څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د جلال الدین اکبر په دوره کې اداري سیستم
په هند کې د گورگاني پاچاهانو ملکي او نظامي اداري سیستم د لودي کورنۍ او د شیر شاه سوري د کورنۍ د اداري سیستم په شان وو . د هغوی او ددوي په ادارى سیستم کې ډیر لږ فرق موجود وو . داکبر په زمانه کې د ادارې سیستم ډیره مهمه څانگه دمالې څانگه وه . بله مشهوره اداري شعبه د مذهبي امورو شعبه وه . د جلال الدین اکبر د زمانې د ملکي او نظامي اداراتو د جوړښت په اړه روسي تاریخ پوه ک ـ انتونووا پخپل کتاب (( تاریخ هند در قرون وسطی )) کې څرگندونې کړي دي : (( د گورگانيانو د اداري شعباتونه ډیره مهمه شعبه مالي شعبه وه . ددې شعبې په سر کې دیوان ځاى لاره . جگ پوړي مامورین زیاتره هندوان وو .خزانه دار (( میر بخش )) جاگیرونه اداره کول . د مذهبي کارونو مربو طې شعبې ته (( صدرات )) ویل کيده ددې شعبې په سر کې (( صدر )) ځای درلود . صدر د مدني او جزایي امورو اسلامی قاضیان مقررول . په سیمو او علاقو کې ملکي او نظامي مامورینو یو ځاى خپلې دندې سر ته رسولې او یو دبل دوظایفو د نظارت مسؤل وو ))(۱).
د جلال الدین اکبر اداري تشکیلات د صوبو په تقسیماتو باندې بنا و ، چې ټوله امپراتوري په مختلفو صوبو یا ولایتونو ویشل شوې وه . بیا هره صويه په ښارونو ، ولسوالیو او کلاگانو ویشل شوې وه . دافغانستان هغه برخې ،چې ددوې تر واکمنۍ لاندې وې په څلورو صوبو باندې ویشل وې . ددې صوبو د تقسیماماتو او په دې صوبو کې د مامورینو د تنخوا او وظایفو په برخه کې پوهاند حبیبي داسې معلومات وړاندې کوي : (( . . . افغانستان یې پر څلورو صوبو ویشلی و ، چې له هغې جملې څخه کابل صوبه د بابر د شاهنشاهۍ له پیله بیا د نادر شاه افشار تر فتح پورې په ډهلې پورې اړه درلوده ، خو دویمه صوبه کندهار کله په ډهلی او کله د ایران په صفویه پورې اړه درلودلې وه . دریمه صوبه بدخشان د ډهلي د تیموریانو ، هندیانو او د هغو د پلرنیو خپلوانو تر مینځ د شخړو مورد و، څلورمه صوبه بلخ هم کله د ډهلي په بابري کهاله اړه درلودله او کله یی د توران په پادشاهانو کابل صوبې د بابر په وخت کې دده په وینا شل محله درلوده او عـایدات د یې شل لکه شاهرخې پورې وې چې لـــــه یــــو کړوړ اته ویشت لکه دام ( )سره برابرې وې . همدا صوبه د ابوالفضل په وینا له پامیر ، گلگت ، سوات ، بونیر او باجوړ څخه ترکند هاراو زابلستان پورې غځیدلې وه .
