لیکوال: تلباک نظروف او عبدالنبي ستار زاده

ژباړن: څیړونکی عبدالرحیم بختانی

 

 

 

په معاصره دوره کې د تاجکستان جمهوریت د خارجي سیاست اساسي لورې……لومړی برخه

۱ـ د تاجکستان جمهوریت او د روسیې فدراتیف.

سره له دی چې د تاجکستان جمهوریت د روسیې فدراتیف سره هم سرحد او ګاونډوې نه دی، مګر د نولسمې پیړۍ د پېل نه تر ننه پورې له دغه هیواد سره جیوپولیتیکي، سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، او د شوروی اتحاد د تجزیې څخه وروسته د تاجکستان د سرحداتو ساتنه د روسي ساتونکو لخوا ترسره کیږي. همدارنګه نن هم روسیه په سیمه او نړۍ کې ( د سیمې اساسي لوبغاړي) په توګه ( مرکزي رول) لری، او د تير په څیر یې دغه رول ساتلی دی. تاجکستان په دی اړه دغه هیواد ته په پورتنیو موضوعاتو کې د لومړیتوب حق ورکوي، او دغه هیواد د خپل اقتصادي شریکانو په ډله کې حسابوي. تاجکستان باور دې. چې له روسیې سره ستراتیژیکې، اقتصادي، تجارتي، نظامي او فرهنګي همکارۍ د سیاسي، ټولنیزې او امنیتي ټیکاو لامل کیدای شي.

کله چې تاجکستان خپله ازادې ترلاسه کړه، د روسیې او تاجکستان تاریخ کې نوی پاڼه پرانستله شوه. روسیه د هغه لومړینو هیوادونو په کتار کې راځي چې له ټولو وړاندې د روسیې  استقلال په رسمیت وپیژند.

د ۱۹۹۲م د اپریل د میاشتې په اتمه نېټه کې د دوشنبې په ښار کې د روسیې او تاجکستان تر مینځ د دیپلوماتیکو اړیکو تړون لاسلیک شو.

د ۱۹۹۲ د مئ د پر څلورمه نېټه کې د روسیې فدراتیف سفارت د دوشنبې په ښار کې پرانستل شو، او د همدې کال په جولای کې د تاجکستان په جمهوریت کې د روسیې لومړی سفیر م. ی سینکیویچ خپل باور لیک وړاندې کړ، او په کار باندې یې پېل وکړ. همدرانګه د تاجکستان جمهوریت پخپل وار  د ۱۹۹۳ز د ډیسمبر په میاشت کې خپل سفارت په مسکو کې پرانیست، او ر. میرزایف د تاجکستان جمهوریت د سفیر او فوق العاده استازې په توګه وټاکل شو.

د تاجکستان سره د روسیې اړیکې او مرستې د لومړیو وختونو څخه هر اړخیزې دي، چې نژدې ټولې برحې له په بر کې نیسي لکه: سیاسي، اقتصادي، تجارتي، پوځي، بشري، مالیاتي،بریښنا او د سونګ مواد، صنعتي، صنعتي کوپراتیفونه، له هیواد څخه دفاع، فوق العاده حالت او نور.

په ځانګړې توګه د روسیې او تاجکستان په منځ کې دوه اړخیزې سیاسي اړیکې په ډېر ځله سطح کې پرمختګ کړي دي. تاجکستان او روسیه په اکثرو نړیوالو او سیمه ییزو کلیدي سیاسي مسایلو کې یو شان او نږدې دریځ لری. د دوی د مرستې روښانه بیلګې په نړیواله کچه  د دوی ګډې هڅې او همدارنګه په افغانستان کې د اقتصادي بیارغوني او د سولې په راوستلو کې د دوی ورته دریځ دي.

تاجکستان او روسیه یو له بل سره ګډې دندې لري، د مثال په ډول په سیمه او پخوانې شوروي اتحاد کې د امنیت او آرامې ټینګښت، د معاصرې دورې د نوو ګواښونو یعنې د تروریزم، اکستریمیزم، د وسلې او مخدره توکو قاچاق، مافیایې جنایتونه او د نورو په مقابل کې مبارزه کول دی.

په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاینې په تأمین کې د تاجکستان او روسیې سیاسي هلې ځلې ډېر ګټور تمام شو. په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاینې په تأمین کې روسیه حل کوونکی رول ولوبول. د تاجکانو ترمینځ د سولې مذاکرات د ۱۹۹۴م د اپریل پر پنځمه نېټه د روسیې په پلازمیه یعنې د مسکو په ښار کې پېل شو. دغه مذاکرات د ۱۹۹۷ز د جون پر مه نېټه ( په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاینې تړون) په لاسلیک کیدو سره پای ته ورسید.

روسیه او تاجکستان د اړیکو له پېل څخه د پوځي او پوځي تخنیکونو په برخه کې ګټورې همکارۍ درلودلی. دغه مرستې په تیرو دورو کې د نورو مرستو په نسبت لومړیتوب درلودل. روسیې سرتیري د افغانستان او تاجکستان په سرحداتو کې، په تاجکستان او سیمه کې د امنیت په تأمین کې مهم رول ولوبول.

( د روسیې او تاجکستان ترمینځ د تاجکستان د روسیې د پوځي اډې د جوړیدو په اړه تړون) چې د ۱۹۹۹ م  پر۱۶مه نېټه د دواړو هیوادونو لخوا په تصویب ورسید، ۲۰۱ لمبر غند د روسیې د پوځي اډې په توګه ومنل شو. د ۱۹۹۳ کال تړون د ۹می مادي په اساس د تاجکستان د سرحدي پوځونو تر تشکیل او تقویه کیدو پورې د تاجکستان د سرحدې سیمو د ساتنی او امنیت مسؤلیت د روسیې پوځونو غاړه دې. مګر د تاجکستان سره د روسیې پوځي او تخنیکي همکارۍ او په خاصه توګه د روسیې سرتیري دندې دوام لري. یوازې ددې همکارۍ  شکل بڼې بدلون دی.

د دواړو هیوادونو ترمینځ پارلماني همکاري هم په ښه توګه دوام لري. د روسیې پارلماني استازې په منظم ډول تاجکستان ته راځي او د تاجکستان مهمو سیاسي، ټولنیزو او نورو اړینو مسایلو ته پاملرنه کوي.

د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان عالي مجلس ته (۲۰۰۴اپریل په ۳۰مه) نېټه په خپله وینا کې په تیرولسو کلونو کې د روسیې او تاجکستان د ښو اړیکو په اړه په خواشینۍ سره وویل: ( د هغه کوښښونو سره سره چې مونږ د دیارلسو کلونو په جریان کې په ټینګار سره کړي وو، چې د تاجکستان او روسیې د اقتصادي همکارۍ درجه د دواړو هیوادونو په ګټه او د وخت د اړتیا په پرتله نه دي).

د روسیې او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو فعال کیدل یوازی په ۲۰۰۳ـ۲۰۰۴ م کلونو کې څرګند شو. ددی نه څرکندیږي چې روسیې له  ډېرو کلونو څخه وروسته پریکړه وکړه، چې په تاجکستان کې خپل اقتصادي حضور ته پر اختیار ورکړي. د ۲۰۰۳م کال د مئ  پر په ۱۵مه نېټه د روسیې فدراتیف جمهوریت د ( ګازیروم) شرکت د تاجکستان له حکومت سره د ګاز په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ. همدارنګه په ۲۰۰۴م کې روسیې له تاجکستان سره د بریښنا او انرژې د ذخېرو څخه د ګټې اخستلو او د ( روغون) او ( سنګ توده) د بریښنا اسټیشن د جوړولو په اړه خبرې اترې پېل کړل. د ۲۰۰۴ م په فبرورۍ کې د تاجکستان حکومت او سوردلفسک حکومتونو ترمینځ د همکارۍ تړونونه لاسلیک شو. دا ټول ددې شاهدې ورکوي چې د تاجکستان او روسیې ترمینځ اقتصادي اړیکې د (رکود) د حالت څخه وتلی دی.

