بعضی وروڼه شکایت کوی چه مونږ د الله ته پنا وروړو دشیطان نه او اعوذبالله وایو خو بیا هم شیطان مونږ ته په زړه کی وسوسی او وهمونه اچوی او لمونځ ټول په فکرونو او چورتونو کی وکړو  .

جواب:

استعا‌ذه داسی ده لکه دجنګیالی په لاس کی چه توره یا ټوپک وی که چیرته دده وار قوی اوزورو وی نو په مقابل لوری به ډیردروند ا و خطرناک وار وکړی چی کیدای شی هغه ددی وار نه مړ هم شی او که واریی کمزوری او سست وی نو په مقابل لوری باندی اثر نه کوی که چیرته ده سره ډیره تیره توره یا نوی وسله هم وی .

همدغه رقم که چیرته یو متقی او پرهیزګاره سړی د شیطان دوسوسو او وهمونو دخلاطون لپاره استعاذه یا نور ی دعاګانی ووایی نو دده دا دعاګانی به شیطان ته اوروګرځی او وبه سوځوی خو که یو ضعیف ایمان واله اوګناهګار کس یی ووایی نوبیا په شیطان دومره قوی اثر نه کوی..

امام ابوالفرج ابن جوزی رحمه الله فرمایی:

دشیطان حال دیوه متقی او پرهیزګاره انسان سره داسی دی لکه چه :

یو انسان ناست وی او ډوډی خوری  په دسترخوان یی خوښه وی او یو سپی راشی  ده ته ودریږی دغه انسان ورته ووایی چه کورﺉ نو هغه سپي ترينه په اول ځل شړلو سره  لاړ شی .

او دشیطان حال دیو کمزوری ایمان واله سره داسی دی لکه :

یو انسان ناست وی او ډوډی خوری په دسترخوان یی غوښه وی اویوسپی راشی ده ته ودریږی جی دا کس ورته هرڅومره هم ووایی چه کورﺉ هغه نه ځي.

نو اول د پرهیزکاره غوندی دی چه شیطان ورته راشی  دا چه استعاذه ووایی هغه لاړ شی او دویم هغه کمزوری ایمان واله دی چه ورته راشی او دا څومره کوشش وکړی  نو رټل شوی شیطان یی نه پریږدی .

نعوذبالله من الشیطان الرجیم .

وایی چه یو عالم خپل شاګرد ته وویل :

که جیرته دی شیطان دګناهونو کولو ته را وبللی نو ته به ورسره څنګه معامله کوی .

هغه ورته وویل : چه زه به یی مخالفت کوم .

بیا استاذ ورته وویل که شیطان بیا راغی . شاګرد وویل : چه بیا به یی هم مخالفت کوم نو استاذ ورته وویل : چه دا کار اوږدیږی .

استاذ ورته وویل : په یو ځای کی دمیږو رمه ده او په هغی ځای ستا لاره ده کله چه ته دمیږو رمی ته ورسیږی نود میږورمی سره چه کوم سپی وی هغه درته لاره ونیسی او نه دی پریدی چه مخکی لاړشی څه به کوی .

شاګرد وویل : چه کوچۍ کوم(شړم ) به یی نو استاذ ورته وویل چه دا ډیر وخت غواړی .

بهتره داده چه ته درمی خاوند ته ورشی نوهغه به دی په اسانی د سپی دشر نه وساتی .

داددی ستر عالم یوه رښتنی خبره وه چه خپل شاګرد ته یی وکړه ځکه :

الله عزوجل نه مرسته غوښتل او هغه ته پناه وروړل ا ود هر هغه شی نه چه لایزال رب ترینه منع کړی یو ځان ساتل یواځینی دخلاصون لاره ده  .ځکه خو مریم علیها افضل الصلاة وسلام ویلی :

  ترجمة   ( واني أعيذها بك وذريتها من الشيطان الرجيم )

او بی شکه زه پناه ورکوم  دی( مریم )  ته  په تا پوری او اولاد ددی (مریمی) ته له شیطان مردود (رتل شوی نه )ال عمران 36

الله عزوجل ته پناه وړل او رجوع کول .

