پوښتنه: اوسمهال په ډېرو ښارونو کې د کورونو، دوکانونو او فلاټونو د خرڅولو داسې صورت رواج شوی دی چې لومړی د پروژې ټوله نقشه جوړه کړل شي او زياتره وختونه تر تعمير پيلېدو وړاندې ځينې برخې خرڅې کړل شي، آيا د داسې جايدادونو خرڅلاو جايز دی که نه؟

ځواب: تر څو چې د يوه شي وجود نه وي، د هغه خرڅلاو ناجايز دی، جناب رسول الله ص له دې څخه منع فرمايلې ده. په سنن ابن ماجه کې روايت دی:

ژباړه: له حکيم بن حزام څخه روايت دی چې ما رسول الله ص ته وويل: يو کس زما څخه د داسې يو څيز د رانيولو غوښتنه کوي چې هغه زما سره وجود نه لري، آيا زه د داسې سودا اجازه لرم؟ (چې زه يې رانيسم او بيا يې ده ته ورکړم).ده مبارک ورته وفرمايل: هغه شی چې ستا سره نه وي، هغه مه خرڅوه. (سنن ابن ماجه  ١٥٨ مخ)

د ورپسې روايت الفاظ بيا په دې ډول دي: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ ص لاَيَحِلُّ بَيْعُ مَالَيْسَ عِنْدَکَ.يعنې د هغه شي خرڅلاو حلال نه دی چې ستا سره نه وي موجود.

البته له دې څخه يو صورت مستثنى دی، چې هغه ته (بيع استصناع) وايي يعنې داسې شيان چې په ارډر باندې د تيارېدلو رواج وي مثلاً چوټي، بوټونه او نور... نن ورځ فلاټونه، کورونه او دوکانونه هم په دغه راز طريقه سره جوړېږي.

د فلاټونو، کورونو او دوکانونو نقشې، د هغوی موقعيت، تعميري معيار او نور ټول تفصيلات او جزييات له مخکې څخه لا روښانه كېږي، د وقوع محل، د فلاټ منزل او نور اړوند بيانات په ليکلې بڼه د شاهدانو په مخ کې ورکول كېږي چې له کبله يې د جنګ او شخړي امکانات يا خو بېخي ختمېږي او يا ډېر کمېږي، په همدې اساس د فلاټونو، دوکانونو او کورونو د مالکانو لپاره د داراز خريد او فروخت اجازت دی. (کتاب الفتاوی لخالد سيف الله ٥ ټوک ٢٧٣ مخ)

 

قبر پخول يا ورباندې ګنبده جوړول

پوښتنه: قبر پخول او ګنبده ورباندې جوړول جايز دي که نه ؟

ځواب: قبر پخول، يا ورباندې عمارت او ګنبده جوړول او ملنګي ورباندې راايستل، ټول حرام او ناجايز دي. په مسلم شريف کې روايت دی:

ژباړه: له حضرت جابر رض څخه روايت دی چې رسول الله ص د قبر له پاخه جوړولو څخه منع کړې ده او همدارنګه يې پر قبر باندې له کښېناستلو او پر قبر باندې له عمارت جوړولو څخه هم منع کړې ده. (صحيح مسلم لومړی ټوک 312 مخ/ ترميذي لومړی ټوک ١٢٥مخ/ مشکوة لومړی ټوک ١٤٨ مخ)

پوښتنه: يو وخت په لاهور کې يوه بريلوي عالم دا ومنله چې په نبوي احاديثو کې د پوخ قبر او پر قبر د عمارت جوړولو منع راغلې ده، البته هغه ويل چې زموږ په حنيفي مذهب کې امام ابوحنيفه رح د دې اجازه ورکړې چې د اولياوو او بزرګانو قبرونه پاخه جوړ کړل شي. د نوموړي په وينا موږ مقلدين يو، پر مذهب باندې تګ کول راته په کار دی، د دغه بريلوي عالم خبره د  شريعت له نظره څنګه ده، آيا رښتيا هم امام ابوحنيفه رح د پاخه قبر جوړولو اجازه ورکړې ده؟

ځواب: د دغه بريلوي عالم خوله دې ماته شي چې د دومره ستر عالم او مجتهد حضرت امام ابوحنيفه رح طرف ته داسې بې حقيقته او بې اساسه خبره منسوبوي.