له تاجکستان جمهوریت سره د روسیې فدراتیف جمهوریت اقتصادي اړیکې د ډېرو کلونو راهیسې موجود وي. دغه اړیکې د ۲۰۰۴ م د جون او جولای د میاشتو د هغه سفرونو څخه وروسته چې د مسکو او سوچي په ښارونو کې د روسیې او تاجکستان د جمهور رئيسانو د ملاقاتونو نه وروسته او همدارنګه د روسیې جمهور رئيس و. د پوتین د سفر په ترڅ کې چې د ۲۰۰۴ م د اکتوبر په میاشت کې د دوشنبې په ښار کې وشو حل و فصل او عملی شو. د روسیې فدراتیف جمهوریت چمتووالې څرګند کړ چې د څو راتلونکی کلونو په اوږدو کې به دوه میلیونه امریکایی ډالر د تاجکستان د اقتصاد په برخه کې پانګه اچونه کوي. د روسیې جمهور رئيس په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تړون د لاسلیک څخه وروسته وکړ داسې اعتراف وکړ: ( موږ څو کلونو وروسته دغه کار ترسره کړ، تاسې پخپله پوهیږي چې دغه سندونه د هغه د ارقامو له مخې هم ډېر دی. ددې لپاره چې دا کارونه ښه ترسره شوی وای وخت ته اړتیاوه، تر څو موږ د هغی لپاره تیارې ونیول) پورتنې دلیل چې و. و. پوتین د تاجکستان سره د روسیې سره د اقتصادي اړیکو د ځنډیدو په اړه وویل غلط نه دی، مګر نور جدي علتونه هم لري، زموږ په نظر یو دلیل یې دادی، چې د روسیې رهبران د اروپایي، امریکايي او نورو مترقي هیوادونو سره د سیاسي اړیکو د ټینګیدو لېوالتیا لري. هغه هیوادونه څخه چې پخوا د روسیې سره هم پیمان وو لکه تاجکستان د هغوې نه خپل مخ ګرځوي. د هغوې سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو په درلودلو کې د خپلو ملي ګټو په خلاف کار بولی.

د روسیې فدراتیف جمهوریت د تاجکستان په خاوره کې د ټولو نه مخکې نظامي هدف درلود. کله چې د تاجکستان په خاوره کې د روسیې د نظامي اډ‌ې د جوړیدو مسایل د روسیې په ګټه حل و فصل شو، روسیه له هغې نه وروسته د تاجکستان سره اقتصادي همکاریو پریکړه وکړه. بل دلیل چې روسیه د تاجکستان سره اقتصادي همکارۍ ته مخه کړه دادی چې کله د ایران اسلامي جمهوریت او تاجکستان په مینځ کې د ( سنګ توده-۱) د بریښنا اسټیشن د جوړیدلو تړون لاسلیک شو. بل دلیل د لندن په بازارونو کې د المونیم قیمت او تقاضا لوړوالی دی  یوزاې د چین په بازارونو کې هرکال د المونیم اړتیا اوغوښتنه په سلو کې د ۱۰ نه تر ۱۵ پورې زیاتیږي).

د PAO (ER روسيې) شرکت د ( سنګ توده -۱) د اوبو او بریښنا دستګاه، او د ( روسال) شرکت د ( روغون) د اوبو او بریښنا دستګاه د جوړولو کار په غاړه واخستل. (سنګ توده-۱) د اوبو او بریښنا د جوړولو کار پېل شوی دی. مګر د هغه مذاکراتو څخه د (روغون) د اوبو او بریښنا دستګاه دجوړولو لپاره د تاجکستان د مقاماتو او ( روسال) شرکت د رهبرانو ترمینځ جریان لري داسې معلومیږي چې ددی پروژی سرته رسول تر سوال لاندې. ددې شک او تردید د لری کولو لپاره د روسیې جمهور رئيس و.و. پوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ترمنځ د ۲۰۰۶م د جولای د په کتنه کې د تاجکستان مقاماتو ته څرګنده شوه چې مقابل لورې ددی پروژی کار پای ته نه رسوی.

د دوشنبې په ښار کې د امریکا سفیر ریچارد هوګلن په دې برخه کې چې د روسیې او تاجکستان ترمینځ د ( روغون) د اوبو بریښنا د جوړولو کار په اړه یوازې خبرې شوې او عملي شوی نه دی د ۲۰۰۶ م د جون پر ۱۹مه نېټه کې وویل چې : زموږ هیواد هیڅکله وعده نه کوی، مګر په تاجکستان کې عملی کارونه سرته رسوی(۱).

د روسیې او تاجکستان په اړیکو کې داندیښنې وړ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۹۹۳م تړون دی، سره له دی چې د هغه حقوقي او معیاري بنسټ ډېر غښتلی دی او عملي ډکر کې د هغه تطبیق د قناعت وړ نه دی، دواړه خواوې ( د ۱۹۹۳ م د مئ ۲۵مې نېټې د دوستي او دوه اړخیزې مرستې تړون) باندې اعتراف لري او د هغه مهمې ټکې تر اوسه پورې خپل اهمیت او ضرورت له لاسه نه دی ورکړي، د مثال په توګه نهمه ماده ( د دواړو هیوادونو د اتباعو په اړه حقوقي مرستې) یولسمه ماده ( د ملي لږکیو د حقوقو برابرول)، دیارلسمه ماده ( د بشري حقوقو په اړه د بین الاحکومتي کمیسیون جوړول)، یوویشتمه ماده ( د اطلاعاتي او فرهنګي مرکزونو پرانستل) ددې تړون ټولې مادي تر اوسه پورې عملي شوي نه دي.

ددې تړون د یوویشتمې مادي په اساس په هماغه وخت کې دواړو خواوو پریکړه کړې وه، چې په کال کې به یو ځل په منظمه توګه ددې تړون د موادو د عملي کولو په اړه یو له بل سره غونډې او مشورې کوی، مګر دغه غونډې او مشورې تراوسه پورې ترسره شوي نه دي.

د روسیې او تاجکستان ترمینځ د تجارتي او اقتصادي اړیکو په برخه کې پنځه اویا دوه اړخیزه سندونه د مالیاتو او پورونو،علم او تخنیک، ټولنیزو، ترانسپورټ، د بریښنا او انرژې او پانګه اچونی په برخو کې لاسلیک شوي دي.

ددې سندونو د وضعې نه څرګندیږي چې ځینې سندونه تراوسه پورې عملي شوي نه دي او خپل داخلي او دولتي رسمیت او یایې خپل ارزښت له لاسه ورکړي دي، که ځینې سندونه عملي شوي هم ودي  ډېر لږ دی.

تاجکستان له روسیې سره په بشري برخه کې ۲۴ سندونه لاسلیک کړي دي، چې زیاتره په فرهنګي، علمي – تخنیکي، معارف، روغتیا، اطلاعات، ورزش او سیاحت په برخه کې دي. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د هغه د عملي کیدو د پېل نه تراوسه پورې لس کاله تېر شوي، او تر اوسه پورې دا تړونونه د هر اړخیزې مرستې په برخو کې عملي شوي نه دي او د یو لاسلیک شوي سند په توګه پاتې دي.