هره صوبه پر څو سرکارو ، کلاو او تاڼو ویشل کیده ، صوبه دار ملکي او نظامي آمرو ، چې تر دوولسو کروړو دامه پورې یې تنخوا رسیده . د صوبه دار تر امر لاندې یوکومکي ( موقتي نظامي آمر ) ، د تعیناتو پوځدار د دایمي نظامي آمر ، (( د لوی نظامي افسر مرستیال )) . تاڼه دار او کوټوال په مهمو مرکزونو کې د هیواد د ښارونو ، لارو او نظامي کلاو عامه امنیت اداره کولو او کله هم یوه صوبه د تیول (( اقطاع )) په توگه یو امیر ته ورکول کیده ، چې هغه ته به یې تیولدار وایه ، په هره صوبه او ښار کې د محاسبې مامور او
د مالي چارو دیوان وو ، د شرعي محکمو عدلیه چارې قاضي اداره کولې چې د لښکرو لپاره ( داردو عدالت ) یو ځانگړی عسکرى قاضي موجود و ، بخشى یو مامور و، چې د لښکر و تنخوا او لوازم یې تهیه کول ، واقعه نویس د استخباراتو او جاسوسي چارې اداره کولې ، چې په هر ځای کې یې د ((هرکاره)) په نامه جاسوسان درلودل .کله هم د ډهلي د بابر د اولادې په دربار کې د ناظم او نظامت په نامه هم فوق العاده تنظیمه ریسان په موقتي توگه د ځینو مهمو چارو لپاره ټاکل کیدل . ددغو ټولو دولتي کارکوونکیو رتبې او تنخاوې دا ډول وې : لومړی لس زری (( ده هزاری )) چې ۷۰۰ آسونه دوه سوه پیلان ، دوه سوه بار وړونکي څاروي او ۳۲۰ گاډي يې تر امر لاندې وو ،پر میاشت یې تر ۶۰ زرو روپیو تنخا اخیستله . دارتبې له لس زري (( ده هزاری )) څخه تر لس باش ((ده باشي )) پورې ۶۶ رتبو ته رسیدلې او هر منصب له کښتنۍ خوا له پنځه زري څخه د تنخا له حیثه درې مرتبې درلودلې مثلاً لومړی پنځه زری او دویم ، دریم زری . ((۲
د پورتنیو معلوماتو څخه په څرگند ډول جوتیږي ،چې په هغه زمانه کې منظم ملکي او نظامي اداري سیستم موجود و . او د هغه په څنگ کې قوانین او مقررات هم موجود وو او دا قوانین او مقررات تطبیق کیدل . د حکومتي ملکي او نظامي مامورینو تنخوا هم مناسبه وه ، نو په همدې دلیل په دې لویه امپراتوري کې د نظم او پرمختگ د ملکي او نظامي ادارتو د تنظیم په وجه مینځ ته راغلی وو ، او زیاتره د امپراتورۍ په مرکزي برخو کې ښه تطبیق کیده او د مرکز نه په لیرو سیمو او برخو کې دا قوانین او مقررات دومره د تطبیق وړنه وو . د مثال په توگه د افغانستان په زیاترو سیموکې چې د امپراتورۍ د مرکز څخه لیرې پرتې وې ، د جلال الدین اکبر د پاچاهي دپیل څخه ـ
تر پایه پورې هر وخت جنجالونه او جگړې موجودې وې . او ټول د اجنجالونه او جگړې د همدغه گورگاني واکمنانو له لاسه پیدا کیدل . هر یو یې غوښتل چې ډیرې ځمکې او ځایونه تر خپل کنترول لاندې کــــــړي او خپل تسلط او حاکمیت ته پراختیا ورکړي ، چې په نتیجه کې جنگونه او جگړی پيدا کیدلې او د امپراتورۍ هغه قوانین او مقررات چې موجود او نافذ وو تر پښو لاندې کیدل او زیاتره زیان یې عامو وگړوته رسیده .
دجلال الدین اکبر د زمانې ملکي او نظامي مامورینو ځانته نومونه او القاب لرل او د هرې دندې مامور ځانله یو مشخص نوم او لقب درلود ،مثلاً د استخباراتو د مامورنوم واقعه نویس یا هر کاره و کومکي د لوړ رتبه صاحب منصب لقب و ، تعینات دایمي ،نظامي مامور لقب وو ، تهانه دار ، قلعه دار ، او کوټوال هم بیل بیل نظامي القاب وو ، تیولدار یو نظامي او ملکي لقب و ، د محاسبې او مالي چارو مامور ته دیوان او قاضي ویل کيده، هغه مامور چې عسکر ي او ملکي مامورینو ته يې معاش ورکاوه د بخشي په نوم يا دیده ، نظم او نظامت د لوړ پوړي ملکي مامورینو لقب وو .