د دې مطلب خو دا دی چې ګويا امام ابوحنيفه رح د رسول الله ص د صحيح حديث مخالفت کوي. رسول الله ص فرمايي چې پوخ قبر جوړول منع دی او امام ابوحنيفه رح وايي چې نه، نه! جايز دی، نعوذبالله.

کله چې يوه خبره له رسول الله ص څخه په صحيح او صريح حديث سره ثابته شي، بيا نو هېچا لره دا حق حاصل نه دی چې د ده مبارک له خبرې څخه يوه ذره مخالفت وکړي او هغه کس چې د امام ابوحنيفه رح ځان مقلد بولي او بيا ده مبارک ته داسې خلاف شرع خبره منسوبوي، هغه په حقيقت کې د امام ابوحنيفه رح سرسخته دښمن دی او دغه خبره يې سراسر درواغ ده چې امام ابوحنيفه رح د دې خبرې اجازه ورکړې چې د اولياوو او بزرګانو قبرونه دې پاخه جوړ کړل شي او عمارت دې ورباندې بنا شي. د حضرت امام ابوحنيفه رح بلاواسطه شاګرد حضرت امام محمد رح په خپل کتاب کې رانقل کړي:

ژباړه: موږ دا خبره صحيح نه ګڼو چې له قبر څخه څومره خاوره راوايستل شي او بيا تر هغه زياته ورباندې واچول شي او موږ دا خبره مکروه ګڼو چې قبر دې پوخ جوړ کړل شي او يا دې په خټو باندې ګَل کړل شي... دا ځکه چې رسول الله ص له دې څخه منع فرمايلې چې قبر مربع جوړ کړل شي او هم يې له دې څخه منع فرمايلې چې قبر پوخ جوړ کړل شي، همدا زموږ مذهب دی او همدا د امام ابوحنيفه رح قول دی.  (کتاب الاثار لامام محمد رح ٩٦، ٩٧ مخونه)

په تېرو ګڼو کې د شرک په باب کې دا خبره ذکر شوه چې د شرک پيل د انبياوو او اولياوو له قبرونو، د هغوی پر نوم له مجسمو او د هغوی د ناستې او ولاړې له ځايونو څخه شوی، نو د دې لپاره چې ابليس لعين د تېرو امتونو په څېر محمدي امت د شرک خوا ته په اسانۍ سره کش نه کړي، جناب رسول الله ص حضرت علي رض ولېږى او دا خبره يې ورته وفرمايله چې چېرې دې مجسمه ليدله، نړوه يې او چې چېرې دې لوړ قبر ليدی برابروه يې، بيا د وخت په تېرېدو سره همدغه نبوي فرمان حضرت علي رض د خپل خلافت په وخت کې خپل پوځي سپاه سالار (حضرت ابوالهيّاج الاسدی) ته هم وفرمايه، نوموړی وايي:

ژباړه: ما ته حضرت علی رض وفرمايل ويل آيا زه تا د هغه کار لپاره ونه لېږم، د کوم کار لپاره چې رسول الله ص زه لېږلی وم، هغه دا چې هېڅ مجسمه پرېنږدم چې راويې غورځوم او هېڅ قبر پرېنږدم چې برابر يې کړم. (مسلم شريف لومړی ټوک ٣١٢ مخ/ مشکوة لومړی ټوک ١٤٨مخ/ ترمذی لومړی ټوک ١٢٥ مخ)

د قبرونو له برابرولو څخه مطلب دا نه دی چې د ځمکې له سطحې سره هموار کړل شي، بلکې د دې مطلب دا دی چې د هغو قبرونو سره برابر کړل شي چې د شريعت د حکم مطابق وي لکه چې علامه علاءالدين المارديني الحنفي (المتوفی سنه ٧٤٥ هـ) ليکي:

ژباړه: د برابرولو مطلب دا دی چې د هغو قبرونو سره برابر کړل شي چې د شريعت له عادت سره موافقت ولري. (الجوهر النقی علی البيهقی ٤ ټوک ٣ مخ)

ستر حديث پوه امام بيهقي رح رانقل کړي چې د رسول الله ص قبر تقريبًا يوه لويشت لوړ و. (سنن الکبری ٣ ټوک ٤١٠ مخ)