( د روسیې او تاجکستان ترمینځ د دوه ګونې تابیعت په اړه تړون) د ۱۹۹۵م د سپتمبر پر اومه نېټه په مسکو کې د تاجکستان او روسیې د ولسمشرانو لخوا لاسلیک شو، او بیا دغه تړون د تاجکستان د عالي مجلس لخوا د ۱۹۹۵ م  د سپتمبر په ۴مه نېټه، او د  روسیې د دولتي دوما لخوا د ۱۹۹۶ م د ډیسمبر پر ۱۵مه نېټه تائيد او ومنل شو، او د ۱۹۹۷ م د اپریل پر ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ښار کې دغه پریکړې یو بل ته وسپارل شوې. مګر تر ننه پورې دواړو خواوي د ذکر شوي اسنادو د تطبیق او عملي کیدو بڼه نه ده غوره کړې.

د تاجکستان او فدراتیفې روسیې ترمنځ ډیر مسایل دي چې تر اوسه پورې حل شوي نه دي، چې له هغې جملې څخه یوه هم په روسیه کې د تاجکستان د اقتصادي مهاجرینو د مسایلو ترتیب او تنظیم دی، ( په روسیه کې د تاجکستان د اقتصادي مهاجرینو د کار او د حقوقو د ساتنې په اړه تړون) چې د تاجکستان جمهوریت له لورې ترتیب شوی وو، د ۲۰۰۲م د نومبر د نه تر ۲۰۰۴ م د اکتوبر تر میاشتې پورې د روسیې حکومت تر غور او بررسی لاندې وو، او په پای کې د فدراتیفې روسیې د جمهور رئيس و.و. پوتین تاجکستان ته د رسمې سفر په ترڅ کې د نورو نظامي مسایلو سره یوځای د دواړو خواوو لاسلیک کړ.

د روسیې د لورې شرط همدا وو، مسکو ددې تړون لاسلیک د سیاسي مسایلو په کتار کې شمیرل، حال دا چې د اقتصادي مهاجرینو مسله یوه ټولنیزه مسله ده، نه یوه سیاسي مسله. په روسیه کې د اقتصادي مهاجرینو حقوقي وضعیت نن هم ښه نه دی او ښه کیدو ته اړتیا لري.

د فدراتیفې روسې په مطبوعاتو کې، په فدرالی راډیوګانو او تلویزیونونو کې هغوې  په خپله اعتراف کوي چې ددغو مهاجرینو شمیر ډېر نه دي، مګر دغه مهاجرین د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولی شوې. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د افغانستان مخدره توکې په سلو کې پنځوس د ایران او پاکستان، په سلو کې ۱۷،۱ د ازبکستان، په سلو کې ۱۲،۷ د قزاقستان او په سلو کې ۱۳،۶ د تاجکستان له لارې د روسیې، د سیمې هیوادونو او نورو هیوادونو ته لیږل کیږي. همدارنګه د تاجکستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې دارګان د راپور له مخې تاجکستان په نړۍ کې د مخدره موادو په نیولو او مبارزه کې څلورم مقام ترلاسه کړي دي.

د تاجکستان لورې د روسانو پاملرنه د دولت په اړه دغو نامطلوبو مسایلو ته واړوله، د هغې له جملې څخه د ۲۰۰۲ م د نومبر پر ۲۵مه نېټه د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان د فدراتیفې روسیې د سفیر او فوق العاده استازې م. پیشکوف د منلو په وخت کې د هغه پاملرنه دی خبرې ته واړوله چې په روسیه کې په مطبوعاتو او انترنېټي خبرونو کې هغه مرکې او خبرونه خپریږي چې په روسیه کې د تاجکستان د اتباعو او د تاجکستان اقتصادي مهاجرینو د بدنامولو لپاره جریان لري. هغوې د قانون په ماتولو او نورو پلمو له روسیې څخه وتلو ته مجبوروی، لکه چې د ۲۰۰۲م د نومبر پر ۲۱مه نېټه دا کار شوی دی. همدرانګه د تاجکستان ولسمشر رئيس امام علي رحمان د هغو پیښو خپله اندیښنه وښودله چې د تاجکستان د اتباعو لخوا په روسیه کې ترسره کیږي، او هیله یې وکړه چې د روسیې سفیر د هغه دا اندیښنه د روسیې رهبرانو ته ورسوی.

په روسیه کې د تاجکستان د اقتصادي مهاجرینو د وضعې موضوع د کیف په ښار کې د دواړو هیوادونو د جمهور رئيسانو د هغه غیر رسمې ملاقاتو په ترڅ کې تر څیړنې لاندې ونیول شوه، چې په ۲۰۰۳ م د جنوری پر ۲۸ مه نېټه کې د همګټو دولتونو د جمهور رئيسانو غونډه جوړه شوی وه. په دې  لیدنو کې دواړه خواوې پراې سلا شوي چې نوموړي ستونزې باید د دواړو هیوادونو ترمینځ د متقابلي ګټورې مرستې خنډ ونه ګرځي. همدرانګه دواړه خواوي په دې سلا شول چې د پیښې شوې ستونزې د مینځه وړلو لپاره لازم تدبیرونه ونیسی.

د فدراتیفي روسیې سره د هر اړخیزې ګټورې همکارۍ پراختیا په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او پوځي برخو کې د تاجکستان جمهوریت د ملي ګټو سره موافق کار دی. د تاجکستان د ولسمشر امام علی رحمان په نظر د روسیې جیوپولیتکي ګټې ( په هيڅ ډول د تاجکستان د ملي او ستراتیژي ګټو په زیان نه دي) (۲). سره له دی، هغه په دې باور دی، چې ( روسیه نه یوازې د همګټو دولتونو په اتحاد کې اساسي ستراتیژیکي شریک دی، بلکې په نړیواله کچه کې وو او دي) (۳). سره له دی چې د تاجکستان او روسیې په اړیکو کې ځینې وخت خنډونه پیدا کیږي ددې له جملې څخه یو هم ( مطبوعاتي جنګونه دی) چې په دې جنګونو کې د دولتي دوما وکیلان هم ګډون کړی و، او خپل ستراتیژيک موقعیت یې ته تغیر نه دی ورکړي (۴).

د تاجکستان جمهوریت د پخوانې شوروي اتحاد جمهوریتونه لکه اوکراین، بیلاروسیه، ملداویا، آذربایجان، ګرجستان، ازمنستان، لیتوا، لاتویا او استونیا سره سیاسي پیوستون درلود. دغه پخوانې سیاسي پیوستون د دوی ترمینځ اقتصادي پیوستون منځ ته کړ، دغه پیوستون تردې اندازې پورې د اهمیت وړ دی چې د یو بل د ملاتړ نه پرته فعالیت نشی کولی ددې اړیکو د پرې کیدو په نتیجه کې د تاجکستان جمهوریت ډېرې صنعتي او زراعتي کارونه د ځند سره مخ شول.