د شیطان دمکر او فریب نه یواځینی دخلا صون لاره الله عزوجل ته پناه وروړل دی  الله سبحانه وتعالی فرمایی :

(خذ العفو وأمر بالعرف وأعرض عن الجاهلين – واما ينزغنَّك من الشيطان نزغ فاستعذ بالله انّه سميع

 

عليم )  الأعراف  199

او که با عث او تیزکړی تا کومه وسوسه د شیطان نه نو پناه وغواړه دالله نه بیشکه الله عزو جل ښه اوریدونکی او ښه عالم دی (دټولو اقوالو په ګردو احوالو )

او همدا رنګ الله عزوجل  زمونږګران پیغمبر علیه افضل الصلاة والسلام ته  هم پدی امر کړی چه د شیطان دوسوسو او دهغی د حاضریدو نه پناه وغواړی .

(وقل رب أعوذ بك من همزات الشَّياطين – وأعوذ بك رب أن يحضرون  ) سورة  مؤمن  97

اوووایه( ای محمده !) ای ربه ځماپناه غواړم په تا پوری  ( له وسوسو) دشیطانانو نه  (چه را کاږی خلک ضلالت ته ) او پناه غواړم  په تاپوری  ای ځما  ربه  چه حاضر شی (دوی ) ماته ( په لمانځه یا تلاوت دقران یا ځنکدن کی ) تفسیر کابلی .

ابن قیم رحمه الله وایی : دجهاد څو قسمونه دی او یو قسم یی دادی  چه دشیطان سره جهاد کول دی او دشیطان سره جهاد کول بیا په دوه ۲ مرتبی لری .

۱ : اوله مرتبه یی کله چه د انسان په ایمان کی شکونه  او شبهات پيدا کوی هغی وخت کی دشیطان دفعه کول .

۲ : دویمه مرتبه یی داده چه یی کوم بد کار یا ګناه ته راغبوی په هغی وخت کی دشیطان سره مجاهده کول .

چه دااول کار په پوره یقین او دیم په صبر سره کیدونکی دی .

 

بع بعضی ځایونه چه هلته دعا ویل پکار دی .

۱ : که په لمانځه کی شیطان درته وسوسه کوله .

د ابی سعید الخدری رضی الله عنه نه روایت دی چه:

کله به  چه رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام لمونځ  کولو نو دا په یی ویلی :

اعوذبالله من الشیطان الرجیم من همزه ونفخه نفثه .    ترم‍ذی او ابو داؤد

او دا یوه مجر به نخسه ده چه شیطان پری تښتی .

۲ : بیت الخلاء ته دننوتو په وخت کی :

کله به چی رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام بیت الخلاء ته ننوت نو دا دعا به یی ویله :

اللهم انی اعوذبک من الخبث والخبایث  . رواه بخاری

۳ : دغصی په وخت کی :

عن سليمان بن صرد قال : استب رجلان عند النبي صلى الله عليه وسلم ونحن عنده جلوس ، وأحدهما يسب صاحبه مغضبا، قد احمروجهه ، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : ( إني لأعلم كلمة لو قالها لذهب عنه ما يجد : اعوذ بالله من الشيطان الرجيم ) . رواه البخاري ومسلم .

 

۴ : دخره دغږ داوریدو سره .

رسو ل الله علیه افضل الصلاة وسلام فرمایلی :

کله چه خروهنګیږی نو تاسو د الله نه پناه وغواړی   . طبرانی معحم کبیر سره دصحیح اسنادو

او رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام ویلی چه کله خر هنګیږی نو هغه شیطان وینی . بخاری.

۵ : د کوروالی په وخت :

لو ان احدكم اذا أتى أهله قال: باسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا ، يولد بينهما ولد فلا يصيبه الشيطان أبدا

په کثرت سره د قران تلاوت او ذکر کول .

د هر فرض لمونځ نه ورورسته د ایة الکرسی تلاوت کول .

بلکه په هرکار کی الله عزوجل ته پناه وروړل چی تر څو دشيطان نه په امان کی وی .

او په بل روایت کی راغلی چه رسول الله علیه افضل والسلام فرمایلی:

إن أفضل ما تعوذ به المتعوذون المعوذتان .

و ما علینا الا البلاغ