څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

شيخ متى (رح)

          شيخ متى (رح) د شيخ عباس زوى و ، چې عباس د عمر او عمر د خليل زوى و ، خليل دغوريا، غوريا د کند بن خرښبون زوى و . نقل کاچې شيخ متى قدس الله سره په کال ٦٢٣ هجرې کې زيږيدلى و او په عمر د پنځه شپيتو کالو د ترنگ پرغاړه وفات شو (١) . زيارت يې اوس هم د کندهار ختيځ لور ته ٥٠-٦٠ کيلومتره ليرې پريوې غونډۍ چې ((کلات)) يې بولي د (( کلات بابا )) په زيارت مشهور دى، او ډېر خلک يې زيارت ته ورځى (٢) .

          شيخ متي (رح) د خپل وخت نوميالى عارف ، عالم او فاصل شخصيت و او په خلکو کې يې ډېر مقبوليت درلود . د نوموړي د مقبوليت اندازه له دې څخه هم معلوميږي چې د سيمې خلکو هغه ته د ((بابا)) لقب ورکړې دى او افغانان د ((بابا)) لقب هغه چاته ورکوي چې په دى کې د علم يا عرفان او ياد کوم بل ملي او اجتماعي لوړ خدمت له مخې ومنل شي او ټول يې د عرفاني ، روحاني ، ملي او يا اجتماعي لارښود په توگه د زړه له کومي قبول کړي . نوموړي په هکله په پخوانيو تاريخونو او نورو کتابونو کې ډېر په زړه پورې معلومات او روايات موجود دي .

          نعمت الله هروي ، پخپل تاليف کړي کتاب ((مخزن افغاني )) کې د شيخ متي بابا په هکله ليکي چې نوموړي به خپل ژوند په عبادت او رياضت د خداى تيراوه ، خلکو پر هغه ډېره کلکه عقيده او ارادت درلود ، ډلې ډلې به راتلل او د نوموړي د مريدانو په حلقه کې به شامليدل ، تردې چې هغه په خلکو کې ډير زيات مشهور شو او د کرامت انگازې يې په خلکو کې خپرې شوې .

          همدارنگۀ د پټې خزانې مؤلف محمد هوتک وايي چې : ((شيخ متي لوى زاهد ، عابد او پر خداى (ج) مين سړى و ، عالم او د دين مرشد و او روحاني ژوند يې کاوه . ))

          ددې مشهور عارف په هکله اوس هم په خلکو کې ډېر روايات او کيسې موجودې دى چې پکې د هغه ډير کرامات او فيوضات بيان شوي دي .

          د شيخ متى بابا له مړينې څخه وروسته هم د هغه په کورنۍ کې د علم ، عرفان زهد ، تقوى او روحانيت سلسله روانه وه . لوى لوى ، عالمان ، عارفان ، ليکوالان او شاعران پکې پيدا شوي چې هر يو پخپل وخت او زمانه کې د علم ، عرفان ، او فرهنگ په برخه کې د يادونې او ستاينې وړکارونه کړي دي.

دې کورنۍ کې شيخ قاسم هم چې په ٩٥٦ هجري قمري ( ١٥٤٩م ) کال زيږيدلى د خپلې زمانې مشهور ولي او د ((تذکرة اولياى افغان )) مؤلف دي او ميا نعيم متى زى د ١٢٣٠ هجري قمري (١٨١٤م) کال په حدودو کې ددې کورنۍ يو بل عالم ، عارف او نوميالى شاعر تير شوى دى . د شيخ متي بابا اولاده اوس هم د (( د متي زي )) په نوم ياديږي .

          وايى چې شيخ متي (رح) عليه برسيره پردى چې د خپلې زمانې لوى عارف ، ولي ، د کراماتو او برکاتو خاوند ، د پښتو ژبې پياوړى او منلى صوفي او عرفاني شاعر هم و . (( د خداى مينه )) په نوم يې يو کتاب هم ليکلى و چې زياتره پکې عرفاني اشعار او مناجاتونه وو . د پټې خزانې د مؤلف محمد هوتک د وينا له مخې دا کتاب د شيخ متي بابا تر مړينې وروسته هم دده پر مزار پروت و ، زيارت کوونو به لوسته او پر هغوى به يي ډېره اغيزه کوله . (٣)

          شيخ متى په خپله کورنۍ کښى علم او زهد او تقوى او ادب په ارث پريښودل او ترده وروسته له دغى کورنۍ څخه عارفان اوشاعران او مؤلفان راووتل :