د تاجکستان جمهوریت، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت او د تاجکستان بهرنې موسسي د دولتي استقلال د ترلاسه کولو د پېل نه تر اوسه پورې کوښښ کوي، تر څو د پخوانې شوروي اتحاد د ټولو هیوادونو سره دیپلوماتیکي، تجارتي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي. مګر له دغو هېلو تر اوسه د عمل جامه نه ده اغوستې. دغه حالت څو دلیلونه لري، اصلي دلیل یې دادی چې د پخوانې شوروي اتحاد د تجزیې نه مخکې او د هغې نه وروسته د پخوانې شوروي اتحاد ځینې جمهوریتونه،چې څو لسیزې په یو ټولینز او سیاسي نظام کې شامل وو، د پخوانې شوروي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته خپل سیاسي او ټولنیز لورې ته بدلون ورکړ او هر یو کوښښ کاوه چې د سیاست په ډکر کې ځان له مسکو څخه لری کړي، په همدې دلیل ځینې جمهوریتونه د هر هغه اړیکو څخه چې پخوانې نظام پورې اړه درلوده ځان لری کاوه. دغه نظر په ځانګړې توګه د بالتیک په هیوادونو (لاتویا، لیتوا او استونیا) کې ډیر احساس کیدل. تر ننه پورې تاجکستان یوازې په دی بریالی شوی دی، چې په ۱۹۹۹م په لاتویا کې خپل تجارتي نمایندګي خلاص کړي. ګرجستان او اوکراین زیاتره غربي هیوادونو، اروپا او امریکا ته سیاسي تمایلات لري. دغه هیوادونه په تېره بیا اوکراین، آذربایجان او ملداویا د همګټو هیوادونو په اتحاد کې رسماً داخل دی او د هغوې په غونډه کې ګډون کوي، مګر عملاً ددې سازمان په چوکاټ کې خپل مستقل سیاست پرمخ وړي.

ددی دلیلونو نه پرته چې په پورته ډول یادونه یې وشوه، چې هغه سیاسي دلیلونه وو، نور عوامل هم لري، د مثال په ډول ددې هیوادونو جغرافیاي موقعیت او د مستقیم ترانسپورتی وسایلو نشتوالي د تاجکستان جمهوریت د بالتیک جمهوریتونو او قفقاز جمهوریتونو سره د نژدې او پراخ اقتصادي او تجارتي اړیکو د نه ټینګیدو لامل شوي..

ترننه پورې د تاجکستان او آ‌ذربایجان ترمینځ یوازې یو سند، او د تاجکستان او ګرجستان ترمینځ یوازې دوه سندونه لاسلیک شوي دي.

د پخوانې شوروي اتحاد له هیوادونو څخه چې په اروپا او قفقاز کې موقعیت لري، او موږ د هغی یادونه وکړه. د تاجکستان جمهوریت د اوکراین، بیلاروسیه او ملداویا سره نسبتاً ښې اړیکې ټینګې کړي دي. اوس دغه هیوادونه د تاجکستان جمهوریت د ولسمشر امام علي رحمان د رسمې سفرونو وروسته ( کینو د ۲۰۰۱ م د جولای، مینک د ۲۰۰۱م د جون، ایریوان د ۲۰۰۳م د نومبر ۲۵مه)، او د بیلاروسیې جمهوریت ولسمشر ا. لوکاشینکه رسمې سفر( د ۲۰۰۰م کال د اپریل ۵-۴ مه نېټه)، د اوکراین جمهوریت د ولسمشر ل. كوچما رسمې سفر (۲۰۰۳م کال د اپریل ۱۰-۸مه نېټه)، د ملداویا جمهوریت د ولسمشر و.و. بروتین رسمې سفر (د ۲۰۰۲م کال د نومبر ۷-۵ مه نېټه)، د ارمنستان جمهوریت د ولسمشر پ.کاچریان رسمې سفر ( د ۲۰۰۲م کال د نومبر ۲۶-۲۵ مه نېټه) او د بهرینو چاور وزیرانو او حکومتي استازو د سفرونو په ترڅ کې اساسي سندونه لکه( د دوستۍ او همکارۍ په اړه تړون) لاسلیک شو. د ټولنیزو او اقتصادي همکاریو په اړه د نړیوالو کمیسیونونو د غونډو جوړیدل د تاجکستان او بیلاروسیې، اوکراین، ملداویا او ارمنستان په منځ کې د هر اړخیزې همکارې د شرایطو په برابرولو کې مرسته کړي ده.

له دې وروسته هیڅ وخت ددې هیوادونو ترمنځ د هر اړخیزې اړیکې د پراختیا مخه ته شي نیول کیدای. موږ باید په دې باندې بریالی شو چې ددغو هیوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر ځای د څو اړخیزو اړیکو ټینګولو ته پراختیا ورکړو.

نن ورځ له دغو هیوادونو سره زموږ د دولتي مناسباتو په مسایلو کې د لاسلیک شویو سندونو پلي کیدل ډېر مهم دي. په ځانګړې توګه د اوکراین، بیلاروسیه، ملداویا او همدرانګه ارمنستان د تاجکستان سره د متقابلې ګټورې مرستې غوښتونکي دي، او زموږ په هیواد کې د خپلې مرستې شرایط په ګوته کړي دي. د هغوې د اقتصادي مرستې اساسي برخې انرژې، د کانونو صنعت، کمونیکیشن او کرنیز چارې تشکیلوي.

د پخوانې شوروي اتحاد په اروپايي سیمه کې اوکراین یو مهم او اساسي هیواد دی، او په نږدې راتلونکي کې امکان لري چې د یو پرمخ تللي اروپايي هیواد په توګه وځلیږي. له همدې امله ددغه هیواد سره د تاجکستان د ښو او اړیکو درلودل ستراتیژیکي اهمیت لري او زمونږ د هیواد د ملي ګټو سره اړخ لګوي..

کوم کوښښونه چې د اوکراین جمهوریت د همګټو هیوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا او د کلیدي مسایلو د حل لپاره کوي، او همدارنګه د ازاد تجارتي سیمې او په تدریجي ډول آزاد اقتصادي میدان ته د تیریدلو په برخه کې کړي دی د قدر وړ دی. اوس مهال زموږ د یپلوماتیکي اړیکې  اوکراین له سره په روسیه کې د تاجکستان د سفارت له لارې ترسره کيږي نن ورځ ددې اړتیا پیدا شوی ده چې په اوکراین په جمهوریت کې د تاجکستان سفارت پرانستل شي.

موږ غواړو چې د آذربایجان، ګرجستان، لاتویا، لیتوا او استونیا له هیوادونو سره نژدې اړیکې ولرو، او موږ همیشه هغوې ته مکتوبونه لیږو، مګر ډېر ګلونه کیږي چې ځواب نه ورکوي او هم نه لېوالتیا نلري چې خپلې همکاري له موږ سره څرګنده کړي.

 تاجکستان او غربي هیوادونه

په تاجکستان کې د هغه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره چې پېل شوي دي، او همدارنګه ددې هیواد داخلیدل نړیوالې ټولنې ته دا غوښتنه کوي، چې  تاجکستان د نړۍ د پرمخ تللي اروپايي او سیمه ییزو هیوادونو په لومړی سر کې د امریکا د متحد ایالاتو، آلمان، فرانسه، انګلیستان، کاناډا، هسپانیه، اتریش او نورو سره دیپلوماتیکي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې ټینګې کړي، او دغه اړیکې د یې د خپلې بهرني تګلارې یوه برخه ګرځولې ده، ځکه چې یوازې د همدې کار په پروسیه زموږ هیواد چې اوس یې خپله ازادي ترلاسه کړې ده. کولی شی چې د دوی د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، علمي، تکنالوژي، فرهنګي او دولتي تجربو څخه پخپلو اقتصادي اصلاحاتو او د نوي، آزاد او دموکرات ټولنې د جوړولو لپاره ګټه واخلی.

