دا الوتکه سولرامپلس(Solar Impulse)شرکت جوړه کړې.د هغې ۵۷ کلن پېلوټ(Andre Borschberg ) ، چې تردې مخکې د جنګي جیټ الوتکې پېلوټ وو، ویلي چې د لمر په انرژۍ د دې لومړنۍ الوتکې د الوت په وخت هیڅ راز ستونزه نه پېښه نه شوه .

 

ده دا الوتکه، چې په ساعت کې یوازې سل کیلومتره واټن کچ کوي، پرله پسې پنځه ویشت ساعته والوځوله.

 

د دې الوتکې د پېلوټ جامې داسي جوړې شوي وې چې که پېلوټ ته خوب ورغلی وای نو په ټکانونو یې راویښاوه.

 

تراوسه پورې د لمر په انرژۍ په څو هیوادونو کې موټرونه جوړ شوي او وروستي ماډولنه یې ډېر بریالي هم بلل شوي خوالوتکه تراوسه پورې نه وه جوړه شوې.

 

که د لمر په انرژۍ چلېدونکې الوتکه بریالۍ شي ، نه یوازې د تېلود مصرف له کبله به هوايي سفرونه ارزانه شي بلکې چاپېریال ته د الوتکو د تېلوپه اثر زیانونه به هم کم شي.

د سویس د پایرن هوايي ډګر پر سر د لمر په انرژۍ د چلېدونکې الوتکې د الوتلو لومړۍ شېبې

دا الوتکه په خپلو اتیا متره وزرو کې دولس زره شمسي سیلونه یا بیټرۍ لري او داسي ښکاري لکه چې د ساینس فکشن فلم جوړوونکو جوړه کړې وي.

 

ټاکل شوې وه چې تېره اوونۍ دا الوتکه وازمویل شي خو د ځینو ستونزو له کبله د هغې الوت وځنډول شو.

 

taand