فلسفه څه شى ده ؟

لنډه سريزه !

 دګڼ شميرفيلسوفانو دخبروپربنسټ ترټولوستونزمنه اوناځواب شوې پوښتنه ،چې  كله مطرح كيږي داده چې  " فلسفه څه شى ده ؟ "

   په حقيقت كې هيځكله هم داسې نه شو ويلاى ،چې فلسفه څه شى ده اودكومې موخې لپاره نوموړې كلمه كارول كيږي ياپه كوم څيز پورې تړلې او بل پورې هيڅ تړاو نلري ځكه فلسفه دهرانسان دهراړخيزوكړنوآزاده اوخپلواكه وسيله ده اونه شي كولاى ددې وسيلې كړۍ له خپلې اصلي پولې څخه تنګه كړي اويايې يوازې ديوې موخې لپاره وكاروي .

   دفلسفې عمردځمكې پرمخ دانسان دعمرپه څيردى اوداوږدمهاله تاريخ په هرپړاوكې يې توپيرموندلى دى هره دوره كې يې دهمغې دورې له غوښتنوسره سم ځان سمبال كړى دى .

   ددې لپاره چې فلسفي بحث ته ورننوزو اودهغې په اړه معلومات ولرو غوره به وي پربيلابيلوشويوتعريفونويې رڼاواچوو په دې لړكې به دفلسفې پركلمې خبرې وكړو .

 

دفلسفې كلمه 

 

ويل كيږي چې فلسفه د يوې يوناني كلمې (Philosophy) له ده برخوPhilo   او Sophy  څخه جوړه شوې ده لومړۍ كلمه يې د دوستۍ اوخپلوۍ او دويمه يې دپوهاوي ماناوركوي .

   دنظرخاوندان دنوموړې كلمې دكاروونې لومړى كس فيثاغورث په ګوته كوي او ويل كيږي ،چې فيثاغورث څخه يومهال وپوښتل شول ،چې آياته يوپوه كس يې ؟ نومړي ځواب وكړ:

نه ، مګردفلسفې سخت پلوى يم .

  سربيره پردې فلسفه دپيدايښت له لومړۍ ورځې څخه را په ديخوا له پوهې سره دمينې ښودلواوتفكرپه مانادى .

 

دفلسفې بيلابيل تعريفونه

 

دتاريخ په هرپړاوكې فيلسوفانو،متفكرانواودنظرخاوندانودفلسفې بيلابيل تعريفونه كړي دي زه يې يوشميرپه دې ليكنه ستاسې مخې ته ږدم هيله من يم چې په زړه پورې او ريښتيني څرګندشي .

×  ابن سينا :

فلسفه دنړۍ پرمخ د ټولوڅيزونوپرحقايقوخبرتياته وايي اوانسان اړدى ترڅوپه هراړخيزوحقايقوځان وپوهوي .

×  ارسطو :

فلسفه هغه علم دى ،چې دنړۍ پرمخ دموجوداتوله وضعې اوڅرنګوالي څخه بحث كوي .

×  فيثاغورث :

فلسفه ددوستۍ اوخپلوۍ ريښې لټوي اودنړۍ وګړي سره په يوه ټغر راغونډوي اودغه رازفلسله دموسيقۍ لوړه مرحله هم ده .

 

×  افلاطون :

فلسفه يوه په زړه پورې اونه هيريدونكې مزه ده اودفلسفې غوښتنه دنړۍ پروړاندې افسوس دى اوفيلسوف هغه څوك دى ،چې دازلي امورو ،دڅيزونوپرحقايقواودعلت دمنځ ته راتګ پرلامل ځان پوهوي اوپه دې لټه كې وي ترڅوژورې څيړنې وكړي اوسم ځواب ومومي .

 × سيسرون :

 فلسفه له شريفوامورونه خبرتيا اوله هغوڅخه په هرې شونې لارې ګټې اخستلوته وايي .سيسرون فلسفې ته وايي ((ته زموږژوندګرځوې ،ته دفضيلت ته نيږدې اودرذالت دښمنه يې ،كه ته نه واى ،مونږبه څه شى وو؟ اوزمونږژوندبه څنګه تيريده ؟)) 

 × توماس هبز:

فلسفه دڅيزونوترمنځ د اړيكو علم ته وايي .

  ×كريسن وولف :

فلسفه ،دهغوموجوداتوعلم ته وايي ،چې څيړنه يې شونې وي اوپه اړه يې معلومات دانسانانولاس ته ورځي .

  ×فيشته :

فلسفه دعلم علم يادمعرفت علم دى .

× هګل :

فلسفه په مطلق امركې بحث ته وايي .

 ×اوبروګ :

فلسفه داصولواومقرارتوعلم دى .

