خدايي خدمتګار ایدهي

★★★

لیک: اسدافغان 

عبدالستار ايدهي د جنورۍ په لومړی نيټه کال ۱۹۲۸م کې د هند په ګجرات ايالت بانتوا سیمه کې پيدا شوی و،

دده پلار د رخت کاروبار کولو چې د يوې متوسطې کورنۍ سره یې تعلق و.

هغه له ماشومتوبه د خیر ښيګڼې کارونو کې دلچسپي لرله چې ملګرو سره به یې واړه واړه ټولنيز کارونه کول.

کله به چې ښوونځي ته تلو نو مور به دوې روپۍ ورکړي خو ده به یوه خپله وخوړه او بله به یې کوم اړ کس ته ورکړه. 

یوولس کلنی کې يې مور شدیده د فلج مریضه شوه چې د هغې خدمت او نور د کور کارونه دده په اوږو بار شول د مور ناروغي یې اوږده شوه او ایدهي له زده کړو پاتې شو.

هغه لا ۱۹ کلن وو چې مور يې مړه شوه چې دې پېښې نوموړی د ژوند په چارو کې یوازې پاتې کړ خو خپلو هڅو ته یې دوام ورکړ. د مور او نورو هغو کسانو د مشکلاتو په اړه يې فکر کولو چې د دا ډول ناروغانو پالنه او سرپرستي کوي. ایدهي دې پایلې ته ورسید، چې روغتونونه او ټولنیز مرکزونه جوړ کړي او له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې له ناروغۍ او بیوزلۍ کړیږي. ایدهي ځوانۍ کې ویل چې باید د هغو غمیزو مخه ونیسم چې انسانیت ورڅخه کړیږي، دا ډیر ستر کار و او امکانات په نشت حساب و، خو د نوموړي هوډ ډیر پیاوړی و.

د پاکستان له جوړیدو وروسته ايدهي د خپلې کورنۍ سره د کراچی ښار کې ميشت شو.

 د راتګ نه پس يې ۱۹۵۱ کې د پنځه زره روپیو او يوې کوټې نه د خيراتي ادارې کار پیل کړل بیوزله ناروغانو لپاره يې کتنځی پرانېست هغه د یو ډاکټر په مرسته ددې ځای څخه طبي مرستې پيل کړي، خپله به يې کوټه کې ساده ژوند تیرولو په اوږده چوکۍ به ویده کیدو چې په وخت اړو کسانو مرستې ته ورسیږي.

 

 ۱۹۵۷ کې چې کراچۍ کې کومه وبا راغله نو ایدهي خيمې ولګولې او وړيا دوا يې خلکو ته وويشله چې دې سره یې د خلکو زوړنه ترلاسه کړل.

ایدهي په ډېره لږه موده کې په ټول پاکستان کې مشهور شو. او هغې نه پس ورسره د مرستو کول زيات شول. 

چې په هغه پيسو يې لویه ودانی واخیسته او ټول طبي خدمات، د نرسو تربيې مرکز او زیږنتون یې پکې جوړ کړل. ایدهي فاونډېشن په ډېره لږه موده کې په ټول پاکستان کې مشهور شو. د دې مرکز څخه يې د انسانیت خدمت جاري وساتل چې د وبا نه پس یو تجار ده ته ډېرې پيسي ورکړي چې په هغه يې یو امبولانس واخیست او خپله به یې چلولو چې مریضان به یې روغتون ته وړل.

 

وروسته يې نورو سیمو کې هم د امبولانس وړيا خدماتو پيل کړل. په لویو ښارونو کې یې څانګې پرانیستې، او د چټک غوره خدمتونو له کبله یې د خلکو باور تر لاسه کړ.

چې دغه خيراتي اداره اوس نه يواځي په پاکستان بلکې په نړيواله کچه ياده مرستندويه خیراتي اداره شمیرل کیږي.

 

يوازې په کراچۍ کې ایدهي فاونډېشن اته روغتونونه لري چې وړیا طبي خدمات وړاندې کوي، د سترګو روغتونونه، د شکر، رواني او زړه ناروغۍ مرکزونه، د جراحۍ برخه، او يو د سرطان مرکز هم لري.

دې نه علاوه د خرابه شویو او بې وارثه مړیو لپاره مرده خانه يې هم جوړه کړه چې ګور کفن يې د دوی کول، ایدهي فاونډېشن کې روغتونونه، زيږنتونونه، د وینې بانکونه،يتيم خانې، او د بې وراثه ماشومانو د ساتلو مرکز، د معيوبو کسانو پناه ځای،د لیک لوست مرکزونه او هر انساني ټولنې ضروري مرکز رامنځ ته شول.

