يوه ايټالوي شرکت د دې لپاره چې د چاپېريال ساتنې او په ځانگړي ډول د سيندونو په سواحلو کې د چاپېريال ساتنې ته په نوي انداز او په بې ساري ډول د خلکو پام ورواړوي، د سيندونو له سواحلو يې ټول پلاسټيکي کثافات راټول کړي او يو هوټل يې ځنې جوړ کړى دى. دغه ايټالوى شرکت وايي، دا گام يې د چاپېريال ساتنې د نړيوالې ورځې په وياړ او د چاپېريال پاک ساتلو ته د خلکو د پام اړولو په نيت جوړ کړى دى.

دا هوټل چې Save the Beach يا چاپېريال وژغورئ؟ نومول شوى، ټول د روم د او نورو اروپايي سيندونو په څنډو او سواحلو کې د تفريحي ځايونو او پارکونو په چاپېريال کې له راټولو شوو کثافاتو جوړ شوى دى. دا بې ساري هوټل چې تر اوسه يې په نړۍ کې جوړه نه وه ليدل شوې، يوازې د گوتو په شمېر څو ورځو لپاره جوړ شوى و. دا چې هوټل د جون مياشتې پر پنځمه د چاپېريال ساتنې په نړيواله ورځ په رسمي ډول پرانيستل شو، د جون له درېيمې تر اتمې نېټې د مراجعينو پر مخ پرانيستى او فعال و. دغه هوټل په دوو منزلو کې جوړ شوى او پر يوه مهال د لسو کسانو د ځايولو ظرفيت (گنجايش) لري. د هوټل جوړوونکي شرکت هغو کسانو ته په دغه هوټل کې وړيا خواړه او ځاى ورکړل چې د چاپېريال په ساتنه کې يې د دغه هوټل جوړولو او دا ډول نورو اقداماتو گټې په دلايلو بيان کړلې. د ياد شوي هوټل مالک د دغه هوټل د جوړولو د اصلي اړتيا په اړه رسنيو ته وويل: ((موږ د کثافاتو په ځانگړي ډول هغوى کثافاتو په نړۍ کې ژوند کوو چې د پلاسټيک له زيات توليد څخه پيدا شوي. دا موږ ته د چاپېريال د ککړتيا په اړه د خطر يو ډول زنگ دى او موږ ته په کار ده چې په دې اړه فکر وکړو.)) ويل کېږي چې د چاپېريال ساتنې په برخه کې دا ډول ابتکارونه اغېزناک بلل شوياو هيله دا ده چې دا ډول اقدامات به دوام وکړي.

 

 

سورغر ورځپاڼه