له تاجکستان سره د اروپا، سیمې او امریکا دیپلوماتیکي، اقتصادي او تجارتي اړیکو ټینګیدل تر ننه پورې درې اساسي مرحلې لری، لومړی مرحله زموږ د هیواد د سیاسي استقلال د لاسته راوړلو له نېټې څخه پېل کیږي، او د تاجکانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو تر پېل کیدو پورې دوام لري، ( د ۱۹۹۱م د سپتمبر ۹مه – د ۱۹۹۷م کال د جون ۲۷مه).

دوهمه مرحله ( په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاینې د ټینګیدو عمومي تړون) د پلي کیدو پړاو په بر کې نیسي، چې د ملي پخلاینې د کمیسیون د فعالیتونو په کلونو پورې اړه لري، ( د ۱۹۹۷م د سپتمبر ۱۵مه-۲۰۰۰م د اپریل لومړې نېټه). او درېمه مرحله، د ملي پخلاینې د کمیسیون د فعالیتونو د پای ته رسیدلو تر ننه پورې چې د یووشتمې پیړۍ لومړنې کلونه په بر کې نیسی.

لومړی مرحله هغه دوره ده، چې غربي هیوادونه د تاجکستان د استقلال د ترلاسه کولو نه د ۵-۴ میاشتو نه وروسته یو د بل پسې زموږ د هیواد سره د دیپلوماتیکي اړیکو د ټینګولو او د دوشنبې په ښار کې د سفارتونو او نمایندګیو په پرانستلو باندې پېل وکړ. تاجکستان د امریکا متحده ایالاتو سره د (۱۹۹۲م د فبروری ۱۴مه)، له فرانسي سره د (۱۹۹۲م د مارچ ۲مه)، د المان سره د (۱۹۲۹ م د مارچ په ۱۲مه)، د کیوبا سره د (۱۹۹۲م د مارچ ۲۵مه)، د اتریش سره د (۱۹۹۲م د مارچ پر ۲۶-۲۵ مئ)، د رومانیا سره د (۱۹۹۲م د جولای) کې د یپلوماتیکي اړیکي ټینګې کړي. د ۱۹۹۲ م د مارچ پر ۱۶مه نېټه د امریکا متحده ایالاتو سفارت او د ۱۹۹۳م د جولای پر لسمه نېټه د فدرال آلمان سفارتونو د دوشنبې په ښار کې خپل فعالیت پېل وکړ.

د تاجکستان جمهوریت د ۱۹۹۲م د فبروري پر ۲۶مه نېټه د اروپا د امنیت او همکارۍ ملي سازمان او د ۱۹۹۲م د مارچ پر دوهمه نېټه د ملګرو ملتونو د سازمان په غړیتوب باندې ومنل شو.

د ۱۹۹۲م د جون په ۱۷-۱۶ مه نېټه د کیوبا او د ۱۹۹۳م د مارچ پر دوهمه نېټه د فرانسي د حکومتونو رسمې هئيتونه د دوشنبې ښار ته لنډ مهاله سفرونه درلودل.

د خواشینۍ ځای دی، چې د تاجکستان د سیاسي قوتونو مقاومت پر پوځي مقاومت واوښت، او د هغه په پایله کې د ۱۹۹۲م د مئ د پر پنځمه نېټه د تاجکستان په کې کورنۍ جګړه پېل شوه.

د تاجکستان د سیاسي او ټولنیزې نا آرامیو په پایله کې د بهرنیو هیوادونو او سازمانونو سره د تجارتي، اقتصادي او د یپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو په برخه کې خنډونه منځ ته راغلل په تېره بیاله امریکا او اروپاسره اړیکې ډېرې اغیزمنې شوې.

د تاجکستان کې د کورنۍ جګړې پېل او دوام او همدارنګه د داخلي او خارجي مهاجرینو پیدا کیدل د نړیوالی ټولنې، د سیمې هیوادونو او د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو ته د اندیښنې وړ موضوع وه. د ۱۹۹۳ م د فبروری په لومړی نېټه د ملګرو ملتونو او د ۱۹۹۴ م د مارچ کې د اروپا ملي مشورتي سازمان د استازیو دفترونه په پلازمینه دوشنبه کې پرانیستل.

ډېره لویدیز هیوادونه د هغه مذاکراتو د نتایجو په تمه کې وو چې د ۱۹۹۴م د اپریل د پر پنځمه نېټه د مسکو په ښار کې د تاجکانو ترمنځ پېل شو.

د تاجکانو ترمینځ د سولې د مذاکراتو د بریالی پای ته رسیدو په ترڅ کې له تاجکستان سره د اروپا او امریکا د دولتي اړیکو دوهم پړاو پېل شو. په دې پړاو کې لویدیزوهیوادونو پاملرنه تاجکستان ته یعنې هغه هیواد ته چې د پنځو کالو په موده کې د امریکا، اروپا او نړیوالی ټولنې په مرسته د تاجکانو ترمنځ د سولې او ملي پخلاینې پروسه په بریالیتوب سره پای ته ورسید، ډېر شو. ددې پاملرنې ډېرښت یو روښانه دلیل لري، هغه دادی چې په ۱۹۹۷م ۴۳ او په ۱۹۹۸م ۶۳ د امریکا او اروپا او بهرنیوهیوادونو دولتي استازې په مختلفو سطحو کې دوشنبې ته رسمې سفرونه وکړل. په دې پړاوکې هغه هیوادونه چې د تاجکستان استقلال په رسمیت پیژندلی وو ۱۲۵هیوادونو ته ورسیدل او د ۹۲ نورو هیوادونو سره دیپلوماتيکي اړیکې کړې وې. په دې پړاو چې د دوشنبې په ښار کې یوولس سفارتونه او د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو اوبهرنیو هیوادونو استازې په کار پېل کړي وو. د تاجکستان جمهوریت په خپل وار د امریکا په متحده ایالاتو، المان، اتریش، سویدن، بلجیم، چک او سلواک کې خپل سفارتونه پرانستل.

له تاجکستان سره دلویدیزو هیوادونو، اروپا او امریکا د اړیکو د دریم پړاو محتویات په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ م د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د واقعیاتو، د نړیوال تروریزم پر ضد د اتحاد جوړیدل او په افغانستان کې د بیارغوني او نظامي عملیاتو د پېل نه وروسته پېل شوي دي. د تاجکستان د ۲۰۰۱م له پیښو نه مخکې د طالبانو د رژیم، نړیوال تروریزم، مذهبي افراط ګرایي او د مخدره موادو د قاچاق دګواښونو په اړه نارې وهلې، او دا هیواد په سیمه کې لومړنۍ هیواد دی چې پرته د هیڅ قیداو شرط نه د تروریزم ضد نړیوال اتحاد سره چې د امریکا د متحده ایالاتو او په ناټو کې د هغه د انډیوالانو لخوا پېل شوی وو، خپل ملاتړ اعلان کړ، او دوی ته ددې عملیاتو د عملي کولو لپاره د خپل هیواد د هوا او ځمکې نه د استفاده لپاره اجازه ورکړ.

