څېړنوال  عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

کابل د تاريخ په مختلفو دورو کې

          د کابل ښار د افغانستان د مشهورو او لرغونو ښارونو څخه شميرل کيږى، چې د تاريخ په مختلفو دورو کې د مرکزى حيثيت نه برخور دار و . د کابل ښار حدود او سرحدونه په مختلفو زمانو کې يو ډول نه وو ، ځينى وختونه د کابل ښار سرحدونه وسعت پيدا کول او ځينى وختونه محدود کيدل ، په دى لنډه مقاله کې به د کابل ښار په مختلفو تاريخى دورو کې او د مختلفو پادشاهانو په دورو کې او همدارنگه د کابل ښآر د اوسنى جغرافيائى وضعيت په باره کې به معلومات وړاندى شى .

          کابل له لرغونى زمانى څخه د نړى د مختلفو يرغلگرو او فاتحينو د تيريدو او راتيريدو لار وه او د مختلفو قومونو لکه هندى ، ترکى ، چينائى ، يونانى او مغولى قومونو تر نفوذ او تاثير لاندى راتله يو       يې بل ته سپاره .

          اوس کابل ښار په مختلفو دورو کې په لنډ ډول تر څيړنى لاندى نيسو :

          ١- کابل په لرغونو زمانو کې :

          که لرغونو آثارو او منابعو ته نظر واچوو وينو چې د کابل ښکلى ښار د اريائيانو په لرغونى کتاب ريگ ويدا کى د (( کوبها )) په نوم ذکر شوى دى . د اوستا تاريخى کتاب چې په اټکلى ډول د ميلاد څخه لس زره کاله د مخه مينځ ته راغلى دى او د لرغونى افغانستان او ددى سيمى د معتبر تاريخى منبع په حيث پيژندل شوى دى هم د کابل څخه يادونه کړى ده . د اوستا کتاب کابل د آريانا د شپاړسو ولايتونو له جملى څخه د (( ويکرته )) په نوم ياد کړى دى .

          د يونان نامتو جغرافيه ليکونکى بطليوس او د هغى زمانى مورخين کابل د (( کابورا )) په نوم ياد کړى دى چى بطليموس ددى ځاى اوسيدونکى د (( کابولى تى )) په نوم ياد کړى دى او د کابل ځينى گاونډى سيمى د ارگردا (( ارغند )) لوکرنا (( لوگر )) او بگردا (( وردک )) په نومونو يادى کړي دي .

          ٢- کابل د يونان و باخترى د دولت په زمانه کې :

          لرغونى آريانا د اسکندر مقدونى د مرگ نه وروسته ، د يونان د څلور گونو واليانو تر لاس لاندى اداره کيده ، چې دغه واليان د باختر او سغد يانى ، کابلستان او د هغه شاوخوا ، هرات اوسيتان او د کندرهار او بلوچستان د واليانو څخه عبارت وو . د غه سيمى يعنى د کابل سيمى په ٣١١م کې د شام او يونان د دولت تر ادارى لاندى راغى . په ٣٠٥م کې د يونان او شام پادشاه افغانستان ته راغى او له افغانستان څخه هندوستان ته لاړ . او ددى ځمکى کنترول يى په لاس ونيوه .

          په ٢٥٠م په شام او مصر کښې د اسکندر مقدونى په امپراتورى کې اختلافات خپل اوج ته ورسيدل . په دى وخت کې د يونانى واليانو له جملى څخه يووالى ددى اختلافاتو نه گټه واخستل او افغانستان يې د يو مستقل هيواد په حيث اعلان کړ . دا سړى اول د يو دوت نوميده چې په ٢٥٠ ق م کال  کال په دى خاوره کې د يونان او باخترى بنسټ ئې کيښود  او د يونان او باخترى حکومت نژ دى ٢٠٠ کاله په دى خاوره کې دوام وکړ . په دى حکومت کې د کابل ښار د افغانستان د مهمو ښارونو څخه يو ښارو چې د هغې زمانى د مسکو کاتو او اثارو له مخى مونږ کولى شو  چې تر خپل څيړنى لاندى ونيسو .

          په افغانستان کې د فرانسوى موسيو فوشه د کيند نى او څيړنى په نتيجه کښى د کابل يونانى وروستى پاچا (( هر مايوس )) د مسواو سپنو زرو سکى لاسته راغلي دي . د يونان او باخترى دا پاچا د اولى ميلادى پيړى په پيل په کابل کې پاچاهى کړى ده .

