فوځونو  ته ئې د ملاکنډ په درې د تيريدلو موقع پيدا کړه ، او درې واړه فوځونه په چکدره کې يو ځاى شول .

          فيصله په دې وشوه ،چې درې واړه فوځونه به يو ځاى روانيږي بيربل د ډير هيبت نه دوړاندې فوځ کمان واخست . ابوالفتح  مخکې شو او زين خان په وروستي فوځ کې  د کړاکړ تر درې خودوى په خيريت ورسيدل ،خو چې د کړاکړ په دره کې ورننو تل نو پښتنو پرې تورې نورې جوړې کړې . ټوله ورځ پښتنو په مــغــل فـــوځ د زړه ارمـــانـــونـــه وويـــســـتـــل  اوپــه ډير بدحال مغول فوځ ميداني علاقې ته ورښکته شو . د (( ترسک))  سره نژدې درې واړه جرنيلان بياد جرگې په غرض يو ځاى شول .دلته هم زين خان د کمپ لگولو او د حفاظت په غرض د خندقونو کندلو وړانديزو کړ هغه دا ووى ،چې څو ورځې ايساريدل او د فوځ تنظيم پکار دى . او که مونږ څو ورځى ايسار شو او امنيتي تدابير ونيسو نو د پښتنو لښکر به پخپله خور شي ځکه چې دپښتنو قبايلي لښکر سره نه خو د ډيرو ورځو دپاره د خوراک شيان وى او نه د جنگ سامان . د زين خان دا تجويز هم ډير معقول وو ، او که چيرې په دې  عمل شوى وى ،نو ممکنه وه چې مغول فوځ د راتلونکي تباهي نه بچ شوى وى . ليکن بيربل دلته هم پښې وخويلولى، او د زين خان ټول معقول تجويزونه ئى رد کړل . دا ځل هم بيربل وړاندې روان شو او زين خان وروسته .

          د بيربل فوځ چې د ډگر په سويل کړ پې ته ورسيد دا خيال ئې وکړ، چې هدف نژدې دى ولې ډير زرد هغه په اميدونو يخې او به توې شوې . د ملندرې پورې يوه سخته  او تنگه کڅۍ لا د دوى وړاندې وه . اوپه دې ټوله لار د غرونو په څو کو او اړخونو کې دوه ښه پښتانه ددوى (( هر کلي ته ولاړوو  . دپښتنو په ليدو د بيربل او ابوالفتح د فوځونو وار نور هم خطا شو او چې کوم وخت پښتنو پر دوى د کاڼو او غشو باران  وورولو نو د مغل فوځ تنظيم او ترتيب بالکل وران شو . په دوى داسې ويره غالبه شوه ،چې هر سپاهي به د بل نه د وړاندې کيدو کوشش کولو . د وار خطائي په دې منډو تر ړو کې ټوله لاره د مغولو د مړونه ډکه شوه .  څوک په کندو کې او غورځيدل . د يوبل نه د وړاندې کيدو په کوشش کې اسونه ، فيلان او بنيادم ټول تباه شول ، او بيربل هم په دې کې غائب شو . ابوالفتح د ويرې نه په يو جاړه کې غلى شوى وو ، او چې د زين خان فوځ را ورسيد نو د هغه په غړو کې هم  ساراغله . دزين خان په رارسيدو مغول فوځ بيا څه نيمگړى را غونډ شو . ولې پښتانه هم ور پسې سم لگيدلي وو . ټوله ورځ مغول فوځ دپښتنو د لاسه وځپلى  شو . اوپه ډيرو خوارو تر ملندرې را اورسيدل . د شپې بيا په مغول فوځ کې د پښتنو د حملې گنگوسه خوره شوه . او دوى بيا داسې وار خطا شول ،چې د ځان د حفاظت په غرض ئى چې به کومه مخه په سمه راتله په هغه مخه تښتيدل . د شپې تياره او دلارو گودرونو نابلدتيا د مغل فوځ تباهي نوره هم زياته کړه . ابوالفتح او زين خان هم په ډير بدحال کې وتښتيدل ، او د مغولو د اعظيم فوځ د ملندرې په کندو کپړو تالا ترغى شو . د ((بدايوني )) مطابق اته زره مغل فوځ په دې موقعه قتل شو . د اکبر نامتو جرنيل بيربل هم په مقتو لينو کې شامل و او د بيربل نه علاوه خواجه عرب بخشي ، ملا شيرين او حسن خان بيټنى ( چې د زين خان د فوځ يو ځوانمرد افسر وو ) هم وژلى شوي وو . ددې واقعې نه درې ورځې پس زين خان او ابوالفتح په بدا حوال اټک ته ورسيدل او اکبر ته ئى ددې غما کې واقعى خبر ورکړ .