دغه ملکي او نظامي القاب هم د جلال الدین اکبر په زمانه کې رواج درلود او هم د نورو گورگاني پاچاهانو په زمانه کې . ددې ټولو ملکي او نظامي القابو او وظایفو په اړه به په لنډه توگه معلومات وړاندې شي :
کومکي :د نظامي صاحب منصب څخه عبارت دی ، چې د فوق العاده اختیاراتو سره په مؤقتي شکل د مشکلاتو دله مینځه وړلو لپاره يو مهم مرکز ته لیږل کیده . لکه څنگه چې د گورگاني پاچاهانو د چارو په شرح کې شامل له نظره تیریږي . يو شمیر عسکري منصبدارانو د پادشاهانو له درباره څخه د مهمو حوادثو په خاطر افغانستان ته د کومکي په شکل استول کیدل . لکه چې میر معصوم قندهاری د ((معصومي تاریخ مؤلف))په ١٠٠٧هـ ق کال کې د اکبر پاچا لخوا قندهار ته د کومکي په نوم استول شوی و . همدارنگه د اورنگ زیب په زمانه کې مغول خان او سعادت خان د کابل د کومکیانو څخه وو .
تعینات
په دې نامه باندې دایمي نظامي مامورین په هر ځای کې مقرریدل . مگر په لویو ښارونواو مهمو مرکزونو کې لکه میر معصوم په اکبري دوره کې د ۱۰۰۷ هـ ق کال په شاو خوا کې لومړی د (( کومکي )) په شکل کندهار ته راغی ، او وروسته د هغه ځای په (( تعیناتو)) کې داخل شو ، او همدارنگه مبارک خان نیازی افغان د جهانگیر په دوره کې د بنگښ او د هغه شاوخوا کې د (( تعیناتو )) څخه و ، او یعقوب خان بدخشی د جهانگیري د ورې په اتم کال کې د کابل د (( تعیناتو )) څخه وو .
فوجدار
د نظامي لوی افسر د مرستیال درجه ده ، د څو کلیو او آبادۍ لپاره یو (( فوجدار )) مقرریده ، چې د هغه لښکر سیمه اداره يې کوله ، او د شورشیانو په ټکولو کې یې هڅه کوله . لکه چې سعید خان د جهانگیر په دوره کې د نوښار او بنیر (( فوجدار)) وو ، او په دې نامه ډیر نظامي مامورین افغانستان ته راتلل .
تهاڼه دار ، قلعه دار ، کوټوال
گورگانيانو په افغانستان کې ټینگو عسکر ي قلا گانو ته ډیر ارزښت ورکاوه ، او همدغه قلعه گانې وې ، چې ډیر ځله یې لوی ښارونه لکه کابل ، کندهار او نور د دښمن له حملو څخه خوندي ساتل ، نو له همدې کبله د هند په گورگاني دوره کې په لویو ښارونو کې یو ساتونکی د (( کوټوال ))یعنې ((قلعه دار )) په نوم موجود و ، چې دغه کس په ښارکې د عمومي امنیت ، انضـــباط او ساتنې مسؤل و ، او په نوي تعبیر پولیس يې اداره کول.
تهاڼه
په سرحدونو او د هیواد په خطر ناکو لارو کې جوړیدله ، او په هغه کې یو کس د ((تهاڼه دار )) په نوم د یو گروپ کسانو سره د سرحدي کرښو او لارو د ساتنې لپاره توظیف کیده .
