غزل

زړه دې بد شي سم چې تاته په کاته شم

چې درنه شم، وایې څه شو؟ وایه څه شم؟

جګې جګې که مې ته په زړه کې زړه شې

درېغه درېغه چې دې زه په زړه کې زړه شم

څومره زه یم یاره ستا ددیدن تږی

چې دې مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم

هېرونکیه بیا به وایې څه مې ورک وو

لکه یاد کله درپېښ چې ستا په زړه شم

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي

طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

زلفې پرانیزه پرېشان یم د شوګیر نه

په دې ګڼ سوري چې جمع زړه اوده شم

شمع رویه چې رقیب ته په خندا شې

لکه دود دې دمحفل نه په واته شم

شور او زوږ مې حوصله د لوی منزل شي

ګنې یم د همت زاڼی چې په تله شم

جشن خال یې د محراب وروځو امام دی

حمزه نیت کړه که واهه او که باښه شم

د غزل پلار حمزه شینواری