 ×وونټ :

دفلسفې بسټيزكاردټولوعلومويوځاى كول اوراغونډول دي ،چې دبيلابيلوعلوموله لارې په لاس راځي ترڅوپه دې ترڅ كې يوه واحده ټولګه رامنځ ته شي .

× پولسن :

فلسفه دمعرفتونوټولګه ده ،چې دعلمي نظم څيره يې ځان ته خپله كړې ده .

× ثورو :

دفيلسوف كيدو لپاره يوازې دنازكوافكارولرل اودغه رازديوځانګړي مكتب جوړول بسنه نه كوي يوازې همدومره بس ده ،چې حكمت غوره وګڼواو داحكاموپرمنلويې خپل روان ژوندپه پوره عزت اوشرافت سره پرمخ بوزو .

 ×انت :

فلسفه دعقلاني ځيركتياپيژندنه ده ،چې دمفاهيموله لارې لاس ته راځي .

 

دفلسفې تعريف

 

فلسفه فكردى ،داسې فكرچې په نړۍ اوروان ژوندكې له ټوليزواوبنسټيزوموضوعاتوسره مخامخ يواوهغه مهال راڅرګنديږي ،چې دځان اونړۍ په اړه راته بنسټيزې پوښتنې پيداكيږي دبيلګې په ډول :

  ښايست څه شى دى ؟ له پيدايښت وړاندې چيرې وو ؟ آيادنړۍ پرمخ ژوندي موجودات كومې موخې لري ؟ كه ژوند مانالري څنګه اوپه څه ډول پرې ځان وپوهوو؟ آياشونې ده ،چې يوڅه دنړۍ پرمخ موجود وي اوهيڅ موخه اوعلت ونه لري ؟ مونږنړۍ ته دواقعيت په سترګه ګوروخو واقعيت څه مانا ؟

آيادانسان سرنوشت دهغه په لاس كې دى اوكه له بهرڅخه ورته ټاكل كيږي ؟ له كومه ځايه څرګنديږي ،چې ټول ويده نه يو ؟ خداى (ج) څه شى دى ؟ اوديته ورته په سل ګونو نورې پوښتنې دي ،چې په دې اړه مطرح كيږي .

   لكه څنګه چې له پورته پوښتنوڅخه ښكاري داډول پوښتنې اوفلسفي مسائل له ځانګړواموروڅخه شميرل كيږي اوپه هيڅ علم كې داډول موضوعاتوته كتنه نه كيږي .مثلاهيڅ علم نه شي كولاى دې پوښتنې ته چې واقعيت ياحقيقت څه شى دى ؟ اوياداچې عدالت اوبرابري څه شى دى ؟ ځواب ووايي .

   فلسفه دواقعيت مطالعه ده خودهغه واقعيت مطالعه نه ده كومه ،چې بيلابيل علوم پكې راګډشوي وي دبېلګې په ډول دفزيك علم ،چې دمادي اجسامودحركت اوسكون مسائل څيړي اودغه رازداستوګن پيژندنې علم ،چې دژونديوموجوداتوپه اړه بحث كوي دفلسفي علم ښې بېلګې دي .  

   فلسفه كې ترټولومهم اوټوليزامر،چې كولاى شوله هغه سره سروكارو ولروتفكردى اوبې له كومه قيدوشرطه مطرح كيږي دغه رازپه دې اړه ارسطوهم دفلسفې دتعريف په اړه وايي ((فلسفه دموجوداتوله احوالو اوڅرنګوالي څخه خبرتياته وايي )) .

   دفلسفې له بيلابيلوماناګانوڅخه ديوې مانااطلاق دانسان پرعقلي اوفكري پياوړتياپورې تړاولري ،چې انسان ديته اړبياسي ترڅوحوادث اومختلف امورله پراخ اوروښانه شاليدڅخه ترمطالعې لاندې ونيسي اوله دې سره دورځني ژوندحوادث په ډاډ اواطمينان او آرمتياسره ومني .

   فلسفه په دې ماناكې له حكمت سره مترادفه ده او ويل كيږي ،چې فلسفه انساني بنسټيزو حقايقوته دلاس رسي په درشل كې ده اودخپل ژونداوپيدايښت له لومړۍ ورځې راپه دې خواخلكوديومقدس اودبشرلپاره اړين علم بللى دى اوآن دا،چې الهي علم يې ښودلى دى .ديادوونې ده چې دانظرنه يوازې اسلامي فيلسوفانودرلود بلكې د مسيحي فيلسوفانوهم داډول نظروه .