          يوازى کابل نه بلکه ټول افغانستان د يونان او باخترى د پاچاهانو په زمانه کې د پرمختگ لوړى پوړئ ته رسيدلى و . موسيو فوشه ليکى چې د پورتنى مطلب شاهد د يونانى پادشاه (( د ميتريوس )) سکى دي چې ١٩٠ ق م کال پورې اړه لرى ، د يونانيانو د تگ لارى څخه څرگنديږى چې د کابل ښار په هغه زمانه کې موجود او آباد و ، مگر دا چې دا ښار څه وخت او د چا له خوا جوړ شوى د تر اوسه پورى دقيق معلومات په لاس کې نشته .

          ٣- کابل د فردوسى په شاهنامه کې :-

          د فردوسى شاهنامه چې د افغانستان د لرغونى تاريخ يو معلوماتى منبع هم ده چې يوازى د افغانستان د لرغونى تاريخ په باره کې معلومانت نه ورکوى بلکه د افغانستان د جغرافيى ، د افغانستان د ولايتونو ، جنگونو او پيښو په باره کې تر ميلاد د مخه دورو کې چې په دى خاوره کې شوي دي معلومات ورکوي . د کابل پاره باره کې د فردوسى په شاهنامه کې څو )) ځايه ذکر شوى دي ، چې دغه تذکرات داکتر صاحب نظر مرادى پخپل کتاب (( کابل در منابع ادبى و تاريخى بيان کړى دى چې دلته د هغه څو ټکى عينا نقلوو .

          (( د فردوسى په شاهنامه کې د آريانا تاريخ د آريانا د تمدن د پيل څخه د ساسانى شاهنشاهى تر زوال پورى د خپل نظر نه تير کړى دى ، د هغه د پادشاهى کورنى سرگذشت چې د پيشداديانو په نوم ذکر شوى دى نه يوازى چې قصه نه وه ، بلکه د بشر د تاريخ نه مخکى نژادونو د تکامل او ودى او په څانگړى توگه د آريائى نژاد د پيدا کيدو او ترقى په باره کې د قصي په ژبه بيان کړى دى . په شاهنامه کې د کابلستان او زابلستان يادونه يوازى د شعرى وزن او قافيې د جوړښت لپاره نه کېده شوى ، بلکه ددى دوو ښارونو د جغرافيائى موقيعت داسى و چې کله يوه پيښه په کابل کې پيښيدله د هغه فورى تاثيرات په زابل احساس کيدل . هغه شيان چې فردوسى د ښارونو د موقيعت په باره کې د نن نه زرکاله پخوا لکه بگرام ( کاپيسا )، جبل سراج ، پنجشير ، کوهدامن ، سگاوند (( لوگر ، ميدان ، قلات ، قندهار ، سيستا ذکر کړى و ، تر اوسه پورى په هماغه جفرافيائى خصوصياتو باندى پاتى شوي دي .

          د کابل ښار په لويديځه برخه کې د يو کلى ورانى پاته ده چې د کابل خلک هغه ځاى د (( اسفند يار قلعه )) د شاهنامى د پهلوان په نامه يادوى . شاهنامه سربيره پردى چې د هغي په باره کې ژورى څيړنى شوي دي ، په هغي کې ځينى نوري منابع او مواد چې څېړنه او پلټنه يى بايد وشى .

          ٤- کابل د کوشانيانو په زمانه کې :-

          د يونانيانو د زوال نه وروسته بيا د اسلام مقدس دين تر راتگ پوره کابل مختلفي دوري په مختلفو حکومتونو کې تيرى کړي دي ، د يونانيانو د ماتى څخه وروسته د کوشان په نوم يوه سلسله چــــــــــــــــــــې د

تخاريانو د سلسلى څخه وه په کابل او شاوخوا کې سند حکومت مينځ ته راوړ او د هندوستان مهمه برخه ئې ونيو چې کابل تر پنځم ميلادى پيړى پورى د کوشانيانو د سلطنت لاندى ژوند کاوه .