پوښتنه: دا چې په صحيحو احاديثو سره پر قبرونو د قبو او ګنبدو جوړول منع شوي، نو خپله د رسول الله ص روضه مبارکه ولې زرغونه ګنبده لري؟

ځواب: هو، دا ډېره ښه پوښتنه ده، اصل خبره دا ده کله چې رسول الله ص وفات شو او له دې نړۍ څخه يې سترګې پټې کړې، نو په دې وخت کې ځينو کسانو وويل چې له منبر سره دې دفن کړل شي، ځينو بيا ويل چې جنت البقيع قبرستان ته دې يووړل شي، په دې وخت کې حضرت ابوبکر رض تشريف راوړ او ويې فرمايل: ما له رسول الله ص څخه اورېدلي چې نبي صرف په هغه ځای کې دفن كېږي چېرې چې هغه وفات کړی وي، نو هغه و چې په هماغه ځای کې قبرو وکيندل شو. (موطاء امام مالک ٨٠ مخ/  اوشمائل ترمذی ٢٨ مخ)

دا چې د رسول الله ص وفات د حضرت عايشې رضی الله عنها په حجره کې شوی و، له دې کبله د دغه حديث په روايت سره هلته دفن کړل شو، او په دې کې ډېر ستر حکمت يو دا هم دی که چېرې رسول الله ص دا حکم نه وای کړی نو د ده جسد مبارک به پروت وای او د خلکو تر منځ به جګړه وای چا به ويلای چې زموږ په سيمه کې دې دفن شي او چا به ويلای زموږ په سيمه کې… ممکن غټه شخړه را منځ ته شوې وای، خو ده مبارک دغه شخړه تر خپل وفات مخکې لا ختمه کړه، پاته چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر شو هغوی ته بالتبع په هماغه حجره کې د دفن کولو شرف حاصل شو، که چېرې دغه حضرات له حجرې څخه دباندې دفن شوي وای، نو هېڅکله به يې پر قبرونو باندې صحابه کرامو عمارت نه تعميرولای لکه د حضرت عثمان او نورو ډېرو په زرګونو صحابه کرامو قبرونه وو، چې پر هېڅ يوه ګنبده جوړه نه کړل شوه او نه عمارتونه ورباندې تعمير شول.

څو پېړۍ وروسته چې کله ترکي پاچهانو واک تر لاسه کړ، نو هغوی د خپل شاهانه اثر او رسوخ زياتولو په موخه پر ځينو قبرونو ګنبدې جوړې کړې، مګر د هغوی دغه فعل شرعًا هېڅ حجت نه دی، ځکه چې صحيح او صريح روايت تېر شو چې رسول الله ص له دې څخه منع کړې ده، نو کوم فعل چې ده مبارک منع کړی وي، د هېچا په کولو سره هغه جايز نه ګرځي.

مطلب دا چې داسې نه ده شوې چې د رسول الله ص مبارک قبر مخکې موجود و، وروسته عمارت ورباندې تعمير شوی دی، بلکې د ده مبارک چې په کومه حجره کې وفات شوی، د سابق حديث په سبب په هماغه حجره کې دفن شوی دی، بيا په (٥٥٧)  هجري سنه کې (سلطان نورالدين شهيد محمود بن زنګی) د رسول الله ص پر قبر ډېر مضبوط دېوال را وګرځاوه او بيا په (٦٧٨) هجري سنه کې (سلطان قلاؤن صالحي) دغه زرغونه ګنبده چې اوس هم موجوده ده جوړه کړه.

 

خپلو زامنو ته د حضرت علي رض وروستى وصيت

په تاريخ طبري کې راغلي: کله چې د اميرالمومنين علي بن ابي طالب رض د وفات وخت رانږدې شو، نو ده مبارک خپل دواړه زامن (حضرت امام حسن او حضرت امام حسين رضی الله عنهما) راوغوښتل تر څو خپل آخري وصيت ورته واوروي. کله چې هغوی د ده په وړاندې حاضر شول، نو ده مبارک په لاندې الفاظو سره خپل وصيت پيل کړ:

زه شاهدي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅ برحق معبود نشته، هغه يو دی، هېڅ شريک نه لري (نه په ذات او نه په صفاتو کې) او زه شاهدي ورکوم چې محمد ص د الله تعالی بنده او رسول دی.