          اکبر د بيربل په مرگ ډير خفگان ظاهر کړو . هغه زيات په دې خبره خفه وو، چې زين خان او ابوالفتح د بيربل دلاش په راوړلو کې ولې کامياب نه شول . چې د هغه لاش د هندو مذهب د رسوماتو مطابق سوزولى  شوى واى . ددې جرم په سزا کې اکبر د زين خان او ابوالفتح سره د ملاقات نه انکار وکړو ،او دوه ورځې ئې د حاضرۍ نه محروم کړل . او شايد چې نوريې هم محروم کړي وى ، ولې په دريمه ورځ په اټک باندې د يوسفزو د حملې گنگوسه خوره شوه ،نو د اکبر سره هم ويره پيدا شوه ، ځکه هغه د حفاظت او راتلونکو اقداماتو د تجويزونو او مشورو په غرض دوى ته د حاضرۍ اجازت ورکړو 4) (

          دا جگړه چې جلال الدين اکبر  دپښتنو پر ضد وکړه لومړنۍ سخته ماتې وه چې دوى وخوړه . جلال الدين اکبر  د خپل ژوند تر وروستۍ مودې پورې په دې باندې په غوڅه توگه بريالى نشو، چې دپښتنو په ټولو سيمو کې مسلط شي او ددوى څخه ماليه تر لاسه کړي . دغه ماته گورگاني واکمنانو ته يو لوى درس و، چې دوى بايد ددې نه عبرت اخستى واى او خپل استعماري سياست ته يې د نورو قومونوپه سيمو کې د پاى ټکى ايښى واى . د گورگاني  واکمنانوددې ماتې څخه مونږ داسې نتيجه اخلو چې دې و نشو کولى چې په پوره او بشپړه   

توگه د پښتنو په سيمو کې حاکميت تر لاسه کړي . ددې جگړې د نتايجو په باره کې او همدارنگه په دغه جگړه کې د پښتنو د مقاومت او ميړانې په برخه کې د سر اولف کارو د پښتانه (( پټانز)) د کتاب مؤلف په ١٩٤٧ ميلادى کال کې د سوات د ايالت له حاکم مياگل شهزاده عبدالودود سره مرکه کړى ده، چې ددې مرکې لنډيز دلته وړاندې کيږي : په ١٩٤٧ ميلادى کال کې د سوات د ايالت له حاکم مياگل شهزاده عبدالودود سره د کړاکړله غاښي څخه تير شوم ،چې دا غاښى سوات او بونير سره بيلوى . دې غاښي څخه چې مونږ تيريدو ډيره ښکلې سيمه وه اوله بريکوټ څخه مخ په لوړه ځي او احتمالاً دا به د لوى سکندر برتيرياBazira وي . شمالي خوا يانې د سوات غاړه د نښترو له ونو څخه پوښلې ده اوهرې خواته د ځنگلو ټوټې پرتې دي ، چپ اوشرق ته دايلم لوړه څو که ښکاري ،چې د سيمې شمالي اوږده جوړ وي . د څوکې په سر کې د جنوب خواته همدا ايلم سم پرې شوى او د بونير د کاسې خواته ښکته لويدلى دى ، دا هغه سيمې دي چې د اکبر پوځونو په لومړي وخت کې د يوسفزو له خوا دلته په سوات او بونير کې ماتې خوړلې و ه (( ١٥٨٦ ميلادى _ ٩٩٥ هـ ق )) .

          ماله مياگل څخه وپوښتل چې ددغو جگړو په باره کې معلومات راکړي . ده ته ټوله کيسه معلومه وه . ده د غازيانو په باب خبرې وکړې . ده ته ټول قوماندانان معلوم وو . ده د ماتې او برياليتوب د ليلونه بيان کړل . مگر تر ټولو مهم او د يادونې وړ خبره يوه جمله وه هغـــــه داچــــې : ده وويل : هيڅکله اپريدو، له اکبر او او رنگ زيب څخه نيولى بيا تر درانيو پورې ، د چا متابعت نه دى کړى او د هيڅ امپراتورۍ تر ادارې لاندې نه وو . دا ادعا سمه ده . د دير ، سوات او بونير خلکو ډ هلي يا کابل ته ماليه نه ورکوله . دوى هيڅ پر دي او بانديني سيستم ته اطاعت نه کاوه . د مياگل مفکوره بل ډول فکري تحريک هم لري ، هغه دا چې پخوانۍ خبرې او د نيکو نو کړه وړه بايد هير نشي او ننۍ مفکورو ته ور نقل شي .

          دلته دا حقيقت روښانه دى . حوادث په شفاهي توگه له يوه څخه  بل ته د کيسو په شکل ويل کيږي او په ذهن کې ساتل کيږي . دا پوره ارزښت لري ،چې دپښتنو د آزادۍ د خيال په باره کې پخپله د مغولو اسناد وپلټو . له يوى خوا پښتنو هيڅکله ملا نه ده ټيټه کړې او پلار خپل زوى ته دا نصيحت کړى دى ،چې د پردو پر ضد و دريږي ، لکه چې د اکبر قومونو په بونير کې ماته وخوړه . له بلې خوا دا چې امپراتور د سخت دريځو خوا نيولې وه او يوسفزي د سخت دريځو په خوانه وو ولاړ او دوى له اکبر سره مخالفت کاوه ( 5 ) .  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

1_ ظفر کاکا خيل _ سيد بهادر شاه _ پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ پيښور ١٩٢٤ م _ ( ٦١٠ _ ٦١١ مخونه )

2_ سراولف کارو _ د پښتانه  پټاتر _ ژباړن : الحاج شيرمحمد کريمي _ ١٣٨٣ هـ  ش پيښور_ ( ٣١٨ مخ ) .

3_ پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ ( ٧٠٠ _ ٧٠١ _ ٧٠٢ مخونه )

4_ پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ ( ٦٩٦ _ ٦٩٨ مخونه )

5 _ پښتانه (( پټانز )) _ ليکوال : سراولف کارو ، ژباړن : الحاج شير محمد کريمى _پيښور ١٣٨٣هـ ش _ ( ٣٠٩ _ ٣١٠ مخونه)