تیولدار
د گورگانيانو په دوره کې ځینې کلي او ځمکي د تیول په ډول هغو کسانو ته چې دربار ته نژدې وو ورکول کیدلې . تیولدار خپله مربوطه ځمکه هم اداره کوله او هم د هغې سيمې حاکم شميرل کيده ، مثلاً د شاه جهان په دوره کې په ( ۱۰۴۱ هـ ق ) کال کې عزت خان دبست تیولدار وو ، چې د ملک او دل افغان سره یې جنگونه کړي دي . ځینې وختونه یوه صوبه او ولایتونه هم شهزادگانو او امیرانو ته د تیول په ډول ورکول کیدل ، مثلاً میرزا سلیمان گورگاني د بدخشان تیولدار ، چې د گورگاني په پاچاهي کې د هغه نوم ډیر یاد شوی دی،او داکبر په دوره کې دهغه ورور محمد حکیم د کابل د تیولدار په حیث شمیرل کیده .
دیوان اوقاضي
دیوان د محاسبې مامور او د مالي چارو څارونکی و، چې د صوبه دار تر لار ښوونې لاندې یې کار کاوه ، او د خلکو معاشونه او تنخواگانې د هغه په امضا ء باندې ورکول کیدې . مثلاً د اورنگ زیب په دوره کې میر یعقوب د کابل دیوان وو ، او همدارنگه د شاه جهان په دوره کې د یانت خان د شهزاده محمد شجاع سره یو ځای د کابل د دیوان په حیث کار کاوه ، او د عالمگیر په دوره کې اسلام خان هروي ډیر وخت د کابل دیوان وو .
مگر قاضي هم د عدلي اموراتو د اجراء کولو لپاره د پادشاه د دربار لخوا مقرریده ، لکه څنگه چې ملا محمد زاهد کابلی د اکبر په دوره کې د کابل قاضی وو ، او د شاه جهان په دوره کې یې هم همدغه دنده سرته رسوله . میر حسام الدین بدخشی هم د بابر په دوره کې او هم تر هغه وروسته قاضي وو . مگر د هندپه گورگاني دوره کې ملکي او عسکري وظیفې سره جلاوې ، او د لښکر و لپاره ځانته قاضي مقرریده ، مثلاً ملا محمد فاضل بدخشی د جهانگیر په دوره کې د اردو په عدالت کې مقرر شوى و ، او د شاه جهان د پاچاهي تر اتم کاله پورې یې همدغه وظیفه سرته رسوله . همدارنگه قاضي محمد اسلم هروي، چې د اکبر په زمانه کې هند ته لاړ او دربار ته یې لاره پیدا کړه ،عسکري قاضي مقرر شو ، او د شاه جهان په دوره کې هم د لښکر قاضي وو او هم د شاه جهان امام .
بخشي
هغه مامور چې په هر ښار او هر لښکري ځای کې موجود وو ، او د هغه وظیفه عسکري او ملکي افرادوته معاش او تنخوا ورکول وو، دغه مامور د بخشی په نوم یادیده . د عسکري مختلفو ټولگیو لکه پیاده ، سواره ، احدی ، صاحب منصبو زیاتره وخت ځانگړی بخشي درلود او د خپلې فرقې سره یی سرو کار درلود . مثلاً د او رنگ زیب په دوره کې رعایت خان د احدیان بخشي وو ، او اسحق بیگ د منصبدارانو بخشي وو، او نظام الدین هروي د اکبري دورې مشهور مورخ هم د اکبر د دربار د بخشیانو په جمله کې داخل وو.