د تاجکستان جمهور رئيس د افغانستان د پیښو په اړه نه یوازې په هغه هیواد کې د ترورستي ضد عملیاتو ملاتړ وکړ بلکې په افغانستان د بیارغوني په اړه په نړیواله ټولنه کې د یوه بااعتماد او د بهرنې سیاست لرونکي هیواد په توګه هر اړخیز کوښښونه وکړل. د فرانسي د نړیوالو همکاریو وزیر شارل ژاسیلان د ۲۰۰۱ م د نومبر پر ۲۳مه نېټه د خپلو خبرو په ترڅ کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره ددې خبرې پخلې وکړ،چې (او په سیمه کې د سولې د رامنځته کولو په اړه د هغه رول زیات شوي دي) (۵). د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د هئيت مشر سناتور جوزف لیبرمان د ۲۰۰۲ م د جنوری د پر ۷مه نېټه د دوشنبې ښار ته رسمې سفر وکړ، او د تاجکستان ولسمشرامام علي رحمان سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې ( د تاجکستان د دولت مشر د ټولو هیوادونو څخه مخکې د ( طالبانو) د رژیم سیاسي خطر د سیمې د هیوادونو ته په ګوته کړې و، او خپل نظر یې څو ځلې ددې لوی تروریستي ګواښ د موجودیت په اړه څرګند کړي وو، او وړاندیز یې اوکړچې د افغانستان په سرحدونو کې دي ( امنیتي کمربند) جوړ شي (۶). د انګلستان صدراعظم تونی بیلیر له خپل هیواد سره د تاجکستان د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګیدو د لسمې کالیزې په اړه د تاجکستان  ولسمشر ته د خپل پیغام په ترڅ کې وویل، چې د دواړو هیوادونو اړیکې( نوی پړاو) ته ننوتې دي. په پیغام کې وړاندې لیکي چې: ( زه تاسو ته د هغه لاسته راوړنو مبارکي وایم چې ستاسو لخوا په افغانستان کې د تروریزم پر ضد شوی دی او د هغو مرستو نه چې د هغو په رسولو کې تاجکستان مهم رول لوبولی دي، د زړه له کومې مننه کوم) (۷).

تاجکستان ته د نړیوالی ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا او اروپايي ټولنې د پاملرنې په پایله کې هغوی د خپلو سیاسي او اقتصادي مرستو په اړه له سره غور وکړ. او ددې، د پراختیا او غښتلی کیدو غوښتنه یې وکړه.

داروپایي ټولنې د وزیرانو د شورا رئيس او د بلژیک د بهرینو چارو وزیر د ۲۰۰۱م د سپتمبر په لومړۍ نېټه په هغه کتنه کې چې د تاجکستان ولسمشرسره یې درلوده رسمې او مسؤلانه اعلان وکړ، چې ( د اروپايي ټولنې رهبران د منځنې آسیا او په ځانګړې توګه په تاجکستان کې روسیه باید پر خپل اقتصادي سیاست باندې له سره غور کوي) (۸)، او وړاندیز یې وکړ چې د ۲۰۰۱ م تر پایه پورې د تاجکستان او اروپایي ټولنې ترمنځ په ټولو برخوکې له سره اړیکې ټینګې شي.

د رامنځ ته شوي شرایطو په استفادي چې د تاجکستان او د امریکا او اروپایي هیوادونو د همکاریو په اړه منځ ته راغلی و، د تاجکستان ولسمشر، د بهرینو چارو وزیر او نورو بهرنیوموسسي د اقتصادي او تجارتي همکاریو د پراختیا اړتیاوې په ګوته کړې. دتاجکستان ولسمشرامام علي رحمان د ۲۰۰۰م د اپریل په ۱۲ مه نېټه اتریش ته، د۲۰۰۰ م د ډیسمبر په ۹ مه نېټه ایتالیا ته، د ۲۰۰۲ م د نومبر په ۲۰مه نېته پراګ ته، د ۲۰۰۲ م د ډیسمبر په ۸-۳ مه نېټه فرانسي ته، د ۲۰۰۲م د ډیسمبر ۱۰-۸ نېټه امریکاته، د ۲۰۰۳م د مارچ د پر ۲۹-۲۶ مه نېټه المان ته، د ۲۰۰۳م د مارچ په ۲۵مه نېټه بلژیک ته او د ۲۰۰۳ م د مئ د پر ۲۸-۲۶ مه لهستان ته رسمې او کاري سفرونه وکړل. او په دغه ټولو سفرونو کې اروپایي او امریکایي هیوادونو ته د لویو اقتصادي مرستو د راجلبولو دعوت ورکړل.

له اروپایي او امریکایې هیوادو له اقتصادي کچې سره د تاجکستان هیواد کچه د پرتلې وړ نه ده موږ کولای شو دا پر دریو برخو وویشو:

۱ـ د امریکا متحده ایالاتو، د المان فدرالی جمهوریت، فرانسي، سویس، انګلیستان، کاناډا، اتریش، بلجیم او چک سره هر اړخیزې، ګټورې او متقابلې همکارۍ لري.

۲ـ د لهستان،ایتالیا، مجارستان، بلغاریا، سلواک او رومانیا سره د تجارتي اواقتصادي همکاریو د پراختیا رامنځ ته لارې لټوي.

۳ـ د نیدرلینډ، ناروی، ډنمارک، اروګوای، کیوبا، هسپانیا، سویډن او فنلینډ سره د دیپلوماتیکو اړیکو او د تجارتي او اقتصادي همکاریو د ټینګولو لپاره د تفاهم لاره لټوي.

د امریکا متحده ایالات لومړنی غربي هیواد دی، چې د تاجکستان په مرکز کې یې خپل سفارت د ۱۹۹۲م د مارچ د پر ۱۶مه نېټه پرانست. د دوشنبې په ښار کې دا دوهم سفارت و. لومړی سفارت د ایران اسلامي جمهوریت و، چې د ۱۹۹۲م د جنوری د پر اتمه نېټه پرانستل شو. د تاجکستان د استقلال د ترلاسه کولو په لومړینو میاشتوکې د متحده ایالاتو مختلف پلاوي، ټولنیز او سیاسي شخصیتونه تاجکستان ته په منظم ډول سفرونه وکړل. د ۱۹۹۲م د فبروری د پر ۱۲مه نېټه د متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزیر جمیز بیکر د ۱۹۹۲م د اپریل پر ۱۲نه تر ۱۴مې نېټې پورې د امریکا د کانګرس غړی، د ۱۹۹۳م د سپتمبر پر ۱۳مه نېټه د امریکا ولسمشرد ځانګړې استازې په مشری هئيت، د ۱۹۹۳م د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه تامس سیمون، د ۱۹۹۳م د نومبر له ۱۰ نه تر۱۲مې نېټې پورې په سهیلي آسیا کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر یاور رابین رافیل تاجکستان ته رسمې او کاري سفرونه وکړل. تاجکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د استازیو دغه پورتنې سفرونه د امریکا د ځانګړې پاملرنې شاهدي ورکوي. د امریکایانو دغه لېوالتیا مخ په ډیریدو ده.

تاجکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د جدي پاملرنې لاملونه په څه شی کې دي؟ په غالب ګومان سره دهغه د پاملرنې اساسي علت د تاجکستان ستراتیژیکي موقعیت دی. تاجکستان د فدراتیفې روسیې، د چین د خلکو جمهوریت، افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت په منځ کې واقع شوی دی. د امریکا متحده ایالاتو په سیمه کې د روسیې، چین او ایران سره سیالي لري. ددغه سیالۍ د لرلو له امله امریکا تاجکستان ډېره پاملرنه لري.