په پيل کې يې د مخالفانو له لاسه د دفتر پر لوحه وليکل:

"چنده ورکوونکی د هر شک په صورت کې خپله مرسته بېرته اخيستلای شي"

د ايدهي فاؤنډېشن د شمیرو له مخې اوس دغه اداره ټول ۱۸۰۰ امبولانس لري کوم چې د هر ډول پېښو په وخت خلک روغتونونو ته رسوي او مرسته يې کوي، 

د ایدهي فاونډېشن یوه د بچو لپاره هم اداره لري چې مشره يې بلقیس ایدهي ده او کراچۍ کې یې د هر دفتر مخې ته د بې وارثه یا ناجایز پيدا شویو ماشومانو لپاره يوه زانګو زوړنده وي چې له کوڅو او د سرکونو له غاړو ژوندي او مړه اچول شوي ماشومان راټول کړي یا یې څوک پکې پریږدې چې دوی يې ساتي.

خلکو ته به يې ويل او په هره زانګو به یې لیکلي و چې ماشومان که نه غواړئ، دلته يې واچوئ. وژنئ يې مه.بیا مذهبي خلکو پسې تبليغات پيل کړل چې ایدهي ټولنه کې فحاشۍ ته زمينه برابروي خو دی په شا نشو او نن د ايدهي د شمېرې له مخې په دغو زانګوګانو کې تر اوسه پورې پرېښودل شوي او په بيلابيلو ځايونو کې لاوارثه موندل شوي د ۲۲ زرو نه زيات ماشومان بې اولاده جوړو ته ورکړل شوي دي او یا یتیم خانو کې پالل شوي. د ۳۰ زره بې سرپرسته ماشومانو لپاره یتیم خانې هم لري چې هغه له ۵۰ زرو نه ډېر یتیمان روزلي.

ایدهي فاونډېشن د زړه شکر جراحي او رواني ناروغیو روغتونونه، د نرسانو روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.

دا اداره اوس ټول ۳۳۵ د خېرښېګړې خيراتي مرکزونه لري کوم چې شپه او ورځ خلاص وي.

د مالوماتو تر مخه د ایدهي فاونډېشن امبولانسونو ته په اوسط ډول شپږ زره کسانو په یوه ورځ د مرستې غږ کړی چې تقريبآ لسو دقيقو کې دوی ور رسیدلې.

امريکايي خبریال دانیل پیرل چې ۲۰۰۲ کې کراچۍ کې وژل شوي و نو مړی يې ایدهي امبولانس انتقال کړ.

 ايدهي سره يو هيلي کاپټر، دوه الوتکې هم دي دا هم د خلکو د مرستو د پاره هر عاجل وخت کې د لرو ځايونو لپاره د ژر رسیدګی لپاره کاروي.ایدهي ۲۸ کښتۍ د نجات کشتۍ لري چې د طبیعي افتونو پر وخت ترې ګټه اخلي.

ایدهی صیب چې کله په افغانستان کښې دایدهی سنټر پرانېسته کوله نو کارمندانو ېې د میلمنو د پاره چوکۍ )کرسې( په بیعه واخستې.

ایدهي صیب چې هلته ورسیدو نو ډیر خفه شو چې دا روپۍ به د چا په ښیګړه مصرف شوې وې نو ښه به وه. او بیا هم هاغه شپه د روغتون په فرش د امبولانس موټروانانو)ډرائیورانو( سره ویدۀ شو.

ايدهي فاؤنډېشن پينځلس کورونه لري په دغو کورونو کې ذهني ناروغان، يتميان هلکان جينکۍ او د کورني تشدد څخه تښتيدلي خلک اوسیږي د ايدهي فاونډېشن د شمېرې له مخې په دغو کورونو کې نهه زره کسان ساتل کيږي.

ايدهي فاونډيشن کونډو او بې وسه ښځو ته په کور روزګار او د هنر زده کولو څانګه هم پرانيسته چې زرګونه میرمنو پکې هنر او د حلال رزق ګټل زده کړل.

ايدهي د ځناورو لپاره هم خيراتي روغتون او د ساتنې ځايونه لري.