          ٥- کابل د يفتلايانو د پاچاهى په دوره کې :

          د ٤٢٠ ميلادى کال نه وروسته د کوشانيانو سلسله پاى ته ورسيدله او بله سلسله د تخارى طايفى څخه چې يفقليان نوميده قدرت ته ورسيد يفليانو د هندوکش جنوبى برخى او کابلستان تصرف کړ . په دى وخت کې کابل د يفليتانو د دورى د يو مهم مرکز په حيث شميرل کيده .

          ٦- کابل او کابلشاهان :

          د ٥٦٦ ميلادى کال نه وروسته يعنى د يفتلى پاچاهانو د زوال نه وروسته کابلشاهان پر کابل او تخارستان باندى مسلط شول . کابلشاهان د اسلام مقدس دين تر راتگ پورى په کابل او د هندکش په شرقى او جنوبى برخو کې مسلط و . په پاى کې په نهمه ميلادى پيړى کې د کابلشاهانو حکومت چې مرکز ئې د کابل ښار و د يعقوب ليث صفارى چې د صفاريانو سلسلى موسس و له مينځه لاړ او کابل د اسلامى امپراتورى جز وگرځيد .

          ٧- کابل د ظهير الدين محمد بابر د پاچاهى په زمانه کې :

          ظهير الدين محمد بابر د تيمورى شهزادگانو له ډلى څخه و ، چې > انديجان د حکمران عمر شيخ زوى او د امير تيمور کړوسى کيږى . هغه په انديجان کې دا  اکلنى په عمر د خپل  پلار د مرگ نه وروسته په ٩٠٩ هجرى قمرى کال کې پاچا شو ، وروسته له ډيرو جگړو څخه په ٩١٠ هجرى کال کې يې کابل ونيوه او په ٩٣٢ هجرى قمرى کال په ډهلى کې يې د گورگانى سلطنت بنسټ کيښود . د ظهير الدين بابر د پاچاهى په زمانه کې د کابل ښار د هغه د حکومت يوه مهمه صوبه يا ولايت شميرل کيدل چې دده تر حکمروانى لاندى وو .

          ظهير الدين محمد بابر د شپاړسمى ميلادى پيړى په اوايلو کې کله چې کابل ئې ونيوه پخپل مشهور کتاب چې د (( توزک بابر ى )) يا (( بابر نامه )) په نوم ياديږى ، د کابل په باره کې ډير ياداشتونه ليکلى دى،چې د کابل د جغر افيائى حدود په باره کې په بابر نامه کې داسى معلومات وړاندى شوي دي .

د کابل ولايت په څلورم اقليم کې راځى ، په شرقى خوا کې ئې لغمان ، پيښور ، هشنغر او د هند ځينى ولايتونه موقيعت لرى ، او د هغه په غربى برخو کې غرونه دي ، چې په دى غرونو کې غور او ځينى نور ځايونه دى او د هزاره قومونه په دى غرونو کې اوسيږى ، د هغه په شمال کې قندوز او اندراب ، او د هغه په وسطى برخه کې هندوکش او په جنوبى برخه کې بنو او نور ځايونه موقيعت لرى ، او د هغه په جنوب غرب کې يو کوچنى غر پروت دى ، چونکه کابلشاه  د هغه غره په څو که کې ودانى جوړه کړى وه نو د همدى کبله دغه د شاه کابل په نوم ياديږى .

          بابر په خپل کتاب بابر نامه کې د هغه قومونو او د هغوى د ژبى په باره کې چې په کابل کې يې ژوند کاوه داسى معلومات ورکړى دى : (( په کابل کې مختلف قومونه ژوند کوى ، په کلو او درو کې ترکان ، ايماق او اعراب ژوند کوى . په ښار او ځينو کلو کې پشه ئى ، پراچى ، تاجک ، بره کې ژوند کى او په دى ځاى کې خلک په عربى ، فارسى ، ترکى ، مغلى ، هندى ، افغانى ، پراچى ، گبرى ، پشه ئى او لمغانى ژبو خبرى کوى .

          ٨- کابل په معاصره زمانه کې :

          تيمور شاه د احمد شاه بابا زوى په ١٧٧٣هجرى لمريز کال کې د خپل پلار د مرگ نه وروسته د افغانستان مرکز ، قندهار څخه کابل ته را نقل کړ . د هغه زمانى څخه تر ننه پورى کابل د افغانستان د مرکز په حيث پاتى شوى دى .