واقعه نویس او هر کاره
د هند د گورگاني دورې د مامورینو په جمله کې د واقعه نویس په نوم هم ځینې کسان وو ، چې دغه مامورینو د راپور ورکولو، استخباراتي دندې سر ته رسولې ، او په عین وخت کې د سوانح لیکلو او احصائيې لیکلو دندې هم ور په غاړه وې . سیاسي او رسمي واقعيات ، د هوا حالات ، طبیعي واقعيات، زیږیدو ، وفات کیدو او دودونو احصائيه ، د فصلونو حال احوال او د سیــــمو دواقعياتو لیکل او د پادشاه در بارته لیږل . د مامورینو عمومي وضع او د هغوی جدیت ، خیانت ، صداقت او تنبلي په باره کې خبر ورکول هم د دوی کارو . مثلاً د شاه جهان په دوره کې قاضي محمد زاهد مشهور په کابل ډیره موده د کابل واقعه نویس وو ، د عالمگیر په زمانه کې هم یو څه موده په دې ماموریت کې پاتې شو .
ځینو کسانو د (( هر کاره )) په نوم د دربار له خوا مقرریدل ، چې په مخفي توگه د خلکو د حال احوال پوښتنې یې کولې . مگر د جاسوسانو دغه گروپ په ډیر مخفیانه توگه کار کاوه .
نظم و نظامت
د ناظم دنده د نظامت په نامه یادیده . ناظمان د لویو مامورینو په حیث په صوبو کې مقریدل ، چې دغه مامورین لکه د صوبدار په شان د نظامي او ملکي مامورینو د اداره کولو مسؤل وو ، او زیاتره وخت دغه مامورین په فوق العاده ډول د لوی آمر په حیث مهمو مرکزونو ته تلل او د خپل ماموریت موقعیتونه يې تنظیمول او د اوسنۍ زمانې د تنظیمه رئیسانو په شان وو . مثلاً د شاه جهان د پاچاهي په څلورم کال کې علي مردان خان د کابل صوبې ناظم وو او تر څلورو کالو پورې يې دغه دنده سرته رسوله .
مامورین او مناصب
د هند د گورگاني پاچاهانو په دوره کې عموماً د مامورینو منصبونه د هزاري په حساب باندې تقسیم کیدل ، نظامي او ملکي مامورینو په مساویانه ډول دغه رتبې درلودلې . د اکبري دورې لوى منصب د هزاري منصب وو ، چې نژدې اوه سوه آسونه . دوه سوه پيلان ، دوه سوه باروړونکي حیوانات او درې سوه عرابې یې درلودلې او په میاشت کې شپیته زره روپۍ معاش يې درلود ، د منصب دارانو دغه رتبې ټولې دده هزاري نه تر ده باشي پورې چې (۶۶ ) رتبې کیدلې د پنجهزاري څخه ښکته هر منصب د نقدي تنخوا له کبله درې درجې درلودلې ، مثلاً اول . دوهم اودریمه پنجهزاری چې ملکي او نظامي مامورینو د خپلو خدمتونو په بدل کې لوړو رتبو ته ارتقا ء کوله ((۳ )) .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ۱ ) – ک. انتونووا – تاريخ هند در قرون وسطى – ژباړونکى : پوهاند مير حسين شاه – د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځى – د تاريخ څانگه – ١٣٦٠ هـ ل ( ٨١ مخ ) .
دام :- به حساب دوره گورگاني در هند یک دام عبارت از ۲۵ جیتل است ، که هر دام به حساب موجوده هند ۴۴،۵ پاتی است یعنی پنج پاتی و یک خمس پاتی کم که به این صورت ۵ دام = ۲ آنه موجوده هندی میشود.تاریخ افغانستان در عصر گورگانیان ـ پوهاند عبدالحی حبیبی
( ۲ )ـ حبیبی ـ پوهاند عبدالحی ـ دافغانستان تاریخ ـ ۱۳۸۲ هـ له کال ـ پیښور ۲۳۰ مخ . یبی ـ ۱۸۴ مخ.
۳-حبیبي ـ پوهاند عبدالحی ـ تاریخ افغانستان در عصر گورگانیان ـ کابل ـ ۱۳۳۰ هـ ل ـ ( ۱۸۸ ـ ۱۹۹ مخونه ) .