ډاكټران كه قصابان؟
دا ډیورنډ لاین دی،11مه برخه
اسدافغان
د ښځو او ماشومانو شور ماشور زيات شوى ؤ،
په كوچنى دروازه ټېل ماټيل شیبه په شیبه ډېریده،
وړو ماشومانو ژړل او نورو ښځو د نوبت مخته كولو هڅې كولي،چې ورسره به يې چېغې او ژړاوي اورېدل كېدې،دوى ټول مريضان و،له درملتون شاته په خلاص ځاى كې سره لمر ته ول،ورسره خوا كې كوچنۍ دروازه خلاصېده چې اول د درملتون كوچنى گودام او ورپسې د دوا ډكې المارۍ ښكاريدې،د گودام په يوا خوا كې بېلا بېل كارتنونه ايښې او بلا خوا كې د لرگي تخت جوړ شوى و، سر باندي پرې كوچنۍ قالينه غوړېدلې وه او يو غوښن سړى پرې ناست و،چې ځان يې ډاكټر راوپېژانده،څو كسه په ده باندې ورټول و، او ده زر زر نسخې ليكلي،مريض به ورته مريضې وښودله او ډاكټر به يې صرف له فشار كتلو وروسته هغه سر ترپايه وكوت او دوا به يې ورته وليكله،مريض چې به د ده له درملتون دوا ورته راوړه نو د پيسو اخېستل هم دده كار و، د دوا ډكه كڅوړه به يې له نظره تيره كړه دوه يا درى پاكټه گولۍ او شربت به پكې و او پيسې به يې له زړه ورته وويلي ٥٠٠،١٠٠٠،١٣٠٠،
فكر مې وكړ چې دا ډاكټر دى كه قصاب!؟،نه معاينه شته نه د مرض معلومول شته!؟ خو مريض چې درته څو خبرې وكړي او ته ورته بې خبره فنډ دوا وليكې،
دا ډاكټرې شوه كه قصابې!؟
دا د خوست په لرې پروت خلبسات ښارگوټې كې د يوه ډاكټر كتنځاى دى؛دا ډاكټر چې اسناد او زداكړه يې نه درلوده او ځان د تجربې خاوند گڼى ځان پسې اسيسټنټ ډاكټر ليكلي دي،ده ته له خواو شاوو سېمو هره ورځ لسگونه مريضان راځې چې دى ورته رنگارنگ دواگانې وركوي، څوك هسې خداى په پښو ودروې او څوك نور هم د كټ كړي چې بيا د كورنۍ لخوا پيښور او كابل ته د درملنې په موخه انتقالېږي،مرض عادې او يا هم په اسانى سره د درملنې وړ وي،خو د غلتو دواگانو له امله مريض له بدتره بدتر شي، اكثرآ كسان يا ناروغۍ د ځېنو دواگانو سره حساسيت لري او ناروغ تن باندي بد اثر كوي،خو چې كله هغه دوا ډاكټر ناروغ ته وركړي نو بيا هغه د خپلې مريضي په وجه نه؛بلكې د غلتو دواگانو له امله له دې نړي څخه بستره ټوله كړي،
څو مياشتې پخوا زمونږه يو لس كلن هلك مريض و،دومره سخته او مهمه مريضې يې نه وه خو همدلته مې ډاكټر ته ورووست،هغه چې وكتلو نو بيا يې ورته د چېنجيو وژلو او څه نوره دوا وركړه،هلك باندې مو دوا وخوړه څه وخت همغه شان ؤ، خو ورځ په ورځ يې رنگ كې تغير راته او له پخوا لا زيات بدتر كېده،خوست كې مو بيا څو ډاكټرانو ته ور ووست خو له فنډ فنډ دوا خوړولو وروسته يې څه گټه ونه كړه،بيا مو پيښور ته بوت هلته ترې ډاكټر رنگارنگ معاينات وكړل او له ښه ډيرو كتنو وروسته مالومه شوه چې د هلك په هډوكې كې د وينې جوړولو سيستم له منځه تللى،او دى نوره نوې وينه نشي جوړولى،ډاكټر يې علت د غلتو دواگانو خوړل ښودل او عاملين يې هغه كسان راپه گوته كړل؛ چا چې ده ته دا څو مياشتي فنډ فنډ دوا وركړي وه،
كور كې له خواشينۍ سره سره مو پرې دا څو مياشتې همالته علاج شروع كړ،مياشت كې ورته څو ځله وينه وركول او د رنگارنگ دواگانو خوړل، اوس هلك لا هم بدتر كړى، په مخ يې ويښتان وشول، بې اندازې غټ شو او د غم او غصې په وخت كې يې له پوزې وينه بهيږې،اوس اوس مو اسلام اباد كې په ډير لوړ قيمت د هغه علاج شروع كړى خو پته يې نه لگې چې څنگه به شي؟،خو په هر صورت،زه طب او ډاكټرى ته په ښه نظر گورم، درناوى ورته لرم او د ولس خدمتگاران يې گڼم،دوى زمونږ ولس ته ريښتينى خدمت وړاندې كوي، خو له دوى بېل هغه
ناپوهه تش په نامه ډاكټران زمونږه د خوار ولس اصلې قاتلان او لوى غداران دي چې په څه نه پوهيږي او دې مسلك ته يې لاس اچولئ،داسې كسانو طب او ډاكټري بدنامه او سپكه كړه،دا كسان چې د طب يو ټكى يې هم نه دى لوستئ د طب په شعبه يو تور داغ دى،
دوى د ولس وژل په غير مستقيم ډول لا له ډيره وخته كوى،ولايتي اداره او دولت تر اوسه د دوى په وړاندي كوم گام نه پورته كوې، او د غفلت په بستره شپه ورځ ويده دي،
ولس نور ډېرو غمونو خولي ته راوستلئ،دوى له دولت څخه ددې كسانو په جزأ رسول غواړې ،دوى ددې كسانو كړنې بندول غواړي،له دولت څخه د عالې كيفيت روغتونونه جوړاول غواړي ،كه دولت د دوى په ضد كوم گام وانخلې، نو لرې نه ده چې ولس به مو نيم جنگ او نيم همدا تش په نامه ډاكټران ووژني،
٢٠١١-٥-١٢
اسدافغان،خوست