الله تعالی خپل آخري رسول حضرت محمد ص ته هدايت او حق دين ورکړ او دې نړۍ ته يې راولېږه د دې لپاره چې خپل دين (اسلام) د نړۍ پر ټولو اديانو او مذاهبو غالب کړي، که څه هم دا کار مشرکينو ته د منلو وړ نه دی، زما لمونځ، زما قرباني زما ژوند او مرګ ټول د الله تعالی لپاره دي چې د ټول جهان پروردګار دی او هغه لره هېڅ شريک، مثل او سيال نشته، هغه ما ته حکم کړی چې نېک عملونه وکړم او له بدو کارونو څخه توبه ګاره شم او په حقيقي توګه له فرمان منونکو څخه شم.

تر دې وروسته اې حسن! هم تا او هم د خپلې کورنۍ ټولو غړو ته دا وصيت کوم چې تقوا اختيار کړئ او د الله تعالی له ناراضۍ څخه په ټينګه ځانونه وساتئ او ستاسې خاتمه بايد پر اسلام باندې وشي، تاسې ټول بايد د الله تعالی رسۍ (يعنې قرآن کريم) په ډېرې مضبوطۍ او قوت سره ونيسئ او هېڅکله د اختلاف او انتشار ښکار نه شئ، په همدغه کې ستاسې د برياليتوب راز پټ دی.

اې حسن! اصلاح او صله رحمي لومړی له خپله کوره پيل کړه او بيا يې تر ډېره ليرې پورې خپره کړه، ځکه ما له رسول الله ص څخه اوريدلي دي چې فرمايل يې:

د خپل خاندان او کورنۍ اصلاح کول، له هغوی سره صله رحمي او خواخوږي کول، تر عامې اصلاح او صله رحمۍ افضل دی او دغه عمل د الله تعالی په لار کې تر روژو نيولو هم زيات غوره دی.

اې حسن! که مو له خپلو دوستانو، اقرباوو او متعلقينو سره صله رحمي او خواخوږي کول، نو به د قيامت په ورځ الله تعالی ستاسې حساب او کتاب اسانه کړي.

الله الله! د يتيمانو خاص خيال ساتئ، هغوی په مشقت او تکليف کې مه اچوئ، ګورئ چې هغه ستاسې په وړاندې ضايع نه شي.

الله الله! له خپلو ګاونډيانو سره نېک او د احسان معامله کوئ، ځکه دا ستاسې د نبي ص وصيت دی، بلکې د رسول الله ص د فرمان مطابق جبرائيل ع تر داسې حده ده مبارک ته له ګاونډيانو سره د ښه سلوک په هکله وصيت کاوه چې آخر د ده مبارک دا يقين راغی چې ګاونډان به په ميراث کې د برخې اخيستلو مستحق وګرځي.

الله الله! قرآن واياست او په هغه باندې عمل کوئ، همدغه د سيالۍ ځای دی، هسې نه چې نور کسان په دغه معامله کې تر تاسې وړاندې ولاړ شي او تاسې شا ته کړي، هر يو بايد کوښښ وکړئ چې په قرآن او د نېکو کارونو د عملي کولو په سيالي کې يو قدم تر بل وړاندې ولاړ شئ.

الله الله! لمونځ په خاصې پابندۍ او ښه اهتمام سره ادا کوئ، ځکه همدغه څيز ستاسې د دين ستون دی.

الله الله! بيت الله آباده کړئ، هغه هېڅکله خالي مه پرېږدئ، ځکه د هغې تر پرېښودلو وروسته د هغې په مثل تاسې ته بله بيت الله نه نصيب کېږي.

الله الله! پخپلو ځانونو او مالونو سره د الله تعالی په لار کې جهاد وکړئ، د مظلوم مرسته وکړی او د ظالم ملا ماته کړئ.

الله الله! د زکات په ورکړه کې مخ او شا ته مه کېږئ، بلکې په ډېرې مېړانې سره دغه ستره فريضه ادا کړئ، ځکه د زکات ورکړه د الله تعالی قهر او غوسه سړوي.