ایدهي فاونډېشن یو حقوقي ریاست هم لري چې پکې د بې وارثه او بې وسه بندیانو محکمې چلولو نه علاوه یو د بندیانو د علاج او خوړو کتنې لپاره ټیم هم لري چې جيلونو کې به یې هر وخت د دوی کتنه کوله او نور به یې ورسره د بې ګناه خلکو د خلاصون لپاره هم هڅې کولې چې امن کې ازاد ژوند وکړي. 

ایدهي فاونډېشن د لیک لوست پروګرامونو نه علاوه د حرفوي زده کړو مرکزونه هم لرل چې پکې د موټر چلولو جامو ګنډلو او نورو کسبونو ښودنه کيده. 

ايدهي فاؤنډېشن په کراچۍ کې غټه مرده خانه لري چرته چې د مسلمانانو ترڅنګ د غېر مسلمانانو مړي اېښودل کيږي او د هغوې د مذهبونو په مطابق ورته غسل او نور خدمات ورکولی شي.

وايي یوه ورځ له ایدهي صیب يو مسلمان پوښتنه وکړه چې ايدهي صيب ستاسو په امبولانس کې يو عيسوي مريض هم وړل کیږي؟ نو ايدهي ورته وايي چې زما امبولانس تانه ډېر مسلمان دی.

د ایدهي یوه وینا ده چې زما مذهب انسانیت دی او زه د انسانیت خادم یم. دا ځکه چې انسانیت د هر دین مذهب اساس او بنسټ دی.هغه د انسانانو خدمت یو غوره عبادت ګڼي. ایدهي په خپل ژوند ویلي و، د ده لپاره انسانیت او د انسانانو خدمت تر ټولو لوی عبادت دی.

 ايدهي په کراچۍ کې خپله هديره لري او تراوسه پورې يې د دوه لاکه نه زيات بې وارثه مړي ښخ کړي دي چې پکې ددې ادارې د شمېر له مخې د کال ۲۰۰۵م تر کال ۲۰۱۲م پورې د ۵۸ زرو نه زيات بې وارثه مړي ښخ کړی شوي دي.

ایدهي وايي چې یوه ورځ غلو ولوټلم پيسې هر څه یې رانه واخیستل خو دې کې یو وپيژندم نورو ملګرو ته یې ويل که سبا پوليسو سره جنګ کې مړه شو دا سړی به مو خښوي، نور مو څوک نشته نو وايي دې نه پس يې هر څه واپس راکړل.

د عبدالستار ايدهي جوړه خيراتي اداره په کراچۍ، حيدراباد، ملتان، لاهور پېښور او اسلام اباد کې ۳۰ د ناروغانو کتنځایونه، په ۲۰ ښارونو کې خيراتي لنګرونه ، ليبارټرۍ، د ماشومانو د زېږون مرکزونه او د نرسانو د روزنې ادارې هم لري. د مالوماتو له مخې ایدهي له ۴۰ زرو نه ډېر نرسانې او نرسان روزلي. 

ایدهي د پاکستان نه علاوه نورو ملکونو کې هم د زلزلو او جنګ ځپلو خلکو مرستې کړي دي، دې ادارې له مخې د کال ۱۹۷۸ نه د لسو کالو پورې د افغان کډوالو مرستې، اتيايمه لسيزه کې د لبنان په کورني جنګ، د بنګله دېش او ايتهوپيا د زلزلې، نویمه ليسزه کې د خليج د جګړې نه علاوه موغاديشو، صوماليه، بوسنيا، بنګله دېش او البانيه کې د خلکو مرستې کړي دي.

 ايدهي فاؤنډېشن سري لنکا او انډونيشيا کې د سونامۍ، بنګله دېش کې د طوفان او هيټي کې د زلزلې په وخت هم خلکو ته خوراکونه، خېمې او دوايانې رسولي دي.

عبدالستار ايدهي به ويل "د عام خلکو نه مالي مرستې اخلي او چې پېسې ورسره خلاصې شي بيا په سړکونو خېرات راټولوي او د انسانيت خدمت پرې کوي". 

هغه له حکومت او مذهبي ګوندونو مرستې نه اخيستې ځکه پوهيده چې دا بیا شرطونه لري چې په دې وجه يې د ضياء الحق او آیټالوي حکومت مرستې رد کړي. 

ايدهي فاؤنډېشن په امريکا، برطانيه، جاپان، متحده عرب اماراتو، کېنيډا او اسټريليا کې څانګې لري او د هلته نه هم د غريبو هېوادونو خلکو سره مرستې کوي.