په دې اړه د ۲۰۰۵ م  په ډیسمبر په کې کله چې یو مشهور پاکستاني ژورنالیست د تاجکستان څخه لیدنه کول، په خپله یوه مقاله کې چې په ( ډیلي تیلګراف) کې نشر کړي ده داسې اشاره کړی ده: ( د منځنۍ آسیا د تاجکستان هیواد د ۲۱ پیړۍ د لویې لوبې اساسي محور دی، چې په هغه کې امریکا، روسیه او چین شامل دي) (۹). تاجکستان د منځنۍ آسیا په هیوادونو کې لومړنۍ هیواد دی چې د نړیوال تروریزم، مذهبي بنسټپالنې او د مخدره موادو د قاچاق پر ضد د مبارزې په لومړۍ لیکه کې قرار لري.  په دغو مهمو مبارزو کې د تاجکستان بریالیتوب د امریکا د ملي ګټو او استراتیژیکو موخوسره اړخ لګوي. همدارنګه تاجکستان هغه هیواد دی چې د پخوانې شوروي اتحاد د لومړنۍ اټومي بم یورانیم د تاجکستان څخه لاسته راغلی وو.

پخپل وار سره امریکا د یو پرمختللی او غښتلی دولت په توګه تاجکستان ډېر مهم هیواد دی. له همدې کبله د تاجکستان حکومت، د تاجکستان سیاسي رهبران او تاجکي دیپلوماتان کوښښ کوي چې دغه هیواد سره نږدې او با ثباته اړیکي ولري او هغه هیواد د دوی د راتلونکي ستراتیژیک شریک په توګه تبدیل شی.

د تاجکستان د اړیکې امریکا د متحده ایالاتو سره د وخت په تیریدو په تدریجي توګه پیاوړې شوې دي او نوی مرحلې ته داخلې شوي دي او د ټولنیزو، اقتصادي، د امنیت ټینګښت، د دولتي سرحداتو د ساتنې او د نړیوالې ترهګرۍ او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ستونزو په حل کې مهم رول لوبولی دی. دغه هیواد د تاجکستان جمهوریت د مهمو مرسته کوونکو هیوادونو له ډلې څخه شمیرل کیږي. د ۱۹۹۲م د فبروری پر ۵مه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د انساني مرستو لومړنۍ الوتکه د دوشنبې په هوایې ډګر کې ښکته شو.

له همدې ورځې نه تر ننه پورې امریکا د متحده ایالاتو د بشري مرستو کچه میلیونونو ډالرو ته رسیږي. د تاجکستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو ونډه هم کمه نه ده. دغه هیواد تاجکستان سره د عمومي نړیوالې بانګدارۍ په برخه کې مرسته کړی ده، چې دا مرستې د اقتصادي اصلاحاتو د پرمختګ لامل ګرځیدلې دي. د تاجکستان ته په دوه دریو وروستیو کلونو کې د امریکا اقتصادي مرستې ګټورې تمامې شوې دي، د مثال په ډول د ۲۰۰۵م جون کې د پنج د سیند د پاسه د لوی پل د جوړیدو کار پېل شو، چې دغه پل د افغانستان او تاجکستان خاورې سره نښلوی. همدرانګه د بریښنا د انرژې د دستګاه د جوړولو لپاره تیارې ونیول شو.

د ۲۰۰۲ م د ډیسمبر پر ۱۰-۸ نېټه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان واشنګټن ته رسمي سفر وکړ، او په ۲۰۰۴م د تاجکستان د بهرنیو چاور وزیر تالباک نظروف د امریکا متحده ایالاتو ته رسمي سفر وکړ. د هغه مذاکراتو په ترڅ کې چې په دې سفرونو کې د امریکا د متحده ایالاتو د دولتي مقاماتو او په ځانګړې توګه د امریکاولسمشر جورج بوش سره وشو، په نژدې راتلونکې کې د هراړخیزې تجارتي او اقتصادي مرستو د پراختیا ژمنه وشوه. او دغه خبرو اترو زموږ د ملي ګټو سره اړخ لګوي.

په خواشینۍ سره باید ووایم، چې له تاجکستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د اقتصادي همکاریو اړیکې ځنې وخت په قصدې ډول تحریف کیږي (۱۰).

ځینې داخلي او بهرنیو کارپوهانو، او همدارنګه د هیوادونو بېلا بېل سیاسي قوتونو په دې برخه کې بي بنسټه وړاندوینې کوی، چې د تاجکستان رهبران د روسیې فدارتیف یعنې د خپل ستراتیژیک شریک څخه سیاسي لری والی غواړي او د هغه په ځای له امریکا متحده ایالاتو سره د یو میلیارد ډالرو د مرستو په موخه د نږدې والی سیاست غوره کړي دي او پخپله خاوره کې ددې هیواد نظامي اډې ته ځای ور کړي دی او خپل هوایې ډګرونه د هغوی په واک کې ورکړي دي.  دغه ډول خبرې او وړاند وینی واشنګټن ته د تاجکستان د ولسشمر امام علي رحمان د رسمي سفر په جریان کې شوی وو. د روسیې خبري رسنیو دغه ډول ژمنو ته ډېره هوا ورکړه.

بي ځایه به نه وي، چې په دې برخه کې د پورتینو خبرو پر بنسټ په سیمه او تاجکستان کې یو څو خبرې د امریکا د متحده ایالاتو د دیپلوماتیک، سیاسي، اقتصادي او نظامي حضور په اړه یادې کړو.

د ۲۰۰۱م د اکتوبر پر ۷مه نېټه په افغانستان کې دترهګرۍ ضد عملیاتو په پېل او په سیمه او منځنۍ آسیا کې د امریکا د پوځونو ځای پر ځای کیدو سره ،ځینې هیوادونو لکه روسیې، چین او ایران ته اندیښنه پیدا شوه.

همدارنګه په سیمه او له سیمې نه بهر سیاسي ټاکل شوې ځواکونه ډېر شو. داسې معلومیږي چې ددې پېښو او د هغه راتلونکي په اړه خلک په انتظار کې نه وو، په داسې حال کې چې ددغوپېښو پیښیدل  اړین او باوري وو. په امریکا کې د ۲۰۰۱ م د سپتمبر د ۱۱مې نېټې پېښې دغه کار ته پرمختګ ورکړ. که په امریکا کې د سپتمبرپېښې نه د منځنۍ آسیا جیوپولیتکي شالید به همداسې و.

د شوروي اتحاد د تجزیه کیدو څخه وروسته او د ۲۰۰۱ م د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې څخه مخکې ځنې لویدیځ هیوادونه لکه امریکا د منځنۍ آسیا هیوادونو ته په چټکې سره ننوته شو، دغو هیوادونو د منځنۍ نوی مستقل هیوادونه لکه د تاجکستان سره دیپلوماتیکي اړیکې ټینګې کړي. خپل سفارتونه او نمایندګې پرانستل، تجارتي، اقتصادي، فرهنګي، نظامي، علمي او تخنیکي قراردادونه او تړونونه لاسلیک کړل. ځمکنۍ او هوایې لارې پرانستل شوې او د رسمې هئيتونو د تګ راتګ لپاره زمینه برابره کړه. د منځنۍ آسیا د ځینو هیوادونو په  مرکزونو لکه المان، بشکیک او تاشکند کې د نړیوالو دولتي او غیر دولتي سازمانونو دفترونه پرانستل شو.