الله الله! د غيرمسلمو ذميانو په هکله چې ستاسې په هېوادونو کې اوسېږي د خپل نبي د وصيت خاص خيال وساتئ، ستاسې په موجودګۍ کې بايد پر هېڅ غيرمسلم ذمي هېڅکله او هېڅ رنګه ظلم ونه کړل شي.

الله الله! د خپل نبي د صحابه کرامو احترام وساتئ، ځکه رسول الله ص د هغوی د لحاظ ساتلو په اړه وصيت کړی دی.

الله الله! د مساکينو او محتاجانو د پاللو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره لازم ترتيبات ونيسئ، او هغوی په اصطلاح پخپله کاسه او معيشت کې شريک کړئ، په دغه عمل سره د الله تعالی رضا تر لاسه کړئ.

الله الله! د خپلو غلامانو، مينځو او خادمانو حقوقو ته خاصه پاملرنه وکړئ.

الله الله! د حق په لار کې د هېڅ ملامت کوونکي له ملامتيا څخه مه وېرېږئ، تر څو چې تاسې پر حق قايم ياست، الله تعالی به ستاسې دفاع کوي او دغه ستر ذات باالکل ستاسې لپاره کافي دی.

له خلکو سره هميشه ښه اخلاق کوئ، په ورين تندي ورسره خبرې کوئ او د غلطيو معافي ورته کوئ لکه چې الله تعالی تاسې ته حکم کړی چې د هغه له مخلوق سره نېکه رويه کوئ.

خلکو ته د نېکو کارونو د کولو حکم کوئ او له بدو کارونو څخه يې را ګرځوئ، په همدغه مهمه او ستره فريضه کې هېڅکله له لټۍ او کوتاهۍ څخه کار وانه خلئ، که نه نو پر تاسې به د ټولنې هغه شرير خلک مسلط شي او په معاملاتو کې به د نااهلو خلکو غلبه زياته شي او بيا به تاسې دعا کوئ، مګر قبلېږي به نه.

په خپلو منځونو کې د خيرخواهۍ او خواخوږۍ جذبه غښتلې کړئ، ځکه تر ټولو بهترين کس هغه دی چې چا ته يې ګټه ورسېږي، يو او بل ته څاه مه کينئ، مه په چا پسې تر شا خبرې کوئ، مه له چا سره دوستي قطع کوئ او بل دا چې له فرقه بندۍ څخه ځانونه وژغورئ.

د نېکۍ او تقوا په کارونو کې يو تر بله تعاون کوئ او د ګناه په کارونو کې د هېچا ملا مه تړئ.

په حقيقت سره الله تعالی حاضر او ناظر وګڼئ او له دغه ستر ذات څخه وېره ولرئ، يقينًا چې د الله تعالی عذاب خورا سخت دی، الله تعالی دې ستاسې ټولو پوره-پوره حفاظت وکړي او تاسې دې د خپل نبي پر طريقه برقراره وساتي، زه تاسې الله تعالی ته سپارم او هغه د ټولو لپاره کافي دی، والسلام عليکم ورحمة الله

تر دغه وصيت وروسته اميرالمومنين حضرت علی بن ابي طالب رض پرته له دې کليمې چې (لااله الاالله) دی بله هېڅ خبره تر خوله راونه ايستله او روح يې له عنصري قفس څخه پرواز وکړ، ده مبارک ته د ده دوو زامنو حسن او حسين رضی الله عنهما او حضرت عبدالله بن جعفر رض غسل ورکړ. (تاريخ الطبري ٤ ټوک ٣٩٦ ټوک)

يقينًا چې دغه وصيتنامه يوازې د حسن او حسين لپاره نه ده ويل شوې، بلکې لازمه ده چې هر مومن وګړی يې په ياد کړي او په ټينګه ورباندې عمل وکړي، دا د يو عام کس وصيتنامه نه ده، بلکې د اسلام د څلورم خليفه، د رسول الله ص د کاکا د زوی او د ګران زوم اميرالمومنين حضرت علي رض وصيتنامه ده چې د مرګ پر وخت يې خپلو ګرانو زامنو او د رسول الله صلمسيانو ته کړې ده، نو په کار ده چې هر مومن وګړی بايد د عمل جامه ورباندې واغوندي.

 

surgar dot net