عبدالستار ايدهي د پاکستان په سياسی او سماجی ټولنه کې يو غير متنازعه شخصيت و چې د خیر ښېګړې او د بې وزلو خلکو د مرستو لپاره یې خپل ژوند وقف کړی وو، نه یوازې یې په پاکستان بلکې په نوره نړۍ کې هم ډېر مینه وال لرل، هغه یو غیر سیاسي کس وو او عبدالستار ایدهي خپله یو کلیپ کې ویلي و چې “د آی ایس آی د هغه وخت مشر جنرال حمید ګل او عمران خان ماته راغلل چې زه د بې نظیر بوټو حکومت ورسره ړنګ کړم. وايي ما انکار ورته وکړ”. 

خو د افغان وطن مجاهدینو او سیاستوالو د هم دې حمید ګل په خوله نه یوازې حکومت بلکې خپل ګران هیواد افغانستان هم دړې وړې کړ. دده پلان و چې هر پنځه سوه کيلومتره ساحه کې بايد یو روغتون جوړ کړي.

هغه ته به خلکو د احترام په خاطر مولانا صیب ویلو خو دده دا نه خوښيده ځکه هيڅکله يې کوم مذهبي مرکز کې زده کړه نه وه کړي. هغه د ډاکټر په خطاب خوشاليده او د پاکستان انستيتوت اف برنس ایډمنسټریشن د دوکتورا افتخاري سند ورکړی و.

 دده دا کار هم هیڅکله نه خوښيده چې خلک يې د کارونو ستاينه وکړي.

عبدالستار ايدهي ته د هغه د خدماتو په سر په ملکي او نړيواله کچه يو شمېر ايوارډونه يا جائزې هم ورکړل شوې وې. ایدهي د بشري خواخوږۍ د کار په بهیر کې په ۱۹۸۸ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د لینن د سولې جایزه، په ۱۹۸۹ کال کې د پاکستان نشان امتیاز، او په ۲۰۱۰ کال کې د احمدیه مسلمانانو د سولې جایزه او د باچاخان امن ايوارډ ترلاسه کړي دي.

ايدهي په کال ۱۹۶۵م کې خپله خيراتي اداره کې کارکوؤنکې نرسې بلقيس ايدهي سره واده کړی او د هغې نه يې دوه زامن او دوه لوڼه يې دي . بلقيس ايدهي او يو زوی فيصل ايدهي دوې دواړه اوس ايدهي فاؤنډېشن چلوي. ايدهي فاؤنډېشن په امبولانسو او نورو مرکزونو کې په سلګونو نارينه او ښځينه رضاکار لري .

عبدالستار ایدهي خپله ډېره ساده ژوند کولو . اوس هم د دوو کوټو په اپارتمان کې ژوند کوي، چې ایدهي فاونډېشن ته نږدې دی، بلقیس او ایدهي دواړه له فاونډېشن څخه هیڅ معاش نه اخلي. ایدهي شخصي پانګه نه لري، او وايي ژوند کې يې دوه جوړه ساده کالي لرل چې ټول ملکیت يې همدغه و کومې نړیوالې جایزې یې چې تر لاسه کړې دي ټولې یې فاونډېشن ته ډالۍ کړې دي.

ایدهي فاونډېشن په ملیونونه پانګه درلوده، خو خپله ایدهي د بیوزله انسان په توګه ژوند وکړ او د خپل عمر ډېر وخت یې د بیوزلو او ناروغانو په خدمت کې مصرف کړ.

هغه د هر رقم انسانانو د اصلاح لپاره د هغوي سره ناسته کوله او زیاتره به ېې په خپلو مرکو کې ویل دغه سادګي ېې د پښتنو نه زده کړی ده.

۱۹۹۷ کې د نړيوال ریکارډ ګینز مطابق د ایدهي فاونډېشن امبولانس خدمت نړۍ کې تر ټولو لوی ټولنيز وړیا امبولانس خدمتونه و.

ایدهي بغیر له رخصتۍ د اوږد کار ریکارډ جوړ کړی او له ريکارډ جوړولو پس يې بیا هم رخصتي ونکړه.

له هغه نه یوازې په پاکستان بلکې په نورو هیوادونو کې هم خلک متاثره وو. هغه به ویل چې سړی له زړه نه او بې له څه غرضه د چا خدمت کوې نو بیا الله د هغه ملګری وي.