          په پښتنو کښى د شيخ متى کورنۍ په ( متى زى ) شهرت لرى او دده له زامنو څخه حسن او يوسف ډير مشهور دى چه د يوسف زوى شيخ کټه يو لوى عارف او د پښتو ژبى مؤلف د (٧٥٠هـ ) په حدودو کښى تير شوى دى او د ((لرغونى پښتانه )) کتاب ئى ليکلى دى بل مشهور عارف له دې خاندانه شيخ قدم د محمد زاهد د مير داد د سلطان زوى دى چه سلطان هم د شيخ کټه له زامنو څخه ؤ ، شيخ قدم په سرهند کښى وفات شوى او هم هورې ښخ دى ، د (٩٦٢هـ ) په حدود کښى ژوندى ؤ ، دده زوى شيخ قاسم مشهور عارف او مؤلف دى چه په (٩٥٦ هـ ) زيږيدلى او (( تذکرة الاولياى افغان )) ئى ليکلى دى :

          ددى شيخ له زامنو څخه شيخ کبير هم په عرفان او تقوى مشهور ؤ چه دده زوى شيخ امام الدين هم په (١٠٢٠هـ ) زوکړى او (( تاريخ افغان )) او (( اولياى افغان )) دده ليکلى آثاردې او اخرنى مؤلف او شاعر له دى کورنئ څخه ميا نعيم دى چه د (١٢٣٠ هـ ) په حدودو کښى د قندهار په ناکودک کښى ژوندون کاوه .

          شيخ متى د پښتو ژبى يو خورا لوى او عرفانى شاعر دى ، چه ده په غونډان کښى يو کتاب هم کښلې ؤ چه نوم ئې ؤ د (( خداى مينه )) د پټى خزانې له ليکنى څخه داسى راوځى چه دده اشعار اکثر عرفانى او مناجاتو نه وو او په داسى ډول ويل شوى وو چه پر خلقو به ئې ډيره اغيزه کوله او زړو نه به ئې ويلى کول ددې عارف او مقتدر شاعر نور اشعار متاسفانه زمونږ په لاس کښې نشته خو د پټى خزانې مؤلف ئې دغه يوه عارفانه خوږه او مهيجه منظومه له خپله پلاره اوريدلى او داسى ئې را نقل کړيده :

            پر لويو غرو هم په دښتو کـــى                      په لوى سـهار ، په نيمو شپو کى

            په غاړه زغ او په شپيلکوکــى                       يــــا د ويـــــــــرژلو په شـــپليو کى

                                         ټول استاد ياد ، نارې سورې دى

                                         د استـــــــاد د مينــــى نندارې دى

            جنډې زرغون گه په بيديا دى                        د بــــــربـــــڼ خواته پــــــه خندا دى

            ترنــــــک چه خـړدى په ژړا دى                    دا ټـــــــول اغـــيز د مينى ستا دى

                                         ټــــــول ښکلــــل دى ستـــا له لاسـه

                                         اې د پاســــــــوا لو پاســــــه پـــــاسه

          داسى ښکارى : چه شيخ متى د خپل عصر په تصوف واقف سړ و دده  دا شعر ثابتوى چه ده په عرفان او تصوف کښې پاخه افکار درلودل او د پښتو د متصوفو شاعرانو امام گڼل کيږى چه تر ده وروسته په دغه فکر او دغه ډول ډير اشعار دروښانيانو او عبدالقادر خټک او رحمان بابا له خوا ويلى شوى دى ، مگر د شيخ متى اشعار په عرفانى دنيا کښې : يو مخصوص خوند او رنگ او قيمت لرى چه په نورو عرفانى او تصوفى اشعارو کښې نشته ځکه چه دى مخصوصاً پخپله شعر کښې جمال افکار او نظريات څرگندوى او دې کايناتو ته د ښکلا او جمال پلټلو په سترگه گورى .

          شيخ متى له هغو له مړيو خلقو څخه دى چه پښتو شعر ته ئې يو فلسفى ښکلى رنگ ورکړى دى او د جماليت ټکى ئې ښه روڼ کړى دى مگر دده فکر تل له مادى خوا څخه معنوى او الهى افکار و ته ميل لرى، له مادى اشکالو څخه تل معنوى او مافوق الطبيعه نتايج اخلى ، او يوازى د ماديت په ستاينه کښې ځان نه ډوبوى . (٤)

منابع او ماخذونه

          (١)- پټه خزانه ، محمد هوتک بن داود ، کابل ، ٣٥٤ ( هـ ل ، (١١ مخ ) .

          (٢)- څېړنوال سيد محى الدين هاشمي ، د افغانستان مشاهير ، پيښور ، ١٣٧٨ هـ ل ، (٩ مخ ) .

          (٣)- پورتنۍ اثر ( ٧ ، ٨ مخونه ) .

          (٤)- پوهاند عبدالحى حبيبى ، د پښتو ادبياتو تاريخ دوهم ټوک ، کابل ، ١٣٤٨