جورج واشنګټن: ١٧٣٢- ١٧٩٩م

ژباړه: عبدالجبار فراز

جورج واشنګټن پر ١٧٣٢م په ويرجينيا آيالت کې نړۍ ته راغى. نوموړى د يوه ويرجينيايي بزګر دويم اولاد و. واشنګټن په خپل ټول ژوند کې د ښوونځې پر درشل پښه نه ده ايښې او لوستل و ليکل يې له خپل پلار او مشر ورور څخه په کور کې زده کړل. د ده په اړه ويل شوي چې سخت هڅاند او زيارکښ سړى و او ډېر ژر يې د (ټولنيزې اوسېدنې د قوانينو) په باب يوه رساله وليکله. په ځوانۍ کې د نقشه کښونکي په توګه د ويرجينيا پر وچو سرحدونو وګرځېد او وروسته د ياد آيالت سيمه ييز پوځ ته داخل شو. د فرانسويانو او سورپوستو پر وړاندې په جګړه کې تر ګډون کولو وروسته يې پوځ پرېښود او د خپلو املاکو پراخولو ته يې ملا وتړله.

جورج واشنګټن له طبقاتي پلوه د ويرجينيا د (ښاغلو) په ډله کې راتلى. دغه پوړۍ که څه هم له کوم اشرافي لقبه برخمنه نه وه، خو په کرهڼيز او اقتصادي ډګرونو کې د مخکښۍ له امله په ښه سترګه ورته کتل کېدل او دغه راز يې د ويرجينيا د بېلابېلو سيمو ټولنيز مشرتوب هم په لاس کې و. جورج واشنګټن هم کټ مټ د همدوى په څېر پر فردي او ځاني فضيلت باور درلود او د مراعاتولو کوښښ يې کاوه. نوموړي ته د ويرجينيا د قانونجوړونې د کمېټې غړيتوب په لاس ورغى او له هغو کسانو څخه و چې پر انګليسي وارداتو د بنديز لګولو مسئله يې راپورته کړه. ده همدارنګه له ١٧٦٠ څخه تر ١٧٦٤م پورې د (ويرجينيا په فيرفکس) کې د قضاوت دنده هم سمبال کړه. د تر استعمار لاندې اوسېدونکو او برتانيا تر منځ د شخړو د ګرمېدو پر مهال جورج واشنګټن د ويرجينيا آيالت د استازي او مرکزي کنګرې د غړي په صفت وټاکل شو.

کنګرې په ١٧٧٥م کې د (لويې وچې پوځ) تاسيس کړ. پوځې شاليد، ټولنيز ځاى او د سهيلي آيالتونو ملاتړ ته په پام سره جورج واشنګټن د ياد پوځ د قومندانۍ لپاره يو بې رقيبه انتخاب بلل کېدى. خو له دې سره-سره يې د څه وخت لپاره د قومندانۍ واک محدود و او زياتې اصلي پرېکړې کنګرې کولې. کله چې جورج واشنګټن د بوسټن په شمال ختيځ کې د برتانوي ځواکونو د وروستۍ آډې  پر محاصره کولو وتوانېد، د برتانيا پوځ له بندر څخه د پر شاکېدو پرېکړه وکړه. خو دغه نظامي برياليتوب د نيويارک او نيوجرسي د سقوط له امله ډېر ژر بېرته پيکه شو. برتانوى پوځ د سلو بېړيو په ملاتړ په بروکلين او نيويارک کې پلى شو او د امريکايي قواوو دفاعي کرښې يې تارومار کړې. د همدغو بريدونو په اوږدو کې کنګرې د خپلواکۍ اعلان وکړ.

د واشنګټن ستراتيژيکو او تاکتيکي تېروتنو په دغو ماتو کې مهم رول درلود. د ١٧٧٦م د وروستۍ مياشتې په رارسېدو سره د امريکا پوځ د (دلاور) سيند په لمنه کې د خپلو ځواکونه پر بيا سمبالولو وتوانېد. جورج واشنګټن او د ده نامسلکي افسرانو د قومندانۍ په لومړيو کې له ماتو پرته بل څه نه لرل. د ١٧٧٦م په کرسميس کې جنرال واشنګټن خپل ماتې خوړلى او پر تتۍ پروت پوځ د شپې له لورې د کب نيونې د کښتيو په وسيله له دلاور سينده پوري ايست او په نيوجرسي کې د برتانوي عسکرو پر ساتونکو او پيره دارو جرمني سرتېرو يې حمله وکړه. د پرنسټن په دغه جګړه کې ياد ساتونکي او پيره دار عسکر او د دوى مرستې ته لېږل شوي ځواکونه سخت وټکول شول. دغې سوبې د امريکا د پوځ روحيه سخته ډېره ور لوړه کړه.

جورج واشنګټن، چې په ١٧٧٦م کې د يوه ناکام نظامي قومندان په نامه پېژندل شوى و، له پرله پسې ماتو سره-سره بيا هم د نوښت روحيه له لاسه ورنه کړه. ده وکولاى شواى هغه مات شوى پوځ چې د ژمي په وژونکې يخني کې په اوونيو-اوونيو پر شا روان و، په يوه کاميابه ناڅاپي شپني بريد کې-چې له کنګلونو څخه له يو ډک سينده تېرېدنه يې حتمي شرط و-برلاسى کړي. دغې بريا جورج د يوه قوي پوځي قومندان په توګه زبات کړ.

واشنګټن د متحده آيالتونو د تاريخ تر ټولو روښانه څېره ده. په تېره بيا د امريکايي مستعمرو په خپلواکولو، يو موټى کولو او د فډرالي حکومت تر يوه بيرغ لاندې د هغوى په راټولولو کې د نوموړي مخکښه ونډه د پاملرنې وړ ده. جورج د فرانسې او هسپانيا د حکومتونو په مرسته له وسله والو وګړو څخه يو داسې لوى پوځ جوړ کړ چې اخير يې د امريکايي انقلاب په جګړه کې برتانوى ځواک دړې وړې کړ.

د جورج واشنګټن ځينې يادګاري ويناوې:

- د آزادۍ نهال تر ريښې کولو وروسته ډېره چټکه وده کوي.

- هغه خلک چې د خپلواکۍ لپاره قيمت پرې کولو ته نه تيارېږي، د آزادۍ وړتيا نه لري.

- له ټولو سره په مينه او مهربانۍ چلند کوه، ياد ولره چې نوي کالي انسان ته شخصيت نه بخښي، بلکې دا د مرغانو هغو ښکلو بڼکو ته ورته دي چې بدن يې ورپوښي او ښايسته کوي يې.

- د رښتينې دوستۍ نهال ورو-ورو وده کوي.

- د جګړې لپاره تيارېدل د سولې ساتنې معنا لري.

- وجدان د هندارې په شان دى چې نه غوړه مالي کوي او نه سپکاوى.

- له جوارګرۍ(قمار) څخه ځان وساتئ، ځکه قماربازي د شيطان کار دى، د سراښتيا(حرص) زوى، د بې عدالتۍ ورور او د پستۍ پلار دى.

- حقيقي مينه هغه نبات ته ورته ده چې کرار-کرار غټېږي او که د ستونزو او سختيو پر وړاندې مقاومت ونه شي کړاى، نو د مينې نوم پر ايښودل کېداى نه شي.

- په خپله دنده کې ثابت قدمي او چوپ پاتېدل، د تهمت پر وړاندې تر ټولو غوره ځواب دى.

- نهه نوي سلنه هغه کسان ناکامېږي چې په عذر غوښتلو او پلمه نيولو روږدي شوي دي.