 

 

فلسفه په پيل كې

 

لكه څنګه چې وړاندې وويل شول فلسفه له آره اودپيدايښت له لومړۍ ورځې راپه دې خوا له پوهې سره دمينې ښودلوماناوركوي اوپه هغه علم يې اطلاق كيږي ،چې دنړۍ حقايقوته پكې لاس رسى نغښتى وي اوپه عملي ډول پكې پلى كيږي يانې په ښه ډول اوله ستونزوپرته آرامه ژوندكول دفلسفي علم لومړۍ غوښتنه ده .

   فلسفه دخپل ژونديادپيدايښت په لومړي پړاوكې دټولوعلوموكوربه وه اوداځانګړتيايې دډيروپيړيوپه اوږدوكې خوندي ساتلې وه خودوخت په تيريدوسره يې له لاسه وركړه اوبيلابيل علوم ترې جلاشول اوفلسفه پخپله يوازې پاتې شوه .

 

 

فلسفې ته اړتيا

 

له آره فلسفه دانسان له روحي اواصيلواړتياووڅخه يوه اړتياده ،چې تل دهرڅه پوهيدوته لېواله ده تاريخ هم ددې شاهد دى ،چې دبشردژوندله لومړۍ ورځې څخه را وروسته ژوروې پوښتنې يوازې دفلسفي مسائلومطرح كيږي .

   څه شى لامل وګرځيدل باران وه اوروي اودځمكې مخ په شنو وښووپوښي ؟ هغه انسانان چې مړه شي له مرګ وروسته څه كيږي اودهغوي برخليك به څه ډول وي ؟ آيادنړۍ پرمخ ښه ځواكونه واكمن دي اوكه بد ؟ او ...اصلآبايدديته پاملرنه وشي ،چې دداډول فلسفي پوښتنودځوابولولپاره فلسفي علم هم دبشرمذهبي قانون ته لاره ومونده اوديومذهبي قانون په څيرومنل شو.

  سربيره پردې هرانسان دفيلسوف په څيراوياخوضروردفلسفې له اغيزلاندې دى اودغه رازله خپل ژوندڅخه بې خبره وي بياهم په دې لټه كې وي ،چې داډول پوښتنوته پرځاى اوسم ځواب ولټوي،همدارنګه فلسفې ته زمونږاړتياپه دې كې هم ده ،چې مونږه انسانان په ژوندكې په ريښتيني ډول عمل كولوته اړيو،چې ديوكاردسرته رسولولپاره تصميم ونيسواودخپل راتلونكي ژوندبرخليك پخپله وټاكو،اصلآله تصميم اوټاكلوپرته ژوندهم ناشونى دى په همدې خاطربسټيزه اړتيالرو،چې پردې وپوهيږوڅنګه او ولې يوشى انتخاب كړو اوپه اصولي ډول دهرې موضوع لپاره يوه لاره غوره كړو ، فلسفه دې ډول روان بهيرته مناسبې اوپرځاى لارې لټوي اوله دې سره فلسفه دټولوانسانانولپاره يوه لارښوونه ده .

   هركله هڅه كووپردې وپوهيږو،چې نړۍ څه شى دى ؟ اودې پوښتنې ته دځواب پرمهال په دې لټه كې كيږو،چې دنړۍ مانا اومقصد ومومو،كه چيرې څرګنده شي چې نړۍ مقصداوموخې لري غواړوپرهغوموخواومقصدونو وپوهيږو،همدارنګه انسان دنوروعلوموله لارې فلسفې ته اړتيالري ځكه ،چې بشري علوم په بيلابيلواړخونوكې فلسفې ته اړتيالري .  
  آيافلسفه له اصله ګټه لري اولازمه ده ،چې هغه هم وڅيړو ؟ مونږبه ددې ليكنې په لړكې دفلسفې يوازې څوګټې په ګوته كړواوفكركوم ،چې لږخبرې به په دې اړه بسنه وكړي اوقضاوت يې ستاسې مخې ته ږدوچې په كوموكاڼويې تلئ .

 

پرټولوسياسي مسائلودفلسفې اغيز

 

فلسفه هميشه په مستقيم اوغيرمستقيم ډول پرانساني ژوندژوراغيزلري اود خبري رسنيوله لارې ټولنيزفكردخپل اغيزدسيوري لاندې راولي اوحتى نن ورځ ،چې دمسيحيت او اسلام په نومونوپيژندل شوي دي ترډيره بريده دفلسفې له اغيزلاندې راغلي دي اودنظرګڼ شميرخاوندان پردې باوردي ،چې دا اغيزپه ځانګړي ډول په سياسي ډګركې مهم دى اوهرحكومت ديوې ځانګړې فلسفې پرمټ جوړشوى دى ،دبېلګې په  ډول دامريكادمتحده ايالاتواساسي قانون د هغه هېواد ديووتلي فيلسوف جان لاك دنظريوتراغيزلاندې جوړشوى دى .

نوربيا ....


ژباړه : جلال آشنا