کفرې مضامین؟
دا ډېورنډ لاین دی،۱۲مه برخه
اسدافغان

د ۱۹۹۹ مېلادې کال پیل ؤ،د نوې خکومت څو کاله تېر شوې ؤ،د ښوونځې زده کوونکی وم،د خکومت په لومړیو کې مو درس ښه روان و،خو وروسته

، په ښوونځې کې درس ویل ورځ په ورځ سستېدل،څه ښوونکي نه ؤ،څه کتابونه نه راتلل او څه د زده کوونکو خوند نه ؤ،په لومړیو وختونو کې به ښوونکو ته ،

لږه ډېره تنخوا راتله خوبیا له څه مودې وروسته هغه هم ودریده،

فرمان راغلی ؤ ، چې دومره وس نه لرو چې ښوونځی مو فعال وساتو،

ښوونځې کې هغه مهال د پنځلس سوه په خواو شاو کې زده کونکې ؤ، خو چې تنخوا ودریده نو نور ښوونځی په بندیدو شو،،

خو د ښوونکو او زده کوونکو د منډو ترړو وروسته نتیجه دا راووته چې هر شاګرد باید پنځوس کلدارې د میاشتې فېس ورکړې،او زده کوونکو  هم د فېس ورکول په ځان ومنل ،دوی کې زیاتره کسان مدرسه کې داخل شول او نور پاتې  دری سوو په شمېر مو د فېس په ورکولو درس ته ادامه ورکوله،


څه وخت تېر شو او مونږ هم په مېنه درس ویلو،بیا فرمان راغی چې ټول زده کوونکې او نوره عمله باید پګړۍ وتړې،

او هفته کې د ننه باید عملې شي،سرغړونکو ته ېې سخته سزا ټاکلې وه،بس له مجبورۍ

ټولو شاګردنو تورې پګړۍ واخیستې، او ښوونځې ته د ننوتو سره سمه به مو له سره تاو کړه،خو مونږ او نورو زیاتره هلکانو ته یې خوند نه ورکولو،کله چې به مو ټولګې کې لونګۍ ړنګه کړه ،نو بیا سخت وهل به مو په نصیب و،وخت تیرېده کله لونګۍ وهلې کله ړنګه کړې او بیا زیات وهل خوړلو سره نوره عادت شوې ؤ،


له دې فرمان لا ډېر وخت نه ؤ تیر شوی چې بل فرمان راغی،فرمان کې راغلې و چې ریاضي،فزیک،ساینس،هندسه او نورد مکتب کتابونه کفر بیانوې او دنیاوې ګټې پکې دي،باید نور ېې ونه لولئ کنه

 سړی پرې له مسلمانی وځې،اوویل کیدل چې دې کې دې کفر خبرې دي،

بیا نوی کتابونو ته سترګې په لار ؤ،ګلستان،پنج کتاب او نور د مدرسو کتبونو ته مو شېبې شمارلې

ځینو پکې ویل چې یو پکې د امیر المومینین په نوم کتاب هم راځې،خو کتابونه لا رانغلل او خکومت چپه شو،امریکا راغله او بیا هر څه له سره په نوې رنګ شروع شول،

یو ملګرې مې کیسه کوله چې زمونږ مکتب ته پزل رامان راغلی و او ویل یې چې تاسو باید ساینسې مضامین او جغرافیه بیخې ونه ګورئ،دې کې کفرې خبرې دې،او جعرافیه لوستل خو سړی مرتد کوې،باید مونږ دینې سبق ته زور ورکړو او دا دنیا پریږدې،هغې دنیا ته هلې ځلې وکړئ

دا هغه وخت ؤ چې د پزل رامان په وطن پاکستان کې بریالی اټومې ازموینه وشوه او ځان یې د اټوم قدرت څښتن اعلان کړ،په هر صورت زما په اند دوی ساینسې مضامین دلته ځکه تړل چې افغانان نور هم وروسته پاتې او له نوې ټکنالوجۍ بیخې شاته پاتې شې،او همداسې سنډاګان لوی شي چې بیا به ېې کار وطن الوځول او ورانول وي،نه به ځان پیژنې او نه بل،او د جغرافیه لوستل ېې ځکه بندول چې افغانانو په نوې نسل کې د وطن پالنې احساس ورک کړې نه به له ډیورنډ کرغیړنې کرښې خبر وې او نه له خپل هیواد سرحداتو او نورو اقتصادې او جغرفیایې کارونو خبر وي،
دوی فکر کولو چې ددې سره به افغانانو سره د ډیورنډ کرښې په اړه سوال هم پیدا نه شي،او همداسې ویده به لکه د فېل مرغانو په شان د خپلې لکۍ او ببرو وزرونو په عشق کې ټول عمر ترانې ووایې او نور د دنیا کاروبار باید ونه کړي،افغانانو نور راځئ او ځان د تعلیم په ګاڼه سمبال کړئ او د چا خبرو پسې ونه ګرځئ چې دا کفرې سبق دی او دا اسلامې،

یو حدیث دی  چې مفهوم ېې دی تعلیم وکړئ که چیرې په چین کې هم وي،

که تاسو تعلیم وکړئ نو ځان به وپیژنی چې ځان مو وپیژاند بیا نور هم پېژندلی شئ او الله ج هم

افغانانو نور د چا به خبرو پسې مه ګرځئ،زده کړه وکړئ او وطن مو اباد کړئ    



۲۰۱۱-۰۵-۱۹