په همدې ډول د پخوانې شوروي اتحاد په سیمه کې د لویدیزو هیوادونو په تېره بیا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو، د سیمې د سیاسي او ټولنیز ژوند په مختلفو ډګرونو کې داخلیدل یو ریښتنی عمل وو، او په سیمه کې د روسیې، چین او ایران د هیوادونو په رول او اغیزې باندې لوی اثر وکړه. په هیڅ صورت سره ددې واقعیت نه انکار نشو کولی.

د روسیې فدراتیف او د پخوانې شوروي اتحاد نور جمهوریتونه په هغه وخت کې یوازې پخپلو داخلي چارو کې بوخت وو. د پخوانې شوروي اتحاد زیاتره هیوادونه د خپلو پخوانیو متحدینو سره څرګند بهرنې سیاست نه درلودل. په هغه وخت کې د روسیې او نورو همګټوهیوادونو د خارجي سیاست کارپوهانو ، د روسیې د سیاست پوه (اندرونیک میکراینان) په وینا د ټولپوښتنې غوښتنه وکړه دغه هیوادونه یوازې  ختیځ او لویدیځ ته مخه کړي و، او د همګټو هیوادونو په تیر بیا د منځنۍ آسیا هیوادونو سره اړیکو ته دومره ارزښت نه ور کا.

د موجوده جیوپولیتکي وضعیت د پیدا کیدو سره، طبیعي ده، چې د منځنۍ آسیا هیوادونه د تاجکستان په شمول، د خپلو ملي ګټو د تأمین او د ځمکنۍ بشپړتیا او د استقلال د ساتنی په موخه د ( لویدیزوهیوادونو) سره نږدیوالی پیدا کړي او د یو اړخیز او څو اړخیزو اړیکو د ټینګولو لپاره لارې ولټوي.

هغه کسان چې غواړي زموږ یو شان اړیکې هم د فدراتیفې روسیې، هم د امریکا، هم د چین ، هم د ایران سره له غرضه ډکې اړیکې وشمېري، په دې برخه کې هغوی له تیروتنې سره مخ شوې. ځکه چې د تاجکستان سره د روسیې، چین او ایران نیکي اړیکې په هیڅ وخت او هیڅ صورت سره د امریکا او د هغه دمتحدینو د اړیکو لپاره کوم ګواښ نه دی. د ټولو نه مهم دادی چې په دغو اړیکو کې د ټولو خواو ملي ګټې په نظر کې نیول شوې.

دا څرګنده خبره ده، چې د امریکا متحده ایالات په تاجکستان، اوکراین او قفقاز کې جیوپولیتکي موخې لري. د زبیګنوف بژیزنسکي په قول: ( منځنۍ آسیا د نړیوالو سیالو مرکز ګرځیدلی دی) ډېر هیوادونه غواړي چې په دې سیمه کې ستراتیژیک نفوذ ولري او د سونګ موادو ذخیرې، د تیلو او ګازو پایپ لاینونه، د بریښنا او مخابراتو تاسیسات تر خپل نظر او کنترول لاندې ونیسی او په دې ترتیب سره خپلې نظامي اډې جوړ کړي، دوي غواړي چې د سیمې سیاسي نظامونه د خپلو هیوادونو د سیاسي نظامونو په ډول تبدیل کړی. په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو دغه کار د دیموکراسې، د بشر د حقوقو او آزادو ټولټاکنو تر شعارونو لاندې عملي کوي. نور هیوادونه لکه چین، روسیه او نور د ښه ګاونډیتوب او ګټورې مرستې تر شعارونو لاندې خپل کارونه کوي.

په دواړه حالتونو کې ددې شعارونو ترشا نورې موخې پرتې دي. موږ باید خپل توازن وساتو، چې دکوم هیواد لخوا زموږ ملي او ستراتیژیکو ګټو ته ګواښ رامنځ ته نشي. لکه څنګه چې تاجکان په دې برخه کې وايي: ( هم مال بدست بیاور و هم یار مه رنجاند)،( هم مال لاسته راوړه او هم خپل دوست خپه کوه) د «دیپلوماتیک کتاب امریکایي لیکوال کیسنجر د امریکا د پخوانې ولسمشر نیکسن یوه خبره نقل کړې ده چې داسې وايي: ( موږ باید خپلې ګټې اوږد مهال د خپل سالم خارجي سیاست په واسطه غښتلی کړو. هر څومره چې دا سیاست، زموږ او د پردیو د واقعي ګټو په ارزونه کې قرار ولري، په هم هغه اندازه زموږ رول په نړۍ کې ګټور تمامیږي) (۱۱).

په دوشنبه کې د فدرال آلمان سفارت په رسمې توګه د ۱۹۹۳م کال د جون په لسمه نېټه پرانستل شو. د تاجکستان په کې دغه د اروپایي هیوادونو لومړی دیپلوماتیک استازې و. مخکې دواړه هیوادونه د ۱۹۹۲م د مارچ پر ۱۲مه نېټه د دیپلوماتیکو اړیکو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ. د ۱۹۹۲م کال د اګست پر ۲۹ مه نېټه د تاجکستان د حکومت پخوانې لومړی وزیر اکبر میرزایف د تاجکستان د مؤقتي کارمند په توګه په المان کې مقرر شو.

پخپل وار سره د فدرال المان جمهوریت، تاجکستان د خپل شریک په حیث منلی دی. د المان هیواد زموږ له سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو ته وده ورکوي ده، ترڅو په تاجکستان کې د آزاد بازار اقتصاد او دموکراتیکو لاسته راوړنو ته وده او پراختیا ورکړل شي. د دوشنبې او مونشن د ښارونو ترمنځ د هوایې لارې د پرانستلو په نتیجه کې د تاجکستان او د اروپايي هیوادونو او المان ترمنځ د تجارتي او اقتصادي همکاریو زمینه برابره شي.

د ۲۰۰۱ م د اکتوبر پر ۲۰ مه نېټه کې د فدرال المان د بهرنیو چارو وزیر اشکافیشر د دوشنبې ښار ته رسمې سفر وکړ، چې ددې سفر په جریان کې د تاجکستان له خوا د المان څخه د بشري، تجارتي او اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه. د ۲۰۰۳م د مارچ

۲۹-۲۶ مه نېټه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان المان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي مرستو نوی پړاو رامنځ ته کړ.

د فدرال المان له خوا جنرال قونسل ګردخارد شویدر د تاجکستان ولسمشر سفر المان ته ډېر ښه وارزوه، او دغه سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ ښه لاسته راوړنه وشمیر ل شوه. ددې سفرونو په نتیجه کې د تاجکستان او المان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې د پرمختګ نوی پړاو ته ورننوتې.

تاجکستان ته د غربي هیوادونو د مرستو په برخه کې المان لومړی مقام غوره کړي دي. په ۲۰۰۲ م کې د خوارکي موادو د تامینولو او تخنیکي مرستو په برخه کې د ۲۰ میلیونو او ۴۴ زرو یورو، ماهرینو روزنیز مرکز ته یو میلیون یورو، د لومړنې معلوماتو لپاره یو میلیون یورو، د نظامي برخې د مادي او تخنیکي اساساتو د تقویه کولو لپاره یو میلیون او پنځوس زره یور، په ۲۰۰۳ م زکې پنځه میلیونه یورو، په ۲۰۰۴م ز کې د تورک د بریښنا د بیارغونی لپاره ۲۰ میلیونه یورو مرسته کړي ده.

د ۱۹۹۹م کال د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د ( المان اګرو اکسیان) غیر دولتي ټولنه د تاجکستان په جمهوریت کې د بشري موستو په برخه کې