په خپله یوه مرکه کې خداې بخښلي وېلي وو د خداېي خدمتګار باچا خان د کار او ژوند نه متاثره دی او زياتوي چې اصل اتل باچاخان دی زه نه یم.

 هغه وېلي وو که څوک ساده او ښه ژوند لیدل غواړي نو د پښتنو سېمې ته دی لاړ شي. او د پښتنو په اړه به یې ويل چې زما ډېر خوښيږي ځکه مينه ناک خلک دي.

د باچا خان د لاسه اخستل شوې یوه جایزه یا ایوارډ په اړه خداې بخښلي وېلي وو دغه ېې د ژوند تر ټولو غوره جاېزه ده. هغه وايي ډېر ایوارډونه او جایزې راکړل شوي دي، خو د باچاخان په نوم دا جایزه زما لپاره د فخر خبره ده،ځکه چې باچا خان یو خدایي خدمتګار وو، او د خدای د مخلوق خدمت یې د خدای د رضا لپاره کړی دې، نو زه هم د هغه نه په دې فکر متاثره یم. 

هغه زما مشر وو، او زه یې کشر یم.

د باچاخان امن ایوارډ د اخیستو په وخت غونډې ته عبدالستار ایدهي وینا کې وايي: 

"چې زۀ ځلمې شوم او د باچا خان په خدائي خدمتګارۍ مې فکر وکړو نو فیصله مې وکړه چې ولې زۀ هم د باچاخان غوندې خدايي خدمتګار جوړ نه شم. 

ما چې په سړکونو د امبولانس سنټرونو جوړولو اراده وکړه او ټولو سیمو ته مې لیکلې پیغامونه واستول نو د ټولو نه وړاندې د پښتونخوا نه اجمل خټک صیب جواب را وستولو چې تۀ په ټوله پښتونخوا کې د سړک په غاړه چېرته چې هم ځمکې ته اړتیا لرې نو مونږ به ېې درکوؤ."

ده د ايدهي فاونډيشن يتيم ماشومانو سره ډېر نږدې او د يو ملګري په حیث ژوند کولو.

 

ایدهي له ۲۰۱۳ کال راهیسې د پښتورګو له ناروغۍ رنځیده. او ورسره یې ساه اخیستو کې هم مشکل و چې د عمر د زياتوالې له وجې ورته د پښتورکو بدلون نشو کیدلی او همداسې درملنه يې روانه وه.

عبدالستار ایدهي د خیرښیګڼې په کارونو کې نړیوال پیژند لرونکی انسان و چې له څه باندې شپږو لسیزو د خیرښیګنې له کارونو کولو وروسته د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ۸۸ کالو په عمر ومړ.

د ایدهي زوی فیصل ایدهي وایي چې پلار یې وصیت ورته کړی چې په خپلو جامو کې دې دفن کړي او د بدن غړي دې نورو اړو انسانانو ته ورکړل شي خو ډاکټرانو ویل چې یوازې سترګې یې د دې وړ وي چې نورو ته ورکړل شي او د بدن پاتې غړي یې نورو ته په درد نه خوري نو سترګې يې هم بل نابینا ته ډالۍ کړي. 

 

له ایدهي فاونډیشن پرته له ایدهي څخه دوه جوړه جامي هم په میراث پاتې شوي، هغه ته د (The richest poor man) اصطلاح هم کارول کیده.

د ایدهي زوی فیصل ایدهي وايي:

"پلار مې خپل کور هم نه درلود او شل کاله مخکې چې يې کوم بوټونه اخیستی هغې سره مړ شو"

فیصل وايي "پلار مې پنځه ویشت کاله مخکې ځان لپاره د کراچۍ ایدهي کلي کې قبر انتخاب کړی و چې دده وینا مطابق همالته د ۲۰۱۶ د جولای په نهمه د ماسپښین وروسته خاورو ته وسپارل شو."

ایدهي له مرګ وروسته انسانیت ته د خیرښیګڼې یو لوي، منظم او چټک مرکز سره یو منظم د خیر ښیګڼې لښکر په میراث پرېښود.

دده په مړینه کراچۍ کې درې ورځې او پاکستان کې یوه ورځ ملي ماتم اعلان شو چې ددې نه علاوه د نړۍ اکثریت بشردوست خلک پرې خفه و.

روح يې ښاد.

Jul 09,2016 

لیک: اسدافغان

سرچینې: بیلابیلې ويبپاڼې